سريزه

بشري پرمختگ اولاسته راوړنې دوخت په اوږدوکې دتخنيکي مهارتونوپه اساس رامنځته شوي دي. که مونږلږڅه وړاندي فکروکړونودابه راته جوته شي چې داقتصادي پرمختگ په پړاونوکې تکنالوجي څومره اهميت اورول درلوده.

دصنعتي انقلاب څخه وروسته دنړي په مختلفوسيموکې اختراعات اوکشفيات رامنځته شول .لکه،دبخارماشين ،دحمل اونقل وسايل ،بحري لاري اوترانسپورت اوداسې نور…..

دوخت په اوږدوکې دغه اختراعاتواوکشفياتواوتکنالوجيکي تغيراتوپه برخه کې زياتوالي اوسرعت رامنځته شوو. چې پدې برخه کې ځينوملکونوزيات پرمختگ وکړواوځينوملکونودمختلفوعواملوپه اساس ونشوکولي چې خپل اقتصادته پرمختيا ورکړي .همدارازدشلمې پيړي په اوږدوکې تکنالوجي دومره پرمختگ وکړوجې بشريي دژونديونوي پړاوته داخل کړو. دتخنيکي مختلفووسايلوپرمختگ په مختلفوساحوکې زيات تحول رامنځته کړو لکه،دتيزرفتاره پرانسپورت په رامنځته کيدوسره تجارت زياته وده وکړه همدارنگه دکمپيوتر،انترنيټ اونوروارتباطي وسايلوهم پدې برخه کې دومره آسانتياوي رامنځته کړي چې په آساني سره يي تصورکول هم گران دي .

پدې ترتيب دتخنيکي اوفني ظرفيتونوپه زياتيدوسره چې تکنالوجيکي تغيرات يي اساس جوړوي ديوهيواددملي اقتصادټولو سکتورونوته زياته پرمختيا په برخه کړه. دزراعت لپاره ډيرزيات ماشين آلات ،دآفاتودمخنيوي دواگاني،کيمياوي سرې اواصلاح شوي تخمونوپه رامنځته کيدوسره دزراعتي محصولاتو توليدکې څوچنده زياتوالي راغي چې دغله جاتونړيوال مارکيتونوهم پراختياوموندله .همدارنگه دصنعتي مختلفواقلاموپه رامنځته کيدوسره داخلي اوخارجي بازارونوپراختيا پيداکړه اوهمدارنگه داخلي اونړيوالي سوداگرى سطحې يوپرمختللي شکل ځانته غوره کړه اوهم يي سرعت اوپراختيا پيداکړه.

په مجموع کې تکنالوجي داقتصادي پرمختياپه برخه کې ډيرچټک تحول رامنځته کړي چې ويلۍ شوپرته دتکنالوجى څخه اقتصادي پرمختگ يوناشونى کاردى.

که چيرته مونږ خپل چاپيريال ته نظرواچوونووبه گوړچې دغه چاپيريال کې ټول اجناس اوخدمات دتکنالوجۍ له برکته رامنځته شوي.پدې اساس دنوي تکنالوجۍ ډيرچټک پرمختگ نړي سره داسې نښلولې چې اوس يې ديوکلي شکل غوره کړي اوهرڅوک کولي شي چې په څودقيقوکې دنړي دهرگوټ څخه ځان خبرکړي. تکنالوجيکي پراخه تغيرات داقتصادي پرمختيا داصلي عامل په توگه شمارل کيږي چې الکترونيکي انقلاب په نړيوال توليد،ارتباطات،مالي امور،حمل اونقل اوداسې نوروبرخوکې يوسترتحول راوستۍ چې پدې ترتيب دنوي تکنالوجۍ جذب دتوليددزياتوالي اوپه اقتصادي پرمختياکې ډيره مرسته کوي.

 

لمړۍ فصل

دتکنالوجۍ مفهوم Concept of Technology

دتکنالوجې اصطلاح اوياتکنالوجيکي تغيرات يوپراخه اوڅواړخيزه مفهوم لري.

تکنالوجۍ دبشري پوهې هغه ذخيره ده چې په صنعتي فعاليتونوکې ورته نسبت ورکول کيږي چې دغه پوه په بشري مهارتونو،اجتماعي سازمانونو،دتوليدسامان آلات اوپه اقتصادي زيربناکې مجسم شوي ده اودتوليددمقداراوانواعووزياتوالي اوجنسيت دبهبودلپاره په اقتصادکې منعکس کيږي.

اکتشافات اواختراعات په علمي ساحه کې کچيرته دصنايعوپه برخه کې وي دتکنالوجيکي تغيراتوباعث گرځي.

دتکنالوجيکي تغيراتونسبت په تکنالوجۍ کې دتغيروخت پورې اړه لري .په هره اندازه داقتصادي سکتورونوزيات تعدادچې په تکنالوجېکي تغيراتومجهزوي په هماغه اندازه دتکنالوجۍ تغيرپه اقتصادکې زيات وي.

تکنالوجې پرته لدي چې دتوليداومؤلديت په ښه والي اوزياتوالي کې شامل ده بلکې دنوواجناسودتوليدي مناپيداکول،دتوليدنوې طريقې ،دتوليد دجنسيت بهبوداودوسايلواوعواملودنسبت زياتوالي په اقتصادکې ده.

يا په بل عبارت دتکنالوجۍ دتغيرپه اثرنه يواځې دتوليدپه مخکينۍ طريقوکې تغيررامنځته کيږي بلکې په عين حال کې دتوليد نوې طريقې هم کشفيږي.

نه يواځې دتوليددمادي عواملوزياتوالي دتکنالوجې دتغيراتوپه نامه ده بلکې دکارګرانودمهارتونوبهبود،منيجران اودتوليدسازمان ورکوونکي هم دتکنالوجيکي تغيراتوترنامه لاندې راځي.اوپه عين حال کې تعويضي امکانات اوتوليدي مودونه هم په تکنالوجېکي تغيراتوکې شامل دي پداسې حال کې چې تعويضي امکاناتوتوليدي کفايت زيادکړي همدارنگه ممکن نوې منابع کشفې شي اوياهغه منابع چې تراوسه ديوجنس دتوليدلپاره پکاراچول کيدل کيداي شي چې دنوواجناسودتوليدلپاره پکارواچول شي .

تکنالوجيکي تغيرات (Feed Backe) اثرات هم لري ځکه چې دتکنالوجۍ په تغيرسره توليدکې زياتوالي راځي اودې سره عايداوپس اندازاوړيږي اونوي سرماه تشکليږي.

اوددې سرمايي څخه استفاده دطبعي منابعودزياتوالي لپاره په مصارفوکې کموالي راولي اوتوليد اومؤلديت اندازه اضافه کوي.

تکنالوجيکي تغيرات اودنوي تکنالوجۍڅخه استفاده په پرمختيايي هيوادونوځينې تاثيرات هم لري. پدې معنا چې ديونوي ماشين څخه په استفادې سره په توليد کې دتوليدپخواني وسايل دتوليد دعملې څخه بيرونوي اوياپخواني ترلاسه شوي مهارتونه بيهوده اوغيرې قابل تقاضاگرځوي.

مثلاً: کلچې يوتراکتورداستفادې لاندې راشي نويوغ اواسپارې ته ضرورت کميږي اوهغه خلک چې دغه وسايل يي جوړول بيکاريږي پدي ترتيب سره ددغه خلکودوباره دستخدام لپاره ديولنډوخت لپاره يوتوافق پکارده چې دغه بيکارول په پرمختللوملکونوکې اونووتوافقاتورامنځته کيدل يوتدريجي شکل درلود.مگرنن سباپرمختيايي هيوادونه چې دتکنالوجيکي سريع تغيراتوپيروي کوي پدې ملکونوکې دعدم توافقاتوساحه پراخه شوي اوبعضې دايمي مشکلات پدغه هيوادونوکې پيداکيږي. ([1]

 

دتکنالوجۍ پراختيااونشرول

دتکنالوجۍ پراختيادمتعددوعواملوپورې تړاو لري ،چې دمنافعو اوزياتونوانتظار،دسرمايه گذاري مصارف ، دشرکتونودتوليد اوبازارموندنې امکانات اوپه کارکې داستعماليدونکومنابعو مصارف ددغوعواملو له جملې څخه دي.

اوس داختراعاتواوهغې څخه دعملي استفادې په وخت کې کموالي رامنځته شوي دتکنالوجۍ پراختيا اوپرمختيا په متحده ايالاتو اوجاپان په هيوادکې نسبت دغربي اروپا هيوادونوته سريع ده اوددې علت دصنعت اوعلمي مرکزونودارتباط په برخه کې نژدې والي اودنوې تکنالوجۍ په برخ کې دمتخصصوافرادوزياد تحرک ده .

دنوې تکنالوجۍ پراختيا په هغوهيوادونوکې سريع (چټک) ده چې دلوړفني اومالي منابعو څخه برخورداره وي.

جاپان د١٩٥٠ څخه تر١٩٨٦ کلونوپه اوږدوکې د٣٠٠٠٠ نوعه څخه زيات تکنالوجيکي اقلام دخارج نه ترلاسه کړي وو.

پرمختيايي هيوادونه نسبتاً پراخه بازارپه لرلوسره اوهمدارنگه دحمل اونقل اوارتباطاتوله لارې دتکنالوجۍ په انتقال اوپراختياکې سرعت رامنځته کړي.

چې دتکنالوجۍ دانتقال مختلف کانالونه وجود لري .

لکه تجارتي اوغيرې تجارتي.

دغيرې تجارتي کانالونوښه مثال فني کومکونه ددولت لخوا ده. اوتجارتي کانالونوکې مستقيم خارجي سرمايه گذاري ،مشترک سرمايه گذاري اوداسې نورشامل دي.

همدارنگه دبين المللي همکاريواستراتيژي دتکنالوجۍ په پراختيا اوانتقال باندې تاثيرلري اودانتقالي تکنالوجۍ عمده برخه پرمختيايي هيوادونوته له دې طريقه ترسره کيږي. دپرمختيايي هيوادونوله جملې څخه ځينې هيوادونه چې نسبت نوروپرمختيايي هيوادونوته دپرمختگ په حال کې دي لکه ،هند،برازيل ،آرژانتين،تايوان ،چين اونورچې په دې وروستيولسيزوکې دسرمايوي اجناسوانوي تکنالوجې دصادرونکوپه بڼه ظاهرشوي دي.

دتکنالوجۍ تيزه پراختيااودهغې انتقال پرمختيايي هيوادونوته ،نوموړو هيوادونوسره ددې مرسته وکړه چې دخپل ضرورت وړتکنالوجۍ په نازل قيمت وارد کړي اودغه هيوادونه بايد دخپلوتکنالوجيکي ظرفيتونوپه لوړوالي اودفني مهارتونوسره سره دنوې تکنالوجې په پراختيا کې زيات تلاش وکړي. ([2]

 

تکنالوجۍ اودهغې پراختيا (مثبت رول)

دتکنالوجۍ دتغيراتوطريقه ،رشداودپراختيالاره يي يوه پيچيده موضوع ده خومگردايوپراخه اوهم جانبه موضوع ده . نوځکه دمختلفوعلماودتدقيق وړگرځيدلې لکه تاريخ دانان جامعه شناسان دفزيکي علوموعلمااواقتصاددانان چې پدې برخه کې دځينوعلماونظريې دبحث لاندې نيسو.په اکثروليکنوکې متشبث دتکنالوجۍ دپراختيااصلي عامل پيژندل شوى اوددغوليکنوله قراره متشبث په يواجتماعي ساختمان کې چې دغربي سرمايه داري په شکل يي تکامل پيداکړي کارکوي.

کلاسيکوعلماو پدې عقيده درلوده چې تکنالوجيکي پرمختياديوهيواددصنعت په سکتورکې پداسې صورت کې امکان لري چې يوکپيټلست متشبث پکې وجودولري اودخپلې گټې څخه دتکنالوجې دپرمختگ پخاطرسرمايگذاروکړي.

اوددغومتشبثينوپه مرسته کامل رقابت رامنځته کيږي چې دې سره دتکنالوجيکي انکشافاتوخڅه زياته استفاده کولي شي. اوددۍ په عقيده دتکنالوجۍ پرمختيا نشي کولي چې په زراعت کې دنزولي بهرې قانون مانع شي ځکه چې دنفوسوزياتوالي په محدوده ځمکې باندې دفشارباعث گرځې اودغذايي موادوقيمتونه چې دکاردمصرف اصلي جزده لوړيږي .اودمزدلوړيدل په صنايعوکې دمفاد دکموالي باعث گرځي چې دې سره دتکنالوجۍ دپرمختياڅخه کمه استفاده کيږي.

Suhumpeter (١٩٤٢): دشومپټرپه نظردمتشبث نقش ديو تطبيق کوونکي پحيث په يوسرمايداري اوانحصاري رقابت په محيط کې ډيرمهم گڼل کيږي . اوهغه عقيده درلوده چې متشبث ته لازم نده چې خپله گټه په سرمايه گذاري کې مصرف کړي.

بلکې هغه کولي شي چې دنوروپس اندازونه پکارواچوي اودتکنالوجيکي تغيراتواوپراختيا باعث شي. مگراصلي محرک عامل داختراعاتودتطبيق اوپکاراچولولپاره دمفاديا گټې توقوع ده . ځکه چې يومتشبث دلمړي ځل لپاره يوه نوې مفکوره اويا يونوى توليد معرفي کوي.لهدا په ابتداکې دانحصارموقف لرونکي وي.

دهغه په سيستم کې دبازارپه شمول امکاناتوکې اسانتيا وي اوپه ډيرې چټکي سره نورمتصديان داصلي متشبث څخه تقليدکوي .

شومپټرفکرکاووچې متشبث دسرمايداري دوړو تصديو زيږنده ده مگردلويوشرکتونواودهغودريسرچ شعبوپراختيا داډول متشبث له منځه وړي .پدې ډول دسرمايدارۍ اصلي سيستم اضمحلال ديوبل اجتماعي محيط شکل منځته راوړي چې په هغه کې تکنالوجيکي انکشافات ادامه پيداکوي.

مگرشومپټردومره دسرمايداري اضمحلال ته توجوکوي چې اصلاً نه وايي چې آيا تکنالوجيکي انکشاف بيدون دسرمايدار متشبث څخه څرنگه ادامه پيداکوي.

دE.E.Hagen په آثاروکې دانکشاف داصلي عامل په توگه دمتشبث رول په تفصيل سره تربحث لاندې نيول شوي.دده په عقيده يو مقلد متشبث دپرمختيايي هيوادونوپه پرمختيا کې هماغه رول لوبوي کوم چې يوسرمايه دارمتشپث يي دسرمايداري سيستم په انکشاف کې لوبوي.

Hagen عقيده لري چې په مؤلديت کې تغيرات په ديناميکه پروسه کې داقتصادي پرمختيا اصلي منبع ده. هغه تکنالوجيکي تغيراتوته يوپراخه تعريف کوي اودهغه په عقيده لدې جهته پرمختيا په اقتصادکې صورت نسې چې دانکشاف عوامل يعنې مقلدمتشبثين دمؤلديت دزياتوالي لاري پيداکوي .اودډيرتوضيح لپاره دمتشبث داهليت په برخه کې نوموړي عالم ډيرعميق تللي اوداقتصاددعلم له ساحې څخه بيرون وتلي.

دحکومت په رول دتکنالوجيکي تغيراتوپه برخه کې نن ورځ تاکيدکيږي ځکه چې دپرمختيا دنسبت تعينول اودهغې تمويل لپاره دحکومت رول ډيرمهم ده.

دنني تکنالوجي قيمت ډيرلوړده اوديوې تصدۍ له وسې بيرون ياوتلي ده له بل پلوه اختراعات اوابداعات دفردي تصديگانوله انحصارڅخه وتلي دي اولوي شرکتونه هغه اجراکوي.

ځينې تکنالوجيکي نورې پروژې چې حتۍ دملتونودمالي توان څخه وتلې خبره ده نوڅومملکته په هغې کې اشتراک کوي.

مثلاً: دطياري جوړولوصنعت ،فضانوردي اودمصنوي اقماروپرتاب اوداسې نور……….

نه يواځې دغه پروژې زيات مالي قدرت ته اړتيالري بلکې دهغې نفعه دسرمايه گذارۍ په انډول ناچيزه اوياهيڅ گټه دهغې څخه په لاس نراځې .

لدې امله ددغوتخنيکي انکشافاتودتمويل اورهبري لپاره دحکومتونوڅخه توقوع کيږي. دپرمختيايي هيوادونوحکومتونه کولي شي چې دخپل ضرورت وړتکنالوجۍ خريداري کړي اوهغه خپل ملک ته وارده کړي اوټولوتصديوته دهغې څخه داستفادي آزاد اورايگان حق ورکړي . چې پدې ډول دانحصارشکل منځته نراځي.

اقتصاددانان دتکنالوجي دتغيرپه نسبت دهغې انتشاراوپرامختيا په هکله زياته علاقه لري .ځکه چې دتکنالوجې نشرول په پرمختيايي ممالکوکې دپرمختللوهيوادونوپه څيردپرمختيا دتقليدطريقه ده .

يوبل عالم W.Satter وايي چې اقتصادي شرايط دتکنالوجېي دسرعت وخت تعينوي .مگرمعين کوونکي اودتکنالوجۍ دپراختيا مهم عامل ديوصنعت تصديگانوپه منځ کې په کمه موده کې دگټې ترلاسه کول دي .

 

دتکنالوجۍ انتقال پرمختيايي هيوادونوته

دنړيوالې نوې تکنالوجۍ له جملې څخه استفاده دپرمختيايي هيوادونولپاره مفيده تماميږي .دنوې تکنالوجۍ قبلول دپرمختللوهيوادونوڅخه په بعضې حالاتوکې پرمختيايي هيوادونوته له يې ډيري ابتدايي تخنيکي سطحې څخه يوې عالي تخنيکي درجې ته رسيږي .

ځکه چې پرمختيايي هيوادونه پدې مجبورندي هغه مصارف ،خطرات اواشتباهات چې پرمختللوهيوادونودتکنالوجيکي پرمختگ په مراحلوکې ورسره مخامخ شوي متحمل شي اوله تکنالوجيکي تفاوت دپرمختللواوپرمختيايي هيوادونوترمنځ ورځ په ورځ زياتيږي . اوډيره زياته فاصله يي دپرمختيا په برخه کې ددغوملکونوترمنځ ايجاده کړي ده. تکنالوجۍ دنوروشرايطوڅخه جدا عامل نده . ځکه چې تکنالوجۍ په وسايلو اوماشين آلاتوکې متجسم شوي . مگرددې پخواکې سرمايه اوبشري مارته هم ضرورت ده ترڅوچې داآلات پکارراولي اوهمدارنگه اجتماعي سازمانونه اومؤسساتوپه مرسته هم دتکنالوجۍ څخه ښه استفاده صورت نيوۍ شي .نودغه ټول عوامل بايد په مکمله توگه وجودولري اوبغيرله دې څخه نوي تکنالوجۍ په يوملک کې په ښه توگه نشي جذبيدلي. له بلې خوابايد دتکنالوجۍ په انتقال کې له پرمختللوملکونوڅخه پرمختيايي هيوادونوته له ډيردقت څخه کارواخيستل شي ځکه کيداي شي چې دنوې تکنالوجۍ په مرسته داسې اجناس توليدشي چې دخلکوټيټ عايدله امله هغې ته تقاضارامنځته نشي . ځکه دغه ملکونوکې دخلکودعايدسطحه ټيټه ده .

E.E.Hagen دتکنالوجۍ پراختيااوانتشارپه پرمختيايي هيوادونوکې په پينځه مرحلوتقسيم کړي.

  • دتوليدي پروسې اوليه پرمختگ: دامرحله دوارداتي تکنالوجۍ په برخه کې دساده ماشينونواوتخنيکونو واردولوپه اړه توافق لري . لکه ،دژرندې ماشينونه ،اره کشي دپلاستکي بوټونواوهمدرنگه دپلاستکي سامان آلاتودتوليد طريقه لږ څه گړندي کوي اودنوروعرضه کوونکوسره کومه خاصه رابطه نلري اوددې توليدي طريقوخام مواد په داخل کې موجود دي اوپدې مرحله کي دکاردسپلين انکشاف کوي.
  • دمتقابله روابطوپه مرحله کې زياتوالي: پدې مرحله کې هغه اجناس چې دعمومي استفادي وړدي اودزيات تعدادتصديولخوا توليديږي دهغوي په توليدکي تخصص رامنځته کيږي لکه ،کيمياوي صنايع ،بسته بندي اوداسې نور…..مخانيکي مهارتونه اودفلزاتوڅخه استفاده مخ په زياتيدووي اودتوليدساده وسايل توليديږي اودماشين آلاتوترميم په داخل کې ممکنيږي .دسرمايي تکاثف زياتيږي اوتصديگاني پراختيا مومي اودي سره کيداي شي چې دنورودسرمايي څخه استفاده هم زياته شي.
  • دخفيفه انجينري پراختيا: پدې مرحله کې دساده اجناسو توليددتخنيکي لحاظ زياتيږي لکه،دبايسکل توليد،فلزي چوکاتونه دفرنيچيرلپاره ،فلزي دروازي ،کتارې اوداسې نور….
  • دمقاومت اوجنسيت کنترول: پدې مرحله کې ساده ماشينونه لکه واترپمپ ،برقي ساده سامانونه اوداسې نورتوليديږي اوکيداي شي چې دموټرجوړولوتوليد ،مرکزگرمي سيستم ،يجچال اوداسې نورتوليدات رامنځته شي اوله پرمختللوتخنيکونوڅخه زياته استفاده صورت ونيسي. اودغه اقدامات دشرکتونولخوا صورت نيسي چې دې سره يوقانوني سيستم رامنځته کيږي اومسلکي اشخاص رامنځته اوتصديگانې له فاميل څخه جدااوغيرشخصي روابط زياتيږي.
  • پرمختللي صنايع: دې مرحله کې بالاخره صنعتي سيستمونوپه انکشاف سره دپرمختيايي هيوادونوصنعت دپرمختللوهيوادونومشابه کيږي اودغه پرمختگ څونسلونوته ضرورت لري . کيداي شي چې په بعضې سکتورونوکې انکشاف بطي وي .اوکچيري ددولت انکشافي سياستونه عامه جنبه ونلري نوکيداي شي چې تکنالوجي دوگونتوب هم پيداشي .دHagen په عقيده هيڅ مملکت نشي کولي چې دپورتنيومرحلوڅخه پرته انکشاف وکړي.

 

دتکنالوجي دانتقال موسساتي عوامل

دموسساتومدرنول نظردافتصادي شرايطوشکل ته مختلف ډولونه لري . البته کوم خاص اجتماعي موسسه چې داقتصادي پرمختيا باعث شوي وي وجودنلري بلکې مختلف ډوله اجتماعي موسسات دغه وظيفه ترسره کوي. مگرداجتماعي مناسبوموسساتوايجاداويا دموجودموسساتوتعديل يوداسې عمليه ده چې زيات وخت په برکې نيسي .ديواجتماعي سازمان دتغير درجه دتکنالوجۍ دانتقال سرعت ،معنوي اوبشري عناصراويا هغه درجه چې افراديا گروپونه خپل روش ته پکې تعديل ورکوي اودتکنالوجۍ دجذب نسبت تعينوي.

دماشين آلاتوانتقال مؤسساتوته دپرمختگ اودتکنالوجي دانتقال مهم عامل ده. په يوه ابتدايي مرحله کې چې د٨٠% څخه زيات خلک په زراعت کې مصروف وي دتکنالوجي دجذب عمليه په مزرعو کې ډيره مشکله ده سره لدې چې ځنې واړه مهارتونه اوابتدايي تکنالوجۍ هم موجودوي . اساسي نقطه ديوداسې تکنالوجۍ دجذب څخه داده چې داجتماعي اقتصاد اودتوليددکم خطره تابع پيداکول دي .ځکه چې زراعت په طبيعي ډول دموسمي تغيراتوتابع ده چې ددغوتغيراتوکنترول دانسان له قدرت نه وتلي خبره ده .دنوې تکنالوجۍ دوسعت لپاره بايداجتماعي روابط،موجوده اقتصادي روابط اقتصادي اجتماعي سازمانونه اوپه زراعت کې دتوليدطريقه ،دې ټولوبرخوکې تغيررامنځته شي اګرچې دبازارقوې ،شايد دداسې تغيراتولپاره زمينه آماده کړي . خوددولت سهم دمساعدي مالي اوتخنيکي زمينې په برابرولوکې ډيرمهم ده. مگرمتاسفانه ددولت ساختمان بايد لمړي اصلاح شي مخکې لدې چې وشي کولي په پرمختيا اودتکنالوجې په انتقال کې مفيدواقع شي.

په هندکې دشين انقلاب په جريان کې دښه سياستونو نه په استفادې سره نظرنوروممالکوته ډيرکاروشو اوپينځلس کاله يې په برکې ونيوه چې دعنعنوي غنموزرعې په ځاي اصلاح شوي غنموتخم څخه استفاده وشوو. پدې برخه کې دتکنالوجې دانتقال مربوط مشکلات لکه دگدام داري دسيستم تغيرات ،بازارموندنه ، اصلاح شوي محصولات داوبولږولوشبکه ،تخم ،کيمياوي سره ودانرژي برابرول اوداضافي کارگرانوجذبول اودخطردکموالي څخه نوم اخيستلاي شو.

زراعت دسکتوربرخلاف په تجارتي اوصنعتي سکتورونوکې خلک ترزياته حده باسواده اودمدرنې تکنالوجۍ سره په تماس کې دي اودغوخلکوکاروبارداقلمي تغيراتوتابع نده. مګربياهم په هرسکتورکې دنوې تکنالوجۍ جذب داسې يو روش ده چې زيات وخت په برکې نيسي پرته لدې بايددنوې تکنالوجۍ لپاره اجتماعي شرايط مهيا شي اوهمدارنگه دضرورت وړاومناسبه تکنالوجي انتخاب شي.

صنعتي تمرکزاودتکنالوجۍ انتقال

ځينې پدې عقيده دي چې په بازارکې شته جوړښتونه په پرمختيايي هيوادوکې دتکنالوجۍ انتقال آسانه کوي اودمتشبث په اړه دومره ډيرې خبرې نکوي خواصلاً دادواړه عوامل په نوموړوهيوادوکې دپرمختگ لپاره اړين اوضروري بريښي .داچې په نوموړوهيوادوکې دتشبث کچه ټيټه ده نودتکنالوجۍ پرمختگ هم پکې ټکني بريښي داځکه چې په پرمختيايي هيوادونوکې اکثره تصديگانې يوله بل سره عمودي تړاولري.

گڼ مليتي تصديگانې اودتکنالوجۍ انتقال

مخ په وده هيوادونوبه دپرمختگ په ابتدايي مراحلوکې ځينې وختونوکې اداري اوتخنيکي خدماتوته زړه ښه کاوه چې دغه خدمات په آنيده کې دتکنالوجۍ دانتقال سبب گرځي .اماگڼ مليتزي تصديگاني پدې مرحله کې يواځې دخاموموادودتوليد لپاره مستقيماً پانگه اچونه کوي اوترڅوچې دپرمختگ يوې معينې مرحلې ته نه وي رسيدلي په نوروبرخوکې له سرمايگذاري څخه ډډه کوي .

مخ پرودې هيوادونه ددارنگه شرکتونوپه وړاندې مختلف غبرگونونه لري .امادتکنالوجۍ انتقال په برخه کې دهغوي په مثبت رول باندې اول اغيزې لري. خوکه چيرې دمخ پروده هيوادونوحکومتونه متوجۍ نه وي اودنوموړوشرکتونواوتصدي گانودنمايندگيودکاراوفعاليت لپاره اصول اوقوانين وضع نکړي نونوموړي تصديگانې به لاسته راغلې گټه خپلوهيوادونوته وليږدوي اوکومه زياته پانگونه چې دگټې څخه لاس ته راځي دهغې مفادڅخه پرمختيايي هيوادونه نه مستفيدکيږي .اوياهم داشرکتونه دخپلوغړولپاره دزياتوامتيازاتوغوښتونکي ياهم دخپلوواده کارگرانوپه واسطه دکوربه هيواددکارگرانوپوهه اومهارت په پخواني حالت کې پريږدي اوياممکن داتصديگانې نوي شرکتونه يا تصدي له منځه يوسي اوپدې سره صنعتي پرمختگ د ودريدوباعث گرځي.

په عمومي ډول دگڼ مليتزوتصديگانورول مخ پروده هيوادونوکې دتکنالوجي دانتقال په برخه کې مشکوک دي البته دادپرمختيايي هيوادونودنده ده چې داصولواوقوانينوپه وضع کولوسره دهغوي دنواقصومخنيوي وکړي. (١)

دگڼ مليتي تصديگانولخوادتکنالوجي دانتقال گټې اومصارف

گټې:

  1. دگڼ مليتي کمپنيوله طرفه انتقال کړاي شوي تکنالوجۍڅخه غريب (پرمختيايي) هيوادونه دخپل تجارت خلا ډکوي.
  • کله چې دتکنالوجۍ انتقال دخارجي سرمايگذري په صورت کې وي نوددې څخه په سرمايگذاري کې زياتوالي راځي چې دهغې په وجه متوقع سرمايگذاري اومتوقع پس اندازونوکې فرق کميږي.
  1. په غريبوهيوادونوکې دمهارتونوکمي دي اودتکنالوجي دانتقال څخه ددې مسُلې خاتمه کيږي.
  2. گڼ مليتي کمپني په برخه اخيستني (حصه داري) باندي سرمايه ورکوي چې ددې په وجه دپروژې متوقع مصارف اوپه داخلي وسايلوکې فرق کميږي.
  • دتکنالوجۍ دانتقال په ذريعه علم ،فن اومهارتونه انتقاليږي په دغوتکنالوجيوکې بعضې دومره پرمختللي وي چې دغريبوهيوادونودحالاتوسره مطابقت نه کوي ليکن دغه دکم انکشاف يافته هيوادونودحالاتومطابق استعمال کولي شي. گڼ مليتي کمپني داخلي تصديگاني ددې جوگه کوي چې هغوي دنړيوالي بازارڅخه قرضونه حاصل کړي .
  • گڼ مليتي تصديوپه وجه باندي په داخلي يا کوربه هيوادونوکې درقابت توان پيداکيږي اودوسايلومعياري تقسيم صورت نيسي . دکارپه استعدادکې اضافه والي راځي .که چيري دغه خارجي سرمايه گذاري نه موجود نودتعارفي په بنياد باندي په هيڅکله هم داخلي صنعتونوخپلومصارفودکمولوکوشش نه وي کړي.

مصارف:

  1. گڼ مليتي تصديگانې سرمايه جذبونکي تکنالوجي انتقالوي . دغه تکنالوجي دهغوهيوادونولپاره غيرمناسبه ده چې هلته دمخکې نه دمزدورانوتعدادزيات وي .
  • دگڼ مليتي کمپني سره غټ وسايل موجودوي هغه ددې پرځاي چې په داخلي تصديگآنوکې درقاپت توان پيداکړي هغه له منځه وړي اواجاره دارانه (انحصاري) حيثيت اختياروي.
  • که جيرته گڼ مليتي تصديگاني غريبوهيوادونوته غيرمناسب قسم تکنالوجي ورکوي اودهغې سره دداخلي وسايلواستعمالول هم ضروري وي نودهغې په نتيجه کې دوسايلوضايع کيدل اوغلط استعمال هم معاشرتي مصارف ظاهروي.
  • گڼ مليتي تصديگانې چې په غريبوهيوادونوکې کوم اجناس جوړوي نودهغوي ډيرلوړقيمتونه اصولوي. دغه تصديگاني دتکسونوڅخه دخلاصيدوپه خاطرخپله گټه پټوي.
  • هغه وروسته پاتي هيوادونه چې په هغوي کې گڼ مليتي تصديگاني فعاليت کوي نوهغوي خپلي گټلي پيسې خپلوهيوادونوته انتقالوي چې ددې انتقال په ذريعه هم په وروسته پاتي هيوادونوباندې خراب اثرات غورځي . (٣)

دتکنالوجۍ دانتقال اقسام

مخکې لدې چې دتکنالوجي دانتقال په اقساموباندې رناواچونودپرمختيايي هيوادونولپاره دتکنالوجي دانتقال اهميت واضيح کوو.

څرنگه چې تکنالوجېکي پرمختگ په اقتصادي پرمختياکې يوټاکوونکي فکتورپه توگه منل شوي نوپدې وروستيوکلونوکې يې په اقتصادي وده کې اهميت زيات شوي ده .

په خاص ډول ضروري ده چې لاندې مشخصات داقتصادي پرمختيالپاره دستونزوپه توگه په وروسته پاتي هيوادونوکې په گوته شي.

__په وروسته پاتي هيوادونوکې دوروسته پاتي والي لويه وجه دتکنالوجيکي پرمختگ کموالي اودتکنالوجۍ نه موجوديت ده .

__په وروسته پاتي هيوادونوکې داداري نظام ضعيفتيا.

__ناقصه تعليمي سطحه .

__دپانگې کموالي اوداسې نور…..

دتولنيزاقتصادي پرمختگ درامنځته کولولپاره دتکنالوجيکي پرمختگ څخه استفاده ډيره ضروري ده . ترڅوټولنيزاقتصادي پرمختگ رامنځته شي اودوروسته پاتي والى له منځه لاړشي.

له بلې خوادوروسته پاتې هيوادونواوپرمختللي هيوادونوترمنځ په مختلفوسکتورونوکې ډيره غټه فاصله وجودلري. نوپدې اساس پرمختللي هيوادونوچټک پرمختگ وجه داده چې دغه هيوادونه په هرسکتورکې دتکنالوجي څخه استفاده کوي چې دتکنالوجۍ داستعمال په وجه دوي کولي شي چې په هرسکتورکې عمده لاسته راوړنې ولري.

خوله بل پلوه که مونږي وگورو وروسته پاتي هيوادونه دتکنالوجي دکموالي اويا دنشتوالي له کبله نشي کولي چې په مختلفوسکتورونوکې مثبتې لاسته راوړنې ولري . څرنگه چې پرمختللوهيوادونودفني ترقۍ اوتکنالوجۍ اوږدې لارې طي کړي نوځکه اوس دترقي په لوړدرشل کې دي. مگروروسته پاتې هيوادونه دتکنالوجي دلاسته راوړلولپاره مجبوردي چې ددې واټن دطي کولوپه ځاي دپرمختللوهيوادونوڅخه تياره تکنالوجي ترلاسه کړي اودهغې په مرسته اقتصادي پرمختيا لپاره نهايت کوشش وکړي . اووروسته پاتي والي ته دپاي ټکي کيږدي .له بلي خواپرمختيايي هيوادونه دتکنالوجي دپه کاروړلولپاره سرمايي اوساينسي علم اوفن ته ضرورت لري. نوپدې اساس پدغه هيوادونوکې په ځينې مهموساحوکې پانگې اچونې ته زيات ضرورت ده.لکه انرژي ،برق، سرکونه اوداسې نور…………

په پرمختيايي هيوادونوکې دپرمختللوهيوادونوتکنالوجۍ بايد دضرورت مطابق پکارواچول شي. اوهغه ساحې چې زيات ضرورت ورته ليدل کيږي لمړي دتکنالوجۍ ترپوښښ لاندې ونيول شي. همدارنگه دپرمختللوهيوادونوتکنالوجۍ پرمختللي شکل لري نودهغې داستعمال لپاره په وروسته پاتي هيوادونوکې فني اشخاصوته ضرورت ليدل کيږي چې دادپرمختيايي هيوادونوپه وړاندې يوستونزه ده نوبايد دپرمختللوهيوادونودتکنالوجي دانتقال ترڅنگ دهغې داستعمال اورواجولولپاره مؤثره تعليمي ورکشاپونه دپرمختللوهيوادونواونړيوالې ټولنې په مرسته ترتيب شي . ترڅودغه ستونزه تريوحده پورې حل شي. له بل پلوه پرمختللي هيوادونه دخپلې گټې په خاطرخپله تکنالوجۍ وروسته پاتې هيوادونوته صادروي نوپدې لحاظ دتکنالوجي انتقال نه يواځې دوروسته پاتې هيوادونولپاره ضروري ده بلکې دپرمختللوصنعتي هيوادونولپاره هم ضروري ده دتکنالوجي دانتقال مختلفې طريقې اواقسام دي چې په لاندې ډول يي تشريح کوو.

  • دتکنالوجۍ انتقال دعمومي معلوماتودانتقال په ذريعه: پدې گروپ کې دمواصلاتواواطلاعاتوله لاري چې تکنالوجيکي معلومات پکې شامل دي په عمومي توگه هرچاته ميئسره دي .پدې ډول تکنالوجي انتقال کې په عمومي توگه دمملکتونوترمنځ دتکنالوجۍ په اړه معلومات انتقاليږي.
  • دتجارت په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال: يوڅه مقداردتکنالوجۍ انتقال دنړيوال تجارت په مرسته صورت نيسي په خاص طورسره داجناسوپه خرڅلاوکې چې پدې گروپ کې خاص اجناس اوهم سرمايوي تجهيزات شامل دي .
  • دلايسنس په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال: دلايسنس په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال دبين المللي تکنالوجيکي تعاون يوحصه ده ادصنعتي هيوادونواووروسته پاتي هيوادونوپه تعلقاتوکې شامل ده . دتکنالوجۍ دې قسم انتقال کېدصنعتي هيوادونواو وروسته پاتې هيوادونوترمنځ دتکنالوجي دانتقال په اړه موافقتنامي امضاکيږي . اوددغوموافقتناموله مخې تکنالوجې انتقاليږي.
  • دتخنيکي معلوماتوپه ذريعه دتکنالوجي انتقال: دتجارتي فعاليتونوپه برخه کې په خاصه توگه دبين المللي تجارت په ذريعه اودمستقيمې سرمايه گذاري سربيره دولتي تخنيکي کومکې پروګرامونه هم دتکنالوجي دانتقال په پروسه کې مهم رول لوبوي . پدې قسم دترقي کومکي پروگرامونوکې په خاص طوردوروسته پاتي هيوادونوماهرينوته تعليم اوروزنه ورکول دي اوهم وروسته پاتي هيوادونوته دخارجي ماهرينومعرفي کول دي . پدې ترتيب سره په وروسته پاتې هيوادونوکې دتعليم په ساحه کې زياتوالي رامنځته کيږي . ددې قسم تکنالوجيکي تعليم په انتقال سره وروسته پاتې هيوادونوته عملي تعليم هم انتقاليږي چې په آينده کې دوي پخپله دتکنالوجۍ استعمال سره اشنا کيږي اوکولي شي چې تکنالوجي پخپله استعمال کړي اواستفاده ورڅخه وکړي.
  • دمستقيمې سرمايگذاري په ذريعه دتکنالوجۍ انتقال: دتکنالوجۍ انتقال دمستقيمې سرمايگذري په واسطه په خاص ډول دخارجې پانګه اچوونکي تصديوپه واسطه په نړيوالومباحثوکې خاص مقام لري. دتکنالوجي دمستقيمې سرمايگذاري په واسطه وروسته پاتي هيوادونوته تخنيکي معلومات انتقاليږي چې دغه تخنيکي معلومات دوروسته پاتي هيوادونولپاره دخاص اقتصادي اهميت لرونکي ده . ددې قسمه تکنالوجيکي انتقال مهم خصوصيت دادي چې خارجۍ تجارتي تصديگاني پدې قسم انتقال کې دضرورت وړتکنالوجي اوتخنيکي معلومات وروسته پاتي هيوادونوته انتقالوي. اوپدې ترتيب ددې قسم تکنالوجيکي انتقال خطرات هم په خپله غاړه اخلي نوپدې ډول وروسته پاتي هيوادونوته اقتصادي ضربه نه رسيږي بلکې ددې قسم تکنالوجيکي انتقال په ذريعه له يوخوادغه هيوادونوته تکنالوجي انتقاليږي له بلي خواورته تخنيکي معلومات هم انتقاليږي چې پدې ترتيب ددوي دوروسته پاتي والي په لمنځه وړلوکې مثبته نتيجه ورکوي اوداقتصادي پرمختيا سبب گرځي.

دتکنالوجۍ پورتني دانتقال طريقې دپرمختيايي هيوادونوپه اقتصادي پرمختيا کې رول لوبوي خواکثره ماهرين له دغه جملې څخه دمستقيمې سرمايه گذاري په شکل دتکنالوجۍ انتقال ته ډيراهميت ورکوي نوپدې لحاظ په لاندې ډول يي گټې خلاصه کوو.

  1. پدې قسم انتقال سره پرمختيايي هيوادونوسرمايه کې زياتوالي راځي اوهم ئي دتادياتوبيلانس قوي کيږي.
  2. ددې قسم تکنالوجۍ دانتقال په ذريعه فني کارکوونکي روزل کيږي اوهغوي ته مهارت انتقاليږي .
  • دوظيفواوکاروبارزياتوالي دعايددزياتوالي زمينه برابروي چې پدې طريقه دتکنالوجي انتقال کې خلکوته دکاروبارزمينه برابريږي اوپدې ترتيب سره دهغوي دعايد سطحه لوړيږي .
  1. ددې قسم تکنالوجيکي انتقال په ذريعه منطقه يي توليدات زياتيږي اوهم په زيربنايي پروژوکې پرمختگ رامنځته کيږي .
  2. په هغوهيوادونوکې چې داډول سرمايه ګذاري صورت نيسي نودهغوي په وارداتوکې کموالي راځي اوپه همدې ترتيب ئې په صادراتوکې زياتوالي رامنځته کيږي.
  • په مختلفوسکتورونوکې دعلاقه يي (منطقه ئي) اوساحوي منابعوڅخه مثبته اوگټوره استفاده کيږي يعنې دمنطقې خام موادپه آساني سره دهيوادپه داخل کې پروسس کيږي اوپه کارتماموموادوباندې بدليږي.

دپرمختگ دپالسي په ارتباط تکنالوجيکي انتقال دمخ پرودې هيوادونوپه اقتصادي پرمختياکې مهم اومثبت اثرات ښودلي دي. ددې اثرات هم په مقداري اوهم په کيفي لحاظ ښکاره شوي دي . ځکه چې دتکنالوجۍ په انتقال سره دمخ پرودې هيوادونودتوليداتوهم کيفيت ښه شوي اوهم ئي دتوليداتوپه کميت کې ښوالي اوزياتوالي راغلي.

پرمختيايي هيوادونوکې دمستقيمې سرمايگذاري ډيره غټه ګټه داده چې دغوهيوادونوته نه يواځې داچې سرمايه انتقاليږي له بلې خوانه دغوهيوادونوکې دسرمايي کمښت محسوسيږي نوبناً دغوهيوادونوته مختلف قسمه اجناس اوهم فني فکتورونه انتقاليږي .

سرمايه گذاري کوونکي تصديگانې چې په ابتدا کې ګڼ مليتي کمپني يا تصديگاني بلل کيږي په نووتوليداتوکې پرمختگ راولي اونوي توليدي طريقې متعارفې کوي اوپه همدې ترتيب دغه تصديگاني دتکنالوجيکي پرمختگ لرونکي دي .                       خارجي تصديگانې دتوليداتولپاره اوداجناسودجوړيدولپاره ضروري علم ،تخنيگ ،مهارت دزياتوکلونوتجربه ،جديد اداري تخنيکونه لري اوپه همدې ترتيب داتخنيک هم لري چې څرنگه توليدات خارجي اوداخلي بازارونوته عرضه کړي .څرنگه چې دغه تصديگاني ددغه ډول کامياب انتقال مالکان دي نومخ پرودې هيوادونه په دوي باندې تريواندازې پورې منحصرې دي .

 

دوهم فصل

نوې تکنالوجۍ

دنوې تکنالوجۍ پراختيا اودهغې رواج اونشرول په صنايعوکې اوپه يوهيوادکې داقتصادي جورښت په تغيرکې ډيرمهم عامل ده.                                                  دتکنالوجي داستعمال لارې چارې اوابتکارات چې لدې طريقه دنوې تکنالوجۍ په مرسته تازه محصولات ياپه توليد کې نوې مرحلې منځته راځي .                                       پرمختللي هيوادونه اوپرمختيايي هيوادونه دعلمي اوفني پرمختگ له لحاظه په متفاوته سطحوکې قرارلري . اويوجدي مسله داده چې ددغوهيوادونوترمنځ په تکنالوجيکي فاصله کې ورځ په ورځ زياتوالي راځي. په پرمختللوممالکوکې دځينې دانشمندانواومهندسانوتکنالوجيکي پرمختگ ديوشاخص په حيث پيژندل شوي دي. چې نوموړي افرادپه پرمختيا يي هيوادونوکې دپرمختللي هيوادونويوپرلسمه برخه جوړوي . اودغه نسبت دزياتوالي په حال کې ده. همدارنگه دعلمي اوفني تحقيقاتودمصرف شاخص په پرمختللي هيوادونوکې د٦٠ ميليارده ډالروڅخه ١٩٥ ميليارده ډالروته رسيږي .اوهمدارقم په پرمختيايي هيوادونوکې د١٠ ميليارده ډالروڅخه زياتوکم ښودل شوي ده. چې داتفاوت په ١٩٧٠ او١٩٨٠ کلونوکي دري برابره شوي وو. دتکنالوجيکي وروسته پاتي والي علت کولي شوچې په لاندې عواملودضعيفتياله امله وښايو.

  • په مدرن توليد کې تسهيلات
  • مفيده پوهه ،تعليمي نظام
  • ښه مديريت اوسازمان
  • فني مهارتونه اوقابليتونه

په ياد شووعواملوکې ضعيفتيادوروسته پاتې والي ،فقراوديوباطل دورباعث گرځي. دلته بايد دولتونه ددغې دورې ،فقراوورسته پاتوالي دلمنځه وړلولپاره مداخله وکړي. اوددې لپاره چې پرختيايي هيوادونه دپرمختګ ،تکنالوجي                                       ابداعاتواواختراعاتوپه مسيرکې قدم واخلي اوشامل شي نوددې لپاره                             عزم اواراده ،زده کړه اوتعليم ،اطلاعاتوپه لاس رسي ،دپرمختللولپاره دخطراتوقبول دتکنالوجيکي پرمختگ لپاره لازم اوضروري ده . ديوهيوادتکنالوجيکي پرمختگ ددغه هيواد دپرمختگ لپاره يوضروري امردي. اوپه نړيوال بازارکې درقابت لپاره يوتعينوونکي عامل دي.

دپرمختيايي هيوادودصادراتي مصنوعاتوپراختيادهغوي رقابتي رول                             په نړيوال بازارکې زياتوي د١٩٧٠ او١٩٨٧ کلونوپه دوران کې ځينې پرمختيايي هيوادونه وتوانيدل چې خپل صادرات داجناسوپه برخه کې دلوړي سطحې تکنالوجي       په مرسته پرمختللي هيوادونوته زيات کړي اودهغوي داجناسوسره په رقابت پيل وکړ ي. نوې تکنالوجي کولي شو چې په پينځه برخوتقسيم کړو.

  • اطلاعاتي تکنالوجي
  • دنووموادوتکنالوجي
  • بيوتکنالوجي (تکنالوجي زيستي)
  • فضايي اوهسته يي تکنالوجي

همدارنگه داقتصادي همکاريواوتوسعې سازمان (DECD ) دنووتکنالوجيولپاره پينځه مشخصې تعينې کړي.

  1. دنواجناسواوخدماتووسيع توليد.
  2. داجناسواوخدماتودتوليد دمصرف کموالي اويا دموجوده توليدي مرحلې بهبود.
  3. په عمومي توگه په جامعه کې منل اوقبوليت .
  4. دصنعت په برخه کې دخصوصي سرمايه گذاريوترغيب .
  5. په ټولواقتصادي برخوکې دقابليتونودرلودل اواستفاده.

پورتني رده بندي دتکنالوجي دانواعوتاثيرپهاقتصادي پرمختيا په ١٩٩٠ لسيزي کې تنظيم شوي ده. اوددې انتظارکيږي چې داطلاعاتي تکنالوجۍ تاثيرپه                           اقتصادي پرمختياکې ديرزيات وي . اوهمدارازدنوې تکنالوجي جذب اودهغې څخه استفاده په پرمختللوهيوادونوکې يوفاصله دپرمختيايي اوپرمختللوهيوادونو               ترمنځ ايجادکړي . دتکنالوجۍ پرمختگ دتوليد په ترکيب کې دتغيراتو                         باعث گرځي اوهمدارنگه توليد دزياتوالي په اساس تجارت رامنځته                             کيږي اودټولني په اقتصادي جوړښت باندې تاثيرواردوي .

 

الف:ميکروالکترونيک اواطلاعات

دنړي مختلفو هيوادونوداطلاعاتوپه برخه کې زيات تفاوت ليدل کيږي.                           دمثال په ډول،په پرمختللوهيوادونوکې هرشخص ديوراديولرونکي                                     دي مگردلاتينې امريکادکارئيب په حوزه کې ،عربي هيوادونوپه آسيا                           اوافريقاکې دهرزرتنوڅخه په ترتيب ٣٢٧ ، ٢٤٢ ، ١٦٢ ،١٤٢ تنه راديولري               اودغه نابرابري دتليفون دخطوطوپه توزيع کې ښه په سترګوکيږي .                                 اوپه کال ١٩٨٧ کې داروپا په قاره کې ١٥٤٫٤ ،ميليونه دتيلفون خط په                       کارمشغول وو. دارقم په شمالي امريکا،آسيا،لاتين امريکا،استراليااو                       افريقاکې په ترتيب سره ١٣٦٫٨ ،١٢٦٫٢ ،٢١٫٧ ،٨٫٤ او٦٫٥ ميليونه وو.

دتيلفوني خطوطوتعداددهرزرتنولپاره په امريکاکې دلاتينې امريکالس چنده دآسيادولس چنده اودافريقاداته څلويښت چندوسره برابرده.                                                                           په اطلاعاتي برخه کې دتکنالوجۍ پرمختگ دتوليدپه برخه کې دمصرف دکموالي باعث شوي ده . اوپه همدې ترتيب دميکروالکترونيک اواطلاعاتي ماشينونودزياتوالي           اوپراختياسبب گرځيدلې ده .دنوې تکنالوجۍ څخه استفاده ،دلرولاروارتباطي وسايل داتوماتيک کيدواودهغې وصلول دکمپيوټرسره ډيرزيات سهولتونه پدې برخه کې رامنځته کړي . چې پدې وجه دمديريت سيستمونوکمپيوټرايزيدل مستقيم تاثيرپه مالي،بانکداري ،مارکيتنگ اوعمومي اداراتوپه سيستمونوباندې واردکړي .             پدې اواخروکې دنوي تکنالوجيکي اختراعاتواوداطلاعاتي سيستمونورامنځته کيدل دلويوکمپنيولخوادفني اطلاعاتوانتقال ،کمپيوټري متعددسيستمونوپه منځ کې پکارواچول شول دصنعت په برخه کې دزراعت په برخه کې اودتوليدپه مختلفومرحلو     کې داتوماتيک ماشينونوڅخه استفاده وشوو. دکمپيوټري صنايعواودلري فاصلونښلوونکې وسايلووده لاتراوسه سريع اوپراخه ده دلري فاصلونښلوونکي           تجهيزاتوتقاضا په نړيواله سطحه په ١٩٨٠ م کال کې اته په سلوکې ودې څخه موجودوواودکمپيوتوي تجهيزاتواودهغې اړوندخدماتوته تقاضا په جهاني سطحه دهغوي دودې څخه سريع اوزياته ده البته د١٩٨٥ م کال نه تر١٩٩٠ م کال پورې موجودوو. په ١٩٨٦ کال کې په تخميني ډول دنړيوالې تکنالوجيکي اطلاعاتي سيستمونوتوليدد٣٩٠ ميليارده ډالروڅخه تر١٩٩٥ کال پورې ١٢٠٠ ميلياده ډالروته زياتوالي وموند. دپرمختللواطلاعاتي دستگاگانوپراختيا په پرمختيايي هيوادونوکې لاتراوسه په ابتدايي مرحله کې ده په ١٩٨٥ کال کې په نړي کې دټولوموجودوکمپيوټرونوله جملې څخه ٥٫٧% يي په پرمختيايي هيوادونوکې موجودوواودغه هيوادونه په عمومي ډول ددغوکمپيوترونوڅخه دحقوقي لستونودجوړولودمالي محاسباتولپاره استفاده کوله .

مگرپه دې وروستيوکې دچين ،سنگاپوراوتايوان هيوادونودخپلوميکرالکترونيک توليداتويوبرخه فيلپين وسريلانکا،تايلنداوځيني نورهيوادونوته منتقل کړي .               اودچين اوسينگاپورهيوادونوخپل توليداتوخرڅلاوپدې برخه کې ددوه ميليارده ډالرو څخه په ١٩٨٦ کال کې ٥٫٤ ميليارده ډالروته تر١٩٩٠ کاله پوري زيات کړه.               داطلاعاتي تکنالوجي دچاپيريال ساتني په برخه کې اساسي نقش درلودلي.         ميکرواليکترونيکي دستگاگانودزيان لرونکي غازاتودمخنيوي په برخه کې مهم نقش لوبولي لکه دحمل اونقل وسايلومصرف يي راټيټ کړي.

ب : نوي مواد: په نوې موادوکې چې په تيرودريولسيزوکې دتحقيقاتوپه نتيجه کې رامنځته شوي لکه ،نوې فلزات ،پلاستيک ،شيشه يي مواداوداسې نور………           البته نوي موادغالباً ددوياڅونورومادوڅخه چې پخواموجود وودنوې تکنالوجيکي اختراعاتوپه مرسته رانځته شوي . اوددغه موادوڅخه دصنعت په مختلفوبرخوکې پراخه استفاده شوي ده. دنوې تکنالوجي څخه يه استفادې سره دصنعتي توليداتوپه برخه کې دخاموموادومقدار کې په شتاب سره کموالي راغلي لکه د١٩٧٣ څخه ١٩٨٢ کلونوپوري دخاموموادومصرف په هرواحدصنعتي توليدکې په پرمختللوغربي هيوادونوکې دفيصدي په اساس کموالي رامنځته شوي ده. لکه ٤٢ په سلوکې دقلعي مصرف او٣٧په سلوکې دفولادومصرف کې کموالي راغلي وو. دتکنالوحي څخه پدې برخه کې دونوعه استفاده کيږي ينعې ديوې مادې دستعمال دبلي مادې په ځاي اودوهم دموادوپه مصرف کې صرفه جويي(پس انداز) ده.

همدارنگه دسرمايگذاري دمارکيټ تحقيقات اودتوليد دمصرف دکموالي په برخه کې دتکنالوي داستعمال زيات سهولتونه رامنځته کړي دي. اودخاموموادواوانرژي          مصرف يي ترزياته حده راټيټ کړي دي.

اوس ددې انتظارکيږي چې په زياته پيمانه دپخوانيوموادوځاي نوي موادپه               الکترونيکي صنايعوکې مخابرات،کمپيوتر،حمل اونقل ،انرژي ،ماشين سازي ،اودکيمياوي صنايعوکې په شتاب سره ونيسي ،اوددې وړاندوينه کيږي چې راتلونکولسيزوکې به دنوې تکنالوجي په مرسته دموتروپه صنعت کې اودجهازجوړوني په صنعت کې به يونوي انقلاب رامنځته شي.

په کال ١٩٨٥ م کې پلاستيکي باکيفيته مواداودهغې مختلف ترکيبات په سلوکې ٩ دمصرفي فولادوځاي دامريکادموټروپه صنعت کې نيولي اودغه رقم په ٢٠٠٠ م کال پورې ١٩په سلوکې جوړوي. دنوي موادوتاثيربه دنړي په اقتصادباندې بالخصوص په هغه هيوادونوباندې چې دغه موادوسره سراوکاريي ډيرشديدده.                                       مثلاً: دجاپان هيوادچې اقتصاديي په شدت سره دخاموادوپوري تړلي دنورموادوپه رامنځته کيدوسره ډيره نفع کړي . پرمختللي هيوادونه دنووموادوپه زياتوالي سره دخپلوهيوادونوپه داخل کې غواړي چې قدرت اوملي امنيت ته په نړيواله سطحه زياتوالي وړکړي. دنوي موادوڅخه په زياته پيمانه استفاده دځينوخاموموادودتقاضاپه وده             کې کموالي راوستي لکه ،مس ،بوکست، المونيم اوداسې نور…..

همدارنگه پرمختيايي هيوادونه کولي شي چې ددغه موادوڅخه په دغه ملکونوکې چې خام موادپکې زيات اوارزانه دي اوکارگره قوه پکې هم ارزانه ده ښه استفاده وکړي.

ج:بيوتکنالوجي (تکنالوجي زيستي) : دبيوتکنالوجي څخه استفاده اواستعمال يي له مخکې څخه دغذاي موادوپه توليد کې همدارنگه دزراعت په برخه کې دتجديد وړانرژي ،دمصرفي موادوڅخه مجدده استفاده اودچاپيريال دککړتيادکنترول لپاره تراستفادي لاندې نيول شوي وو.

همدارازدمنهدسي ژنيک په مرسته دحيواناتوپه روزنه کې استفاده کيږي چې دهورمون مادې په زياتوالي کولي شي چې دغواگانوشيدي د٢٠ سلوکې اضافوالي راولي اوپرمختيايي هيوادونه دبيوتکنالوجي څخه دزيتونوغوړيواوداسې نوروپه توليد کې په ښه توګه استفاده اودآفاتوپه دفع کولوسره يي ٣٠ په سلوکې اضافه والي راوستۍ. نوې تخنيکونودوريځوپه کرنه ،غنمو،اربشو،کرم ،کاهو،نخود،لوبيا،پياز،گني ،پنبه اوداسې نوروپه کرنه کې دژن دانتقال له طريقه دآفاتوپه مقابل کې مقاومت پيداکړي. ځينې پرمختيايي هيوادونولکه ،تايلند،اندونزيا،هند،پاکستان،فيلپين،آرجنټين ،برازيل،کلمبيااومکزيک دبيوتکنالوجي څخه داستفادې په منظورپه زراعتي توليداتوکې ځانګړي برنامې تنظيم کړې او دمحصولاتواودکښت ترمنځ فاصله کې کموالي ،اودآفاتوپه مقابل کې زراعتي حاصلاتومقاومت پيداکړي.(٤)

 

دريم فصل

دتکنالوجي رول ديوهيواددملي اقتصادپه سکتورونوکې

داچې تکنالوجۍ داقتصادي پرمختيا لپاره يومهم فکتورگڼل کيږي اوديوهيواددملي اقتصادپه مختلفوسکتورونوکې رغنده رول لري .اودغه سکتورونه ديوبل سره دوه اړخيزي اړيکې لري يعنې ديوپه پرمختگ سره نوروته دپرمختگ زمينه برابريږي اوپه وروسته پاتې والي سره نوروروسته پاتي کيږي .

مثلاً :دصنعت سکتورپه پرمختگ سره زراعت پرمختګ کوي اوحاصلات يي زياتيږي اودغه زراعتي محصولات دترانسپورت سکتورپه مرسته بازارته انقاليږي.چې پدې ترتيب دتجارت سکتورهم په حرکت کې راځې اودغه ټول تاثيرات دملک په اقتصادي وضعه باندې وارديږي چې دخلکو لپاره دکارزمينه برابريږي اودخلکوعايدلوړيږي چې داخپله دپس اندازاوسرمايه گذاري اوپه بازارکې دزياتي تقاضاله امله سرمايه ګذاريوکې وسعت رامنځته کيږي اوپه ملک کې توليد زياتيږي چې داپه واردات اوصادراتوباندې هم تاثيرکوي اودملک دتادياتوبيلانس مثبت کيږي. نوتکنالوجې رول په خلص ډول په دغوسکتورونوکې گورو.

دتکنالوجۍ رول دصنعت په سکتورکې

دصنعت سکتوردملي اقتصاد دسکتورونوله جملي څخه هغه سکتورده چې ترټولوزياددتکنالوجي په پرمختگ سره رشد اوپرمختگ کوي .

په صنعت کې هغه ټول فعاليتونه شامليږي چې دهغې تعلق داجناسواوخدماتودتوليد سره وي پدې ډول زراعت ، دمعدنونوکيندل ، ماهي گيري ،کارخاني اوداسې نورپه صنعت کې شامليږي .

دغه شان صنعت دمادي نعمتونودتوليد غوره سکتورڅخه عبارت ده چې په تخنيکي لحاظ دملي اقتصادټول سکتورونه تجهيزوي اونوروسکتورونوته لکه تجارت ،زراعت ،ترانسپورت ،ساختمان ،مخابرات اوداسې نورپه تخنيکي اواقتصادي لحاظ مکانيزه کوي .

دتکنالوجيکي پرمختگ په لحاظ دصنعت سکتور وده کوي اونوي تخنيکي ماشين آلات اووسايل رامنځته کيږي   چې پدې سره دکارنوې ساحې ايجاديږي اودبيکاري سطحه ټيټيږي اوپدي سره دخلکوعايدزياتيږي چې پدې ترتيب سره دخلکوپه عايداتوکې زياتوالي رامنځته کيږي اودخلکوتقاضا په بازارکې زياتيږي .نوبلاخره موًلدين نوي سرمايه ګذاي کوي چې دسرمايگذاريوپه زياتوالي سره دملک په اقتصادي وضعه کې ښه والي رامنځته کيږي اومختلف اجناس دملک په داخل کې توليديږي چې پدې ترتيب دوارداتوپه سطحه کې کموالي راځي اوخلک داخلي اجناسوته مخه کوي اوزيادتوليد چې دنوي تخنيکي ظرفيت (تکنالوجي )په اساس رامنځته کيږي دملک صادراتوکې زياتوالي راولي اودې سره خارجي اسعار ترلاسه کيږي .

دنوي تکنالوجي څخه استفاده صنعت ته وده ورکوي چې دصنعت سکتور پرمختياسره دملي اقتصاد ټولوسکتورونوته تخنيکي منابع برابريږي .

مثلا: دصنعت په سکتورکې ماشين آلات ،کيمياوي سرې اوداسې نوردزراعت دسکتور لپاره جوريږي اوبل مقابل دزراعت سکتوردصنعت لپار ه خام مواد تهيه کوي ،يعني دتکنالوجي پرمختگ دصنعت په برخه کې ددې باعث کيږي چې زراعت هم پرمختيا ومومي اومکانيزه شي .

همدارنگه دتجارت لپاره مختلف دحمل اونقل وسايل ،مخابراتي وسايل اوداسې نوردتکنالوجي داستعمال په وجه صنعت ته قوت بښي چې نوموړي شيان توليد کړي. همدارازدساختمانونوپه رامنځته کيدوسره چې دصنعت دسکتور په مرسته ترسره کيږي نن سباداسې تکنالوجيکي وسايل رامنځته شوي چې په کم مصرف سره په ښه کيفيت لوړپوړي منازل ، سرکونه پلونه اوداسې نورجوړيږي .

دنوي تکنالوجي څخه استفاده په صنعت کې دټولوسکتورونولپاره ډيرزيات سهولتونه رامنځته کيږي چې ديوملک دملي اقتصاد ددغوسکتورونووده دملک اقتصادته پرمختيا وربښي اودلاچټک پرمختگ لاره ورته هواروي .

نونن سبادتخنيکي اوتکنالوجيکي وسايلوڅخه استفاده د صنعت په سکتو ر کې د پام وړ بدلون راوستي .(٥)

 

دتکنالوجۍ رول دزراعت په سکتورکې

په عمومي توگه کولي شوچې تکنالوجي ديوپوهې په توگه تعريف کړوکوم چې انسان دهغې څخه دتوليددزياتوالي پخاطرکاراخلي لکه ،اصلاح شوي تخمونه ،کيمياوي سري ،دآفاتودمخنيوي لپاره مختلفي دواگاني ،مختلف زراعتي ماشين آلات اودابولګولومختلف مدرن سيستمونه اوداسې نور……

دتکنالوې داستعمال هدف دزمکي څخه دزياتومحصولاتو لاسته راوړل دمعين کاراوسرمايي پکاراچول دي. همدارنگه تکنالوجې داقتصادي پرمختگ په ساحه کې اساسي رول لري اودزراعتي محصولاتوپه توليدکې په سرعت سره دزياتوالي سبب گرځي. دمثال په توګه داصلاح شوي تخمونوپه استعمال سره دشلوکلونونه په کمه موده کې دامريکاپه ٢٤ ميليونه ايکرځمکه ې دمحصول اندازه ١٠٠ ميليونه بوشل ته لوړه کړه. اودمکزيکي غنمواندازه يي ديوټن څخه په في هکتارکې دڅلوروټنوداندازې څخه زيات لوړکړو.همدارنګه په جاپان کې دوريځوداصلاح شووتخمونوپه استعمال سره دوريځومحصولات څوبرابره لوړشول تکنالوجي ديونسل څخه بل نسل ته منتقل کيږي اودوخت په تيريدوسره پکې تغيرات راځي چې دتوليد هرواحدمحصول په لږمصرف سر ياپخواني مصرف سر ه دباکيفيته محصول توليد زمينه برابروي . چې دتکنالوجيکي پرمختگ مقايسه په روستنيوپيړيوکې چې په خارق العاده ډول يي پرمختگ کړي په آساني سره معلوميږي .چې ددې جملې څخه دتکنالوجيکي پرمختگ په ساحه کې دعامه ارتباطات،حمل اونقل وسايل چې ډيرلرې مناطق يي سره نښلولي دي دتکنالوجي په پرمختګ اودزراعتي محصولاتودتوليددزياتوالي باعث گرځيدلي . مگرپه خاصه توگه په پرمختيايي هيوادونوکې دناقص تعليم اوتربيې اودوروسته پاتې تکنالوجي څخه استفاده نشي کولي چې دټولنې اقتصادي پرمختگ ته لاره هواره کړي. ځکه چې دنوې تکنالوجي ترويج په کلي ډول يوخاصه پيچيدگي لري . دفوسټرFoster په نظردتکنالوجۍ پرمختگ په يوه جامعه کې دنوموړي ټولنې اجتماعي پرمختگ څخه جدانده اوهغه دتکنالوجيکي پرمختگ په ځاي داجتماعي پرمختگ اصطلاح پکاروړي. اوFoster وايي چې قبوليت دتکنالوجي داجتمافي پرمختگ په خاص ډول دفرهنگي پرمختگ سره دمادي اوتخنيکي پرمختگ دساحې پورې اړه لري. اونوموړي عالم په نظربايدلازمه ده چې فني اومادي ترقۍ په ساحه کې دخلکونظرونه اودټولنې ارزښت اودخلکوباورپه نظرکې ونيسي.

دمصرف کموالي اودتوليدزياتوالي: دتکنالوجي دتعريف پربناکچيرې دتوليدنسبت دنوې تخنيک څخه په استفادي سره زياتوالي ومومي نودهغه نتيجه دزيات محصول ترلاسه کول په کم مصرف سره وي. همدارنگه ديوي زراعتي ساحې په برخه کې دنوې روش (تکنالوجى) په اساس کښت ممکن دنوموړي مزرعې محصولاتوکې زياتوالي راولي بيدون ددې څخه چې دمصارفوپه برخه کې کوم تغيرراوستل شي يعنې په عين مصرف زيات حاصل ترلاسه کول دنوي تخنيک په مرسته ممکن کيداي شي . اوياداچې پخوانۍ محصول په کم مصرف سره کولي شووچې ترلاسه کړو. همدارنگه تکنالوجيکي تغيرات دزراعتي محصولاتوپه قيمتونوباندې زياداثرواردوي .ځکه چې دنوې تخنيک څخه استفاده دتوليد مصارف کموي اوزيات محصول په ښه کيفيت سره توليدوي .کچيرې په تقاضاکې کوم تغيرواقع نشي نومحصول کيداي شي چې ټيټ شي .نوپدې ترتيب سره دتکنالوجي گټه دقيمت دکموالي اويادمحصولاتودکيفيت ښوالي دمصرف کوونکي پس اندازڅخه عبارت دي . چې داخپله دخلکوداقتصادي توانمندي لپاره زمينه برابروي . همدارنگه دزراعتي محصولاتوپرقيمت باندي مختلف عوامل تاثيرواردوي مگرپه کلي ډول سره دنوي تکنالوجۍ څخه دزراعت په ساحه کې استفاده دمحصولاتودزياتوالي ،مصارفودکموالي اودقيمتونودټيټيدوسبب گرځي . دتکنالوجۍ څخه استفاده دزراعتي محصولاتودزياتوالي سبب گرځي.

دمثال په ډول دهغو زراعتي محصولاتوحاصل چې دنوروڅخه مخکې اصلاح شوو غنمودتخم څخه استفاده اوکښت کوي. نوپه حاصل کې يي دملاحظې وړزياتوالي کيداي شي چې راشي. په هرهکتارکې دمحصول دمقدارزياتوالي چې داصلاح شوي تخم څخه داستفادي نتيجه ده ،بيدون لدې چې په مصارفوکې کوم تغيررامنځته شي. هغه وخت چې يودهقان دنوي تخنيک څخه ترنورومخکې استفاده اوکارواخلي نوپه هماغه اندازه به يي حاصل زيادوي. پدې ترتيب سره دماشين څخه استفاده دانساني نيروپرځاي دمصرف دکموالي سبب نه گرځي بلکې نوموړي کارپه لږوخت کې په آساني سره ترسره کوي نوکيداي شي چې دسپمول شوي وخت څخه په بل ځاي کې استفاده وشي.                     دمثال په ډول دغذايي موادوپه برخه کې دکنسرواڅخه استفاده ،دغذادتيارولوپه ځاي دلږوخت څخه کاراخيستل کيږي.

 

 

دتکنالوجي پراختيا: دتکنالوجي نه داستفادې سرعت په يوه ټولنې کې په څوعواملوپورې تړاولري. دتکنالوجى دمصرف لپاره دخلکودذهن اماده کول اودتکنالوجى داستعمال لپاره کافي پانګې موجوديت اودپخواني تکنالوجي درجه. همدارنگه دآموزشي سيستم اوارتباطي وسايل دتکنالوجي په وسعت کې زيات اهميت لري چې په پرمختللوهيوادونوکې يوتعدادشبکې چې دراديواوتلويزوني خپرونوله لارې ديوې ترويجي سيستم په اساس دتکنالوجي په پرمختيا کې مرسته کوي . کلچې ديونوي تخنيک څخه استفاده کيږي (تراکتورخريد،کمپاين اودماشين آلاتوتعويضول) نويولړمصارفوته ضرورت پيښيږي نوددې لپاره بايد دپانگې دپيداکولوتصميم ونيول شي په عمومي ډول ويلي شووهغه تخنيکونه چې ډيرې پانگې ته ضرورت لري دهغوي سرعت نسبت هغه تخنيکونوته چې لږې پانګې ته ضرورت لري کم ده .

دحاصل دزياتوالي سنجش دتکنالوجۍ نه په استفادې سره : دتکنالوجيکي اثرسنجش دزراعتي محصولاتوپه توليد کې يوپيچيده اومشکل کاردي . بې له شکه دغذايي محصولاتوسريع توليد په پرمختللي ملکونوکې دښه کيفيت په لرولوسره دتکنالوجيکي تغيراتوښکارندوي دي.

تکنالوجي اودځمکې څخه بهتره استفاده: دنوې تکنالوجي څخه په استفادې سره دځمکې څخه دزياتوحاصلاتودلاسته راوړلوسبب شوي .چې يوددغولاروڅخه دځمکې دخاوري حفاظت دي .هدف ددې څخه دادى چې دخاورې دحاص خيزى کموالي څخه مخنيوي وشي يعنې دزراعتي تناوب اوصحيح تخم همدارنگه دلازموتخنيکونوڅخه دخاوري دحفاظت لپاره استفاده وشي. دکيمياوي سرې مصرف چې د١٩٥٠ کلونوڅخه وروسته زيات وسعت موندلي دزراعتي محصولاتوپه زياتولاي کې مهم اثردرلودلي . ځکه چې بعضې دامراضوڅخه چې ځينې فصلونوکې په خاورې کې دعناصرودکمبودله وجې رامنځته کيږي .دکيمياوي سروپه مرسته کيداي شي چې له منځه لاړشي .

دتکنالوجي رول دغذايي موادوپه تبديلولوکې :هغه نوي رويشونه چې دغذاېې موادوپه بسته بندۍ اوآماده کولوکې پراختياموندلي زياتره ددغه رويشونوڅخه په ساده تراوسريعتره برابرولودغذاکې استفاده کيږي . دميوو ساتل ،سبزيجات اودغوښوانجمادنه يواځې دمصرف کوونکولپاره تسهيلات زيادکړي بلکې دغذاېې موادوطعم اومزه يي هم محفوظه ساتلې. چې همدارنگه دميوو ساتل ودميوواوبه اوکنسرواکول دنوو رويشونودايجادولوهغه برخه ده چې دپخواڅخه يي پدې برخه کې مصارف کم کړي دي. (٦)

دترانسپورت په سکتورکې دتکنالوجۍ رول

په پخوازمانه کې داجناسوديوځاي څخه بل ځاي ته وړلو راوړلوکې ډيرمشکلات منځته راتلل.تاجرانوبه مالونه په اوښانواوآسونو باندي ديوځاي څخه بل ځاي ته وړل راوړل .       په دريابي لاروکې کشتۍ اوبادباني طيارې چليدلې چې داکشتۍ به اکثره وخت دهوادموافق کيدوپه انتظازکې وې .داجناسو په حمل اونقل کې دغه ذريعي دسست رفتارۍ نه علاوه غيرې محفوظې هم وي. ددې لپاره اجناس په آساني سر ه ديوځاي څخه بل ځاي ته نشوانتقاليدلي. همدغه وجه وه چې ددنياپه بعضې ملکونوکې به اجناس ډيراوارزانه وواوپه بعضې ملکونوکې به اجناس لږ اوقيمته ول. دحمل اونقل دسست رفتاري وسيلوپه وجه په دمصيبت په وخت کې يوهيواددبل هيوادسره هيڅ رنگه کومک نشوکولي. په موجوده وخت کې دساينسي اختراعاتوپه وجه نه يواځې داجناسوپه پيداوارکې اضافوالي راغلي بلکې دتگ راتگ اودمالونوپه انتقال کې نوې نوې آسانتياوې هم منځته راغلي دي. په اول وخت کې په دڅوسوه ميلوفاصلې طۍ کولولپاره ډيرې ورځې پکاروي ليکن اوس دتگ راتگ دومره تيزرفتاره وسايل پيداشويدي چې هماغه فاصله په څوساعتونوکې طۍ کولي شو.دهمدغو حملونقل وسايلوپه وجه ټوله نړي کوچينې شويده اوديوکلي حيثيت يې غوره کړيده. دحمل اونقل دجديدو وسايلوپه وجه انسان ددې قابل شويدي چې هغه دحمل اونقل په لارکې په ټولوخنډونوباندې غالب شي اوخپل کاروبارجاري وساتي. دمؤلداومصرف کوونکي ترمنځ فاصله کې اوس کومه مسله نده پاتې شوي. کوم اجناس چې ددنيا په مختلفوبرخوکې توليديږي هغه                             په آساني سره ديوځاي څخه بل ځاي ته ليږدول کيږي چيرته چې تقاضاورته                      موجوده وي ددې لپاره دانتقالاتووسايل ديوهيواددصنعتي، تجارتي                               اواقتصادي پرمختيالپاره مهم کرداراداء کوي.

دغوره انتقالاتوخصوصيات : دغوره انتقالاتي وسيلولاندې خصوصيات بيان شويدي.

  1. آرام ورکوونکي: نوې اومدرنه انتقالاتي وسايل آرام اوپرسکونه دي .خلک په آساني سره اوپه آرام ډول ديوځاي څخه بل ځاي ته سفرکولي شي.
  2. محفوظه (خوندي): دانتقالاتي وسايلودوهم ښه والي دادي چې داخوندي دي يعنې اجناس ديوځاي نه بل ځاي ته په رسولوکې نقصان نه بچ وي.
  • تيزسرعت: انتقالاتي وسايل بايدنه يواځې خوندي وي بلکې تيزرفتاره هم وه اوسې .په اوس وخت کې دوخت اهميت ډيرزيات شويدي ددې لپاره ضروري ده چې داموالواواجناسوانتقال په سرعت سره صورت ونيسي ترڅوتجارت وده وکړي.
  • کم قيمته: دانتقالاتي وسايلودارزاني په وجه داموالواواجناسو انتقال نه يواځې په کم قيمت ترسره کيږي بلکې داجناسوانتقال په زيات مقدارسره ترسره کيږي اودمستهلکينوضرورتونه په ښې طريقې سره پوره کيږي.
  1. هروخت جريان درلودل: دانتقالاتوغوره وسيله هغه ده چې هروخت جريان ولري اوپه هغې کې هيڅکله هم څه خنډواقع نشي ترڅودژوندکاروبارجريان ولري .
  2. لاس رسي درلودل: دانتقالاتوغوره وسايلويوخصوصيت دادي چې هغې ته هروخت لاس رسي ممکنه وي.
  3. دشتون ځاي : دنوي انتقالاتي وسايلودشتون ځاي ښه په کاردي .دښه شتون ځاي څخه مقصددادي چې دغووسايلوته سامان رسول اوحاصلول آسان وي.
  4. اقتصادي پرمختگ : دانتقالاتووسايل بايدپرمختللي اوجديدوي ترڅودهيوادپه اقتصادي پرمختگ کې اضافوالي راولي.

دانتقالاتي وسايلو قسمونه : په دې قسمه انتقالاتي وسايلوکې لاندي قسمونه شامل دي.

__ځمکني

__سمندري

__هوايي

دانقالاتوځمکني وسايل :دځمکې له لاري دسامان په حمل اونقل کې لاندي وسايل استعماليږيي.

  • لاري گاني اوموټرونه
  • دريل پټلي
  • پايپ لاين

لاري گاني اوموټرې: لاري گاني اوموټرې دساينسي پرمختگ اختراع ده .پدې اختراع سره دکاروبارمالک اودمستهلک ترمنځ فاصله تقريباً ختمه شويده ځکه چې دلارۍ اوموټروپه ذريعه په دروندمقدارسره مالونه نوروځايونوته په آسانې سره انتقاليږي. دانتقال دغه وسيله دريل گادي څخه هم غوره ده ځکه چې لارۍ اوموټردتاجردوکان ته په آساني سر ه رسيدلي شي ليکن ريل گاډي په صورت کې سامان دريل ستيشن ته دراوړلولپاره خرگاډي ،موتريالارۍ استعمال ضروري دي .ددې نه علاوه دريل گاډي په ذريعه سامان ليږدولولپاره ډيرزيات کاغذي کاروايي ته ضرورت دي.

غټوغټوکاروباري ادارودمال دانتقال لپاره خپل موټرونه اولارۍساتلې وي چې ددې په وجه نه يواځې داچې داجناسوپه انتقال کې په مصارفوکې پس اندازکيږي بلکې دترانسپورت ايجنسيونه هم ورته حاصليږي .داجناسودبسته بندې په مصارف کې هم کمي کيږي. داجناسوداشتهارپه مصارفوکې هم کمي راځي .ځکه چې داجناسومتعلق اشتهارپه لارۍ اوموترباندي لگول کيږي .دمثال په ډول دادوياتوکمپني خپل دادوياتواشتهارپه هغوموټرونونصبوي چې پرچون فروشانوته ادويات توضيح کوي.         ريل گاډي: دبخاراختراع نه وروسته ريل گاډي جوړشو. نن په جديد دورکې دځمکني انتقالاتي وسيلوکې ريل گاډوته مهم مقام حاصل دي. دريگاډي روانيدولپاره دريل پټليوغزول پکاردي چې په ميداني علاقوکې خوآسان کاردي ليکن په غرنيوعلاقوکې دپټليوغزول نه يواځي مشکل کاردي بلکې قيمتي هم دي .خونن سبا څه ناڅه دنوي تکنالوجۍ څخه په استفادي سره دغه ستونزې حل شوي دي. دريل گادي په واسطه اجناس اواموال په ډيرزيات مقدارسره ديوځاي څخه بل ځاي ته په ډيرکم مصرف سره انتقاليږي.

پايپ لاين :دنوي تکنالوجي په اساس دمايعاتوادنتقال لپاره پايپ لاينونوڅخه په ډيره مدرنه طريقه استفاده شوي ده . دمايع اجناسواوگيس دانتقال لپاره دټولونه غوره وسيله پايپ لاين دي . ددې انتقالاتي وسيلي دټولونه مهم خصوصيات په لاندي ډول دي .

  • پايپ لاينونه په آساني سره غزول کيږي ددې لپاره دلاروياسرکونواونوروجوړولوضرورت نشته .
  • پايپ لاينونه دمايعاتودانتقال لپاره داعتمادوړوسيله ده. په باران ،تندر،واوره اوشديدموسم کې نوري ټولي وسيلې متاثره کيږي ولې پايپ لاين نه متاثره کيږي.
  • پايپ لاين دانتقال تيزرفتاره وسيله ده . ددې په ذريعه مايع اجناس يعنې تيل اوگيس په ډيرسرعت سره ديوي څاي څخه بل ځاي ته انتقال کيداي شي.
  • دپايپ لاين په ذريعه دتيلواوگيسودانتقال لپاره ددومره کاغذي کاروايي ضرورت نه وي لکه څرنگه چې دريل گاډي اوبحري بيړيوپه ذريعوکې داجناسوانتقال لپاره وي .
  • مايع اجناس مثلاً دڅښلواوبه ،گيس ،پټرول ،ډيزل اونورودانتقال لپاره دانتقال داوسيلې په پراخه پيمانه استعماليږي ،اوددي ذريعې په مرسته دخلکوکورونوته دڅښلواوبه اوگيس په ډيره ښه طريقه انتقاليږي.

دانتقال سمندري وسيلې : پدې ترانسپورت کې دمختلفوبيريوڅخه استفاده کيږي. چې دنړي په کچه دلويوبيړيواودملي اقتصادپه کچه سيندونو،جهيلونواوبحري سواحلوکې دکوچينيوبيړيوپه وسيله فعاليت کوي. پدې ترانسپورت کې اوس دمختلفونوعه ماشيني بيړيوڅخه استفاده کيږي چې تيزسرعت اوزيات دروندبارو وړلووړتيالري اوداټول پرمختگ دنوې تکنالوجي په اساس دترانسپورت په ټولوبرخوکي رامنځته شوي ده .همدارنگه دبحري بيړيوڅخه په زياته اندازه دنفتواوخاموموادوليږو لپاره استفاده کيږي. دبحري حيواناتوښکار،دمعدني موادولاسته راوړل اودبيړيوڅخه دنظامي اهدافولپاره هم استفاده صورت نيسي .اوددغي لاري څخه هغه ملکونه چې دبحرسره تړاولري زيات خارجي اسعارترلاسه کوي.

هوايي ترانسپورت :دنوي عصري تخنيک په مرسته نن سبا دترانسپورت په دغې برخه کې زيات پرمختگ ترسترگوکيږي .دلويوجيټ الوتکوپه رامنځته کيدوسره ددغه ترانسپورت اهميت لاپسې زيات شوي دي. اودغه ترانسپورت ځينې خصوصيات په لاندې ډول دي.

  • ديوهيوادنه بل هيوادته داجناسوليږلولپاره داوسيله غوره ده.
  • دزرخرابيدونکي اوضايعې کيدونکي اجناسولپاره غوره اومناسبه ترانسپورت ده.
  • په نړيوال تجارت کې داجناسودانتقال لپاره په زياته اندازه همدغه وسيله استعماليږي .
  • دادټولونه تيزرفتاره انتقالاتي وسيله ده .ددې په مرسته دمختلفوهيوادونوترمنځ فاصلې لنډې شوي دي.

مخابرات Communication

دمخابراتوcommunication مطلب دخبررسول اواړيکه ټينګول دي ،په مخابراتي وسايلوکي ټولې هغه وسيلې شاملي دي چې دپيغامي رسولواوخبررسولولپاره استعماليږي. داچې مخابرات دخپلې ابتدايي حالت څخه دتکنالوجيکي پرمختگ له امله اوس ډيرپرمختللي شکل ځانته غوره کړي نودهغې داسعمال هم په مختلفومعاملاتوکې څوچنده زيات شوي ده .

مثلاً: نن سبا مبايل ياگرځنده تيلفون هغه تکنالوجيکي وسيله ده چې مختلفې وظيفې په لږوخت کې په ښه توگه اجراکوي.

څرنگه چې امکانات اووسايل زمونږ دخواهشاتوپه وړاندې محدوددي نودتکنالوجي څخه په ښه توگه استفاده کولي شي چې تريوانداې پورې زمونږي خواهشاتوته ځواب ووايي. لکه په تجارتي معاملاتوکې دمبايل اوانټرنيټ څخه استفاده نړيوال تجارت ته يوه نوې بڼه وړکړي .اوهغه تجارتي معاملې چې به مخکې په پوستي يادخط پواسطه ترسره کيدې اوس په ډيرلږ وخت کې دانټرنيټ اومبايل په ذريعه ترسره کيږي .اودتگ راتگ مصارفوڅخه مخنيوي کيږي چې دادجنس دتمام شد په قيمت هم اثرلري . خلص داچې ددغه سکتورپه مرسته نړي اوس سره داسې نښلول شوي چې دنړيوال کلي شهرت يې ځانته غوره کړي . اوهرڅوک کولي شي چې په څودقيقوکې دنړي دهرگوټ څخه ځان خبرکړي .

مخابراتي وسيلې Means of Communication

پدې برخه کې لاندې وسيلې شاملې دي.

  1. تيلېفون
  2. ټيلکس
  3. وايرليس (بيسيم)
  4. فکس
  5. موبايل اوانټرنيټ

تيلي فون Telephone : تيلي فون دسکاټ لينډاوسيدونکي (اليگزنډرگراهم بيل) اختراع ده .گراهم بيل گونگواوکنړوماشومانوته درس ورکولو.هغه پدې اصولوباندې ډيرښه پوهيده چې دآوازڅپې دغوږپردوسره ټکرکوي اوديوځاي څخه بل ځاي ته رسيږي ،دقدرت ددې اصولوپه نظرکې نيولوسره هغه په ١٨٧٧ کال کې دتيلي فون په جوړولوکې کامياب شو. تيلي فون دکاروباري ادارولپاره ډيرگټوردي. همدغه وجه ده چې داډيره کمه موده کې ډيرمقبول شو. دتيليفون په واسطه دفاصلولرې والې ختم شوېدې.په دوه مختلفو ځايونوکې ناست افراددتيليفون په واسطه په خپل منځ کې خبرې اترې کولې شي.ددپه ذريعه يوتاجرپه خپل کورکې دهيواددمختلفومنډيګانوڅخه تازه نرخونه لاسته راوړي اوداجناسودپيرودلواوپلورلوتړون کوي.دتيليفون په واسطه کاروباري اشخاص داجناسونوې تقاضااونوې منډيګانې تلاش کوي اوکاروبارته پراختياورکولۍشي.

تيليفون صرف دتجارت دپرمختګ اوپراختيالپاره داهميت وړنه دې بلکې دادسرکاري دفترونولپاره هم ډير ګټوردې.دتيليفون نظام دخط اوتارڅخه غوره دې چې لاندې وجوهات لري:

  1. دتيليفون په واسطه په مستقيمه توګه بل شخص سره دخبروکولوموقع لاسته راځي.
  • په تيليفون کې دخبروکولو لپاره دالفاظو په تعدادباندې کومه پابندي نه وي خوپه تارکې کوشش کيږي چې پيغام مختصر وي ځکه چې پدې باندې مصرف دالفاظو دتعدادپه حساب سره راځي.
  1. دتيليفون په واسطه پيغام دخط اوتارپه نسبت زررسيږي.
  2. په خط اوتارکې کومه نقطه په غوره توګه نشي واضح کيدې ليکن په تيليفون کې هره نقطه په آسانې سره واضحه کيدې شي.

ټيلکس(Telex):ټيلکس دپيغام رسولويوه تيزرفتاره وسيله ده چې دهغې په واسطه دپيغام ليږلو لپاره دټايپ ماشين په شان يوقسم ماشين استعماليږي.کله چې ددې ماشين په واسطه کوم بل ځاې ته کوم پيغام ليږل کيږي نودپيغام ليږونکي په دفترکې په ماشين باندې پيغامات دکاغذپرمخ پرنټ کيږي او همدغه پيغامات په همدې ډول ماشين باندې په هغه دفترکې دکاغذپرمخ دوباره پرنټ کيږي چيرته چې پيغام رسول مقصودوي.هغه تجارتي ادارې چې دهغوي کاروبارډيرپراخه وي اودهغې دهيوادپه داخل کې اودهيوادڅخه دباندې ډيرې څانګې وي نوهغوي دپيغام رسولو لپاره اکثره همدغه وسيله استعمالوي.

وايرليس(بيسيم) Wireless : دوائرليس مطلب دي دتاريا سيم نه بغير.وائرليس نعنې دبې تاره پيغام رسونې نظام دۍ چې دهغې لپاره دپيغام ليږلولپاره دتيلي فون په شان دکوم ارتباطي تاروغيره ضرورت نوي. بلکې يوماشين چې هغې ته وائرليس واېې دهغې په واسطه کوم بل ځايي ته پيغام ليږل کيداي شي.

فکس ماشين Fax Machine :دتکنالوجيکي اختراعاتوپه لړکې فکس ماشين ديوځاي څخه بل ځاي ته دپيغام رسولوجديدترين ماشين دي.ددې ماشين په مرسته پيغامونه کټ مټ په اصلي شکل کې بل ځاي ته فوري ليږل کيږي .دفکس ماشين دتيلفون سره رابطه وې کله چې يوشخص يااداره کوم بل شخص يا ادارې ته کوم پيغام فکس کول غواړي نوهغه اول په تيلفون باندې رابطه کوي اوهغه خبروي چې هغه کوم پيغام يااسناد دفکس له لاري غواړي .بياچې کوم پيغام يا اسنادفکس کوي نوهغه په فکس ماشين کې اچول کيږي ،دغه پيغام يا اسنادبالکل داصلي کاپۍ په شکل بل فکس ماشين کې په فوري توگه ظاهريږي اوترلاسه کيږي. دفکس ماشين په واسطه پيغامونه دهيواد نه دباندې هم فکس کيداي شي .

موبايل تيلي فون Mobil Phone :موبايل فون دتيلفون جديد ترين شکل دي .چې دنوې تکنالوجي په اساس يي دومره پرمختللي شکل ځانته غوره کړي چې په يووخت کې مختلفو نوعه کارونه ترې اخيستل کيږي لکه راديو،تلويزون،انټرنيټ ،عکس اخيستني ،فلم برداري اوداړيکوتينگول اوداسې نور…..

اوبل داچې ددې ذريعې څخه په هروخت هرځاي کې استفاده کيږي ځکه چې داپه کوم خاص ځاي يا عمارت کې نصب نه وي بلکې چيرته چې اسعمالوونکي ځي دغه فون دهغه سره وي اوهغه چې په هرځاي کې وغواړي دنوروافرادوسره اړيکې تينگولي شي.

انټرنيټ Internet : انټرنيټ دمخابراتويوه جديده اودټولونه دتيزسرعت والا وسيله ده .دانټرنيټ پواسطه تجارتي اوصنعتي اداري هرقسم معلومات حاصلولي شي. دانټرنيټ پواسطه کاروباري معاملي په څوسيکنډونوکې طې کيږي .انټرنيټ دميليونونووړو وړو شبکونتيجه ده ،دغه شبکې دولتي ،دفاعي ،ټولنيزي تجارتي اوتعليمي اداروجوړې کړي ،انټرنيټ کمپيوټردتيلفون تاورنو،مخابراتي سياوراوکيبل په ذريعه سره نښلول کيږي . دانټرنيټ په استعمال سره دنيا ديونړيوال کلي Global Village شکل اختيارکړي . (٧)

 

نتيجه گيري

لکه څنگه چې تکنالوجيکي تغيرات په وسيع مفهوم سره داقتصادي پرمختيا اصلي عامل په توگه شمارل کيږي . نودتکنالوجيکي تغيراتوتاثيرات تدريجي شکل نلري بلکې دفعتاً يولوي تحول رامنځته کوي .

دنوي تکنالوجي جذب دتوليد په زياتوالي اواقتصادي پرمختيا کې ډيره مرسته کوي .کچيرته دتکنالوجي څخه په مؤثره توگه اودضرورت مطابق کارواخيستل شي نوبې له شکه دملک اقتصادي حالت اودخلکواقتصادي وضعه مخ په ښه کيدوکيږي اودخلکولپاره دکارنوي ساحې رامنځته کيږي جې دې سره دخلکوعايدسطحه لوړيږي .

اودعايد په زياتوالي سره دخلکوپس اندازونه هم زياتيږي چې دادسرمايه گذاري لپار ه لاره هواره وي اوپدې ترتيب دسرمايگذريگانوزياتوالي اودنوي تکنالوجي څخه استفاده دسرمايه گذارانولپاره زياتي گټې باعث گرځي چې خپلې سرمايه گذرايوته پراختيا ورکوي اوپه ملک کې مختلف نوعه اجناس توليديږي .چې داپه وارداتواوصادراتوباندي هم اغيزي کوي .يعني صادرات زياتيږي اوواردات کميږي چې پدې ډول خارجي اسعارهم داخلي ملک ته په لاس ورځي چې داټول دپرمختيا اوترقي په لور يو گام ده چې دتکنالوجي داستمعال په وجه رامنځته کيږي .

 

وړانديزونه

  1. دنوي تکنالوجي څخه بايد دضرورت مطابق استفاده وشي ځکه چې پرمختللي اوپرمختيايي هيوادونوترمنځ دپرمختگ زياته فاصله وجودلري نوهغه تکنالوجي چې پرمختللي هيوادونه يي استعمالوي دپرمختيايي هيوادونولپاره مؤثره نه تماميږي .
  2. بايد دموُلدينولپاره دتکنالوجي په برابرولوکې دولتونه مرسته وکړي ځينې داسې تکنالوجيکي وسايل شته چې موُلدين يي په اخيستلوقادرند.
  • دتکنالوجى دتغيراتوپه نسبت بايد دتکنالوجي په پراخولو(رواجولو)کې کوښښ وشي.
  • دنوې تکنالوجى اوتکنالوجيکي وسايلوپه اړه بايد عامه معلومات ارايه شي اودخلکواذهان دې ته آماده شي ترڅودتکنالوجي څخه په ښه توگه استفاده وشي .
  1. دتکنالوجى څخه بايدديوهيواددملي اقتصادپه ټولوسکتورونوکې دضرورت مطابق استفاده صورت ونيسې.
  • پرمختللي هيوادونه اونړيوالي ټولنې بايد دتکنالوجۍپه انتقال کې پرمختيايي هيوادونوته زياته توجووکړي ځکه ددغوهيوادونوپرمختگ دپرمختللوهيوادونولپاره هم ضروري ده اوددوى دتوليداتولپاره ښه بازار ده.

 

 

  

 

(١) شبان،محمدانور،تيوريها،عوامل وسياست هاي انکشاف،پشاور،١٣٧٥ هـ ش ،ص،٢٥٠ ،٢٥١

(٢) رستگار،اسفنديار،اقتصادجهان تاسال ٢٠٠٠ ،تهران،١٣٧١ هـ ش ،ص،١٨٢_١٨٤

(١) شبان ،محمدانور،تيوريها،عوامل وسياست هاي انکشاف ،پشاور،١٣٧٥ هـ ش ،ص،٢٥١_٢٦٠

(٣) شاهد،اي حميد،ترقياتي معاشيات، لاهور،٢٠٠٦ ،٢٠٠٧ ،ص ص،٣٢٧ ،٣٣٠

(٤) رستگار،اسفنديار،درنمايي کلي اقتصادي جهان تاسال ٢٠٠٠ ،تهران ،١٣٧١ هـ ش.ص،١٦١_١٨٤

(٥ ) پياوړي شمس الرحمن،صنعتي انکشاف،لکچرنوټ،ننگرهاراسلامي پوهنتون

(٦) سلطاني،غلام رضا،اقتصادي کشاورزي ،تهران ،١٣٧٣ هـ ش،ص،١٧٧_١٨٣

(٧) حسين ،خادم،اصول تجارت ،پاکستان،٢٠٠٦ ،ص،١٧٣_١٩٧