سريزه :

دانسانانودپيدايښت دورځوڅخه په خپلومنځوکې نزدي اړيکې لري اوپه جداگانه ډول دژوندچارې نشي سمبالولي .دوخت په تيريدوسره په دغوراوبطوکې تغيرات رامنځته کيږي .

دخپلوضرورتونودرفع کولو په خاطرانسان ديته مجبوروي چې په ټولنه کې داسې څوک پيداکړي چې ددوي دضرورت وړجنس ولري . اوددي سره موجودجنس ته ضرورت ولري . ترڅوددواړوترمنځ دضرورت وړاجناس تبادله شي . هغه سيستم چې په هغه کې په مستقيم ډول سره جنس په جنس بدليږي بارترسيستم يا جنسي تبادلي په نامه ياديږي . په ابتداکې دجنسي تبادلي په صورت کې مشکلات کم وو.دنفوسوپه په زياتيدودکارتقسيم ،دټولنيزپرمختگ سره سم دانسانانوضرورتونه اضافه اوپه جنسي تبادله کې زيات مشکلات رامنځته شول جنسي تبادله داقتصادي پرمختگ په لاره کې ديوخنډ په څيرواقع شوه اودهغې نقصان اونيمگړتياوي څرگندي شوي .

چې په تيجه کې نوموړۍ سيستم له منځه لاړاودپيسودرامنځته کيدوسبب وگرځيده.

دپيسوپه رامنځته کيدوسره ديوملک په اقتصادي وضعه کې دپام وړبدلونونه رامنځته شول چې په تبادله کې آرامتيااوتيزوالي دتوليد په اندازه کې زياتوالي اودملک دطبعي صنايع څخه په ښه توگه استفاده ،دکارويش اوتوليداتوپه سطحه کې تخصص رامنځته کيدل ، داجناسوکيفيت اوداضافي حاصلاتوسبب وگرځيد.

 

لومړي فصل

دبارتردسيستم مشکلات

  • دطرفينوترمنځ دمطابقت نه موجوديت ، دجنسي تبادلي په سيستم کې ترټولوعمده مشکل داشخاصوپه ضرورتونوکې دمطابقت نه موجوديت وه .     مثلا: يواستاد يواځې درس ورکولي شي نومجبورده داسې څوک پيداکړي چې درس ته ضرورت ولري اوداستاد د ضرورت وړ اجناس ولري دداسي شخص دنه موجوديت په صورت کي ضرورت نه رفع کيږي .
  • دارزش داندازي لپاره د واحد نه موجوديت ، ددي سيستم دوهم مشکل دادي     چي دارزښتونو داندازه کولو لپاره په کي معلوم واحد نشته څرنګه چي دټولواجناسوهرډول خصوصيات فرق کوي نوارزش يي هم فرق کوي .دمختلفوارزش لرونکي اجناس بايد په کوم نسبت تبادله شي.پدي سيستم کي دارزش داندازه کولولپاره واحد وجود نلري نوتبادله دټاکلي نسبت په اساس نه بلکه دتقاضا په اساس صورت نيسي.چي په دي ډول د جنسي تبادلي د حالت ادامه ناممکنه وګرځيده
  1. د تقسيم نه قابليت ، د بار تر سيستم بل عمده مشکل د اشاو د تقسيم نه قابليت دي . که د اشياو دتبادلي لپاره په کوم نسبت موافقه هم وشي بياهم مشکل نه حليږي   ځکه هغه اشيا چي د تقسيم قابل نه دي د هغوي دتبادلي په صورت کي بياهم مشکل په خپل ځاي پاتي کيږي .
  • دارزش نه ذخيره کيدل ، ځيني شيان موسمي شکل لري بايد په همغه وخت کي تري استفاده وشي په دي سيستم کي بل عمده نقص دارزش نه ذخيره کيدل دي اومالدار هغه څوک ګڼل کيږي چي دضرورتونولپاره ذخيره مواد ولري چي دهرشخص لپاره ددي ډول ذخايرو موجوديت ناممکن ده                                       دبلي خواداوږدي مودي لپاره د اشياو دذخيري ساتل هم ممکن نه دي ځکه چي شيان موسمي جنبه لري اوذخيره کيدلي نشي اوضايع کيږي نو په دي اساس سره ويلي شو چي دبارتر په سيستم کي دارزش دذخيره کول ناممکنه ده
  • ايينده پرداختونولپاره دواحدي وسيلي نه موجوديت ، په دي سيستم کي دقرض لين اوډين اوپه ايينده کي دپرداخت جريان دمشکل سره مخامخ کيږي                     دپورتني مشکلاتو په نظر کي نيولو سره پدي سيستم کي دايينده پرداخت (مصرف) لپاره کومه وسيله چي دمشکل دپيداکيدو په صورت کي پري رفع شي وجودنه لري([1])

دپيسو تعريف

پيسي په متفاوت اورنګارنګ شګلونو اوقسمونو تعريف شوي دي اوهرعالم نظر په دندو،اشکالو،مشخصاتو اود هغه تاثيراتو اواغيزو سره پيسې تعريف کړي دي       ديولرغوني اوپخواني تعريف په اساس پيسې هغه متاع (شي) دي چي جنسي تبادله له منځه وړي ځيني وروستي عالمان پيسې هغه متاع ګڼي چي د هغه لرونکي ته قدرت ورکوي ترڅوځان د قرضي څخه په وخت کي خلاصوي اود خرڅولو اوپيردلو     (خريداوفروش) په معاملو کي ازادي ولري .ځيني نور(دپيسودپيژندني اسانه لاره) دهغه وظيفو ته متوجه کړي دي اودپيسوتعريف يي دهغه وظيفو پوري مربوط کړي دي .هرجنس چي وکولاي شي د (تبادلي ، دزيرمي ، دحسابي واحدارزښت اود پورداد اکولو وسيلي) وظيفي سرته ورسوي پيسې ګڼل کيږي                                         ماکس ويبر Max Weberپيسي (پول ) ديوتبادلوي شي په توګه پيژني اوعقيده لري چي دغه شي په ساتلو کي هم داقتصادي مختليفو مر کزونوپه واسطه د تبا دلي دو سيلي په حيث ومنل شي

البرشت فورست من Albrish forst manپيسې (پول) يو قانوني طلب ګڼلي اوپه دي عقيده دي چي دغه طلب (غوښتنه) تل دفعال کيدوقابليت لري اودفعال کيدو هدف،دقانوني طلب څخه پر اجتماعي محصول باندي دکمي اوکيفي له نظرڅخه عبارت دي چي ديوتضمين شوي تبادلي دوسيلي په توګه ده له پورتنيوتعريفو نو څحه داسي نتيجه اخستل کيږي چي پيسي دهغو وظايفوته په پاملرنه تعريف شوي ده

مارشال په نظر ، پيسې هغه شي دي چي ددولت په څير داسي ټول خصوصياتو درلودونکي وي چي په هرځاي کي بي دشکه دمنلووړ اود هغه مرسته دکاليو او خداماتو راکړه ورکړه او د قرضونو تصفيه صورت نيولي شي

دکول په نظر ، پيسې دخريددقوت نوم دي چي په مرسته يي کالي خريداري کيدلي شي.

 

دپيسو تاريخچه

داواضحه ده چي په تير وتاريخي وختونوکي پيسې دنن ورځي په شکل وجود نه درلود او هم په هغه وخت کي مختليف شيان د پيسو په توګه ګڼل شوي اود وخت په تيريدو سره پيسې دهغوي ځاي نيولي دي دراکړي او ورکړي پرمختک په اثر دانساني تمدن په لومړيو وختونو کي دتبادلي وسيلي دپاره ضرورت احساس شو اودحيواناتو څخه دتبادلي دوسيلي په توګه په راکړه ورکړه کي استفاده کيدله دلومړيو پيړيو په وروستيو کي اودمنځنيوپيړيو په لومړيو کي فلزات (مخصوصاًسره زر او سپين زر) دتبادلي دوسيلي په توګه تر استفادي لاندي واقع شول په ځينو ټولنو کي لکه افريقااودبحرالکاهل جزيري صدف،دمرغي بڼکې دتبادلې وسيله وۀ. اوتردې وروستيوسلوکالو نودتبادلې دوسيلې په توگه ترې استفاده کيدله مگرانسانان دپوهې اومعلوماتوپواسطه وپوهيدل چې ددې مختلفوپيسوله جملې څخه لکه حيوانات ،تنباکو ، کاڼي اونورسره زراوسپين زرراکړې ورکړې دپاره دښه مشخصاتواومعيارونولرونکي وي ياپه بل عبارت دغه دوه فلزه دپيسو(پول ) وظيفې په ښه توگه سرته رسولي شي.

دغه فلزات دخپل کيمياوي خواصوپه اساس چې په طبيعت کې په آزاده توگه وجود لري . اودهغوي دفزيکي خواصوپه اساس لکه ځليدني اودورق کيدوقابليت اوداسې نوردعاموخلکودخوښې سبب وگرځيدل پورته ذکرشوي طبعي ځانگړي ،اغيزمنې اقتصادي نتيجي هم له ځانه پرځاي درلودي اوددي فلزاتولوړتيا نسبت نورومالونواوشيانوته برجسته کړي . په حمل اونقل کې اسانتياوي دسره زر اوسپين زردايمي پايښت اوپا ته کيدل دسرزراوسپين زر مشابهت اوهمدارنگه په ټولوهيوادونوکې ددې فلزاتودويش قابليت اونجيبه فلزاتودپيژندني وضاحت اونورددې فلزاتوښيګنې اوخصوصيات دپيسې په توگه قوت وباښه اودنړي ډير پخواني هيوادونوسره زراوسپين زردپيسوپه شکل راکړه اوورکړه کې استعمال کړل . او وروسته دسره زراوسپين زرمسکوکاتو دپيسې په حيث رواج وموند دوروسته بانګنوټونه دسره زراوسپين زرپرځاي جريان کي ولويده اود تعويض قابليت يي دسره زر په مقابل کي درلود.فلزي او کاغذي پيسې دواړه دمبادلي په جريان کي داستعمال وړګرځيدلي .پيسې نه يواځي دفلزي اوياپه کاغذي شکل وجودلري.بلکې دهغه په څنګ کې ليکلي پيسې(چک ،بيمه لرونکي اسناد)هم په جريان کې دپيسو په حجم اواندازه ډير نقش لري ([2])

دپيسوگټې اواهميت

ديوشي ارزش ددې پورې منحصرکيږي چې دهغه داستعمال په نتيجه کې دافرادولپاره انفرادي گټه اوبالاخره ملي اقتصادته څه گټه لري .

داشخاصولپاره دپيسو موجوديت په مختلفوساحوکې گټوردي .

  • دپيسودموجوديت په صورت کې اشخاص دخپلوضرورتونودرفع کولو په خاطردانتخاب دازادي څخه گټه اخيستلي شي اوداشخاصوترمنځ ضرورتونودنه مطابقت مشکل حليږي.
  • دپيسوپه مرسته اشخاص دخپلوضرورتونودقيمتونوڅخه اگاهي پيداکوي اودخپلوعايداتوپه نظرکې نيولو سره په داسې توگه ضروري اشيا لاس ته راوړي چې دزيات تسکين سبب وگرځي . اودبلې خوادوسايلودمحدودوالي په اساس دقيمتونوداگاهي په صورت کې انسانان دخپل ضرورتونودرجه بندي اووروسته دهغې درفعې لپاره اقدام کوي .
  • دناڅاپي ضرورتونودتغيرپه خاطرخلک ذخيره کوي . دپيسو يوعمده خصوصيات دنامعلومې مودې لپاره دهغې ذخيره کول دي چې کوم مصرف پدې صورت کې نه راځي بلکې داضافه عايد دلاس ته راوړلووسيله هم گرځيدلي .
  • پيسې داقتصادي انکشاف سبب گرځي دجنسي تبادلې په صورت کې د اشخاصودضرورتونونه مطابقت يوعمده مشکل وۀ چې دپيسوپه منځته کيدوسره حل اودکاروبارويش سبب وگرځيداوپه خپله دکارويش داقتصادي پرمختگ لپاره وسايل برابروي .
  • کله چې پيسې دتبادلې دآلې په توگه استعمال شي نودملکونوترمنځ هم داجناسوپه تبادله کې اسانتيا رامنځته کيږي .يوملک هغه اجناس چې خپله يي نلري دپيسوپه بدل کې دنړي دهرگوټ څخه راغوښتلي شي . نوويلي شووچې پيسو نړيوال تجارت ته هم ترقي ورکوي .
  1. دارزشونوذخيره اوداندازگيري دوسيلې په توگه پيسې ددې سبب شوي چې اشخاص خپل اضافي اجناس دپيسوپه شکل ذخيره کړي .
  • دپيسو په صورت کې اشخاص دخپلو عايداتوڅخه يوه برخه دتوليدي هدفونوپه منظورجداکوي . اوپدې توگه دپانگې اچوني په زياتو الي سره دولت دپيدايښت اندازه زياتيږي چې دکاروباردساحې دپراختيا اودخلکودژونددسطحې دلوړوالي سبب گرځي.
  • دپيسو په مرسته دقرضونوپه جريان کې ډيره اساني رامنځته شو که اشخاص دمحدودوسايل وپه مرسته خپل ضرورتونه نشي رفع کولي نودپيسو په شکل دقرض اخيستلو په نتيجه کې خپل ضرورت رفع کولي شي . همدارنگه کيداي شي په ټولنه کې ذهين اشخاص وجودولري چې دپانگې دنشتوالي له امله دهغوي استعدادڅخه گټه نه اخيستل کيږي . چې دپيسوپه رامنځته کيدوسره دې ډول اشخاصوته دپانگې دبرابرولواوکاروبارڅخه دگټې پورته کولو امکانات برابريږي .

دپيسوصفتونه

  • عام اعتباراوقبوليت : خلک يوشي هغه وخت قبلوي چې هغه نوروته هم هغه شان دمنلووړوي اودمتبادل مقصدلپاره داستمعال وړوي ديوشي لپاره عام اعتبار دهغه په خپل قيمت يا حکومت په سرپرستي اوضمانت حاصليږي .
  • ثبات اوپايه داري : هغه شي جې دپيسو په ځاي استعماليږي بايد مستحکم اوپايه دار اووسي پدې معني دهغې دخرابيدلو په موردکې تشويش موجودنه وي . چې دزړيدواوياتقسيم کيدوسره خپل ارزش دلاسه ورنکړي .
  • دانتقال قابليت : هغه شي چې دپيسوپه ځاي کارول کيږي بايد دانتقال امکانات يي اسانه اوپه لږحجم سره دزيات ارزش لرونکي وي .
  • دتقسسيم قابليت : هغه شي چې دپيسولپاره کارول کيږي چې په کوچينيوبرخوباندې دتقسيم قابليت ولري ترڅودهغې په مرسته کم ارزش لرونکي شيان خريداري شي .
  • دارزش استحکام : هغه شي چې دپيسو په ځاي استعماليږي بايد په ارزش کې يي استحکام وي . ځکه دهغې ارزش کې دتغيراتوپه اساس دنوروشيانوارزش سم نه شي اندازه کيدلي اودداسې شي ارزش دذخيره کولو اوتاديي دوسيلي په توگه نه شي استعماليدلي .
  • يوشان والي : پدې معني کوم شي چې دپيسوپه ځاي دنده سرته رسوي په کوچينيو زرودويشلوپه صورت کې ټولې زرې يوشان اوصاف ولري اوپه ارزش کې يي کموالي رانه شي .
  • دپيژندلو وړوي : هغه شي چې دپيسوپه ځاي کاورل کيږي په اساني سره وپيژندل شي که نه   وي نودتشخيص لپاره يې وسايلوته ضرورت دي اومشکلات رامنځته کوي .
  • نرموالي ولري : هغه شي چې دپيسو په ځاي استعماليږي بايد نرم وي ترڅوپه واړوسيکوتبدل اونشان پرې سيت کړي شي .
  • کميافته وي : کموالي ديوشي ارزښت داستحکام سبب گرځي . مثلا داوبوتبادلوي ارزښت صفرسره برابرده .
  • افاده اوذاتي ارزښت ولري: دپورتنيوخواصوپه نظرکې نيولو سره نتيجه اخيستل کيږي چې طلا اونقره دنوروټولو اجناسوپه نسبت داصفتونه په ځان کې لري . اوپدې اساس په نړيوال سطحه هغوي ته دپيسو مقام حاصل وي بايد علاوۀ کړوچې دمنظم پلان اوکنترول په صورت کې کاغذي پيسې هم دذکرشوصفتونولرونکي دي(1 )

 

دپيسودندې:

… دتبادلي وسيله ، هرشي چي وکولاي شي داجناسو او خداماتو په مقابل کي تاديه اوومنل شي پيسې بلل کيږي . ديوشي منل اوقبلول دتبادلي دوسيلي په حيث دوه عامله لري

لومړي : داچي پيسې دخلکو په نزد ارزښت لري او هرڅوک غواړي چي هغه دخپلو شيانو (اجناسو ) اوخداماتو په مقابل کي لاسته راوړي.

دوهم : که ټکس ذاتي ارزښت هم ونلري لکه (کاغذي بانګنوټونه )دعام قبولي قابليت په تبادله کي لري چي حکومت هغه قانوناً رواج کړي دي اود قانوني پيسې (پول)په توګه پيژندل کيږي . قانوني مروجي پيسې(Legal tender)دخپل دتبادلي قابليت قدرت دحکومت توان مندي اواقتدارڅخه ترلاسه کوي.اوپه هرځاي اوهروخت کي دغه کاغذي پيسې داجناسو اوخدماتو دپيردلو اولاسته راوړلو لپاره پکار وړي اوجنسي مبادلي ته ضرورت نه احساسيږي .

… دارزښت دذخيري وسيله، دپيسو دلومړني وظيفي په پام کي لرلو سره يعني دعام قبولي قابليت څخه دهغه دوهمه وظيفه نشات کوي پيسې کولاي شي په مختليفو وختونو کي راکړه اوورکړه کي ترينه استفاده وشي ددي امکان ددرک وړ ده چي پيسې کولاي شي په وروستي وخت کي داستفادي وړ وګرځي اوپه معاملو کي کار ورځيني واخستل شي که پيسې دوخت په تيريدو سره خپل دخريد له لاسه ورکړي دهغه لرونکي کوښښ کوي ترڅو شيان اواجناس ته دامکان په صورت کي ډيرژرتقاضا وکړي

اويا دجنس په جنس معامله په دي وخت کي دتوجو وړ وګرځي ځيني وخت امکان لري چي دپيسې ذاتي ارزښت دهغه ذاتي ارزښت په نسبت دوخت په تيريدو سره زيات شي . په اوسنيو شرايطو کي پيسې دارزښت دذخيري په توګه هغه وخت خپله دنده په ښه توګه اجرا کولاي شي چي مقداريي کنترول شي او دوهم دهغه استقرار باندي اعتمادولري دپيسو استقراردموازني په ايجادولوسره په يوملي اقتصاد کي داقتصادي دوران په دننه کي دپيسو دحجم اواندازي تر منځ ممکنه دي.

…حسابي واحد: دپيسو دا وظيفه په دي معني ده چي دهغه په اساس دنورو اجنا سو ارزښت مقايسه کيږي يعني پيسي دنورو شيانو اواجناسو دارزښت دټاکلو دوسيلي په حيث عمل کوي دايو حقيقت دي چي دټولو شيانو اوخدماتو بيه په پولي معيار تسبيت کيږي اودهغي پواسطه سنجش او مقايسه کيږي ديو حسابي واحد په شتوالي کي دارزښتونو مقايسه ناممکنه کيږي اوپه دي وسيله محاسبه او حسابداري سيستم په ملي اقتصاد کي اسانه کيږي.

… دپورونوداداکولو وسيله:دخلکو اوافرادو مالي تعهدات دپيسو پواسطه تاديه او تصفيه کيږي اوددي وظيفي پواسطه پيسي دپورونو دتاديي يوه وسيله کيداي شي اوهيڅ څوک نشي کولاي دپورپه اداکولو دهغه دمنلو څخه انکار وکړي مګرداواضحه ده چي دپولي تورم په شرايطو کي .پورور کوونکي (داين )خساره مند کيږي .دپيسو وظيفه دارزښت د ذخيري دوسيلي په عنوان اودهغي په اداکولوزيانمنه کيږي(2)

دپيسو درامنځته کيدو مراحل :

دژوند په ابتداکي انسانانو په خپلو منځوکي مناسبات درلودل اود ضرورت اجناس يي تبادله کول . چي تبادلي جنسي شکل درلود . دضرورت دنه مطابقت په نتيجه کي په ساحوي اومنطقوي توګه دمختليفواجناسوته راکړي ورکړي دوسيلي په توګه استفاده پيل شو اودوخت په تيريدو سره په هغي کي تغيرات رامنځته شو چي داتغيرات په لاند مراحلو ويشلي شو

  1. دبارترسيستم څخه دجنسي پيسورامنځته کيدل
  2. دجنسي پيسو تبديليدل په فلزي پيسو
  3. دفلزي پيسو نه وروسته دکاغذي پيسورامځته کيدل
  4. دکاغذي پيسو نه وروسته داعتباري پيسو رامځته کيدل
  • دجنسي پيسو رامځته کيدل:-په ابتداکي کله چي دانسانانو تعداد مخ په زياتيدوشو قبيلي ،کلي اوقومونه رامځته شو اوخلک په مختليفو فعاليتونو بوخت شو نودهري منطفي خلکو مختليف اشيا دتبادلي دوسيلي په توګه استعمالول چي همدا دجنسي پيسو درامنځته کيدو څخه نمايندګي کوي .ښکاري قبيلو دپوستکو او تيرونو (غشي) څخه دتبادلي دوسيلي په توګه استفاده کوله کليوال خلک دحيواناتو څخه دګروندي په پيل کيدو سره خلکو په دي شيانو باندي زراعتي محصولات دتبادلي دوسيلي په توګه استعمالول جنګي قبيلو کي غلامان دتبادلي دوسيلي په توګه استعماليدل په ځينو ځايو کي اوس هم دغلاجاتو څخه پدي منظور کار اخستل کيږي .
  • دفلزي پيسو رامنتځته کيدل :-څرنګه چي پيسو دډيرو نيمکړتياؤ لرلو سر ه نه شوکولي چي د پيسو رول په ښه ډول ولوبوي . ځکه اجناس دزيات وخت لپاره د ساتلو قابليت نه لري ځيني شيان لکه ، حيوانات دتقسيم قابليت نه لري او ځيني شيان موسمي شکل لري . چي ددي او نورو نيمکړ تياؤه په لرلوسره خلک ددي په لټه شو چي داسي يوه وسيله رامنځته کړي چي دا نيمګړتياوي ونه لري دانسانانونظردفلزاتوخواته شواودفلزاتواستعمال دتبادلي دوسيلې په توگه پيل شوۀ . چې په عمده توگه دطلا،نقره اواوسپنه اونيکل څخه پدې برخه کې استفاده شوي ددې ترڅنگ دلمړى ورځې طلااونقره دګاڼوزيوراتوپه خاطرهم استعماليدلي اودنوروفلزاتوپه نسبت زيات دعلاقې وړوۀ. ځکه طلااونقره دارزش دذخيره کيدلولپاره بهترينه وسيله ده. انساناتوپه اول کې طلااونقره دخښتوپه څيردپيسوپرڅاي استعمالوله خودهغې په استعمال کې مشکلات اوغليطيوامکانات زيات وۀ .دوخت په تيريدوسره سکې رامنځته شوي چې دهغومعياراواندازپه اساني سره سنجول کيدل اوپه اروپاکې لمړي سکي اکاريول رامنځته کړي .
  • کاغذي پيسې : دمورخينوپه نظرکاغذي پيسې لومړي دنهمې عيسوي پيړي په پيل کې په چين کې مروج شواووروسته په هندوستان کې مروج شوي. په اروپاکې ترټولودمخه دايټالي په مرکزي بانگ کاغذي پيسې نشرکړي دهغې نه وروسته دانگلستان مرکزي بانگ کاغذي پيسې په کارواچولې دنړي په هرگوټ کې مروج اونشرولي دهرملک دمرکزي بانک پورې اړه لري . سره لدې چې کاغذي پيسې ډيرې مروج شوي خودهغې ترڅنګ فلزي پيسې هم په چلش کې قرارلري . چې دوړوکورابطوپه خاطرتري استفاده کيږي .
  • اعتباري پيسې : دکاروباردپراختيا اودبانکي سيستم دانکشاف په لړکې دپيسونوي ډول يعني اعتباري پيسې رامنځته شوي اودنړي په ټولوملکونوکې ترې استفاده صورت نيسې لکه چکونه ،حوالې اوداسې نور…..

دپيسوپه رامنځته کيدوسره په مجموعي ډول اقتصادي ساحه کې دپاملرني وړتغيرات راغلل تجارت ،کرنه اونوروټولو ساحاتوکې دپيسورول څرگندوۀ.

په اوسنيوشرايطوکې دپيسو څخه بيغيرداقتصادي وسايلو څخه په سمه توگه استفاده کول اوداقتصادي نظام درست چلول ناممکن وي .(1)

دوهم فصل

په ملي اقتصاد کي دپيسو برخه اودنده.

دپيسو دپو رتنيو ذکر شويو دندو ځانګړتيا ددي څخه عبارت ده چي هغه په خپلو منځو کي سره اړيکي لري او په ملي اقتصاد کي دمروجو پيسو ماهيت په بيلابيلو بڼوراښکاره کيږي.

دپيسو په لومړني وظيفه کي (دتبادلي ارزښت معيار) امتعوي توليد او پيسي پرته له پو بل څخه موجوديت لري له دي لامله هغه اجناس چي دپيسو په واسطه قيمت ګذاري کيږي نو هرومرودخرڅلاو لپاره توليد شوي نودهغه تبادله پرته له پيسو څخه ممکنه نه ده.

دتبادلي دوسيلي په توګه دارزښت معيار (قيمت ګذاري) او خرڅلاوي دجريان (پولي معاملات ) په توګه دپيسو ځانکړي خصوصيات دتولنيز بيا توليد دپلان دجوړښت په اساس کي راښکاره کيږي پردي منظورمونږ مجبور يو ملي اقتصاد په پلان جوړونه کي هم دپيسو پرهکلي په لنډه رڼا واجوو.

دپولي معاملاتو قانون (دمعاملاتو لپاره دپيسو لازم مقدار) دتبادلي دوسيلي او ارزښت داندازي په حيث دپيسو عمل تنظيموي دپيسو نوري پاتي دندي د پورتنيو دوه دندو سره اړه لرې او په ملي اقتصاد او دهغه په پلانګذار ي کي دپيسو اهميت او دوظيفي ماهيت افاده کوي دپيسو ددندو ورته والي کولاي شو انتفاعي تصديو کي په ښه توګه پرسي کړو ..

دتصديو اقتصادي مجموعي فعاليت دمحصولاتو دخرڅلاو لګشت دهغه قيمت پراساس چي ددولت له خواټاکل کيږي صورت نيسي برسيره پردي هره اقتصادي تصدي په يوه وخت کي دپيرودونکي او پلورونکي په توګه راښکاره کيږي او هغه پولي مکلفيتونه چي دغه فعاليتوته يي رامنځته کوي وروسته له دي ټاکلي مودي څخه ادا‌ء کيږي په دي ترتيب سره يپسي دتصديو په روزمره فعاليت کي هم دتپادلي دوسيلي په توګه (دخريد وسيله ) اوهم دپرداخت يا ورکړي دوسيلي په توګه دنده ترسه کوي .

کارګران ددست مزد او معاش له اخيستلو څخه وروسته پردغو پيسو داړتيا وړ اجناس رانيسي پيسي دپورتنيو دري ګونو دندوپه ترڅ کي په تصديو کي دپولي زيرمو يا ذخيرو درامنځته کيدو سبب کيږي په لنډه توګه دا چي دذخيري دوسيلي په توګه دپيسو دنده دتصديو دقتصاد ي فعاليتتونو ښودونکي ده چي دتصديو دغه فعاليت داجناسو دتوليد دپروسي دپراختيا اساسي شرط دي دلته مووليدل چي پيسي دامتعوي توليد په تنظيم اودهغه په پراختيا کي څه ارزښت لري دغه راز دامتعوي توليد په تنظيم کي به دپيسو او پانګي اچوني اهميت دپانګوالودپلان چوړوني په برخه کي پرډيري لنډي توګي هم څرګند کړو .

داچي دنورو بهرنيو هيوادو سره اقتصاد ي اړيکي لري او ددواړو خواو ترمنځ داموالو او اجناسو پيرودل او پلورل صورت نيسي نودلته پيسي دنړيوالو پيسو په توګه دتصديو داقتصادي فعاليت ښودونکي دي.

دپيسو ددندو دپورتنيوڅيړنو په پام کي نيولو سره کولاي شو چي په ملي اقتصاد کي دپيسو پرنقش څه نه څه رڼاواچوو

لمړي دمجموعي بيادتوليد پروسه دپيسو په واسطه افاده کيږي دمزد اومعاش پرمرستي اودهر ډول مکافاتي پيسو پر ذريعي دمادي نعماتو دکاروني لاري چاري اوويش کچه په مجموعي توګه په مملکت اوتصديوکي کنتروليدي شي

ښي پايلي دترلاسه کولو لپاره هره تصدي دخپل ښه اقتصادي فعاليت لپاره بايد دساعت دعقرب په شان منظم فعاليت ترسره کړي ترڅو په دي ترتيب سره وکولاي شي د نيمګړتياو مخه ونيسي نو ځکه تصدي بايد خپل ماشين الات ، دکار تشکيل خام اونيم کاره مواد دمحصولاتو خرڅلاو او خپلي اقتصادي اړيکي له نورو تصديو اوموسساتو سره داس تنظيم کړي چي د کال په پاي کي وکولاي شي له هغه څخه ګټوره اواقتصادي پايله ترسره لاسه کړي .

دوهم :- پيسي دښارونو اوکليو ترمنځ داړيکو عامل او دکارګرانو او بزگرانو ترمنځ دصنعتي او زراعتي محصولاتو دتبادلي وسيله ده ځکه چي زراعتي موسسا دملي اقتصاد سره اړيکي لري دټولني لپاره زراعتي محصولات توليد وي او دټولني څخه دڅبلو محصولاتو په مقابل کي توليدي وسايل او همدارنګه زراعتي کارګرانو ته استهلاکي وسايل ترلاسه کوي .

دکليو او ښارونو ترمنځ دپيسو پياوړي سيستم دهغه پله په شان دي چي دهغوي اړيکي يي سره کلکي کړي دي او په

زراغتي سکتورکي دمولديت دلوړوالي لامل ګرځي

دريم

پيسي دحسابي وسيلي په توګه دچارودترتيب تنظيم اووسيلي په څيرپه تصديو اوموسسو کي دټولني دزيربنا د جوړولو په لارکي ستره برخه لري .

دکارګرانو پولي دستمزداو حق الزحمه په ټولنيز استهلاک کي دمحصولات چي هغوي يي پيرودلاي شي له دي پوري تړلي ده چي څومره اموال توليد شوي دي او له هغو څخه څومره داستهلاک لپاره تخصيص ورکړل .

نوپردي توګي په اوسنيو تاريخي شرايطو کي دپيسو دخريد قابليت دمحصولاتو دويش اودتوليد دبيلا بيلو شرايطو اوددولت دمالي او اقتصاد سياست پوري تړلي دي په دي ډول سره پيسي هغه عامل دي چي دښارونو اوکليو مولد ينو ترمنځ اقتصادي اړيکي ټينگوي.

دملي اقتصاد په پلان جوړونه کي دپيسو او پانگي اهميت:

دملي اقتصاد په پلان جوړوه (برنامه ريزي ) کي پيسي او پانګي امتعوي توليد حجم کيفيت په خپل وخت توليد عرضه او دټولني څرګنديږي لکه چي وړاندي څوڅو ځايه ذکرشول چي د پانګي اچوني او پيسو ستونځه په ملي اقتصاد کي هغه موضوع ده چپ دملي اقتصاد دعلم يوه برخه يي خپله کړي ده.

دپانګي اچوني اوپيسو دلګښت پلان جوړونه په ملي اقتصاد کي بنسټيزه برخه لري پانګه اچونه دمالي پلان کارپلان تخنيکي پلان اوتوليدي پروګرام سره نيغ اړيکي لري چي دتعميرونو ترميمي وسايلو دتوليد ي او غير توليدي اساسي فوندونو دايجادلپاره مساعد شرايط برابروي.

داقتصادي پرمختيا دپلا جوړوني تجاربوښودلي چي د توليدي اوغير توليدي سکتورنو په منځته راتلوکي دنوي تکنالوژي دتعميم او ميکانيزم کولو او په عمومي توګه دکارد موثريت په لوړ تيا کي پانګه اچونه ډيره مهمه او بنسټيزه برخه لري .پانګه په يو هيواد کي دژوند ديو لوړ ستندرد او اقتصادي ودي دښه تناسب لپاره عمده وسيله ده.

دپانګه اچوني دپلان يوه ښکاره بټه دملي اقتصاد دنوروبرخود پلانو سره دهغي اونژديوالي اودبيا توليد دپروسو خپلول دي.ځکه چي پانګه اچونه دتوليد ي ظرفيت دزياتوالي يواصلي فکتوردي.

دپانګي اچوني پلان بايد دمادي اومالي منابعو بشري قواواو اړتيا اوشرايط سره يو ځاي وي . دپخواني استهلاک اودپانګي اچوني دحجم تحليل ددي خبري د تعين لپاره يوبنسټ برابروي چي بايد دپانګي اچوني دراتلونکي پلان لپاره څه ترسره شي دپلان جوړونکيوته اجازه ورکوي چي دراتلونکيو او جاري دندو مقصد او اهميت وسنجوي او په دغه ډول راتلونکي ټولنيزي اړتيا وي تشخيص کړي.

پانګه اچونه دهغوشيانودجريان او حجم تابع ده چي دپلان په موده کي دتوليد ممکنه حجم اوټولنيزي اړتيا دودي توازن اوټينگښت په پايله کي دبدلون پراثرټاکل کيږي.

دپلان شوي پانګي داړتيا وړحجم دټولني داړتيا په مطابق چي انفرادي او اجتماعي لګښت اوهمدارنګه عايدات په برکي نيسي دنقشي سره سم دممکنه وارداتوپرانتظارسربيره دتوليد دجاري سطحي اودپه کاروړلولږه ګټه دلازمه نوي ظرفيت ترمنځ توپير داضافه کيدو وړظرفيت اندازه تعينوي .

داړتيا وړپانګي شمير دهري واحدي پانګي دګټورتيا يعني په ظرفيت کي دلګښت په واسطه ټاکل کيږي دپانګي اچوني لازم حجم دامکان اواندازه سره سمه ټاکل ليږي چي په ملي عايدکي دزيرمه کيدو ړانډول دپرلپسي عايد حجم اودتجديد د مقياس په مطابق تعينيږي يعني دلته:

  • دپيسو پانګه اچونه .
  • په ملي عايدکي دزيرمي برخي .
  • ملي عايد.
  • تجديد…..

پردي توګي ګوروچي دپيسو دراتلونکي دوران په ارتباط يوه هيواد پانګه اچونه دذخيرو څخه دګټي اخيستني پرهکلي يو پرابلم هم دپيسو پانګه اچونه ده په يو هيواد کي دقيمت سطحه اواستخدام دپيسو په دوران سره ټاکل کيږي او په خپله دپيسو دوران پردي ټاکل کيږي چي ايا مونږ نوموړي هيواد کي انفلاسيون غواړو که ديفلاسيون هرمترقي هيواد کي حکومت د خپلوپيسو عرضه څاري اوپه دي لټه کي وي چي تقاضا د څارني لاندي راولي .(3)

دپيسو توازن

سم سياست دادي چي دپيسو عرضه نه زښته زياته اونه زياته کمه وي بلکه يواځي پوره اندازه ولر ي او دپيسو سمه عرضه هغه ده چي دکامل استخدام سره برابره وي يعني انفلاسيون اويفلاسيون ته کوم ميلان ونلري.

ددي هدف دلاس ته راورلو لپاره زړوتکنيکونو دپيسو دتقاضا څخه دپيسو دموجو ده عرضي کنترول ته ډيره ترجيع ورکړي ده موجوده پيسو مقدار مهم دي خو په تجارت کي په دي پيسو سره په همغه اندازه ارتعاشات پيداکيږي لکه دپيسو دعرضي په تغير سره چي پيدا کيږي .

اوپه دي کي شک نشته چي وروستي خپل ځان ته دلومړي سره سمون ورکوي هغه انفلاسيون چي ليري کيږي هغه دپيسو په زياتوالي سره پيداکيږي .چي دغه کارد حکومت په تقاضا سره کيږدي غټ ديفلاسيون دپيسو کموالي له کبله وي چي په ساده ډول پيسو ته تقاضا کمه شوي ده دپيسو دعرضي کلک کنترول دچټک انفلاسيون مخه نيولي شي اودغه رازکله چي ډيري زياتي پيسي وي دپيسو په عرضه کي ډير کموالي گټور دي .

(لکه په دي تازه وختوکي چي په جرمني اورسيه کي دغه کار شويدي) خودموجود ه پيسو دمقدار کنترول هغه کوچني انفلاسيونونه اود يفلاسيونونه چي دتجارتي ارتعاشاتو په څيروي نشي منع کولي.

ځکه داډول انفلاسيونونه څومره چي دپيسو په مقدا ر ولاړوي په همغه اندازه دپيسو په گرځيدونگي چټکتيا باند ولاړدي .نوي تکنيک دموجود پيسودعرضي سمون نه قبلوي پرځاي يي کله چي دپيسو لپاره تقاضا زياته شي دپيسو عرضه زياتيږي اوکله چي دپيسو لپاره تقاضا کمه شي دپيسومقدارکميږي .

اوپه دي ډول په اقتصاد کي دپيسو گرځيدل ثابت ساتي .ددي کنترول لپاره وسيله بودجه ده هرکله چه دپيسو گرځيدل سستوي دمالي په کمولواودسپما دمصرف په زياتولو سره دپيسو گرځيدل شي چي ماليه زياته کړي .

اوپه دي ډول دخلکو دپيسو مصرف کم کړي . ددي نتيجه دبودجي خلا او اضافه والي دي کيداي شي چي دوي په اوږد وخت کي يو دبل سره برابراو يا برابر نه وي داکار فر ق نلري دمثال په توګه کي چيري دپيسو دگرځيدني دکموالي لپاره يو دوام داره ميلان وي په کاردي چي بودجه تدريجي خلا ولري .

اوکه چيري دغه خلا دتقاضا دسمون لپاره داړتيا څخه زيات نه وي دا به زيان ونلري

يوه خلا يواځي هغه وخت زيان لري چي دپيسو ددوران په خلا سره سمون ونه خوري يا کله چي ددي هدف لپاره برابره اندازه وي ددي پرځاي چي په ساده ډول ډيري ازادي ربحي وي حکومت پورويي اوربحي روکوي

ددي ميتود دپرمختياپه يوه مرحله کي داغوښتل کيږي چي حکومت بايد دټولي شوي ماليي مقدارته تغير ورنکړي بلکي په کار دي چي دماليي خرڅ ته تغير ورکړي هغه وخت چي دپيسو دوران لږوي بايد مصرف زيات شي اوکله چي دپيسوګرځيدل زيات شي په کار دي چي مصرف کم شي

ډيرمصرف دلږي ماليي وضع کولو څخه ډيراغيزناک دي يعني دا چه که چيري دبودجي خلا ددي پرځاي چه دلږ ي ماليي له کبله وي په ډير مصرف سر وي دغه کار به استخدام پورته بوځي .

خود مصرف تغير څخه دماليي نغير اسانه اوډيرغوښتونکي دي عامه کار ونه دانفلاسيون په يوه جګه نقطه کي هم غوښتونکي دي او غيرضروري عامه کارونه يواځي هغه وخت غوښتونکي نه دي چه يو ديفلاسيون وي اويا وروسته پاتي کيږي په روښانه ډول دايو معقول کاردي ترڅود تقاضا دسمون لپاره دهغه څخه ديو اضافي مقصد په څير کارواخستل شي په کاردي چي دماليي مقدارته په زړه پوري ورکړل شي . ددي ميتود څخه گټه اخستل دملي عايد په مقداراوپه نژدي راتلونکي وخت کي دويش په وړاندي ويلو چي بودجه ورپوري تړلي ده ولاړده .

که چيري له يوي خوا استخدام دکامل استخدام څخه ډير لږوي يا دبلي خوا انفلاسيون وي نو رښتني محاسبي ته نه اړتيا شته اونه کيدلي شي دبودجي هدف باند زياته خلا اويا ډير زياتوالي وي ترځووگوروچه دپيسو دوران په سمه لياره په چټکتيا سره حرکت کوي .

اويواځي هلته دپيسو رښتيني دوران مهم وي چي کامل استخدام ورسيږي ياغير انفلاسيون لاسته راشي.

په کامل استخدام کي بوديجه اټکل کوي چي په پولي ارزښت سره په کورني مارکيتوکي داستهلاک متاعو توليدته صادراتوته سرمايوي متاعو اوحکومتي خدماتوته څومره منابع ورکړل شي .

ددي منابعو ټول دملي عايد ټول مقدارهم دي ځکه عوايد دتوليد څخه لاسته راځي اوپه ساده توگه دتوليد ټول تمام شوي قيمت دعوايد وټول تاديه شوي مقدار دي .

دوړاندي ويونکي دبلانس بله خوا دااټکل کوي چي خلک به خپل عوايد په څه ډول مصرف کړي که چيري دوي غواړي چي داستهلاکي متاعو دتوليد څخه داستهلاکي متاعو په پير ودلوډيرعايد مصرف کړي داستهلاکي متاعو قيمت په پورته لاړشي .

اوانفلاسيون به په حرکت راشي او که چيري برعکس دوي غواړي چي پيرودلو باندي دتوليد څخه لږ مصرف کړي نوديفلاسيون به راشي کامل استخدام به هلته وي چي دبودجي دخلا په ليري کولو ياد ماليي دمقدارپه زياتولو سره دمصرف کوونکو مصرف په درسته سطحه کي وساتلي شي.داعقيده بايد ونلرو چه دغه ميتود به ياډيرمعقول اويا پوره اغيزه ناکه وي.(4)

قيمت (price)

دجنس ارزښت په پيسو سره ښودل کيږي چي دهغه دجنس له قيمت څخه عبارت قيمت په بازارکي دعرضي اوتقاضا له مخي بدلون موندلاي شي لکه څرنګه چي پخوا وويل هغه جنس دي چي دتبادلي لپاره توليديږي خو مخکي له دي چي دتبادلي په جريان کي داخل شي دهغه ارزښت اندازه کيږي دغه کاردپيسو په واسطه ترسره کيږي اود دغي دندي داجراء لپاره پيسو ته اړتيا شته .

پيسي دغه دنده په ايديالي توګه ترسره کوي داجناسو څښتن پرخپل وخت پرجنس بيه ږدي اودهغه ارزشت پرپيسو(سروزرو ټاکي يعني دجنس ارزښت پرټاکلي مقدارسروزرو سره افاده کيږي لکه که چيري يوه جوړه پوټ دلسوګرامو سروزرو مساوي وي په دي صورت کي ديو جوړه بوټ ارزښت په لس ګرامه سروزرو سره ښودل شوي او را کړه ورکړه يي پرپيسو پر همدغه قيمت لنډيږي.

ددغه جوړه بوټ قيمت ددي ښودونکي دي چي دبوټ ارزښت ديو مقدار سروزرو سره مساوي دي نودجنس دقيمت تغيير او بدلون دپيسو دارزښت په بدلونونوپوري اړه لري.

په بازار کي کالي پرټاکلي قيمت تبادله کيږي يعني مستهلک او مولد پيرودونکي او پلورونکي په يوه نقطه کي موافقي ته سره رسيږي اوتبادله صورت نيسي په هماغه نقطه کي چي عرضه اوتقاضا قيمت ټاکي دغو قيمتونو ته معادله قيمت ويل کيږي دغه نقطه دعرضي اوتقاضا دمنحني ګانودتقاضا نقطه ده په مارکيټ اوازاد بازار کي ددغي نقطي پيژندل داقتصاد دعلم يوپرابلم دي.

عرضه اوتقاضا هغه عوامل دي چي دبازار مفهوم يي رامنځ ته کړي عرضه (Supply) هغه مقدار يا اندازه کالي دي چي په بازار کي دخرڅلاو لپاره موجود وي.

ياهغه مقدار اقتصادي اموال چي په يو ټاکلي مقدار پيسو سره په پو ټاکلي وخت کي دخرڅلاو لپاره چمتوشوي وي په دي ترتيب سره که چيري دوه سوه واحده له يوکاليو څخه چي هر واحد يي پرپنځه ډالره بازار ته عرضه شي .

نووايو چي عرضه دوه سوره واحد له مخي پنځه ډالره في واحده ده په هرهغه اقتصادي بخث کي چي دکاليو اوپيسو دجريان پرهکلي وي نود عرضي ( دکاليو مقدار په بازار کي )اوقيمت (پيسي) دپرابلم څيړل حتمي خبره ده .

په لنډ ډول عرضه دکاليو اوخدماتو هغه مقدار دي چي په يو ټاکلي مقدار وخت کي ټاکلي قميت سره بازار ته وړا ندي شي ددي سره جوخت ضرورده چي دتقاضا ء مفهوم هم روشانه شي.

تقاضا (Demand)

دجنس هغه مقداردي چي يوټاکلي وخت کي په ټاکلي قيمت سره وپيرودل شي دغه مفهوم دبازاردتقاضا په نوم سره هم ياديږي.

سره له دي چي دعرضي اوتقاضا په مفاهيمو کي دخدماتو عرضه اوتقاضا هم شامله ده خوله دي لامله چي زمونږ دڅيړني لاندي دبحث ورموضوع يواځي امتعوي توليد امتعه اوپيسي دي نوپردي خاطر مونږدکاليو اوپيسو پرهکلي بحث کوو سره له دي چي دعرضي اوتقاضا مفاهيم يودبل سره په بيلابيل معامله شوي خود اقتصاد په علم کي يوله بل سره ډيري نژدي اړيکي لري ددغو عواملو همدااړيکي دي چي بازار اومعادل قيمتونه يي رامنځته کړي دي.3

دقيمت سطحه

يوځل چه دموجوده پيسو دکنترول څخه لاس واخستل شي اود هغي پرځاي دپيسو عرضه دتجارت داړتيا سره برابره شي دقيمت سطحي بيا يواځي دمزد دسطحي پوري تړل وي که چيرته دکارگرانواتحاديه مزد پورته يوسي نوقيمت به لوړ شي اودپيسو عرضه به په داسي ډول زياته شي چي بي کاري منځ ته رانشي .

کله چي دپيسو دمقدار لپاره يو مطلق حد وټاکل شي چه قيمتونو اومزدونه باندي بنديزونه وضع کيږي که چيري قميتونه اومزدونه پوري لاړشي څنګه چي بي کار لرونوموړي بي کاري به بي بيرته راښکته کړي .

خونوي ميتود ونه دقيمت سطحه داتحاديودهيلو برخلاف زياتوي اوډير خلک په دي عقيده دي چيه قيمتونه په متداوم ډول سره پورته لاړشي څنګه چي قيمتونه غواړي چي په متداوم ډول سره پورته شي نوددي ميتودنتيجه به داوي چي ترخپلي وسي پوري دکارګرانو اتحاديه دمزد ونودعمومي سطحي دبرابرلوپه هکله موافقه وکړي . نوموړي مزدونه په کامله توګه نشي برابريدلي اجتماعي علاقه داغواړي چي يوڅه مزدونه په دڅه نورو څخه تل لوړوي اوڅنګه چي دشرايطوپه تغيرکي يوڅه مزدونه تل دي ته اړتيالري چي دلياقت په اساس پورته لاړشي اوحال داچي په ټيټه سطحه کي دمزدونو ټاکل سخت کاردي دمزدونوعمومي ترند بايدپورته خواته وي دا کومه نوي خبره نه ده عمومي ترند پورته خواته وه اوکه چيري دغه پورته خواته ميل له دي کبله محدود شي چي څه خاص مزدونه په اوسط ډول برابرشي نوبياکه دميتود عمومي ترند دتيروخت سره مقايسه شي اوسني عمومي ترندبه ثابت ښکاره شي

برسيره پردي مطلق ثابتوالي ته اړتيا نشته څنګه چي مولديت په ثابت مقدار سره زياتيږي نوکه مزدونه ثابت وي قيمتونه به په ثابت مقدار سره ښکته لاړشي . په دي وخت کي دقيمت دسطحي ددبت دمتداوم حقيقي باردجګوالي له کبله زيان لري نو که چيري مزدونه دمولديت په اندازه لوړشي قيمت به ثابت وي . اودا به هم غوښتونکي وي چي دوي له دي څخه لږڅه تيز لوړشي نوپه دي وخت کي کيداي شي چي ددبت بار به ثابته اندازه کم کړل شي . که چيري کله کله دڅه خاصو کارګرانو دمزدونودسمون له کبله دمزد کلني عمومي سطحه په سلو کي ددريو څخه ترپنځو پوري لوړکړل شي په کاردي چي مونږدقيمت يوه داسي سطحه ولرو چه هغه درښتيني سطحي سره پوره نزدي وي

ترڅو پوري چي دژوند قيمت بنداوسايکلوني ارتعاشاتوته محول نه شي داډول نسبتي برقراري منځ ته نشي راتلاي . ترډير اندازي پوري دژوند قيمت دوارداتو دقيمت پوري چي په امريکايي قيمتو نو ولاړدي تړلي دي که چيري دوارداتوقيمت دامريکايي قيمتونو سره ازاد پريښودل شي . دژوند قيمت به پورته لاړشي اومزدونه به زيات شي خوپه ښکته خواکي چي دژوند قيمت ټيټ شي دکارګرانو اتحاديه به کم مزد په مقابل کي مقاومت وکړي اوکه چير کامل استخدام وي دوي به برياليتوب سره مقاومت کولي شي نو بي له دي چي په ښکته خوا تګ کي مزدښکته لاړشي په پورته خواتګ کي به مزد تل پورته لاړشي . اود انګلستان قيمتونه به دباندنيو قيمتوسره دخط څخه دباندي وي . اودپوانډ حقيقي ارزش په متداوم ډول سره کميږي دوارداتو دقيمت په برابرولو سره دالري کيدلي شي ياپه دي سره لري کيدي شي چي دپواند خارجي ارزش بي توازنه پريښودل شي يا په دي ليري کيدي شي چي دلوړوالي په وخت کي واردات سبسيدايز شي او دښکته کيدوپه وخت کي ورباند ماليه وضع شي په تيرو دري کلو کي مونږه داور وستي سياست يوڅه اندازه په نيمائي زړه تعقيب کړي دي قيمتونه پورته لاړل خودومره زيات شول لکه دسبسيد يز دنشتوالي په صورت کي چي بايد پورته تللي وائ .

اوس دخزانورئيس کارګرانوته خبرورکړي دي چي دمزد دتوازن سره موافقه وکړي خوترڅو پوري چي دخزانو رئيس په بدل کي په همدي اندازه دژوند قيمت توازن لپاره له دي څخه دزياتي ارادي عملي کولوته چمتونشي .

دکارګرانو څخه دا رنګه توقع نشوکولي چي دوي به زمونږ دغه هيله ديواوږد وخت لپاره قبول کړي دتجارت په فصل کي به مونږدي موضوع ته راوگرځو.

دمزد دتوازن دوهم شرط دادي چي په رقابتي ډول دمزد دتقاضا زياتوالي او داتحاديو يو دبله پيريو بند کړل شي په کاردي چي دقوانينو يوکود وي ترڅود وټاکل شي چي کوم مزد اوسـط مزد دي او کوم مزد د اوسط مزد څخه زيات اوکوم مزد داوسط مزد څخه ښکته مزد دي .

په کارد ي چي اتحادي ديو عمومي اورګان څخه ديو خپل نماينده په څير احکام قبول کړي اونوموړي اورګان بايد دامعلوم کړي چي دمزد ونو کومه غوښتنه تقويه شي تراوسه پوري لا ډير خنډونه شته دي په کاردي چي په اتحادي ټول عادي ْغړي په دي تلقين شي چي دغه کار غوښتونکي وه اوکه نه داتحادي پرمختگ به په غير رسمي اعتصاباتو سره وځنډول شي اوبيا به مزد او قيمتونه په چټکتيا سره پورته لاړشي.

پخوا لدي چي پدي کوم يو باندي بريالي شو پکارده چي کار ګران په دي وپوهو چي د عايد د ويش لپاره د مزد د عمومومي سطحي لوړوالي يوغيري موثره طريقه دي او له همدي کبله پکار دي چي د مزد توازن

دي ته محدود کړو چي خاص مزد ونه دمزد دعمومي سطحي سره په يوه سمه اړيکه وټاکل شي ترڅوپوري چي دکارگرانو توجه دي خواته او دبرابري دتامين اغيزه ناکه هدف ته راوانه ړول شي اوترڅوپوري چي دوي تلقين نکړل شي .

چه دغه ګامونه په برابره توګه عملي کيږي دغه کاربه دکارګرانو لپاره قبول نه و.

په دي راتلونکي وخت کي ددي کاردعملي کيدولږه هيله شته دي دچپ څنګ شعارد مزد په مبارزه باندي دومره اوږد اودومره زيات تمرکزلري چي دمختلفو نظريو دعملي کيد ولپاره ډير وخت په کارد ي کيداي شي چي دومره وخت نه نيسي لکه مونږ چي فکر کوو.

هغه روغ بړ چي دعايد دتوازن په هکله دسرستا فورد گريپ غوښتني ته ورکړل شوي دي ښي چي که چيري دکارګرانو اعتماد حاصل او موضوعات تشريح شي نودا کيدلي شي چي خيراتي عقايد يو خواته کړو که څه هم دغه کارموقتي اودامتحان لاره وي .

دکرد روزني يو ډير لوي کاردي چي بايد سوسياست يي وکړي کامل استخدام اودمزد دعدم کنترول شوي سطحه رقابتي نه دي اوژريا وررسته يو بايد هغه بل ته تسليم شي يا په کاردي چي کارگران پدي وپوهيږي اوپه توازن باندي موافقه وکړي يا په کاردي چي گډوډ حکومتونه دي ته مجبورکړل شي چي دمزد نوري تقاضا ته په يوڅه ديفلاسيون سره جواب ووايي ياداچي دمزد دکنترول لپاره دستالين اوهټلر پيري وکړي چي موافقي ته سره ورسو نو ويلي شونه يواځي داچي دچپ څنګ په تکنيک کي بله دغه راز دجنبشونو په ساختمان کي دانقلاب تقاضا شته خوچي په موافقه بريالي نشونو باوردرلودلي شو چي نورانقلاب سخت ندي اودکارگرانودپاره ډير کم خوښ دي.(4)

دريم فصل

پيسي اوپرمختيايي هيوادونه

١:-پرمختايي هيوادونه داقتصادي ترقي په درشل کي شامليږي اودهغي داکوشش دي چي زرترزره اقتصادي ترقي حاصله کړي ليکن دهغوي سره دمالي وسائلو کموالي دي په مالي وسايلو کي دکموالي غټه وجه داده چي دولتونوته دټيکسونو اونور څخه دپام وړ عايدات لاسته نه راځي د بل پلوه دخلکو خپل عايدات کم دي نو په دي وجه دهغوي پس اندازونه سرمايه ګذاري وروسته پاتي کيږي په نيتجه کي هيواد په اقتصادي لحاظ وروسته پاتي کيږي ددي څخه علاوه په دي هيوادونو کي شخصي اداري دغټو غټو پروژو دشروع کول څخه لاچاره پاتي کيږي په داسي حالتوکي حکومتونه دپيسو په مدت سره مداخله کوي يعني په اسانه پولي پاليسيو باند عمل کوي او په هيواد کي دپيسو عرضه کي زياتوالي راولي چي دهغي څخه د سود په فصدي کي کمي واقع کيږي په نتيجه کي سرمايه ګذاري زياتوالي رامنځ ته کيږي چي دهغي وجه په عايداتو او روزګار کي زياتوالي رامنځ ته کيږي په دي ډول حکومتونه په يو نرم مالياتي پاليسي باند عمل کوي اوحکومتونه دتمويل نقصان باند انحصار کولي شي چي ددي زريعه حکومتونه نوي نوټونه نشروي يا قرضونه اخلي اوپه دولتي مصاريفو کي زياتوالي کولي شي .

اوبيا دولتي مصارفو دضريب په زريعه دهيواد عايد او روزګار کي څو چنده اضافه کيږي چي هغي په وجه باندي اقتصادي پرمختک ممکن کيږي .ددي بحث څخه ظاهره شوه چي پيسي دپرمختايي هيوادنولپاره دپرمختک دحاصلولو زريعه جوړيدلي شي لکن ډير ماهيرين په دي نقطه تنقيد کوي .

او وايي چي ددي خبري څخه هيڅ انکار نشته چي يو شخص به په څومره مقدار کي اجناس اوخدمات واخستلي شي اوددي انحصار دهغه سره موجود پولي وسايلو باندي کيږي ليکن ددي مطلب داهم وي .

چي په اقتصاد کي دپيسو دمقدار په زياتوالي سره به دخلکو غربت ختم شي پيسي په هيڅ صورت کي هم په قدرتي وسايلو کي کموالي نا کاره او نا اهله مزدوران درويتي قسم مشتمينو موجوديت اوسرمايوي اجناسو اوتکنالوژي کي دکمي بدل نه شي کيداي په پرمختايي هيوادونو کي دمختلفو ساختماني وسايلو په وجه باند توليدات دپام وړ حد پوري نه شي زياتيدي .

نودلته چي کله هم دپيسو په مقدار کي زياتوالي رامنځته شي نوانفلاسيون رامنځته کيږي چي په اقتصادي پرمختک باند منفي اثر اچوي اوصرف په هغه حالتو کي پيسي په اقتصادي پرمختک کي غوره کردار اداکولي شي .

که چيرته په هغه هيوادوکي بي کاره وسايل موجود وي ځکه چي دپيسو په زريعه دغه بي کاره وسايل په کار راوستلي شو اوداقتصادي پرمختک عمل شروع کولي شو

٢:- په پرمختايي هيوادونو کي دهيواد اکثره نفوس په کليو اوبانډوکي ژوند کوي په کليو کي دپيسو استعمال ډير محدود وي اواقتصاد کي دپيسوددوران نشتوالي داقتصادي پرمختک په لاره کي خنډ جوړيږي نواقتصادي پرمختک په خاطر دپيسو وجود ډير ضروري دي .

٣:- په پرمختايي هيوادونو کي زراعت شعبه دهيوا د ډيره غټه شعبه ده ليکن دزراعت شعبه په بي شميره مسايلو کي راگير ده دهقانانوته ماليات هميشه زيات     وي چي په نتيجه کي هغو ي دزراعت په شعبه باندي داعلي تکنالوژي داستعمال څخه ناچاره دي چي دهغي په وجه بلاخيره دزراعتي توليدات اوزراعتي عايدات کميږي اودهقان همداسي وروسته پاتي کيږي .

که چيرته دهقانانوته دپيسو په شکل قرضونه ورکړل شي نوهغوي اعلي تخم کمياوي سري ترکتور اونورزراعتي وسايل اخستلي شي چي دهغي په وجه باندي په زراعت کي مثبت بدلونونه شروع کيږي اوزراعت يو تجارتي شکيل ته منتقل کيږي .

نوددهقانانو حالت به بهترشي ځکه چي په داسي حال کي به دهغوي په عايداتو کي زياتوالي رامنځته شي ددي څخه علاوه ددي صورتحال بنياد باند ي به په زراعت کي خود کفالت راشي اوله دي نه علاوه دزراعتي توليداتو په اضافه والي سره به په صنعتي توليداتو باندي هم مثبت اثرات راشي اوبلاخيره هيواد به په اقتصادي پرمختک په عمل کي شامل شي .

٤:_دپرمختايي هيوادونو په خلکو کي داميلان عام دي چي هغوي خپل پس اندازونه په حقيقي اجناسو لکه سره زر ، سپين رزاوځمکواخستلو په شکل کي ساتي .ليکن داعام اجناس دهيواد داقتصادي پرمختک لپاره زيات مددګار نه ثابيتږي

کله چي هم په دغو پرمختايي هيوادونوکي دپيسو استعمال ته پرمختک حاصل شي نودبانګداري نظام به پرمختک وکړي . خلک به خپلي پيسي په بانګونو کي جمع کوي . اوددغوپيسوپه بدل کي به له يو پلوه هغوي ګټه لاسته راوړي اوله بل پلوه به داپس اندازونه داقتصاددمختليفو شعبو ته حرکت ذريعه وګرځي . په دي ډول به له يوطرفه دپس اندازکوونکو په عايداتو کي زياتوالي رامنځته شي اوله بل طرفه به په سرمايه ګذاري کي زياتوالي په وجه په عايداتواوروزګارکي زياتوالي رامنځته شي

چي دهغي په وجه به بالاخره غربت منحوسه دايره ختم شي اوهيوادبه په اقتصادي لحاظ دپرمختک په لور روان شي. (5)

انفلاسيون (Inflation)

انفلاسيون دقيمتونو په سطح کي يواني اوناڅاپي اوپراخ لوړوالي دي انفلاسيون يا پولي تورم هغه وخت پيښيږي چي د پيسو اندازه ددوران دننه پيسو له عرضه شويو خدماتو اوکاليو يه پرتله زياتي وي يا په بل عبارت انفلاسيون هغه حالت دي چي د ملي پيسو پروړاندي عامه اعتماد له منځه تللاي وي اوخلک په دي هڅه کي وي چي پيس په امتعه تبديلي کړي .

دپولي تورم اوانفلاسيون په مخنيوي کي يا ټيټولو کي دولتي مالي پاليسي لازمي دي ددي پرابلم سره ديو بل حالت پيښيدل هم امکان لري چي دمازاد تورم يا انفلاسيون نفاوت پرنوم ياديږي اواحصائيوي اصطلاح ده چي له هغي څخه موخه دپيسو هغه مقدار دي چي دهغي اندازه څخه چي کامل استخدام دتامين لپاره په فرضي توگه لازم دي دحکومت اوخلکوله خواپه اضافه توګه ولکول شي .

لکه څنګه چي مودخپل بحث په يوه برخه کي وويل کاغذي پيسي داعتبار له مخي دطلا پرځاي استعماليږي خوپه دغه صورت کي دپيسو دمقدار اودجنس دبيعي ترمنځ ځيني ځانګړتياوي شته کاغذي پيسي يواځيي دجنس ددوران لپاره په کاراچول کيږي اوخپله هيڅ ارزښت نه لري البته داخبره بايد په يادوساتو چي مونږ دخپل بحث له پيل څخه امتعي توليد،تبادله ارزښت پيسودپيسو تبادلوي يا دوراني دنده اوقيمت په هکلي غږيدلي يو نوددي لپاره چي په اوسني موضوع يعني انفلاسيون باندي ښه وپوهيږو دنوموړي مفاهيمورايادول مونږسره مرسته کوي.

که چيري دکاغذي پيسو دارزښت مقدار دسرواوسپينو روز اونورو قيمتي ګاڼوله ارزښت سره برابروي نوپه دي صورت کي کاغذي اوفلزي پيسي اودقميتي ډبرودپيرودلو قوت يوشان دي اوڅه تورمي (انفلاسيون) کړکيچ نه رامنځته کوي خوزياتره دولتونه دخپلو لګښتونودپوره کولو لپاره دټاکلي حجم څخه زياتي پيسي نشروي لکه دضرورت وړمقدار پيسو پرځاي څلور نه ترپنځه اويا زياته اندازه پيسي نشروي اوپه دي ډول قيمتونه لوړيږي اوهغه چي دثابتو عايداتو لرونکي مستهلکين دي سخت ترفشارلاندي راځي چي دي حالت ته دپيسو بحران يا انفلاسيون وايي.

په افغانستان کي له ١٣٧١ کال څخه تر١٣٨١ کال همداحالت موجودو.

انفلاسيون دهغه چاپه اقتصادي وضع ډير تاثير کوي چي ثابت عوايد لري لکه کارگران اوددولت کارمندان دا ځکه چي د نوموړيو کارګرانو مزد اومعاش په خپل حالت وي خودشيانو نرخ لوړځي برخلاف دغه حالت کيداي شي دځينوکارګرانوپراقتصادي ژوند ډيره بده اغيزه ونه کړي لکه يو تاجر کولاي شي د پيسو په لوړيدو سره دخپلو واردشويو شيانو (جنس) قيمت په خپله خوښه لوړ بوځي دده عايد متناسباً لوړځي اوياکسبه کاران اوپيشه وران دانفلاسيون پرپيښيدوخپله اجوره متناسباً لوړه بيا يي چي هغوي ته دومره داحساس وړ نه ده سره له دي چي دا حالت په مجموع کي دهيواد ملي اقتصاد ته تاوان رسوونکي اوداقتصادي توازن ګډوډ کوونکي دي خوډير اقتصادي تاوان دثابتو عايداتو لرونکيوته دي.

دانفلاسيون درامنځته کيدو عوامل بيلابيل دي لکه دامتعود توليد راټيټيدل اود اساسي اقتصادي څرخونو پڅيدل مثلاً د صنعتي زراعتي اوتجارتي محصولاتو په توليد اوعرضه کي کموالي دپيسو دنشرپراخيدل اوداسي نور.

لکه چي پورته ورڅخه يادونه وشوه تورم هغه وخت احساسيږي چي پرټاکلي اندازي پيسو باندي ټاکلي مقدار جنس چي پخوابه ئي پري اخيستواواوس يي نه شي اخيستي چي په دي صورت کي پيسي خپل ټاکلي ارزشت له لاسه ورکوي اوتورم يا انفلاسيون منځ ته راځي سره زر اونور قيمتي احجاز ارزښت لري اوپه اساني سره دهغوي ارزښت نه کميږي خوکاغذي اوفلزي پيسي تل په نوساناتو (بدلون ) کي وي اوخپل تبادلوي ارزښت د نوروپيسو په مقابل کي کموي اود دي عمده علت هغه اقتصادي بحرانونه دي چي دځينوهيوادوه اقتصاددهغه سره تل لاس په ګريوان وي.

دمثال په ډول١٩٨١ ع کال داقتصادي بحران څخه پخواديو امريکايي ډالرپشتوانه ٨٨٦٧١ ،٠ ګرامه سره زرول اوله دي بحران څخه وروسته ديوامريکايي ډالرپشتوانه                  ٨١٩٣٥٥ ،٠   ګرامه اوپه ١٩٧٢ کال کي د٧٣٧٤٢،٠   ګرامه سروزروته راولويده په تيره بيا داډول پيسي په جګړواوځينونوروفوق العاده حالتوکي پيښيږي ان ترزروواروهم نرخوانه پورته ځي مثلاً ددوه يمي نړيوالي جګړي په وخت کي المان دسخت انفلاسيون سره مخامخ شو.

دامريکا په متحده ايالاتوکي کاغذي پيسي د١٩٣٩ ع کال څخه تر١٩٦٠ ع کال پوري ٤-٦. ميليارده ډالروڅخه ٢٩ميلياردو ډالروته لوړي شوي دغه حالت ددولت له خوا دپيسو د ريفورمونو په رامنځته کولو اونويو پاليسو پرغوره کولوله منځه ځي

ديفلاسيون (Deflation)

ديفلاسيون په ملي اقتصاد کي يوله هغوي پرابلمونوڅخه دي چي امتعوي توليد اوپه بازار کي دمحصولاتو اواقتصادي اموالو اوپيسو دانډول سره نيغ په نيغه اړيکي لري څومره چي په ټولنه کي اقتصادي مناسبات دپيسو دوران اودامتعي دتوليد پروسه پيچلي کيږي يا دهغوپراړوند بيلابيلو پاليسي غوره کيږي دغه پرابلم يعني دديفلاسيون پرابلم مطرح اومنځته راځي.

ديفلاسيون دقيمت په عمومي سطحه کي يو ټيټوالي دي بايد يو لوستونکي په سطحي توګه فکروکړي چي ديفلاسيون يواځي دانفلاسيون برعکس دي داسي به ښکاري خوبه حقيقت کي انفلاسيون يو کاملاً بيل اقتصادي حالت اوديفلاسيون ځانګړي حالت دي نوښه به وي چي دديفلاسيون په تعريف کي يواځي داسي ونه وايو چي ديفلاسيون دانفلاسيون برعکس حالت دي بلکي پوره تعريف يي داسي دي.ديفلاسيون دقميتونوپه عمومي سطحه کي دټيټوالي څخه عبارت دي چي دپولي انقباض پرنوم هم ياديږي.

اوداهغه وخت پيښيږي چي دعرضه شويو خدماتو اواجناسو مقدارددوران لاندي پيسو دحجم په پرتله زيات وي يا دا چي کله دراتلونکي ويري څخه اويا دهغي پرهکلي دبي باوري له لامله مستهلکين خپل مصرف کم کړي اوددوران چټکوالي کم شي .لنډه داچي ديفلاسيون د مستهلکينو دکم مصرف په پايله کي ددوران دسرعت له کموالي څخه عبارت دي .

ددي سره جوخت په ملي اقتصاد کي دديفلاسيون تفاوت يا پولي انقباض اونشوالي رامنځته کيږي چي په ترتيب سره دهغوي پيسوچي دموجوده قيمتونو سره دخدماتو او اموالو جذب اودکامل استخدام تامين لپاره

په پام کي دي اود هغوپيسو ترمنځ چي پررښتيني توګه ددولت اوخصوصي موسسو اودټولني دافرادوپه واسطه لګول کيږي.

تفاوت رامنځته کيږي دهغه مقدار څخه کمي دي چي دکامل استخدام دتامين لپاره لازمي وي نو ځکه دموجوده لګښت اودهغه لګښت ترمنځ چي دکامل استخدام لپاره بايد شوواي تفاوت موجود دي دغه تفاوت ته دديفلاسيون تفاوت ويل کيږي.

لکه چي يورته وويل شول په ديفلاسيون کي دپيسوزيات حجم له چلند څخه باسي اودومره اندازه په چلند کي پريږدي چي پخوادانفلاسيون څخه دامتعي ددوران لپاره اودنوي زيات توليد شوي اويا کم شوي جنس لپاره ورته ضرورت وي .

همدارنگه ديفلاسيون داسي هم منځته راتلاي شي .

١:-ماليه لوړول اوهغه اندازه پيسي له دوران څخه باسي چي د ماليي له لاري ددولت بودجي ته ليږدول کيږي.

٢:-توليد اوخدماتي پورسس لوړه وي اوپه هغه اندازه پيسي په چلند کي پريږدي چي دنوموړيو توليدي اوخدماتي چارولپاره لازمي ګڼل کيږي.

٣:-خپل صادرات زياتوي اوواردات کموي بيلانس يي اکتيف کيږي اوداکتيفي برخي دتغيير (بدلون) لپاره خپلي ملي پيسوته اړتيا پيدا کوي اودهغه تغيير لپاره په هغه اندازه پيسي د انفلاسيون په وخت کي پريږدي اوپه غير انفلاسيون وخت کي نوي پيسي دهغه لپاره په کاراچوي.

نولي فيکاسيون:

کله چي پيسي په يونظام کي خپل ارزښت له لاسه ورکړي اوخپل نقش په مستحکم اونيمه مستحکم ډول سرته ونه رسوي دولت دپيسو داستحکام لپاره مجبوردي چي په نولي فيکاسيون عمل لاس پوري کړي چي په دي حالت کي دولت نوي پيسي نشروي اوپخواني پيسي ناچله اوبي اعتباره اعلانوي .

په سرمايداري نظام کي دنوي فيکاسيون موضوع ډيري ليدل کيږي نولي فيکاسيون ددولت په تصميم سره منځته راځي او زړي پيسي دنويو پيسو سره تريوي ټآکلي مودي پوري بدليداي شي اوله هغه وروسته زړي پيسي له چلنده وځي اوټول کارګران نوي پيسي دخپل کار په مقابل کي لاس ته راوړي.

هـ: ديولوازاسيون : ديولوازاسيون دنولي فيکاسيون سرچپه ډول دي کله چي پرانفلاسيون دپيسو ارزښت کم اويا يي له لاسه ورکړي .

نوديولوازا سيون چي دپيسي (پول) دارزښت استقرار ښيي منځته يي راوړي يا ديولوازا سيون دپيسي يا پول له هغه ارزښت څخه عبارت دي چي هغه ته دانفلاسيون څخه پخوا ټاکل شوي دي.

که چيري پريوپولي واحد هغه اندازه امتعه وپيريدل شي چي ديو ګرام سروزروپه بدل کي يي پيريدلي شو نو په دي صورت کي دپولي واحد ارزښت ديو ګرام سروزرو دارزښت سره مساوي دي که د انفلاسيون په واسطه دپيسو ارزښت نيم ګرام سروزرو ته ورسيږي په دي برخه کي دولت دنده لري چي دپيسو ارزښت چي ديوګرام سروزرو ارزښت دپنځه ګرام سروزرو ته ښکته شويدي ديوي نوي پيسي چي ديو ګرام سروزرو دارزښت برابردي تبديل کړي اوهمدغه دنيم ګرام سروزرو تفاوت ددولت په غاړه وي چي بايد هغه ومني ددي خساري دجبران لپاره دولت بايد درامنځته شوي انفلاسيون په وخت کي هومره عوايد لاس ته راوړي چي همدغه تفاوت اوتعهد دخلکو په مقابل کي سرته ورسوي .

په سرمايداري نظام کي دغه دند ه دمستهلکينو پرغاړه اچول کيږي اوپه غير مستقيم ډول ماليه اوټکس دهغه دجبران لپارمنځ ته راوړي .

و:-ديوالواسيون : دپيسودهراړخيزاستحکام لاره ديوالواسيون ګڼل کيږي

دپيسو دهغه قانون څخه دي چي دهغه قيمتي مواد (دسره اوسپين ) دهغه پولي ارزښت څخه ښکته راغلي وي چي دانفلاسيون څخه دمخه موجودوه يا دپيسو قيمت دخارجي اسعارواودسرواوسپينو زرو په مقابل کي کمښت اوتخفيف مومي ديوالو اسيون په دوه ډوله منځته راځي.

الف: ښکاره ديوالواسيون : هغه وخت منځته راځي چي دپيسو ارزښت دخارجي اسعارو په مقابل کي ښکته راغلي وي چي دديوالواسيون تاثير په ښکاره ډول څرگنديږي.

دپيسي ارزښت اودهغه تغيير(بدلون) داسعاروپه مقابل کي دلږارزښت پربدلون سره صورت نيسي دبيلګي په توګه که چيري ديوي ملي پيسي (پول) طلايي ارزښت يو ګرام سره زروي اوپه انفلاسيون کي يي طلايي ارزښت نيم ګرام سره زروته راټيټ شي اودخارجي اسعاروارزښت ځاي پرځاي وي نوکه چيري پخوا دوه ملي پيسي (پول)مساوي ديوي خارجي پيسي سره وي نو اوس څلور ملي پيسي مساوي دي ديوي خارجي پيسي (اسعار) سره کيږي.

دملي پيسي دبيرته استحکام لپاره دولت نوي پيسي نشروي چي دهغي طلايي ارزښت يو ګرام سره زروي دي ته ښکاره ديوالواسيون وايي.

ب:- پټ ياخفيفه ديوالواسيون: پټ ديوالواسيوهغه ديوالواسيون ته وايي چي نوي پيسي نشرنه کړي اوداتغير (بدلون ) پرهغه خپل حالت پريږدي چي څرنګه يي دملي پيسي لپاره انفلاسيون منځته راوړي دي په ښکاره ديوالواسيون کي دپيسي اعتبارپر ځاي کيږي اوپه پټ ديوالواسيون کي دملي پيسي اعتباردخارجي پيسو (اسعارو) په مقابل کي کميږي.(3)

نتيجه ګيري

دتيروتشريحاتوڅخه نتيجه اخستل کيږي چي دپيسو په منځ ته راتک سره دخلکو په اقتصادي فعاليتونو کي مثبت اثرات راغلي دي اود خلکو ژوند دپخواپه پرتله ډير هوسااوارام شوي

دپيسو په رامنځته کيدو سره دملک په اقتصاد باندي مثبت بدلون رامنځته شوي

اودملي اقتصاد ټول سکتورونه دپيسو په مرسته تمويليږي . دملي اقتصاد دتقوي په صورت کي دخلکو په عايداتو کي هم زياتوالي راځي چي دازياتوالي دپيسو درامنځته کيدوپه صورت کي ډير ژرصورت نيسي

اوداخبره هم ديادولو وړ ده چي هغه مشکلات او نيمکړتيا وي چي پيسو دنشتوالي يه صورت کي موجودي وي هغه مشکلات اونيمکړتياو ي دپيسو په منځته راتک سره حل اوخلکو ديو نوي ژوند په لور لاره وکړه .

په اکثره وختونوکي داسي هم کيږي چي دپيسو ارزښت کميږي يعني انفلاسيوني حالت رامځته کيږي چي دولت په داسي حالتو کي مستقماً مداخله وکړي اوخپلي پيسي بايد داسي وکاروي چي نه   انفلاسيون اونه دنوربدو عواقيبو ښکارشي .

وړانديزونه

١:- مرکزي بانک بايد پيسي په داسي طريقه نشر کړي چي دهغي انفلاسيون په نظرکي ونيسي

٢:-ديوهيواد خلک بايد دخپل پولي واحد څخه دخريد اوفروش په وخت کي استفاده وکړي

٣:-دولت بايد داجناسو قيمتونه کنترول کړي ترڅودپيسودانفلاسيون سبب ونه گرځي .

٤:-اجناس هم په يو ملي اقتصاد کي په هغي اندازه عرضه شي چي دهيواد پولي واحد ارزښت په نظر کي ونيول شي .

٥:-اوديوهيواد دطبعي منابعو څخه په ښه توګه استفاده وشي ترڅو دهيواد پولي واحد دنوروهيوادنو دپولي واحدنو په مقابل کي قيمتي (باارزښته) شي

 

[1] ) نظامي ،حمدالله ،پول اوکريدت ،لکچرنوټ،ننگرهارپوهنتون ،١٣٨٤ هـ ش ،

[2] ) سيحون،سيف الدين،اقتصاد،داريک گرځنده کتابتون اداره،١٣٨٠ هـ ش،ص،٧٨،٧٩

1 ) نظامي ،حمدالله ،پول اوکريدت ،ننگرهارپوهنتون،لکچرنوټ ،١٣٨٤ هـ ش

2 ) سيحون ،سيف الدين ، اقتصاد،داريک دگرځنده کتابتون اداره ،١٣٨٠ هـ ش ، ص،٨٠ ،٨١

1 ) نظامي ،حمدالله ،پول اوکريدت ،ننگرهارپوهنتون ،لکچرنوټ ،١٣٨٤ هـ ش

3 ) سبحاني گلاب شاه ،دجنس توليدجنس اوپيسې ،دساپي دپښتوڅيرنواوپراختيامرکز،١٣٨٥ ،ص،٥٦_٦٢

4 ) څرک ،محمدطاوس،داقتصادي پلان گذراي اساسات ، کابل پوهنتون،١٣٥٣ ،ص،٦٢_٦٤

3 ) سبحاني ،گلاب شاه،دجنس توليدجنس اوپيسې،دساپي دپښتوڅيرنودپراختيامرکز،١٣٨٥ ،ص،٦٤،٦٥

4 ) څرک ،محمدطاوس،داقتصادي پلان گذاري اساسات،کابل پوهنتون،١٣٥٣ ،ص،٦٨_٧١

5 ) شاهد،اي حميد،زري معاشيات وسرکاري ماليات،علمي کتابخانه لاهور،٢٠٠٧ م ،ص،٢٠،٢١

3 ) سبحاني گلاب شاه،دجنس توليد،جنس اوپيسې ،دساپي دپښتوڅيړنو دپراختيامرکز،١٣٨٥ هـ ش،ص،٦٧_٧٦