دا چي په وروسته پاتي هيوادونو کي د توليد وسايل په کافي اندازه وجود نلري چي يو هم له دي جملي څخه پانګه ده چى په اقتصادى پرمختګ په او :ټولنېزه هوساېنه کې ستر ارزښت لرې داچې نن افغانستان له ېوى خوا د پرمختګ په لور وزرى غواړولى او د بلى خوا د پانګى د قلت سره مخامخ دى نو ﻻزمه ده چى د پانګى په مفهوم باندى پوه شو.

نو د همدغه ټکو د اهمېت په نظر کى نېولو سره ما هم دا ﻻزمه وګڼله چى د سوداګرې څانګه د ديپارتمنت په مشورى د پانګى د تشکل تر عنوان ﻻندى موضوع غوره کړه.

ما په خپله لېکنه کى کوشش کړى رچو د پانکى مفهوم ،اهمېت،د پانکى ا قسام ،د پانګى و ظاېف او په اقتصادى پرمختګ دپانګى رول او همدارنګه د پانګى د غنډولو په ﻻرو چارو باندى هم خبرې شوى په پاى کى چو ساده او سطحى وړاندېزونه د پانګى د تشکل د سرعت د زېاتوالى لپاره وړاندى شوى چى پدى هکله راسره محترم استاد الهام الدېن نه ستړى کېدونکى هلى ځلى کړى او رښتياهم چي وخت په و خت يي راسره

همکارى کړى ده جى د لوى خداى (ج) د اجر عظېم غوښوتونکى ېم.

 

د پانګي مفهوم

د عو امو له نظره د پانګي څخه مطلب نغدي پيسي يا په بانک کي جمع شوي پيسي دي د توليدونکي لپاره د هغه ماشينونه،کارخانه،سامان اﻻت،

دفتر سامان اﻻت او نغدي پيسي د هغه پانګه ده مګر د اقتصاددعلم له نظره د پانګي مفهوم ددي سره فرق لري په اقتصاد کي د پنګي نه مراد د شتمني هغه برخه ده کوم چه د نوي عايد د ﻻس ته راوړلو لپاره استعماليږي.

پانګه مستقيما دتسکېن سبب نه ګرځى بلکه د تسکين په خاطر د نورو اشياو او خدماتو د ر امنځ ته کولو وسيله ده مثﻻًيو يو شخص د شخصي استعمال لپاره يو موټر اخيستي وي دا پانګه نه ده مګر که همدغه موټر د سپرلۍ لپاره واخيستل شي نو دا پانګه ده.

 

دا بايد په ياد ولرو چي صرف هغه شيان په پانګه کي شامل دي ده کوم نه چي د نوي عايد د ﻻس ته راوړلو لپاره استفاده وشي.

دپانګي عمده شکل صنعتي پانګه ده د صنعتي پانګي څخه هدف هغه پولي او جنسي پانګه ده چي د مادي نعمتونود تو ليد په جريان کي فعاليت کوي.

صنعتي پانګه د انکشف په جريان کي دتبادلي د ساحي په ايجادولوسره په تجارتي او سودي پانګه باندي بدليږي.د صنعتي پانګي اساسي خصوصيت دوامداره جريان چي دارزش د زياتوالي سبب وګرځي ګڼل کيږي.

 

تر اوسه چي اقتصاد پوهانو د سرمايې کوم تعريفونه کړي هغه په لا ندي ډول دي.

١ :ادم سمت ) (Adam smith په نظر

سرما يه (پانګه) د يو شخص د شتمنۍ هغه برخه ده چي د نو ي عايد د لاس ته راوړلو با عث ګرځي .

ايس اي توماس ( S-E-Tomas) په نظر :

 

ايس اي توماس د ځمکي نه علاوه د يو فرد او ملتونو د شتمنۍ هغه برخه چي د نورى شتمنۍ د منځ ته راتګ باعث ګرځي پانګه بولې :

 

الفرډ مارشال (Alfered Matshall) په نظر :

 

پانګه عبارت له ټولي هغه شتمنۍ چخه ده کوم چي د توليد د عواملو څخه د يو عامل په حيث استعمال شي :

 

                               د پانګي خصوصيات

د پانګي مهم خصوصيات په لاندي ډول دي :

١: په مقدار کي تغير :

     د پانګي په مقدار کي تغير رامنځ ته کيږي او په حقيقت کي د پانګي په مقدار کي زياتوالي د يو هيواد د اقتصادي پر مختګ بنياد دي :

 

٢: د انتقال قابليت (وړتيا):

      

         پانګه په اساني سره د انتقال وړ ده او په هر ځا ي د تو ليد د عملي سره   همکا ري کوي:

 

 

 

٣: دشتمنۍ برخه :

     پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده کوم چي د تو ليد د عملي د جاري ساتلو او د عايد د ﻻس ته راوړولو لپاره پکار اچول کيږي .

پانګه، پيسي، عايد او ځمکه :

پانګه د عوامو له نظره د نورو اصلا حاتو يعنى شتمنى ،پيسى ،عايد او ځمکي سره مشابهت لري نو د پاګى په مفهوم د پوره پوهيدلو ﻻزمه ده چي ددغه يا اصطلاحاتو تر منځ فرق واضح شى .

١ .پانګه او شتمني :

       د شتمني نه مراد ټول هغه اجناس چي د هغي په واسطه زمونږ ضرورتونه پوره شي يا تسکين شي او په هغي کى دغه ﻻندى خصوصيات موجود وي .

١ . افاده (استعداد)

٢ .کميافته وي .

٣. د انتقال وړ وى يا د انتقال قابليت ولرى .

د پانګى نه مراد د شتمنى هغه برخه کوم چي د نورى شتمنى د پيدا کولو لپاره استعمال شي که چيرى شتمنى د خواهشاتو د پوره کولو لپاره استعمال شي نو دا پانګه نده مثلاً خوراک،لباس ،بستره او نور اجناس د شتمني هغه برخه پانګه ده کوم چي د نور عايد د ﻻس ته راوړلو لپاره په مصرف رسږي . فرض کوو د يو کلچه فز سره دوه ټينه (ټيمه) غوړي موجوددي دا واضح خبره ده چي د غوړيو داوړه ټيمونه شتمني ده ځکه چى په غوړيو کي پورتني درى واړه خصوصياتو(افاده کميافته او د انتقال قابليت ) مو جود دي فرض کړى چى کلچه پز يو ټيم غوړى په کور کى مصرفوي او بل ټيم غوړى به د کلچو په پخولو کي مصرفوي نو اوس ښکاره خبره ده چى لمړى ټيم غوړي په شتمنۍ کى شمارل کيږي او دوهم ټيم غوړيو ته پانګه ويل کيږي ځکه د هغي په مرسته نور عادات ﻻس ته راځي .لنډه دا چي ټوله پانګه شتمني ده .

 

٢:پيسي او پانګه :

 

پيسو نه مراد ټول هغه اجناس دي چي د تبادلي د وسيلى په توګه ترى استفاده کيږي .مثﻻً افغانۍ، کلدارى، دينار او داسى نور.

ټولى پيسي پانګه نه ده صرف هغه برخه د پيسو پانګه ده موم چي د شتمنۍ د پيدا کولو لپاره په کار ا چول کيږي يا استعماليږي مثﻻُ په کاروبار کي مصرف شوي پيسي.که پيسي په کور کي بى کاره پرتي وى نو دا پيسي دى پانګه نده دغه راز ټوله پانګه پيسي ندى د پانګى هغه برخه پيسي دي کوم چى کو م چى په نغد شکل سره موجودي وي .

 

پانګه او عايد :

 

عايد اصلاُ د پانګى د استعمال نتيجه ده مثلاُ کارخانه ،تعمير، نوى ماشينونه ،تجهيزات او داسي نور په پانګه کى شامل دى .ځکه د هغي په نتيجه کي عايد ﻻس ته راځى د مثال په ډول يو شخص د ٨٠٠٠٠٠٠٠٠افعانيو پا نګي پودسطه يو نوى تعمير جوړ کړى او په کرايه يي ورکړي نو دا پاتګه ده او ددى نه لاس ته راغلي کرايه ‌‌‌ئي عايد دى نو ويلي شو چى پانګه د وني او عايد د ګل حيثيت لري.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٤:   پانګه او ځمکه :

        

 

       که څه هم د پانګي او ځمکى تر منځ يو شي مشترک دى او هغه دا چى

         دودړه د توليد عودمل دي او اجناسو په توليد کي مرسته کوي مګر

         په دي دواړوکى ډير فرق موجود دى چه په ﻻندي نقاطو کي ښکاره

       کيږي .

 

 

ځمکه:

١:ځمکه د الله جل جلا له ورکړه ده

دهغي پيدايښت د ا نساني کار نتيجه

نده .

٢: د ځمکي     عرضه غيرى ارتجاعي

     ده.(د خپلي ښوښي مطابق پکى

     زياتوالى او کموالى نشو راوستلى

٣: ځمکه د ا نتقال وړ نده

 

٤:ځمکه غير فانى ده يعني څوک ئي له

منځه نه شى وړلي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د پانګي ډولونه

د پانګي مهم ډولونه عبارت دى له :

١:دشکل له نظره :

   l : پولى پانګه(Money Capital)

       د مولدينو او کاروبارى ادارو سره نغدى پيسي يا د بانکى امانتونو په شکل کو مه پا نګه وجود لري پولي پانګه بلل کيږي

 

   : llجنسي پانګه :

هغه اشيا چي د توليد په جريان کى ممد واقع کيږي او حنس په شکل وجود ولري چي د نورو اجناسو د توليد لپاره په کار اچول کيږي جنسي پانګه بلل

کيږي لکه ماشين اﻻت او داسي نور.

د توليد د عملئي د رامنځ ته کيدو په منظور د پولي او جنسي پانګي

هم زمان موجوديت ضرور ګڼل کيږي .

د پولي پانګى په مرسته د توليد عواملو نور ډولونه د توليد د عملئي د پر مخ بيلو په منظور اماده کيږي لکه کارګره قوه ،خام مواد، د کار قوه د کار مواد او ماشين الات او داسي نور.

 

٢:   د مقاومت د لحا ظه :

l:   ثا بته پانګه:

     ثابته پانګه عبارت له هغى پانګي څخه ده کو م چي د مستقل حيثيت لرونکي او د توليد په جريان کي تري د ډير وخت لپاره په تکراري ډول تري

استفاده کيږي . مثﻻً کارخانه، تعمير، ماشين الات، او داسي نور.

 

متغيره پانګه :

عبارت له هغي پانګي څخه ده کم چي د مستقل حيثيت يا د نوعيت لرونکى نه وى چى د هغى شکل يا جنس په يو ځل استعمال سره تغير کوى مثﻻً لرګى،کاغذ ،خام مومواد او داسى نور .

 

٣ :د استعمال له نطره :

 

جامده پانګه :

   د يو ټاکلى استعمال په خاطر پانګي ته يو خاص شکل ورکړل شي چى د دوهم ځل لپاره د پانکي په بل ډول يا په پيسو بالدى د تبديليدو وړ نه وي د جامدى پانګي په نوم ياديږي لکه سرک ،پل ،نهر او نور .

 

متحرکه پانګه :

   هغه پانګه چى په اسانى سره د ضرورت په وخت کې د پانګي په بل شکل يا پيسو باندى د تبادلى قابليت ولري عبارت له متحرکى پانګي څخه ده لکه اسهام ، او حکومتى يا دولتى کفا لتونه کې مصرف شوى پانګه .

 

٤ : د ملکيت له نظره :

ملي پانګه :

   ملى پانګه د توليد په هغه وسايلو مشتمله ده کوم چى د يو ملت يا يو هيواد ملکيت وى مثﻻً سرکونه ، نهرونه ، پارکونه او داسى نور .

 

شخصي پانګه :

    

هغه پانګه چى د اشخاصو او کاروبارى ادارو شخصى ملکيت وى شخصي پانګه بلل کيږي مثﻻً د دهقان ءيوه د ډاکتر د اکسرى ماشين يا ستاتسکوپ او داسى نور .

:

٥ : جغرافيى له لحاظه :

     داخلي پانګه :

        

       داسي يوه پانګه چى د يو هيواد اوسيدونکو د خپلو پس اندازونو په نتجه کې منځ ته راغلي وي داخلي پانګه ورته ويل کيږي .

خارجي پانګه :

   هغه پانګه چي يو هواد ئـې د کومک او قرضونو په شکل ﻻسته راوړي عبارت له خرجي پانګي څخه ده.

٦. دوجود له لحاظه :

     مادي پانګه :

د مادى پانګي نه مراد داسى اشيا دى کوم چي ليدل او لمس کيږي لکه تعميرونه، ماشين الات، خام مواد او داسى نور.

معنوي(ذاتي)پانګه:

چه د انسان د شخصيت پوري تړلى وي لکه د انسانانو قابليت، استعداد هنر، علم او فن هم معنوى پانګه ګڼل کيږي د معنوى پانګى ګټه د انتقال

وړ ده .

٧: د توليد له لحاظه :

توليدي پانګه :

د توليدي پانګي نه مقصد هغه پانګه ده چى د نورو اجناسو د توليد او حاصلاتو د زياتوالى لپاره ممد واقع شى لکه ماشين الات او وسايل.

 

مصرفي پانګه :

د مصرفي پانګي نه مقصد هغه پانګه ده چي مسنقيماً د عايد د لاس ته راوړلو وسيله ګرځي.ولي په حاصل کي زياتوالي نشي رامنځ ته کولى.

لکه په کرايه ورکړل شوي موټر، سايکل فلم او داسى نور.

 

 

٨:اجرتى پانګه :

   هغه پانګه چي د مزدورانو د مزد ورکړى لپاره استعماليږي لکه نغدي پيسي او داسى نور.

   کومکي پانګه :

     هغه پانګه چي د اجناسو د توليد ظرفيت د لوړيدو سبب ګرځي کومکي پانګه ورته ويل کيږي مثلاُ الات او ابزار.

 

                 په اقتصادى پرمختګ کى د پانګي رول

د پانګي د رول څخه په هيڅ صورت سره د يو هيواد په اقتصادي پرمختګ

کي انکار نه شي کيداى لکه څرنګه چى د وينى په وسيله انسان ژوندى پاتى دى واقعاً همدغه شان د اقتصادى پرمختګ پروسه د پانګي په واسطه پر مخ ځى انسان د اقتصادى ژوند په هيڅ يو دور کى هم د پانګي د رول نه بى نيازه نه دى پاتى شوى بلکه د هغي په واسطه ئى په خپلو خواهشاتو کى زياتوالى راوستى اوخپل احتياجات ئى پري پوره کړى.

د علم او تخنيک پر مختګ د توليد د عملي جارى ساتل د غربت او وزکارتيا د منځه وړلو او اقتصادى انکشاف د پانګي رول ورځ په ورځ زياتيدونکى دي چى په ﻻندى ډول يى خلاصه کوو:

 

١:دطبعي سرچينو نه استفاده :

  

انسان د طبعى سچينو نه د پانګي د کمبود او نه موجوديت په صورت کې درسته استفاده نه شي کوﻻى دذراععتى توليداتو په زياتوالى کې د معدنى ذخايرو په لټون کې په سيندونو باندى بندونو جوړول عرض دا چى د ژوند په هره څانګه کې پانګي ته ضرورت احساسيږي

٢: د توليد د عواملو د استعداد زيادښت :

     د توايدى جريان (پرلپسى) دومداره جارى ساتلو لپاره د توليد عوامل هر يو ځانته ځانته رول لوبوي د ځمکې کار او داداري د متحرک کولو او د هغى په کار اچولو لپاره پانګه د زيات اهميت وړ ده .

٣. د توليد په مصارفو کې کموالى :

    

             د پانګي په واسطه نه يواځى دا چى اجناس په پراخه پيمانه توليديږي بلکه د هغى د توليد په مصارفو کې هم کموالي راځى د سرمايى په واسطه د توليد عمليه تيزيږي نو په کم قيمت سره په بازارونو کې اجناس په ﻻس راځى نو د پانګي په مرسته د اجناسو په توليد کې زياتوالى او د هر توليد په مصارفو کې کموالى راځى.

٤: اقتصادي پرمختګ:

        

         په اوسنى وخت کې د پانګي اهميت په دومره اندازى سره زيات دى د پانګي نه بغير يو معمولى کار جارى ساتل هم نا ممکن دي همدغه پانګه ده چى د انسان د ژوند په هرى څانګه کې يو لوي انقلاب پر مخ بيايى تر ﻻس ﻻندى ونيولى.

همدا پانګه ده چى د يو هيواد اقتصادي حالت تعينوي د کوم هيواد سره چى په زياته اندازه پانګه موجوده ده نو هغه هيواد به په اقتصادي لحاظ پرمختللي وى او ددى برعکس د کوم هيواد سره چى زياته اندازه پانګه وجود ونلري يا د سرماۍ په فقدان يا قلت اخته دى نو هغه هيواد د اقتصادى خفګانونو او وروسته پاتى ژوند د لعنت سره ﻻس او ګريوان دى

٥: د ژوند د سطحى لوړوالى :

    

     پانګه د يو هيواد د اوسيدونکو د ژوند د ښه والى او سوکالۍ په ﻻر کې روښانه او ښکاره اعيزه لي د پانګي په وجه عوام (ټولنه) اقتصادي سوکالي ﻻسته راوړي دپانګى په واسطه د افرادو د استوگني طريقه دود او دستور، ټولنيز او سياسي حالات د يو وروسته پاتي حالت نه ښه حالت ته پر مخ وړى،

پانګي په مرسته د انسان ژوند هر ډول ضرورتونو د رفع کولو په خاطر وسايل اماده کيږي،

عصر ي تعميرونه، عصرى نرانسپورت، هواى جهازونه،هيلى کاپټر همدارنګه د خوراک څښاک لپاره رنګارنګ خوارکى توکى د تفريح لپره راديو، تلويزون او فورى رابطى د نيولو لپاره ټيلى فون ، فکس ، ټيلى پرنټر،سټلائټ،بريښناليک او داسي نور په اوسنۍ زمانه کى د پانګي په مرسته ممکن کيدى شي.

 

د پانګى تشکل يا رشد (Capital formation or Growth)

د پانګي د تشکل يا رشد نه مطلب په يو خاص وخت کي د يو قوم يا يو هيواد د پانګي د مقدار زياتوالى دى دپانګي د تشکل لپاره پس انداز يو ډير مهم او ضرورى عنصر دى او پس انداز هغه وخت کى ممکن وى چې د افرادو د عايد سطحه لوړه يا مناسبه وي او د هغو مصارف د عوايدو په مقابل کى کم وي بله دا چي عوام د پس انداز سره عادى وى ، د يو ملک افرادو خوشحالي د پس انداز پورى منحصره ده .

 

د کوم هيواد سره چې څومره زياته پانګه وى په هماغه اندازه به ئې عوام خوشحاله وي که د افرادو مجموعى عايد نه مجموعى مصارف منفى کړى نو څه چى په لاس راځي دا پس انداز د او کله چې دا پس انداز د پانګي د پيدا کولو په لار کى مصرف شي نو دي ته د پانګي د تشکل نوم ورکول کيږي يا د پانګي د تشکل په نوم ياديږي.

 

                                                                             S= Y-C

د پانګي د تشکل مرحلى :

١:د اجناسو د توليد په خاطر د مصارفو تحمل :

 

پدى برخه کې اجناس او پيسي په توليدونکې پانګه بدليږي او د پانګې

د تشکل سبب ګرځي ، ددى مرحلى اصلى مفهوم د پانګي د زياتوالى په منظور د مصارفو تحمل کول دي چي همدي ته پانګه اچونه ويل کيږي .

پانګه اچونه او د پانګي تشکل دوه مترادفي اصطلاح ګاني دي او يو ځاى استعماليږي او د پانګي اچوني اصطلاح د لړى جنګ جها ني نه راپدى خوا استعماليږي

٢: د پانګي د زياتوالى په خاطر د عايداتو د يوى برخى د مصرف څخه جلوګيري کول چى همدى عمل ته پس انداز ويل کيږي

د پانګي د تشکل سرچينيې :

د پانګي د تهيى دوه سرچينى دى :

١: ملي سرچينى :

٢: بهرنى سرچينى :

ملي سرچينى په قسم پس اندازونو باندى مشتملى دي نو لمړى د داخلى پس اندازونو وضاحت کوو

١: ملي سرچينى:

ملى پس انداز په درى شکلو سره کيږي:

     ١:   شخصى پس اندازونه

     ٢: دولتى پس اندازونه

     ٣: اداري پس اندازونه

 

شخصي پس انداز:

د شخصي پس انداز نه مقصد د يو شخص د عايد هغه برخه کومه چې د مصرفي اجناسو د مصرف کولو نه وروسته پاتى کيږي همدارنګه د يو هيواد د ټول ملت د ژوند د ضرورتونو د مصرف نه وروسته چې کوم څه پاتې کيږي نو مجموعى پس اندازونه ورته ويل کيږي شخصي پس انداز په لاندى دوه عناصرو يا مطا لبو پوري منحصر دى.

 

١: د پس انداز کولو طاقت

٢: د پس انداز کولو اراده

د پس انداز کولو طاقت

پس انداز کول څه اسان کار ندى د پس انداز لپاره د خواهشاتو قربانول ، د ژوند د احتياجاتو پريښودل او د عايد د لوړولو لپاره کوشش کول دى که چيرى يو شخص چې څومره عايد لري اوپه هماغه اندازه مصرف وکړي نو پس انداز سوال نه راپيدا کيږي .نو د پس انداز طاقت د لاندي عناصرو پورى مربوطيږي.

مناسب عايد:

د پس انداز کولو توانائي د عايد پورى مربوطه ده که چيرى ديو شخص عايد معقول او د کور د مصارفو چخه زيات وي نو پس انداز کولى شى د سترګو ليدلى حال داسى دى چې شتمن(ثروتمند) او پانګه لرونکى افراد پس انداز کوي او هغوى د پانګى په تشکل کى مهم رول ادا کوي.

د سود يا ربحى اندازه :

   په عا مه توګه خلک ددى لپاره پس انداز کوي چي هغوى دغه پيسى يا پانګه په بانک کى جمع کړي او د عايد د لوړولو لپاره زياته ګټه ﻻسته راوړي او په راتلونکى کې ترى استفاده وکړي

. امنيت :

      

      په يو هيواد کې امنيت ،فردى ازادى او د قانون حاکميت د پس اندازا دودى لپاره مفيد او ممد پابتيږي او که چيرى په يو هيواد کې بى امنيتي ، چورچپاول ، سياسى کشمکش ، جنګى حاﻻت وى نو پدى صورت کې د پس انداز طاقت کميږي .

مناسب مالى سيستم:

که چيرى د حکومت لخوا په زياته اندازه ماليه وضعه شي نو د افرادو د پس انداز کولو طاقت متاثره کيږي.ددى برعکس که چيرى د مالي سيستم

ښه وى د هغى له ليارى په وړو وړوپس انداز کونکو باندى بار وانه چول شي نه کم عايد لرونکى هم پس انداز کوي او د هيواد په مجموعي پس انداز کې زياتوالى راځي.

 

بانکى سيستم:

د يو هيواد د اقتصاد په خپلو پښو ودرولو لپاره او په خپل ځان متکى اقتصاد رامنځ ته کولو لپاره د بانک درول نه انکار نه شي کيداى يا د و ضاحت محتاج ندى بانک د ټولنى افراد د پس انداز لورى ته تشويقوي او د هغوى واړه واړه پس اندازونه جمع کوي او د ځا سره ئى محفوظ ساتي او عوام يا افراد پانک د خپل پس انداز دمحافظ يا امانت دار په صلت پيژني نه د يو ښه او پهتر بانکي سيستم په اساس په پس اندازکى اضافه والى راځي.

٥: د پس انداز اراده:

د پس انداز کولو اراده د لاندى عواملو پورى مربوطه ده:

١: بى باوره راتلونکي:

انسان د راتلونکى بدو ورځو لپاره څه ناڅه پيسي ساتي يا داچى دراتلونکى په هکله معلومات ملري چى څه به کيږي يعنى دا چي ښه او بد دواړه حالنه راتلونکى دى نو د بوډاتوب، مريضتيا، د صحت خرابوالى او داسي نور د ژوند يوه برخه ده نو انسان مجبور چې د بد حالت څخه د ځان د محفوظ او ارام ساتلو لپاره د پس انداز کولو اراده کوي.

٢: عزت او شهرت:

د پس انداز بل غټ علت په ټولنه کې د عزت او شهرت حاصلول دي يا خواهش دي ځکه چي په اوسني عصر کې په وروسته پاتي ټولنو کې د هغه چا عزت کيږي څوک چي شتمن وي يعني ټولنه ورته د عزت په سترگه گوري.

٣:اولاد پالنه:

د ټولو والدينو دا خواهش وي چي د خپل اولاد ښه خوراک ،بهتر استوګنځي، تعليم او تربيه او ددي علاوه ت هغه لپاره واده هم وکړي نو ددي لپاره کافي اندازه پيسو ته ضرورت وي نو والدين پدي کوشش کي وي چي يو څه برخه د خپل عايد دمخکي نه پس انداز کړي تر څو دغه سهولتونه يه ضرورتونه د خپل اولاد لپاره برابر کړي.

٤:د پانګي اچوني لپاره مناسب شرايط:

د پانګي اچوني لپاره دښو شرايطو ايجاد د پس انداز کولو سبب ګرځيزخلک ددي لپاره پس انداز کوي تر چو په اينده کي د پا نګي اجوني ښو سرايطو څخه استفاده وکړي او زيات عايد لاسته راوړي څومره چي د پانګي اچونى لپاره د زيات امکان موجود وي نه عوام به په هماغه اندازه د پس انداز لورى ته ميلان پيدا کوي

                 (سپما) پس انداز   =   پانګه اچونه

٥: د پس انداز کولو فطرى عادت :

         د بعضى خلکو عادت داسى وي چي د خپل لږ عايد يا محدودو زرايعو نه هم يوه اندازه پس انداز کوي چي دا يو ښه عادت دى که چيري انسان په فطرى ډول د ضرورتونو د پوره کولو سره سره د پس انداز کولو عادت هم ولري چي دا يو ښه عادت دي چي دا په خپله د پس انداز د زياتوالى سبب ګرځي :

٦: د سود اندازه :

 

           که چيرى د ربحى اندازه زياته وي نو خلک په زياته اندازه د پيسو د پس انداز کولو اراده کوي تر څو په قرضه ءى ورکړي او زيات عايد يا ربحه ﻻسته راوړي .

٧: بانک :

 

           که چيري په يو هيواد کې بانکى سهولتونه موجود وي نو په خلکو کې د پس انداز اراده مضبوطيږي .

٨: امنيت :

 

             که چيري په يو هيواد کې سوله او امنيت وي نو خلک د پس انداز لورى ته ميلان پيداکوي او که چيري په ملک کې چو چپاول او بي امنيتى وي نو خلک د پس انداز کولو نه ځان ساتي او څه چي ګټى يا ء‌‌‌‌‌ى ﻻسته راوړي په خوراک څښاک او عيش او عشرت يي الوځوي .

٩: باثباته پولى سيستم :

 

       که چيري په يو هيواد کي د پيسو ارزښت مقاوم ا قابل اعتماد وي نو د پس انداز کولو لپاره ميلان زياتيږي . او ددي برعکس که چيري د پيسو ارزښت غير مستحکم وي او په هغي کي نوسان (کمبود او زيادت) وي نو د افرادو د پس انداز کولو اراده کمزوري کيږي.

١٠:تعليم :

که افراد تعليم يافته،دانشمند او د ورانديش وي (لري ليدل) نو د هغوي د پس انداز کولو اراده مضبوطه وي ليکن بي سواد او هغه افراد چي د راتلونکي په هکله فکر نلريز نو د اينده ضرورتونو څخه بي خبره خپله خزاني شماري.

١١:کاروباري ضرورتونه :

صنعت ګرانو او تجارانو ته د کاروبار روزګار د چلولو لپاره پا نګي ته ضرورت وي نو ددي لپاره هغوي په لوړه پيمانه پيسي يا خپل عايد پس انداز کوي تر چو چي نوي فابريکي جوړي کړي او کاروبار ته وده ورکړي.

دولتي سپما

د دولتي سپما مفهوم:

د دولت عايداتو هغه برخه چي د عادي او انکشافي پروژه د مصرف د پوره کولو څخه وروسته اضافه کيږي .د دولت سپما ګڼل کيږي.چي د حکومت د عايداتومنابع عبارت دي له:

١: د مالياتو په واسطه :

د حکومت د عايد تر ټولو ګټوره وسيله د مستقيمو او د غير مستقيمو مالياتو لاسته راوړل دي.حکومت د خپلو مالي قوانينو په دڼا کي د عوانو او مولدينو څخه مستقيم او غير مستقيم ماليات تر لاسه کوي .

٢: په توليدي جريان کي سهم اخستل :

حکومت د دولتي سکتور په چوکاټ کي توليدي موسسات ايجادوي چي لدي درکه يي زيات عايدات لاسته راوړي نو موړي موسسات له يوي خوا د دولت لپاره د عايداتو منبع او د بلي خوا د خلکو لپاره د کار امکانات برابروي.

٣: داخلي قرضي::

د حکومت لپاره د مصارفو د پوره کولو او فعاليتونو د ښه تنظيم لپاره د تمويل بله وسيله د داخلي قرضو لا؛سته راوړنه ده حکومت د هيواد د صنعتي او مالي ادارو او سرمايه دارانو نه هم قرضي په ربحي سره لاسته راوړي . چي په نتيجه کي د دولت عايدات اضافه او د سپماد زياتوالي سبب ګرځي .

٤: نوى بانک نوټ چاپ کول :

کله چي حکومت د پيسو کمبود محسوس کړي نو د نوى بانک نوټونو په چاپ ﻻس پورى کوي چي د پيسو په مقدار کې اضافه والى راشي نو د نوى بانک نوټ چاپ کول د حکومت لپاره د پس انداز تصور (تعبير) کيږي .

 

 

 

 

کاروباري پس انداز (سپما)

 

       په يو هيواد کې بى شماره کاروبارى ادارى فعاليت کوى چي د دوي د کاميابى راز اصلاً د توليداتو په زياتوالي او د مناسبى ګټى پورى مربوط دى بعضى شرکتونه د سهامى شر کتونو په شکل په لوړه پيمانه توليدات کوي او ښه ګټه لاسته راوړي مګر ټوله پانګي اچونى لپاره پس انداز کوي نو دغه ساتل شوي پيسو ته کاروبرى پس انداز ويلکيږي .

بهرنى سرچيني يا خارجي پانګه

لکه څرنګه چي مخکې مو وويل د يو هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره پانګى ته ډير ضرورت دى نو هغه هيوادونه چى غريب دى د هغه ځاى يا هيواد د خلکو عايد دومره کم وى چي نه شى کولى د هغوى دژوند احتياجات پوره کړي نو دغه ډول هيوادونه د خپلو انکشافى پلانونو د اجرا لپاره د خارجى هيوادونو څخه پانګه په لاندى درى اشکالو لاسته راوړي :

١: مستقيمه پنګه اچونه :

د مستقيمى پنګې اچونى نه مقصد د يو هيواد پنګه اچوونکى يو دوهم هيواد ته لاړشي او هلته پانګه اچونه وکړي مثلاً په افغانستان کې د Roshan

موبايل کمپنى چى اوس اوس يي تازه په فعاليت پيل کړي .

دغو ادارو ته د حکومت لخوا اجازه ورکول کيشمي چى خغوى خپله ګټه او پنګه بيرته خپل وطن ته واستوي او حکومت د هغوى کاروبار ملى شتمنيو په قطار کى نه نيسى او يو ډول تحفظ ورته مهيا کوي بله دا چى (فنى پرسونل پکى روزل کيږي )

٢: بهرنى قرضى .

کومه پنګه چى د بهرنى قرضى په شکل لاسته راځى درى شکله لري .

1: قرضه اخيستومکى هيواد د دوهمى هيواد نه قرضه اخلي .

٢: د بهرنيو مالى بازارونو څخه قرضه اخلى .

٣: د نړيوالو مالى ادارو نه قرضه اخلى (I.M.F) يا نړيوال مالياتى شرکتونه

 

٣:بهرنى مرستې او کومکونه:

بعصى وختونو کى يو هيواد ته نور هيوادونه د اقتصادى (بحران) بدو شرايطو په وخت کى مرسته ورکوي مثلاُ کله چى د قحطې د مسلط کيدو ويره وي ، د سيلابونو په واسطه فصلونه تباه شي ،د زلزلى په واسطه په لوړه پيمانه ورانې رامنځ په شي او داسى نورو محيطى ناوړه شرايطو په وخت کى ورسره مرسته کوي لکه په اسيا کى د سونامى زلزلى په واسطه چى کومى ورانى دامنځ ته شوى چى د ملګرو ملتونو او نورو هيوادونو لخوا ورسره مرسته کيږي .

د افغانستان د اقتصادى پر مختګ لپاره ارايه شوى منابع د هغه اطلاعاتو په اساس چى د کومک ورکونکو هيادونو له خوا د مالى وزارت ته په ١٣٨٠ کال کى ورکړل شوى دى .

 

 

 

 

 

Total 1387 1386 3Years Total 1385 1384 1383 1382 4Q80+1381 Donor
75 -10.0 25.0 25.0 25.0 25.0 Agha khan
115.0 10.0 45.0 10.0 10.0 25 25 25 ADB
62.3 14.9 14.9 13.7 33.7 Australia
7.6 3.6 1.2 2.4 1.0 3.0 Austria
75.0 30.0 28.0 13.0 15.0 20.0 27.0 China
440.7 37.5 195.2 45.0 75.0 75.0 95.0 83.0 Canada
130.7 73.8 20.2 25.8 27.8 28.2 28.0 Denmark
136.8 63.3 73.5 ECHO
99.4 96.0 37.2 37.2 30.2 32.0 France
729.5 36.0 96.0 288.0 96.0 96.0 96.0 107.5 142.0 Germany
400.0 40.0 224.0 90.0 74.0 90.0 60.0 40.0 India
254.0 154.0 50.0 50.0 54.0 50.0 50.0 Iran
45.0 30.0 15.0 Kuwait
105.0 35.0 10.0 15.0 10.0 20.0 50.0 Pakistan
5036.0 2900.0 600.0 2300.0 1300.0 836.3 United state
553.3 290.0 100.0 105.0 85.0 160.0 103.3 World bank
Un Agencies
144.2 78.6 39.3 39.3 35.6 30.0 Sweden
60.0 30.0 30.0 Russia
22.5 10.5 12.1 Other
900.0 400.0 200.0 200.0 142.2 357.8 Japan
9391.3 1559 1569.5 3068.6 4706.2 2688.3 4479.6 3629.2 3381.7 Total

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

يو هواد ته پانګى د مقدار په هکله خبرى کوو نو دا سوال رامينځ ته کيږي چى سړى سر عايد د لوړوالى لپاره يو هيواد په کومه اندازه پانګى ته ضرورت لري.

هر ملې اقتصاد د خپل اجتماعى تو ليد يوه برحه پس انداز کوي چى تقريباً دغه پس اندازونه ٢٠%ته د اجتماعى توليد ته رسيږي په استثناء د تيلو توليدونکو هيوادونو، جاپان او شوروي اتحاد د هيوادونو څخه، تيلو توليدونکى هيوادونه د خپلو شتمنيو د طبعي منابعو د خرڅلاو له درکه د خريد زيات قدرت پيدا کړي وه او د ٧٠ نه تر ٨٠ لسيزى تر اوايلو پورى پدى توانيدلى چى د مصرف او پس انداز مقدار په خپل ملى اقتصاد کې زيات کړى اما وروسته د بى ځايه مصارفو او د غير مناسبو پروژو انتخاب له کبله چى د پرمختللو هيوادونو سره يي وابستګي نوره هم زياتوله د مالى مشکلاتو سره لاس او ګريوان شو

د سرمايي تشکل استهلاک شوى پانګه عوض کړي د کار د قوى لپاره لازمه پانګه د زياتوالى په طرف تهيه کړي او د فى نفر کارګر بندى د پانګى مقدار اضافه کړى نو د پانګګى د استعمال دغه درى طريقى په اقتصادى ماخذونو کى د پانګى تعويض يا استهلاک Capital replacement د پانګى توسعه يا پراختيا Capital Widening  او د پانګى تشديد يا ژورتيDeepening        

Capital سره ياد شوي .

مثلا‌ً که فرض کړو چى د پاګى د استهلاک بسبت په يو هيواد کى %٥٠ دى پس د سرمايى تشکل په همغه مقدار د سرمايي د تعويض څخه عبارت دى که چيرى د کار قوه (کلنى) ١٫٥% زيات شي نو ددى د پکار اچولو لپاره يعنى استخدام لپاره يوى سرمايه ګذارى ته ٤-٥٠% GDF ضروت دى نو د پانګى د تشکل دغه مقدار عبارت د پانکى د توسيع يا پراختيا څخه دى د پانګى د تشکل دغه مقدار د دغه دوه مقدارونو څخه د سرمايه د تشديد نه عبارت دي

د پانګى تشکل د تعويضى پانګى اچونو په شمول د غير خالصى پانګى تشکل په نوم ياديږي که چيري تعويضى او توسعوى پانګى اچونى د ١٠% GDP معادل وي نو بايد د پانګى د تشکل مقدار ددى مقدار څخه زيات وي تر څو چى سړى سر عايد لوړوالى ومومى اګر چى بعضى اقتصاد پوهان ادعا کوى چى پدى حالت کى هم (تعويضى او توسعوى پانګى اچونى سره سړى سر عايد لوړوالى مومى نو بايد د يو هيواد د پرختګ لپاره دغه پورته درى ډوله پانګى اچونى يو د بل سره يو ځاى شي اما څو نور عوامل هم پدى ځاى کې اوس خپل سوال ته بيرته راګرځو چى يو هيواد په کوم اندازه فزيکى پانګى ته ضرورت لري تر څو د فى نفر عايد لوړوالى ومومى پدى ځاى کى فرض کوو چى ٤=ICOR دى يعنى د توليد د زياتوالى لپاره د يو ډالر په ارزښت بايد ٤$ ډالر سرمايه ګذارى شي .

پدى ارزش سره ICOR او پانګى تشکل د ٥٠% په اندازه د ١٫٢٥% په اندازه سره د توليد د زياتوالى سبب ګرځى په هغه صورت کى چى د ملى عايد زياتوالى د نفوسو د زياتوالى په نسبت کم اوسى نو د سړى سر عايد د زياتوالى نه ګرځى يا ددى برعکس د ملى عايد زياتوالى د نفوسود زياتوالى په نسبت زيات اوسى نو د سړى سر عايد د زياتوالى سبب ګرځى که چيري پلان ولرو چى سړى سر توليد ته په کال کى ٢٠% زياتوالى ورکړو . او فرض کړو چى تعويضى پانګه اچونه ٥٠% وى او توسعوى پانګه اچونه ١٫٥% (د کار د پراختيا معادل )ده پس ددى هدف ته د رسيدو لپاره ٦٫٥% پانګى اچونى ته ضرورت ليدل کيږي او په کال کى د ٢٠% سړى سر توليد زياتوالى د يوى نوى سرمايي چى د ٨٠% ايجاب يا غوښتنه کوي نو پدى صورت کى د ټولى لازمى پانګى اچونى مقدار يا د ضرورت وړ لپاره په اقتصادى کى ١٤٫٥% نا خالص اجتماعى توليد ته ضرورت دى اما د خالص پس انداز مقدار په وروسته پاتى هيوادو کى دى حد ته په مشکل سره رسيږي .

په افغانستان کى پانګى د کموالى علتونه

په افغانستان کى د پانګى د کموالى عمده علتونه په لاندى ډول خلاصه کولى شو.

١:کم عايد:

په افغانستان کى ملى عايد او د فى نفر عايد په ډيره ټيټه سطه کى قرار لرى نو د کم عايد په وجه خلک پس انداز نه شي کولى لهذا د پس انداز د کموالى د وجى نه د پانګې مقدار هم کم دى، غريبه طبقه په مشکل سره د خپل ژوند احتياجات پوره کوى بلکه د زيات وخت د قرض پواسطه خپله ګزاره کوى او مالداره (شتمنه)طبقه د خپل عايد يوه برخه پس انداز کوى مګر د هغې لږه برخه په پانګه اچونه کي مصرفوى باقى نور عايد د عصرى کورونو، لوکسو موټرو او عيش و عشرت کى مصرفوى نو بناً د پانګى د تشکل اندازه کمه ده يا په ډيره ټيټه سطحه کى قرار لري.

٢: منحوس اقتصادى دوران:

د افغانستان اقتصاد خصوصاً کليوال اقتصاد په يو منحوسه اقتصادى دايره کى ګير دى يعنى د زراعت په څانګه کى د کم توليد په وجهه د افرادو عيد کم دى چي د هغي په نتيجه کى د پس انداز اندازه هم کمه ده د پانګي اچونى اندازه هم کمه ده .نو ددي وجې نه د اقتصاد مولديت کم دى او د پانګى د تشکل اندازه وروسته پاتى ده .

په افغانستان کى د زيوراتو استعمال يو پخوانى رواج او دود دى نو خلک خپل پس اندازونه د پانګى اچونى پر ځاى د زيوراتو يا ګاڼو په شکل سنبهال ساتى د غسى پس انداز شوى رقم د پانګې شکل نه غوره کوي.

٤:د نغدو پيسو د جمع کولو عادت:

په کليوالو علاقو کى خلک خپلى پيسي په کاروبار کى د پکار اچولو(د پانګي اچوني په شکل په کار اچول)يا په بانک کى د جمع کولو پر ځاى په کورونو کى محفوظى ساتى هنو بناءً د پانګې شکل نه غوره کوي.

٥:متشبثينو قلت :

په افغانستان کى يو هم د متشبثينو نشتوالى يا قلت دى کوم چي په توليدى ساحه کى خطر (Risk)برداشت کړى او د سرمايوى اجناسو د جوړولو لپاره مخکى راشي . او د خلکو پس اندازونه د پانګې د تشکل لپاره په کار واچوي نو پس انداز شوي پيسې د متشبثينو د قلت د وجى نه په کروبار کى په کار نه اچول کيږي نو ځکه د پانګى تشکل په ټيټه سطه کى قرار لري

٦: د پانګى اچونى لپاره د امکاناتو محدودوالى :

د پانګى د تشکل لپاره يواځى د پس انداز موجوديت کافى ندى بلکه دا هم ضرورت ده چى د متشبثينو لپاره د ګټى د روښانه امکانات په نظر راشي د پانګى توانايي زياته وي د سود ياربحى اندازه بى حده زياته نه وي ليکن څرنګه په افغانستان کى د خلکو عايد د کموالى په وجه د خريد قوت کم دي چى ددى سره د سرمايوى شيانو توليد هم کميږي نو ځکه د پانګى تشکل په ټيټه سطحه کى قرار لري .

٧: د پانګى د بازار کمزورتيا:

په افغانستان کى د پانګى منظم او د ملک په سطحه بازار نه شته چى وکولاى شي د پانګي اچوني لپاره د قر ضو سهمونه او نور خريد او فروخت ترسره کړي.

٨:د مالى ادارى کمزورتيا:

مالى ادارى په مناسب ډول وجود نه لري ، دولتى او شخصى بانکى سيستم رواج ضعيفه او د هيواد مختلفو ساحو د مشکلاتو د حل لپاره رسيدګى نه شي کولاى او خلکو سره د پس انداز رقمونه بى فعا ليته ساتل کيږي

٩:امنيت:

که چيرى په يو هيواد کى سوله او امنيت موجود وى هو خلک د پس انداز لورى ته ميلان پيدا کوى او که چيرى په ملک کى چورچپاول او بى امنيتى مو جود وى نو خلک خپله شتمنۍ په خارجي هيوادونو کى پکار اچوي.

:١٠ تخنيک :

دا چى افغانستان يو کرنيز هيواد دي او د عايداتو زياته برخه يي د کرنى د سکتور څخه برخمن نه دى نو ددى وجى د خلکو عايدات کم او د پانګى د تشکل سرعت پکى زياتوالى نه مومى :

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نتيجه ګيري :

د پانګى رول د توليد د عامل په توګه ورځ په ورځ زياتيدونکى او د توليد په پروسه کى په څرګند ډول احساسيږي . په تيره بيا د انکشاف په نني نړيواله وضعه کى د کار د ابتداى وسيلو درلودل او استعمال د خلکو ضرورتونه نه شي پوره کولى او د مختلفو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر عصرى او مډرني وسيلى رامنځ ته کيږي.

خو د نړۍ په هر ګوټ کى د هغى موجوديت او اندازه فرق کوي ددى وسايلو څخه برخورداره شي نو پانګى ته اړتيا ده په تيره بيا مخ ته انکشافه هيوادو کى چى هلته پانګى اچونى د پانګى د تشکل جريان ډير سست دى او د هغى لپاره مناسب شرايط وجود نلري په پرمختيايي هيوادونو کى د يوى خوا د پانګى مقدار او د بلى خوا د هغى د پکار اچولو لپاره امکانات او مناسبى طريقى وجود نلري په افغانستان کى د پانګى د تشکل سرچينى (ملى سرچينى،بهرنى سرچينى)په مناسب ډول پکارنه اچول کيږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د پانګى د تشکل د سرعت د زياتوالى لپاره پيشنهادونه

١:امنيت او سياسى استحکام

٢:د پس انداز زياتوالى

٣:د بانکى سيستم پراختيا

٤:د خلکو سره موجودى پولى او طلائي دارائى په کار اچول

٥:مناسب مالى سيستم رامنځ ته کيدل

٦:د کاروبار ساحى پراختيا

٧:د پر مختللى تخنيک او تيکنالوژۍ څخه استفاده کول

٨:د داخلى او خارجى پانګى اچونى تشويق او د هغى لپاره ساحه او امکانات برابرول

٩د صادراتو زياتودلى او په وارداتو کنترول

١٠:د بى کارى له منځه وړل