کله چې مونږ خپل چاپيريال ته نظرواچووهرشخص په يويابل کاربوخت دي .

دمثال په توگه يودوکاندارخپله دوکانداري کوي مزدورخپله وظيفه سرته رسوي عابد دخداي(ج) عبادت کوي ډاکترخپل مريضان تداوي کوي اولازمه لارښوونه ورته کوي اويواستادمحصيلينوته تدريس کوي دټولني داخلک په خپل کاراوفعاليت بوخت دي اوخپل کارونه ديوخاص هدف په خاطردپلان له مخې سرته رسوي چې دهمدي مقصدپه خاطرکولي شوانساني فعاليتونه په دووبرخووويشوتوليدي اوغيرتوليدي فعاليتونه. توليدي فعاليتونو ورو وروپرمختگ وکړواوتجارت رامنځته شوپه لومړي سرکې تجارت ډيرمحدودووخوداسې وخت راغي چې يوي سيمې خلکوبه خپل ضرورتونه نشورفع کولي نودبلې سيمې خلکوڅخه به يي اجناس راوړل دغه شان داخلي تجارت پرمختګ وکړه.يوهيواد اول خپل ضرورتونه رفع کوي اوبيا اضافي اجناس نوروهيوادونوته صادروي دغه شان ورو ورو خارجي تجارت پرمختگ وکړه همدارنگه دکرنې دپرمختگ سره صنعت هم غښتلي شواوپه زياته پيمانه اجناس توليدشوچې همدي توليدپه زياتوالي سره تجارت ډيره زياته ترقي وکړه .

همدارنگه دترانسپورت اومخابراتودسکتورنوپه وجه داخلي اوخارجي تجارت ډيرزيات پرمختگ وکړه اوکوموسيموکې چې به اجناسوته ضرورت وونوهلته به اجناس ډيرپه اسانه طريقه رسيدل همدارنگه دساختمان دسکتورپه واسطه دلاروجوړيدل،دبندونوجوړيدل ،دگودامونوجوړيدل اوداسې نورساختماني کارونودملي اقتصادټولوسکتورنوته ترقي ورکړه چې دي سره تجارت هم ډيرپرمختگ وکړه . دتجارت په پراختياسره خلکوته دکاروبارزمينه برابره شوه دکاروبارسره دخلکو عايدات لوړيږي اودهغوي دژوند سطحه ښه کيږي نوپدي وجه دتجارت داهميت څخه انکارنشي کيداي اوديوهيوادپه ترقي اوپرمختگ کې تجارت خاص رول اونقش لري .

 

                                                 لومړي فصل:

انساني فغا ليتونه :-که مونږ خپل چاپيريال ته نظر اوکړو نوهر شخص په يوکار کښي مصروف دي دوکاندار خپله دوکانداري کوي، مزدورپه تعمير کي کار کوي ، ذاهد د خداي عبادت کي مشغول دي ، ډاکتر مريض معاينه کوي ، استاد شاګردانو ته تدريس کوي انسان چي په دي دنيا کي کوم کار کوي هغه انساني فعاليت ګڼل کيږي انسان چي کوم فعاليتونه تر سره کوي هغه هسي نه اجرا کوي بلکه په هغوي کي ځانګړي اهداف نغښتي وي ځيني خلک يي د نو م او شهرت د حاصلولو او ځني يي د خداي د رضا د حاصلولو او ځيني بيا د مادي ګټو د تر لاسه کولو د پاره ترسره کوي انسان چي کوم فعاليتونه د مختلفو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره ترسره کوي هغه په دوه ګروپونو ويشل شوي .

١ =   توليدي فعاليتونه               ٢ =   غيري توليدي فعاليتونه

١ = توليدي فعاليتونه : توليدي فعاليتونه عبارت د هغه فعاليتونو څخه دي چي د مادي ګټو دحاصلولو دپاره تر سره کيږي چي د هغه په وجه اجناس او خدمات تر لاسه کيږي مثلا د وکيل وکالت ، د تاجر تجارت ، د دهقان دهقاني ، د استاد تدريس ، د نجار نجاري او داسي نور چي مادي بدله حاصلوي

٢ =   غيري توليدي فعاليتونه : غيري توليدي فعاليتونه هغه فعاليتونه دي چي هدف يي د دولت حاصلول نه بلکي انساني همدردي ، قرباني ، محبت ، او د اخلاقو فرضي احساس وي چي نوموړو فعاليتونو ته غيري توليدي فعاليتونه ويل کيږي مثلا : غريبو او بيوزلو سره مرسته کول ، د مريضانو پو ښتنه او علاج کول او د روحاني سکون د پاره عبادت او داسي نور فعاليتونه غيري توليدي فعاليتونه دي

چي نوموړي فعاليتونه په دوه برخو ويشل کيږي

١ =   غيري کارو باري فعاليتونه .           ٢ =   کارو باري فعاليتونه .

١ = غيري کاروىباري فعاليتونه :ټول هغه انسا ني فعاليتو نه چي   د هغوي مادي معاوضه ، بدله د مخکي څخه تعين شوي وي ديته غيري کاروباري فعاليتونه ويل کيږي د مثال په توګه

مامورين او صنعتي او تجارتي کارکونکي همدارنګه ملازمين په خپلو شعباتو کي کار کوي او داسي نور چي د هغوي مادي معاوضه د مخکي څخه تعين شوي دي

٢ = کاروباري فعاليتونه : کاروباري فعاليتونه عبارت د هغو فعاليتونو څخه دي چي د ګټي په خاطر اختياريږي د ګټي څخه مراد هغه معاوضه ده چي په يو توليدي فعاليت کي د مخکي څخه تعين شوي نه وي مثلا يو دهقان کرکيله کوي او دهغي په نتيجه کي حاصل تر لاسه کوي صنعت کار مصنوعات تياروي او تاجر اجناس خرڅوي چي د هقان ، صنعت کار ، او تاجر د ګټي په خاطر مصروف دي ددي لپاره معاوضه د مخکي څخه تعين شوي نه ده کيداي شي چي ډيره يا کمه ګټه تر لاسه کړي او ځني وخت کيداي شي چي د تاوان سره هم مخامخ شي .

د کارو بار تعريف : د کارو بار په اړه علماو مختلف تعريفونه کړيدي مونږي دلته د ځنو يادونه کوو

١ = ټول هغه توليدي فعاليونه چي د هغي مقصد د اجناسو او خدماتو په وجه ددولت حاصلول وي کارو بار بلل کيږي

٢ = په کارو بار کي ټول هغه فعاليتونه شامل دي چي په هغي کي يو فرد يا اشخاص په شريکه د اجناسو او خدماتو په توليداو خرڅلاو کي د ګتي د حاصلولو د پاره ونډه اخلي

٣ = د کارو بارنه مراد ټول هغه فعاليتونه دي چي مقصد يي د اجناسو او خدماتو په واسته ددولت لاسته راوړل وي

٤ = د انسان هرهغه فعاليت او هڅه چي د هغي په واسطه انسان خپله روزي پيداکوي کارو بار دي

٥ = ددولت د لاسته راوړلو دپاره هر ډول فعاليت اختيارو ل کارو بار بلل کيږي.

دا خبره بايد په ياد ولرو چي په کارو بار کي د انسان يواځي هغه فعاليتونه شامليږي چي د اخلاقي او قانوني غو ښتنو سره سمون ولري همدارنګ د ممنوع اجناسو کارو بار لکه قاچاق و د اجناسو ذخيره کول او داسي نور په کارو بار کي نه شامليږي

د کارو بار هدفونه :

کارو بار د لاندي هدفونو درلودونکي دي

١ = د ګټي ترلاسه کول

٢ = د روزګار زمينه برابرول

٣ = د پانګي اچوني دپاره زمينه برابرول

٤ = د ټولني دپاره د خدماتو تر سره کول

٥ = اقتصادي پرمختګ

  • ګټه : دکاروباربنيادي مقصدگټه ترلاسه کول دي کلچې يوشخص کاروبار شروع کوي نودهغه مقصد صرف گټه ترلاسه کول وي که چيرته يوشخص ته په کاروبار کې گټه حاصله نشي نوهغه زيات وخت لپاره دا جاري نشي ساتلي دگټې اميد همدغه جذبه وي چې دهغې پربنياد خلک کاروبارشروع کوي که چيرته خلکوته دگټې توقع نه وي نوهغوي دکاربار شروع کولو متعلق بلکل فکرهم نکوي .
  • دروزگارلپاره زمينه برابرول: دکاروبار دوهم اهم مقصد دروزگارلپاره زمينه برابرول دي دکاروبار شروع کولو سره نه صرف سرمايدارته روزگارپيداکيږي بلکې ددې نه نورخلکوته هم دروزگارموقع برابريږي.
  • دپانگې اچووني لپاره زمينه برابرول : دکاروباريومقصددپانگه اچوني لپاره موقع برابرول هم دي دکاروبارپه وجه خلکوته دخپلو جمع شووپيسولپاره دپانگه اچوني لپاره موقع هم برابريږي .
  • دمعاشري لپاره دخدماتوبرابرول : دکاروباربنيادي اصول داجناسو توليد اودهغې تقسيم دي کله چې دکاروبار مالک داعلي اوغوره معيار جنس توليد کړي اوهغه په مصرف کوونکوباندي اوپلوري نوهغه دگټې دحاصلولونه علاوه دمعاشري لپاره غوره خدمت هم ترسره کوي .
  1. اقتصادي ترقي: دکاروبار شروع کولو مقصد يوهيوادپه اقتصادي توگه مضبوطول دي داسې کاروبار عموماً دخلکودسرمايي په واسطه چليږي .

کاروبارپه دوبرخوويشل کيږي.

١: صنعت

٢: کامرس

صنعت: هغه ټول فعاليتونه په صنعت کې شاميلږي چې دهغې تعلق داجناسواوخدماتوتوليد وي همدغه شان زراعت ، دکانونوراويستل ، ماهي گيري ،کارخانه داري اوداسې نورپه صنعت کې شامل دي .

کامرس: کامرس نه مراد ټول هغه اقتصادي مصروفيتونه دي چې اجناس دتوليد دځاي نه ترمصرف کوونکي پورې په دسيدوکې مرسته کوي . په دغه فعاليتونوکې داجناسوخريداوفروش ،دحمل اونقل وسايل ،بنکاري ، بيمه ، گودام داري اوهمدارنگه اشتهاراوهمداسې نورشامل دي .

دکامرس تعريف مونږ په يومثال کې هم کولاي شوواضيح کړو.(٣).

فرض کوويوعمده فروش درخت کاروبارشروع کوي درخت داخيستلولپاره سرمايي ته ضرورت دي دغه سرمايه دادخپل ذاتي سرمايي څخه هم اخيستلاي شي اويادبانک اونورومالياتي اداروڅخه يي هم اخيستلاي شي دسرمايي دبندوبست نه وروسته هغه رخت دمختلفومارکيټونوڅخه واخلي اودرخت دپيرولولپاره ددلالانواوايجنټانوڅخه مدداخلي اودمختلفومارکيټونوڅخه رخت خپل دوکان پورې په راوړلوکې دحمل اونقل دوسيلې څخه استفاده کوي اوهغه دحمل اونقل دوسيلي دنقصان نه دحفاظت لپاره هغه درخت سفري بيمه کوي اوکله چې ددي دوکان ته رخت ورسيږي داضروري نده چې سم دستي دي اوپلوري کيداي شي چې پدغه وخت کې رخت ته ضرورت نوي نودڅه وخت لپاره ددي رخت ذخېره کول پکاردي .

دعمده فروش څخه پرچون فروش رخت اخلي اوبيادپرچون فروشانوڅخه رخت عام خلک اوصارفين اخلي .

درخت دپيردولوټول مراحل يعني عمده فروش درخت داخيستلولپاره سرمايي حاصلول درخت داخيستلولپاره ددلال خدمت حاصلول اوداخيستل شوي رخت خپل دوکان پوري په راوړلو کې دحمل اونقل دوسيلي استمعالول اود حمل اونقل دنقصاناتو اوپه ګودام کي دذخيره شوي رخت دنقصان څخه دبچکيدو لپاره دبيمي څخه ګټه اخلي اوپه لوړ قيمت رخت خرڅول ديو څه وخت لپاره دغه رخت ذخيره کوي او بيا په پرچون فروش باندي پلوري او پرچون فروش بيارخت په عام صارفينو باندي پلوري چي داټول دکامرس مثال دي.

دکامرس مختلف تعريفونه:

١:-کامرس داقتصادي فعاليتونو مجموعه ده چي اجناس دتو ليد،تقسيم اونقل لپاره توليد کوونکي اومصرف کوونکي ترمنځ رابطه قا يموي.

٢:-جيمز سټيفن دکا مرس تعريف پدي الفا ‌ظو کړې:-

کامرس ددي ټولو کارونو مجموعه ده چي داجنا سو تبادله کښي انساني،وختي اوفاصلي تر منځ دمشکلاتو په لري کولو کيږي .

جيمز سټيفن چي دکومو مشکلاتو ذکرکړي هغه دادي

  • انساني ممانعت (مشکل):-دا جناسو په تبا دله کي اول مشکل انساني خنډ دي چي دتجارت په مرسته لري کيدلي شي نن صبا مشيني دور تو ليد کوونکي او مصرف کوونکي بيل کړي دي ددي لپاره داجنا سو دتبادلي لپاره توليدکوونکي او مصرف کوونکي تر منځ ديو مضبو طي رابطي قايم کيدو ته ضرورت پيښيږي اودغه رابطه دتجارت په واسطه پيدا کيداي شي همدغه تجارت دي چي داجنا سو په تبادلي سره انساني خنډ دلري کولو با عث ګرځي .
  • د وخت خنډ(مشکل): نن سبا نوي عصرکې اجناس په پراخه پيمانه توليديږي اوکوم اجناس چې پيداکيږي اوهغه ټول سم دستي نه استمعاليږي بلکې ددي يواندازه اجناس ذخيره کيږي اودمشکل په وخت کې ترې کاراخيستل کيږي . دطلب مطابق هغه په گودامونوکې ذخيره کيږي اودبل وخت لپاره ددې ساتل دوخت مشکل حلوي .
  • مقام يا ځاي : خنډ : نن سبا داجناسو توليد په داسې ځاي کې نه کيږي چې هلته په مصرف رسيږي داتوليد په بل ځاي کې کيږي اوپه مصرف په بل ځاي کې رسيږي دتوليد کوونکي اومصرف کوونکي ترمنځ داجناسوتبادله اوتقسيم ددي وخت پوري ممکن ندي چې دمقام اوفاصلي مشکل لري نشي تيزرفتاراوقابل اعتماددحمل اونقل وسيلي دغه مشکل حل اوداجناسوتبادله يي اسانه کړي .
  • مالي خنډ: داجناسودتبادلي لپاره دپيسوضرورت پيښيږي يوعقلمند انسان معقوله سرمايې څخه بغيرکاروبارشروع کولو خيال هم نکوي ولي چې دتوليد دعمل څخه ترخرڅلاوپوري ډيره موده وي پدغه موده کې کارخانه دارلپاره دکاروبارشروع کولو لپاره ډيرمصرف ته ضرورت وي مثلا،خام مواداخيستل مزدورانوته معاش ورکوي اوهمدارنگه داشتهارمصارف اوداسې نورپه غاړه وي اوددې لپاره يواندازه پيسوته ضرورت وي پس ويلي شو دپيسوکموالي داجناسوپه لين دين کې يوغټ ممانعت دي بانک اومالياتي ادارې ددې مشکل په حل کولوکې مرسته کولاي شي اودضرورت په وخت کې موًلد ته پيسي قرض ورکوي .
  • دخطرخنډ: کله چې توليدات دموُلد څخه ترمستهلک پورې رسيږي په لارکې مختلف خطرات واقع کيږي لکه ، ورکيدل ،غلاکيدل ، ضايع کيدل اوماتيدل اوداسې نورخطرونه .

ددي خطرونوڅخه دبچکيدوپه خاطردبيمې څخه استفاده کيږي.

دکامرس پراختيا اووسعت:

دکامرس دوسعت څخه مقصد دادي چې داپه خپله لمنه کې څه شي څيړي .

پدې کې کوم شيان شامل دي ، کوم ځاي نه شروع کيږي اوپه کوم ځاي کې ختميږي اودکامرس دپراختيا لپاره حدودټاکواوپريکړه کووچې کوم شيان دبحث لاندې نيسي اوکوم شيان ددې څخه بهردي . نوپدې توگه کامرس مونږ په دوه برخوويشو.(٣).

١: تجارت

٢ : دتجارت معاونين .

تجارت لفظي معني داجناسو تبادله ده ليکن په کامرس کې تجار ت څخه مراددموُلد اومشتري ترمنځ داجناسوتبادله ده.

نواوس به مونږ دتجارت معاونين واضيح کړو.

  • بانک
  • دحمل اونقل وسايل
  • بيمه
  • گودام
  • تجارتي دلال (ايجنټ )
  • اشتهار

بانک : سرمايه چې په تجارت کې بنيادي رول لوبوي ددې څخه بغيرڅوک نشي کولاي چې اجناسوخريد اوفروش وکړي په نن سبا نوي عصرکې تجارت ډيره پراختيا کړي ده نودکارخاني مالک اوتجار نشي کولي چې په زياته اندازه پيسي لاسته راوړي نودوي کولاي شي چې دبانک يابلي مالي اداري څخه پيسي لاسته راوړي اوبانک يواځې دانه چې دوي ته پيسي ورکوي بلکې نوروهيوادوته ددوي پيسي په اساني سره استوي .

ترانسپورتي وسايل : په نن سبا پرمختللي دورکې اجناس په يوځاي کې نه توليد کيږي ،توليد په يوځاي کې اومصرف په بل ځاي کې صورت نيسې نونن سبا کې دترانسپورت پرمختللي وسيلي پيداشوي دي چې داجناسوپه حمل اونقل کې ډيرگټورتماميږي اواجناس دتوليد ځاي څخه ترمستهلک پورې په اساني سره رسيږي کوم ملک سره چې پرمختللي دحمل اونقل وسايل موجود وي نوکولاي شي چې په ډيره پيمانه اجناس توليد اونوروهيوادونوته يي واستوي اوخرڅ يي کړي نو کوم مشکل ورته نه پيښيږي .

بيمه: دا جناسودتوليد څخه نيولي تر خر څلاو پوري ډير خطرونه مو جود او منځ ته راځي کاروباري خلک دخپل مال دحفا ظت په خاطربيمه کوي او دهغه نقصان څخه ځان ساتي که بيمه شوي مال ته دکوم درکه نقصان ورسيږي نود هغه مال تاوان د بيمي کمپنۍ په غاړه اخلي اومالک با الکل دتاوان څخه بچ پا تي کيږي که کوم مال بيمه شوي نه وي نو دهغي نقصان ټول دمالک په غاړه وي د بيمي په مرسته تجارت پراخيږي ځکه چي ددي په وجه دکاروبار يواندازه خطرات د بيمي شرکت ته انتقاليږي.

ذخيره: اجناس چي کله دتوليد دځاي څخه مار کيټ ته رسيږي نو ضروري نده چي سم دستي خرڅ شي ددي لپاره بعضي وخت اجنا س منا سب قيمت لپاره او داجنا سو په تقا ضا کي توازن برابرولو لپاره ذخيره کيږي دا جنا سود ذخيري په وخت کي دا خبره بايد په نظر کي اونيول شي چي هغه داسي محفوظ شي چي ضا يع نشي چي دګټي په ځاي تاوان نشي .

دلال(ايجنټ):تجا رتي دلالان دا جناسو په ليږدولو کي ډيراهم کردار ادآکوي په نن صبا صنعتي دور کي په ډيره زياته پيمانه اجناس تو ليديږي چي مولدين نشي کولاي چي ټول اجنا س په اسا نۍسره چيرته انتقال کړي نوددي لپاره مختلف خلک خپل دلالان مقرره وي دغه دلال دمولد اومصرف کوونکي ترمنځ رابطه قايموي داد مولدمال په مصرف کوونکي باندي خرڅوي اودخپل خدمت معاوضه (کميشن) اوصول کوي دي ته تجارتي دلال وايي اوددوي په وجه په زياته پيمانه خريد اوفروش ممکن کيږي.

اشتهار :اشتهارداسي يو فن دي دکوم په وجه چي دمصرف کوونکي په زړه کي خريدارۍ خواهش پيداکيږي اشتهار داجناسو دتعارف يو بهترينه وسيله ده داشتهارپه واسطه داجناسو حريد او فروش په زياته پيمانه پراخيږي چي همدي سره تجارت هم پر مختګ کوي .(٣).

انساني فعاليتونه

.         غيري توليدفعاليتونه                                                                                         توليدي فعاليتونه

                                        کاروباري فعاليتونه                     غيري کاروباري فعاليتونه

کامرس                                                                                               صنعت

تجارت                             دتجارت معاونين

داخلي تجارت         خارجي تجارت

عمده فروشي     پرچون فروشي

صادرات                                         واردات

ترانسپورت     بانک     بيمه                 ذخيره     ايجنټ     اشتهار

ابتدايي صنعت                                                                                  ثانوي صنعت

دکان راويستل                 زراعت                               ماهي گيري

دستکاري                 تعميراتوجوړول           دکان راويستل             دمصنوعاتوجوړل

.(٣).

دوهم فصل

دتجارت تعريف:

دتجارت لفظي معني داجناسو دتبادلي څخه عبارت ده ولي په اصطلاح کي دتو ليدونکواو مستحليکينو تر منځ دا جنا سو تبادله ده.

يا په بل عبارت تجارت د منقولو اجناسو او اموالو د حريد او فروش څخه عبارت دي چي د ګټي په منظورپه دوا مداره توګه دشغل او پيشي په ډول وي.

دتجارت تاريخچه:

په انساني تا ريخ کي داسي يووخت وؤچي دتجارت نوم هم موجود نه وؤاونه چا پيژنده دا هغه وخت وؤچي انسان په ډير ابتدايي حالت کي ژوند کاوه پدغه وخت کي انسانانو يوازي دري عمده ضرورتونه درلودل لکه خوراک لباس او مسکن چي خوراک يي دځنګل ځناوروغوښي ،لباس يي دونوپا ڼي ،او غارونو کي اوسيدل يعني په هغه وخت کي هر انسان خپل ضرورتونه خپله رفع کول ولي دغه حالاتو ډير وخت دوام ونه کړ اودوخت په تيريدو سره انساني ضرور تو نه زيات شول او يو انسان نشو کولاي چي خپل ټول اختياجات په خپله رفع کړي.

څرنګه چي پخوا و ختونو کي اجناس په ډيره پيمانه موجودنه وو اوپيسي هم نه وي رامنځته شوي نو خلکوخپل ضرورتونه په مستقيم ډول رفع کول داهغه وخت ووچي اجناس په تصادفي ډول تبادله کيدله چي مستقيمه تبادله ياجنس په جنس تبادله موجوده وه خوکله چي پيسي رامنځته شوي نودکارټولنيز ويش پرمختک وکړ صنعتي انکشا ف رامنځته شو نوپدي وخت کي جنس په جنس تبادله په غيري مستقيمه تبادله بدله شوه اوتجارت دوخت په تيريدو سره پرمختک او انکشاف وکړ او اوسني شکل يي اختيارکړ اونور هم دپرمختک په حال کي دي.(٦).

دتجارت اجتماعي کنترول

دازادمارکيټ په اقتصاد کي دتجارانوفعاليتونه درقابت په فشارکنتروليږي په رقابت کي دوي مجبوريږي چي تقاضا تعقيب کړي نومو ړي رقابت په مولديت باندي فشاراچوي اوګټي ټيټي ساتي دمارکيټ اقتصاد دنوروپه څيرپه انفلاسيون سره وځنډ ول شي بيادمارکيټ اقتصاد خپل کار نه شي کولي ځکه په انفلاسون سره دخرڅوونکو مارکيټ جوړول دتقا ضاکنترول له منځه وړي تاوان تشو يقوي او داددي سبب ګرځي چي دمزدونو په نسبت ګټه ډيرژر پورته لاړشي د نورو ځايونو په څير دلته د پلانګذاري لومړي پرنسيب دادي چي په دوران کي نه بايد ډيري زياتي اونه ډيري لږي پيسي ولرو .

که چيري دپولي دوران سطحه عرضه سمه وي ګټي به نورمال وي يعني داچي ګټي به داړتيا څخه دومره زيا تي نه وي چي تجاران دکامل استخدام دوړاندي کولو لپاره تشويق کړي د(نورمال) اصطلاح طبعي ارزښت نلري

سوسيالستان په دي عقيده دي چي د ګټو هغه سطحه چي دکامل استخدام دتضمين لپاره ضروري ده ډيره لوړه سطحه ده او تجاران دخپل کار لپاره په ملي عايد کي ډيره برخه لري   خو څرنګه چي مودمخه په دوهم فصل کي وليدل مزد لوړول هسي دقيمتونو عمومي سطحه پورته وړي _ او که چيري قيمتو نه کنترول اوددوي په نسبت مزد ونه لوړکړل شي دبيکارۍاودتوليد دسا ختمان دخرابولو دواړه علتونه پيداکيږي غوره لاره چي دګټو په نسبت مزدونه لوړکړي داده چي په کارګرانو باندي ټيټه ما ليه اويا زياتو اواضافي عايداتو باندي لوړه ماليه وضع کړو .په عايد باندي ماليه يوه په زړه پوري اختراع ده ځکه ماليه بي دناوړه نتايجو څخه کارګرانو داتحاديي غوښتني سرته رسوي په ساده ډول ددي علت دادي چي ماليه دتمام شوي قيمت جز نه ګرځي اودغه راز داستخدام په عوض دمولدينو په هڅو باندي يواځي يوڅه کوچنۍ اغيزه لري .اودغه راز هغه ميتود چي په ډيره اساسي توګه په او ږ د وخت کي ګټي کمي کړي دادي چي دفرصتونو برابرتضمين کړل شي .که په جامعه کي هر څوک دمتصدي کيدو يورنګه فرصتونه ولري تجاران به دهيچا څخه زيا ته برخه لاس ته رانه وړي .دګټو دکنترول لپاره ښه ميتود دادي چي تجاران رقابت ولري.دغه پراخه موضوع ګاني مونږ دمخه تشريخ کړي دي په دي فصل کي دتوجه وړ داده چي دنورماله ګټوپه چوکاټ کي دننه څه پيښيږي ځکه چي په دي کو چني ميدان کي هم درقابت غوښتنه عکس العمل د لا ري ددي مخالفين لومړي دا دليل واي چي دمولديت لپاره تجاران دتجارت په مو جو ديت کي رقابت په مکمله تو ګه اغيز ناک نه دي .دوهم داچي برعکس رقابت ته دهغوي عکس العمل تل دادي چي بي ځايه رفتار وکړي .دريم داچي رقابت زيان من دي.اوڅلورم داچي په هر صورت کي رقابت دځان بربادي ده.(٤).

دتجارت ډولونه:

               داخلي تجارت                                               خارجي تجارت

عمده فروشي       پرچون فروشي                     صادرات             واردات

دداخلي تجارت تعريف:داخلي تجارت عبارت دهغه تجارت څخه دي چي ديو ملک دسر حداتو په داخل کي ټولي معاملي سرته رسيږي .

داخلي تجارت په دوه ډوله دي

                       عمده فروشي                 پرچون فروشي

عمده فروشي:په عمده فروشۍ کي اجناس په زياته پيمانه اخيستل اوپلورل کيږي او کوم شخص چي دغه معا مله سرته رسوي هغي شخص ته عمده فروش وايي .او همداشان مونږ ويلي شو چي عمده فروش مو لد او پر چو ن فروش تر منځ رابطه قايموي.

پرچون فروشي:پرچون فروشي عبارت دهغه کاروبارڅخه ده چي اجناس لږلږ د ضرورت مطابق په خلکو باندي پلوري .او کوم شخص چي دغه کا ر سرته رسوي هغي ته مونږ پرچون فروش ويلي شو .پر چون فروش دا جنا سو په تقسيم کي مثبت رول آداکوي پرچون فروش په مستقيم ډول اجناس په مصرف کوونکو باندي پلوري نو لدي کبله دي ته دخلکو د خوا هش ،تقاضا او خوښي معلومات وي پرچون فروش اجناس دعمده فروش څخه اخلي او په مصرف کوونکو باندي يي پلوري .پرچون فروش دعمده فروش او مصرف کوونکي تر منځ رابطه قا يموي.

دداخلي تجارت خصوصيات

١: دملک په داخل کي : دغه تجارت يواځي ديو ملک په داخل کي صورت نيسي

٢: محد وديت ددي تجارت دايره يواځي دملک داخلي مارکيټو نو پوري محدوده ده

٣: داخلي پيسي پدي تجارت کي راکړ ه ورکړه صرف په داخلي پيسوسره صورت نيسي

٤: داجناسو قسم دا تجارت يواځي اکثره وخت په داخلي اجناسو کيږي هو بعضي وخت دبل هيواد اجناس هم شامليږي هغه شيان چي روزمره استعماليږي .(٦).

٥: يوشان سهولت په داخلي تجارت کي ټو لو تاجرانو ته يوشان دولتي سهولتونه ورکول کيږي

٦: ترانسپورت مصارف په داخلي تجارت کي دترانسپورت مصارف کم وي

٧: پوره قبضه په داخلي تجارت کي پيردونکوته په اجناسو باندي قبضه ورکول کيږي

٨: عدم مداخلت په داخلي تجارت کي حکومت مداخله نه کوي داجناسو دخريداو فروش لپاره خلک ترزياتي اندازي پوري ازاد وي

دداخلي تجارت ګټي

١: دتجارت دحالا تو څخه معلومات داخلي تجارته دداسي مقاماتو معلومات وي چي کوم ځاي نه هغه مال په کم قيمت سره واخلي علاوه لدي نه دهغه مارکيټونو

معلومات هم وي چي هغه هلته په جګ (لوړ) قيمت خرڅ کړي .

٢: دمصرف کوونکو خوښه داخلي تجار ته دمصرف کوونکوخوښه هم معلومه وي نوددي لپاره داخلي تجار دهغوي دخوښي مطا بق مال لاس ته راوړي او ددوي حضور

ته يي وړاندي کوي يواځي دمصرف کوونکي لپاره خدمات نه بلکي خپل کار بار ته

هم ترقي ورکوي

٣: دپيسو په ورکړه کي استحکام په داخلي تجارت کي ټولي پيسي داخلي استعماليږي نو له دي کبله دپيسو په ورکړه کي دتوازن استحکام ته ضرورت نشته اونه کوم خطر واقع کيږي.

٤:دحمل اونقل مصارف:په داخلي تجارت کي حريد او فروش په يو ملک کي دننه کيږي ما ل دنيژدي علا قو څخه اخيستل کيږي اوپه نيژدي علاقو کي بيرته په مصرف رسيږي نو لدي امله په داخلي تجارت کي د ترانسپورت مصارف کم وي.

٥ دتجارت آزادي: دداخلي تجارت لپاره دحکومت څخه داجازي ضرورت نه وي اونه داسعارو تبادلي ته ضرورت وي نو په تجارتي آزادي سره داخلي تجارت پراختيا پيداکوي.

٦ يوشان دولتي سهولتونه:په داخلي تجارت کي ټولو تجارانو ته يو شان اسانتياوي برابريږي لکه دعايد ټيکس ديو ي اندازي سره نا فز کيږي ،دبيمي يو شان اسانتياوي برابريږي .

٧ معمولي مالي:په داخلي تجارت کي کي تاجرډيره معمولي ماليه ادآکوي ليکن په خارجي تجارت کي يو تاجر په زيات مقدارکي وارداتي او صادراتي ما ليه اداکوي.

٨ داجناسوموجوديت:دداخلي تجارت په وجه يوه علاقه يا ښار کي هغه اجناس چي هلته نه پيداکيږي دنورو علاقو اوښارونو څخه راغوښتي شي .دداخلي تجارت وجه سيمه ايز اجناس دهيواد په نو رو علاقوکي خرڅيږي اودهغي سيمي دخلکو ضرورتونه پوره کيږي.

٩ دمارکيټ پراختيا:دداخلي تجارت په وجه داجناسو راکړه ورکړه په ټول هيوادکي ترسره کيږي ددي په خاطر داجنا سو مارکيټ پراخيږي.

١٠ دکاروبارمو قعه:په داخلي تجارت سره داجناسو مارکيټ پراخيږي داحناسو تقاضا زياتيږي ددغي زيا تيدونکي تقاضاد پوره کولولپاره داجناسوپه مقدارکي زياتوالي راځي چي دهغي په وجه خلکوته دروز ګارزمينه برابريږي.

١١ دمالياتي ادارو پر مختګ:دداخلي تجارت په پراخوالي سره تجارتي بينکونو اونورو مالياتي اداروته پرمختګ حا صليږي اوهغه دکاروباري ادارو لپاره دقرضونواسانتياوکي نور ا ضافه والي کوي.

١٢ دلايسنس څخه خلاصيء: په داخلي تجارت کي داجناسو راکړه ورکړه ديو هيوادپه داخل کي ترسره کيږي ددي لپاره تجارانوته دوارداتي ياصادراتي لايسنس دحاصلولو ضرورت نه پيښيږي.

١٣ د کارآسانه طريقه:دداخلي تجارت دکار طريقه ډيره آسانه او ساده ده ځکه چي ددي لپاره خو نه د ليتر آف کريديت خلاصولو ضرورت وي اونه دهغو اسنادو تيارول پکاردي چي دخارجي تجارت لپاره ضروروي.

١٤ صنعتي پرمختګ: دداخلي تجارت په وجه صنعتي توليدات ډير زر پلورل کيږي مؤلد ته دخپلو اجناسو دپلورلو لپاره دزيات انتظار ضرورت نه وي هغه ته دتو ليداتو پيسي زر لاسته ورځي چي هغه دغه پيسي خپل کا روبارته د پراختيا ورکولو لپاره استعمالوي پدي ډول په هيواد کي صنعتي پر مختګ کي زياتوالي راځي.

١٥ دبيمي اخراجات: په داخلي تجارت کي په عام ډول داجناسو بيمه نه کيږي پدي ترتيب دحمل ونقل مصارف کميږي او مصرف کوونکو ته ازدانه اجناس لا سته ورځي.

١٦ سيمه ايزه ازادي:په داخلي تجارت کي تاجر د سيمه ايزو پا بنديوڅخه آزادوي هغه که د هيواد هري سيمي ته لاړشي هلته داجناسو خريد او فروش کولاي شي پدي ترتيپ هغه ته دخپل کاروبار په پراختياکي مرسته حاصليږي.

دداخلي تجارت نقصانات:-

١ نشه يي مواد:دداخلي تجارت په واسطه بعضي وخت دنورو ښارونو او نورو ولا يتونو څخه نشه يي اومضر مواد رځي چي پدي سره ټول خلک خرابيږي او اخلاق او کرداريي له منځه ځي لکه چرس ،پوډر اوداسي نور………

٢ دژبو اختلاف:دهيوادپه مختلفوولاياتوکي مختلفي ژبي ويل کيږي ددي په زريعه ديوي سيمي تجاران دبلي سيمي تجارانوسره خط او لوست اوتجارتي معاهدولپاره مشکل سره مخامخ کيږي اوبعضي اوقات دژبودتعصب په وجه دشيانوپه خرڅلاؤکي مشکل رامنځته کيږي.

٣ دپيسودغرق کيدو ويره:په داخلي تجارت کي زيات وخت لين دين قرض وي اوبعضى وخت پلورونکي پيرودونکي نه پيژني چى ددى مالي حالت څخه خبرنه وي اومال په هغه باندي وپلوري په قرضوسره نودپيسودورکيدوويره موجوده وي.

٤ تجارتي بنديزونه:بعضي وخت حکومت دشيانوپه حمل نقل باندىديوى ولسوالې نه بلې ولسوالې ته يايوولايت نه بل ولايت ته په شيانوباندى بنديزلګوي اوددى په زريعه دتجارت دايره تنګيږي.

٥ ناجايزه ګټه: تاجر دبل هيواد په نسبت دخپل ملک تجارتي حالت څخه زيات خبر وي که چيرته هغى ته معلومات وشي دملک په کومه ساحه کى داجناسوکمبود موجود دى اوتقاضا زياته ده نوهغه اجناس ذخيره کوي دغه شان دهغه اجناسو په کمبودسره داجناسو قيمتونه لوړيږي او تاجر ناجا يزه ګټه تر لاسه کوي .

٦ انحصار:په داخلي تجارت کى په عام ډول دشيانو حريد اوفروش دڅو کاروباري ادارو تر منځ انحصار قايميږي چي همداا نحصار دشيانو قيمت لوړوي او مصرف کوونکي مجبوراً شيان په لوړ قيمت اخلي.(٦).

٧ غير معياري شيان:په داخلي تجارت کى علا قه يي توليدات لا س ته راوړي چي عموماً غير معياري او خراب وي همدغه شان مصرف کوونکي دجديد او معياري شيانو څخه محروم وي.

٨ مصرف کوونکي دنظره غورزول:دغير ملکي يا باند يني تجارانو سره رقابت نه کولو په وجه داخلي تجاران په مصرف کوونکو باندي خراب اجناس په زيات قيمت باندي پلوري پدي طريقي سره مصرف کوونکي دنظره غورزيږي.

هغه اقدامات چي داخلي تجارت ته ترقي ورکوى:-

١ بانکي سهولتونه:داخلي تجارت دترقۍ لپاره دا ضروري ده چي په هيواد کي په عمومي ډول کليوالي علاقو کي په حصوصي ډول دبانک سهولتونه اضافه شي کاروباري خلک دبانکي سهولتونو په لاس ته راوړنه کي نه صرف دقرض په حاصلولو کي اسانى وي بلکي دپيسو په وصول او ورکړه کي هم اساني وي.

٢ دما رکيټ دحالت څخه خبريدل:دداخلي تجارت دپراختيا لپاره ضروري ده چي تاجر دملک د مارکيټ څخه خبر وي تجارانو ته دملک دمارکيټ په اړه داخبار،رساله ،راډيو،تيلي ويژن او دکامرس له طرفه جاري شوي جريدي په واسطه خبر ورسيږي .

٣ دحمل اونقل ذريعه:دداخلي تجارت د ترقۍ لپاره ضروري ده چي په هيواد کي ارزانه تيز رفتاره اوباوري دحمل اونقل وسيله مو جوده وي که چيرته دحمل اونقل وسيله سسته او کم رفتاره او غير محفوظه وي نو تجارت ته ترقي نشي ورکولاي.

٤ اشتهار:داجناسو دخرڅلاو لپاره اشتهار ډير مهم اوضروري دي اشتهار داجناسو د پيژندلو ډيره مُهمه ذريعه ده په اشتهار سره داجناسو طلب زياتيږي اوداخلي تجارت ته ترقي حا صليږي.

٥ دبيمي سهولت:دداخلي تجارت دترقۍ لپاره ضروري ده چي تجاران د نقصان څخه دبچ کيدو لپاره دبيمي دسهولتونو څخه استفاده وکړي دبيمي د بهترينو سهولتونو په مو جو دګۍ کي تجاران بي له ويري اوخطر څخه په پراخه پيمانه حريد او فروش کولاي شي همداغه شان داخلي تجارت ته پرا ختيا حاصليږي.

٦ علا قايي بنديزونو خاتمه:بعضي اوقات حکومت مختلفو علاقو ته دشيانو په حمل اونقل بنديزونه لګوي ددي بنديزونو په وجه داجناسو حريد او فروش محدود کيږي نو د داخلي تجارت دترقۍ لپاره ضروري ده چي دملک داجناسو په حمل او نقل باندي کومه پا بندي اونه لګوي.

٧ دانحصار خاتمه:په هيواد کي سالم رقابت فضا رامنځته شي ددي لپاره چي انحصار ختم شي چي تجارانو او صنعت کارانو ته ترقي يو شان مواقع شي.

٨ يو شان زمينه برابرول:په هيواد کي ټولو تجارانو ته يو شان کاروباري زمينه برابره شي په هيواد کي صنعت او تجارت مختلفو شعبو ته يو شان سهولتونه برابرشي.(٦).

دداخلي تجارت مروجه طريقه:

١ پوښتون ليک(inquiry letter)

کله چي يو تاجر مال اخلي نو هغه د مؤلد   څخه دمال متعلق مختلف معلومات اخلي مثﻻً دمال قيمت ،دمال دپيسو اداکولو طريقه اود مال مطلوبه مقدار په څومره وخت کي را وليږي دغه ټول معلومات حاصلوي دکوم خط په وا سطه چي دغه معلومات لاس ته راځي هغي ته پوښتون ليک وايي ددي د ليکلو طريقه هغه ټولي خبري ليکل کيږي کومي چي ضروري وي دا خبري بايد په ډير وضاحت سره وليکل شي چي مشکل را منځته نکړي.

٢ نرخنامه(quotation):

کله چي مؤلد پوښتون ليک واخلي او دهغي جواب ورکوي هغي ته نر خنامه وايي همدا نرخنامه داجناسو د پلورلو يو پشنهاد وي پدي کي دمال متعلق ټول هغه شرايط ليکل کيږي مثﻻً قيمت ،دمال ليږل ،دپيسو ورکول اوداسي نور شرايط درج کيږي مؤلد دنرخنامي دوه نقله جوړوي يو نقل تاجر ته ليږي او بل نقل ځان سره ساتي د نرخنامي دليږلو په وخت کي ډير اختياط پکاردي که چيرته دمال قيمت لوړ درج اويا دپيسو دورکولو شرايط سخت وي نو کيداي شي چي تاجر دمال داخيستو څخه انکار وکړي.٣

٣ حکم نامه(order letter)

کله چي تجار ته دمختلفو کاروباري ادارو څخه نرخنامي حاصلي شي نو هغه ټولي خپل منځ کي سره ګوري کومه چي زياته ګټوره وي نو هغي اداري ته حکم نامه ليږي.دمال دحريد حکم نامه په ساده کاعذ هم ليکل کيږي او بعضي وخت مؤلد خپله دحکم نامي ورقي چاپ کوي او اخيستونکو ته يي ليږي او بعضي وخت اخيستونکي دځان لپاره دحکم نامي ورقي چاپ کوي اوداجناسود حريد لپاره چي کومه طريقه استعماليږي داضروري ده چي حکم نامه دهر لحاظه مکمل وي اوپه ساده ژبه ليکل شوي وي.

٤ وصولي حکم نامه:-

کله چي مولد ته دمال داخستلوحکم کيږي نوهغه سم دستي مال نشي ليږلي بلکي ليږلو کي څه وخت لګيږي نوبهتره داده چي کله مولد ته حکم وشي نوهغه اخستونکي خبرکړي چي دي ته حکم رسيدلي دي اوتاته به په نيژدي وخت کي به

مال درورسيږي مولداخستونکي ته چي کوم خط دحکم نامي درسيدلو لپاره ليږي دي خط ته وصولي حکم نامه وايي.

٥ په قرض خرڅول:-

کله چه پلورونکي حکم نامه وصول کړي نوپه لاندي نقطو غور کوي.

الف:اخيستونکي مال په نقدو اخلي او که په قرض؟

ب:که اخيستونکي مال په قرض اخلي نو هغه پيسي څومره وخت وروسته ورکوي؟

ج:دپيسو ورکولو شرايط به څه وي؟

پلورنکي عموماً نوي مشتريانو ته په قرض ورکولو کي ويره لري چي پيسي يي غرقي نشي نو هغه ددي لپاره دمال دخرڅولوڅخه مخکي دتجارمالي حالت اوتجارتي تعلقات ګوري او ترهغه وخت پوري مال په قرض نه ورکوي ترڅوچي دهغي دمالي توان څخه ځان خبر نکړي.

٦: په معاهدي سره خرڅلاو:_

کله چي ديوکاروباري اداري څخه مال اخستل کيږي نوهغي سره معاهده کيږي چي دي ته خرڅلاومعاهده وايي پدي معاهده کي دوه جانبه وي يوپلورونکي اوبل اخستونکي اوپدي کي هغه شرايط ليکل کيږي چي دواړوته منظوروي اوداضروري نه ده چي معاهده دي تحريري بڼه ولري دالفظي هم کيدي شي ليکن په عام ډول تحريري وي که چيرته په راتلونکي کي ددواړوترمنځ کوم اختلاف راشي نومعاهدي په واسطه مشکل لري کيدي شي اخيستونکي اوخرڅونکي ته پکاردي چي ټول شرايط بايد په معاهده کي ذکرکړي .

٧: دحکم پرځاي کول :_

کله چي پلورونکي ته فرمايش ورکړل شي نو هغه دحکم پرځاي کولو په خاطر لاندي طريقه په کاراچوي دټولو نه مخکي هغه فرمايش دفرمايش په کتاب کي رسوي که چيرته په قرض يي اخلي نودهغي لپاره يوبل کتاب وي ددي نه وروسته هغه فرمايش يوبلي شعبي ته ليږي چي هلته داخستونکي دمال توان څخه معلومات کوي اوفيصله کوي چي مال په قرض ورکړل شي اوکنه کله چي فرمايش سبت شي نودهغي يونقل دګودام کنټرولر ته ليږي چي مال ګودام کي شته اوکنه که مال په ګودام کي کم وي نوسمدستي اخستونکي ته اطلاع کيږي اوکه مال په ګودام کي پوره وي نومال دبسته بندي شعبي ته استوي .

٨: دمال رسول:_

کله چي مال بسته بندي شي نوبيادليږلو مرحله شروع کيږي دمال دليږلو څخه مخکي پلورونکي ته پکار دي چي داخستونکي هدايت په نظر کي اونيسي اوهغي ته دسامان دليږلو هغه وسيله استعمال کړي چي هغي غوښتي وي اوکه چيرته څه يي نه وي ويلي نوبياکولاي شي چي هره وسيله استعمال کړي.

٩: بيچک (بل) :_

کله چي پلورونکي مال ليږي نودهغي سره دمال (بل) ليږي په کوم کي چي دمال قيمت اودهغه پيسوذکروي کومي چي داخيستونکي څخه غوښتونکي وي اوپدي کي لاندي خبري هم موجودي وي.

الف:دفرمايش دحوالي نمبر.

ب: دپلورونکي نوم.

ج: داخيستونکي نوم.

د: دمال کيفيت.

ذ: دمال مقدار.

هـ: نرخ اوداسي نور اخراجات بسته بندي.

و: او دپيسو دورکړي شرايط اودکمي او زياتي شرحه.

اوبيچک په اخير کي داسي جمله درج کيږي که د(بل)په تيارۍ کي کومه غلطي شوي وي دهغي داصلاح کولو لپاره تري کار اخيستل کيږي.

په داخلي تجارت کي دقيمت ډولو نه:

ديو شي په بدل کي چي کوم حريدار څومره پيسي ورکوي دي ته دهغه شي قيمت ويل کيږي.بعضي وخت ديوشي داصلي قيمت سره څه نور مصارف هم يو ځاي کيږي دغه شان د قيمت مختلف اقسام رامنځته کيږي کله چي حريداراو پلورونکي معاهده کوي نو هغه ددي خبري فيصله کوي چي کوم يو قيمت مقابل جانب ته قابل قبول دي په نر خنامه کي چي کوم قيمت درج کيږي په لاندي ډول کيدلاي شي.

١ اصلي قيمت:-دايو داسي قيمت دي چي پدي کي دمال دانتقا ل کوم قسم مصارف شامل نه وي.

٢ اسټيشني قيمت:-که چيرته دمال اصلي قيمت سره دبسته بندۍ او اسټيشن پوري دمال دانتقال مصارف شامل شي دي ته اسټيشني قيمت ويل کيږي .

٣ دريل ګاډي پوري دمال قيمت:- که چيرته دمال اصلي قيمت سره د بسته بندۍاو دريلوي اسټيشن پوري درسولو مصارف شامل شي اوددي نه علاوه په موټر کي دمال بارول هم شامل شي نو دريل ګاډي پوري قيمت وايي پدي کي دمال کرايه شامله نه وي بلکي دا اخيستونکي ورکوي.

٤ دا خيستونکي د اسټيشن پوري قيمت:که چيرته دمال اصلي قيمت سره دبسته بندۍ ،دريلوي اسټيشن پوري مصارف ،او مال موټر کي بارولو مصارف ددينه علاوه دمال ټوله کرايه هم شامله شي نودي ته داخيستونکي اسټيشن پوري قيمت وايي.

٥ دا خيستونکي د اسټيشن پوري قيمت سره دبيمي:که چيرته دمال اصلي قيمت سره داخيستونکي دښار پوري رسولو ټولو مصارفو علاوه په سفر ددوران کي د بيمي مصارف هم شامل شي نودي ته داخيستونکي دا سټيشن پوري قيمت سره د بيمي ويل کيږي.

٦ دتمام شد قيمت:که چير ته دمال اصلي قيمت سره ټول اخراجات چي مال دپلورونکي څخه تراخېستونکي دګودام پوري په رسيدوکي شامل شي نودي ته تمام شد قيمت ويل کيږي. (٣).

عمده فروشي:-

په پخوا زمانه کي اجناس په کمه اندازه تو ليديدل نو مؤلد به خپل اجناس په مستخلک باندي په مستقيم ډول پلورل د مؤلد او مستخلک تر منځ کوم ايجنټ نه ؤليکن دوخت په تير يدو سره په صنعتي ميدان کي پر مختګ راغي داجناسو تو ليد پراخه شو په تجارت کي پراختيا رامنځته شوه همدي سره دمؤلدلپاره دامشکل شو چي تو ليدات په مستقيم ډول په مستحلک باندي خرڅ کړي نوهمدي سره مولد خپل مال په عمده فروش باندي پلورل شروع کړل اوعمده فروش مال په پرچون فروش باندي پلورل شروع کړل پرچون فروش مال په مستحلکينوباندي پلورل شروع کړل

عمده فروش هغه چاته ويل کيږي چي په زياته اندازه مال اخلي اوخرڅوي اوهمدي کاروبار ته عمده فروشي وايي عمده فروش په زياته اندازه مال مولد څخه اخلي اوپرچون فروشانو باندي يي په کمه اندازه پلوري او کله کله عمده فروش اجناس ذخيره کوي ددي لپاره چي مارکيټ ته مال رسول جاري وي دپرچون فروش په شان عمده فروش خپل دکاروبار ځا ي دښارپه منځ کي ضرورنه دي دکاروبارکولوپه وخت کي دي سره بايددانظروي چي چيرته هغه دمولدڅخه مال په اساني سره واخلي اودي ته ورسيږي عمده فروش دهميشه لپاره داسي ځاي انتخاب کوي چه هغه (هډي) ته ياکارخاني ته نيژدي وي عمده فروش ګودام بايد پراخه وي ترڅوپه هغي کي مال په معلوم ځايو کي کيښودل شي دسټور ياګودام کنترولرته داجناسوپه راخيستلوکي کوم مشکل نه وي

پرچون فروشي

پرچون فروشي عبارت د هغه کارو بار څخه دي چي په هغي کي د شيانو اخستل او خرڅول په کم مقدار سره تر سره کيږي او کوم شخص چي دا کارو بار کوي هغه ته پرچون فروش وايي

د پرچون فروشي تشکيل يا جوړښت

ځيني خلک داسي فکر کوي چي پرچون فروشي ډير اسانه کار دي ولي دا دهغوي تير وتنه ده ځکه ددي کاروبار د شروع کولو څخه د مخه بايد ډيري خبري په نظرکي ونيسي تر څو خپل کارو بار په صحيح ډول پر مخ يوسي او د کاميابي مرحلي ته ورسيږي هغه عوامل چي يو پرچون فروش يي په نظر کي ونيسي په لاندي ډول دي

١ : سرمايه : پرچون فروش د خپل کاروبار د شروع کولو لپاره بايد سرمايه په خپل اختيار کي ولري د سرمايي مقدار دکاروبار دوسعت او نوعيت پور ي اړه لري سرمايه بايد په دومره اندازه وي چي د کارو بار اخراجات په اسانه ډول سره پوره کړي او دهغي پواسطه مختلف ډول اجناس خريداري کړي تر څو مصرف کوونکو ته د هغوي د خوښي مطابق شيان موجود کړي .

٢: د ځاي انتخاب : د سرمايي د پوره کولو څخه وروسته دوهمه مسله د ځاي انتخاب دي پرچون فروش بايد دکارو بار د شروع کولو څخه د مخه بايد د مناسب ځاي پلټنه وکړي او داسي ځاي بايد د خپل کارو بار لپاره انتخاب کړي چي مناسب او د خلکو د تګ راتګ لپاره ډير موزون او مناسب وي ځکه که چيري دو کان د ښار په مرکزي نقطه کي وي نو د کاميابي امکان يي ډير زيات دي .

٣: د اموالو نمايش : په پرچون فروشي کي د شيانو نمايش ته ايښودل ډيره لازمي خبره ده پرچون فروش بايد خپل اجناس په داسي الماريو کي کيږدي چي د خلکو د تو جه وړ وګرځي همدارنګه پرچون فروش بايد خپل دوکان دير ښايته کړي او دخپل کارو بار نوم په مختلفو رنګونو وليکي ترڅو د هر لاروي د ليدلو سبب شي .

٤ : تجربه : د پرچون فروش د کاميابي انحصار په تجربه کي دي محنتي او ايمانداره خرڅونکي پوري اړه لري څومر چي خرڅونکي محنتي ، ايماندار او خوش اخلاقه وي او د مصرف کوونکو سره ښه سلوک کوي په همغه اندازه يي کارو بار د کاميابي مرحلي ته داخليږي .

٥ : مصرف کونکوته سهولت برابره ول :

د شيانو په لويه پيمانه توليد او ديو قسم جنس يو شان قيمت د موجوديت په وجه د پرچون فروشي کارو بار د سختي مقابلي سره مخامخ کوي ولي مصرف کونکوته دهغوي د خوښي جنس هر پرچون فروش سره موجود وي او دهر پرچون فروش څخه يي تر لاسه کولي شي پدي اساس مصرف کونکي د خپلي خوښي جنس د هغه پرچون فروش څخه ترلاسه کوي کوم چي ورته ډير سهولتونه ورکوي په دي اساس د پرچون فروش کاميابي په دي خبري پوري اړه لري چي څرنګه پرچون فروش کولي شي لانديني سهولتونه مصرف کونکوته برابر کړي

١ : اجناسو بسته کول

٢ : د قرض خرڅولو سهولت

٣ : ترانسپورت سهولت .(٦).

دريم فصل

خارجي تجارت

تاريخ په ابتدايي دوره کې دانسان ضرورتونه ډيرمحدوداوساده وو اوهغوي يوه سلسله کې ترډيره حده خودکفاوو څه وخت چې انسان ترقي اوپرمختگ وکړ دهغي سره سم دهغوي په ضرورتونوکې هم زياتوالي رامنځته شواوبالاخره يوداسې مرحلي ته ورسيدچې انسان دخپل ضرورتونودرفع کولوپه خاطردنورومحتاج شودغې محتاجۍ تجارت رامنځته کړوداتجارت دکورنيوڅخه شروع اوقبيلوته ورسيده دوخت په تيريدوسره په انساني ضرورتونوکې دومره زياتوالي راغي چې اوس يوه قبيله يوهيوادکه هرڅومره پرمختللي هم دي په اقتصادي نگاه په خپلوټولوضرورتوکې خودکفاکيداي نشي پدي اساس دخپل ضرورت وړډيرشيان دنوروهيوادوڅخه لاسته راوړي اوخپل احتياجات پري رفع کوي ددغه احتياج په وجه دمختلفوهيوادونوترمنځ تجارت رامنځته شوچې دغه تجارت ته خارجي تجارت يا نړيوال تجارت وايي.

دخارجي تجارت تعريف: خارجي تجارت عبارت دهغه تجارت څخه دي چې په هغي کې ددوه مختلفوهيوادونوداوسيدونکوتجارانواوسوداګرانوترمنځ داجناسواوخدماتوتبادله صورت نيسي.ياپه بل عبارت ټولي هغه تجارتي اړيکې چې ديوهيواددسرحداتوڅخه دباندي صورت نيسي عبارت دخارجي تجارت څخه دي.(١٠).

دخارجي تجارت درامنځته کيدودلايل :

په زيات مقدارتوليد: که چيرته يوملک کې يوجنس په زيات مقدارپيداکيږي نوهغه ملک دهغه جنس صادرات زياتوي.

په قدرتي وسايلوکې فرق : خداۍ(ج) ټولوملکونوته يوشان ځمکه نده ورکړي دکوم ملک ځمکه دزراعت لپاره ډيره ښه ده اودځينوملکونوځمکه دمعدن لپاره ډيره گټوره وي نولدي وجې خارجي تجارت رامنځته کيږي .

په مصارفو کې فرق : که چيرته يوملک يوجنس دبل ملک دجنس په نسبت په کم مصارفوتوليدوي نوهغه ملک په نړيوال بازارکې ځان داخلوي.(١٠).

 

د خارجي تجارت څخه حمايه

هغه وخت چي دا ومنل شي چي د تجارت د عمومي قوانينو پر ضد او طرف داري دواړو حالاتو کي په صادراتو او وارداتو باندي اغيز شته نو بيا پيسي په غيري موقف بدليږي داسي حالت شته دي چي د وارداتو د لري کولو او يا کمولو لپاره څه خاص صنايع په کور کي جوړي شي د صنايعو دوه عمو مي ډلي ليدل کيږي

لومړي : د دفاع صنايع : په پخوا وختو کي د کرهني حمايه په همدي بنسټ ولاړه وه وروسته بيا دا روښانه شوه چي جنګ ګټونکي هيوادونه هغه هيوادونه دي چي غذاي مواد يي پوره وي او يا ښه کرهنه لري بر عکس جنګ ګټونکي هيوادونه هغه دي چي صنعت يي ډير پرمخ تللي وي او اوس يي د فولادو صنايعو ، کيمياوي صنايعو او د انجينري صنايعو ته پاملرنه کړي وي .

دويم . استثنا دغه حقيقت پيژني چي تر څو پوري کوم صنعت يوه خاصه ساحه او تجربه نه وي حاصله کړي نوموړي صنعت په کوم قوي موقف کي نشي واقع کيداي .

دا ښکاره خبره ده که چيري حمايه لري شي هغه هيوادو ته چي يو صنعت يي شروع کړي دي زيات وختونه داسي قدرت لري چي د نورو هيوادو د پيروي د مخ نيوي لپاره په خارج کي رقابت وکړي او کيدلي شي چي د نورو په قيمت ډيري ګټي تر لاسه کړي خو کله چي نور هيوادونه دي مرحلي ته ورسيږي او د صنعت د پيل کيدو موقعتي خنډونه له منځه يوسي . نوهغوي به هم پدي برخه کي دنوموړي هيوادپه اندازه مهارت ولري دانو اوس ليدلي شو چي دهمدي ځواني دلايل ډير زياتي باريکي لري . ځکه هغه شي چي ديو صنعت لپاره حقيقت دي حتي په مجموعي توګه دټول صنعت لپاره حقيقت دي هغه هيوادونه چي زيات په کرهنه ولاړدي کله چي په صنعت پيل کوي ضروري د صنعتي شوو هيوادونو سره د رقابت په ميدان کي زيانمن کيږي

خو يواځي د فرضي د حمايي په مرحله کي دوي په پوره تو ګه کولي شي چي خپل دريز ښه کړي دغه دواړه حالاته د صادراتو په خواکي هما هنګي لر ي . د حمايي د نظري څخه تل داسي ګټه اخستل کيږي چي د څه خاصو صادراتو مخنيوي يا د څه متاعو صادرات خاصو هيوادو ته کله د متحده ايالاتو څخه اتحاد جماهر شوروي ته اټکل شي . او د هيوادونو په تاريخ کي داسي ډير مثالونه شته دي چي هغوي په کور کي دخاصو اختراعاتو او د ماشينونو ساتلو لپاره له دي کبله هڅي کوي څو وکولي شي چي رقابت کونکي هيوادونه د سيالي څخه منع کړي .

کوم بل مخنيوي چي اوس په پراخه پيمانه منل شوي دي هغه د سرمايي پر تلو باندي کنټرول دي چي دا کار په پلان ګذارۍ کي د برابرۍ لپاره يوه معلومه او ضروري نتيجه ده ځکه که په سرمايه باندي دارنګه کنټرول ونه لګول شي سرمايه داران به وکولي شي چي د خپلو سرمايو په صادراتو سره پلان ګذارۍ د بربرۍ ټولي هڅي شنډي کړي ددي لپاره چي دغه ډول سرمايه صادره شي دا به يو علاج وي خو ددي څخه نور غټ فعاليتونه چي دډيرو قويوداتو څخه کنټرول کيداشي . (٤).

دداخلي اوخارجي تجارت ترمنځ فرق

پيسوکې فرق : په داخلي تجارت کې دملي پيسوڅخه استفاده کيږي اوپه خارجي تجارت کې چې هرملک پيسي بيلي وي نودهغه ملک دپيسوڅخه استفاده کيږي.

تجارتي بنديزونه : په داخلي تجارت بنديزونه نه وي اوپه خارجي تجارت زيات بنديزونه وي لکه لوړه ماليه ،جوازنامه اوداسې نور….

دتجارت څخه خبرتيا : په داخلي تجارت کې تاجردخپل داخلي مارکيټ څخه خبروي اوپه خارجي تجارت کي تاجردمارکيټ څخه نه خبريږي .

دحمل اونقل مصارف : په داخلي تجارت کې دترانسپورت مصارف کم وي اوپه خارجي تجارت کې دترانسپورت مصارف زيات وي .

بيمه : په داخلي تجارت کې بيمې څخه ډيره کمه استفاده کيږي اويانه وي اوپه خارجي تجارت کې بيمې ته ضرورت وي.

تصديق نامه : په داخلي تجارت کې تصديق نامې ته ضرورت نوي اوپه خارجي تجارت کې تصديق نامي ته ضرورت وي .

سرحد: داخلي تجارت دسرحداتوپه داخل کې صورت نيسي اوخارجي تجارت دسرحداتوڅخه دباندي صورت نيسي .

خطر: په داخلي تجارت کې کم خطررامنځته کيږي اوپه خارجي تجارت کې خطرات ډيرزيات رامنځته کيږي .(١٠).

دخارجي تجارت گټي

په قحط باندي کنترول: دقحط اومصيبتونوپه وخت کې يوملک دبل ملک څخه اجناس اخلي اودغه شان خپل ضرورتونه رفع کوي نوځکه خارجي تجارت ډيرگټوردي .

دوسايلوبهتراستعمال : دخارجي تجارت په موجودگۍ کې هرملک خپل وسايل اوتوليدات دنوروتوليداتولپاره پکاراچوي اودغه شان دوسايلوبهتراستعمال رامنځته کيږي.

داجناسولاسته راوړل: دخارجي تجارت په موجودګۍ کې يوملک خپل زيات توليدڅخه استفاده کولي شي اودملک دترقي لپاره ډيرزيات عايدات لاسته راوړي .

درسم اورواج څخه خبرتيا: دخارجي تجارت په وجه تجاران يوملک څخه بل ملک ته تګ راتګ کوي همدغه شان يودبل دژبي ،مذهب ،رواج ،ادب اوداسې نورمسايلوڅخه ځان خبروي اوخپل تجارت ته ترقي ورکوي .

دمارکيټ پراختيا: په خارجي تجارت کې څه ملکونه شيان واردوي اوڅه شيان صادروي نوداجناسوتبادله په ډيروسيع پيماني سره صورت نيسي نومارکيټ هم پراختياپيداکوي .(٦) .

دخارجي سوداګري مفهوم

دکلونوراپدي خواپه خاص ډول داتلسمي پيړي څخه وروسته دمستقيمو اوغيري مستقيمو وارداتو اوصادراتو موضوع داقتصاد دعالمانو له خوا دبخث لاندي نيول شوي ده اومستقيمه اوغيري مستقيمه خارجي سوداګريي اکثراً دمستقيم اوغيرمستقيم صادراتو اومستقيم اوغيري مستقيم وارداتو ترعنوان لاندي مطا لعه کړي .

مستقيمه خارجي سوداګري : په عمومي ډول هرنوع اختصار چي دخارجي سوداګري په حلقو کي منځ ته راشي نو په همغه اندازي سره مستقيم خارجي تجارت ته نيژدي کيږي

غيري مستقيمه خارجي سوداګري: که چيري يوه يا څوتصديګاني دتوليدکونکي اومستهلک ترمنځ په خارجي تجارتي معامله کي وظيفه سرته ورسوي نو پدي صورت کي دغيرمستقيمي خارجي سوداګري څخه خبري کيږي لکه دقالينو سوداګري .(٨).

په خارجي تجارت کې مشکلات

دقيمت لوړيدل : په خارجي تجارت کې اکثره مالونه لرې ځايونوته استول کيږي نوپه هغه باندي ډيرزيات مصارف راځي اودغه شان تمام شدقيمت لوړيږي .

ژبه : دژبې په وجه بعضې اوقات په خارجي تجارت کې ډيرمشکلات رامنځته کيږي دتعصب په وجه اجناس په بل ملک نه پلوري.

دسفرپه دوران کې خطر: په خارجي تجارت کې مالونه ديوځاي څخه بل ځاي ته ليږل کيږي نوپه لارکې ورته ډيرخطرات پيښيږي .

دمارکيټ داصولوڅخه خبرتيا: په خارجي تجارت کې اکثره مارکيټونه يودبل سره فرق کوي نودهغه څخه ځان خبرول داهم مشکل دي.

دحمل اونقل وسايل : په خارجي تجارت کې بعضې وخت دحمل اونقل لپاره مفيده وسيله نه پيداکيږي نواجناس ځنډيږي چې دايومشکل کاردي ځکه کيداي شي اجناس خراب شي.

دخارجي تجارت ډولونه

  • صادرات
  • واردات

صادرات : ټول هغه اجناس چې ديوهيواد په داخل کې توليديږي اونوروهيوادوته يي انتقال صورت نيسي عبارت دصادراتوڅخه دي اوکوم هيوادچې دااجناس اوخدمات صادروي هغه ته صادرونکي هيوادوايي لکه افغانستان چې وچې ميوې صادروي.

واردات: ټول هغه اجناس اوخدمات چې دنوروهيوادونوڅخه يوهيوادته داخليږي عبارت دوارداتوڅخه دي لکه افغانستان چې خوراکي شيان ،لباس اوداسې نورواردوي .(١٠).

په بهرني هيوادکې داجناسودخرڅولوطريقه :

کله چې يوتجارخپل اجناس په خپل هيوادکې په ښه قيمت خرڅ نه کړي اويادااجناس يي دصادراتولپاره توليدکړي وي نوکوشش کوي چې دااجناس بهرنيوهيوادوته صادرکړي . دلاندي طريقو څخه استفاده کوي.

تشهير: په بهرنيوهيوادونوکې داجناسودخرڅولودادټولونه اسانه طريقه ده اومصارف يي هم کم دي پدي اړه تجارخپل مال خرڅول غواړي نودهغه هيوادپه مجلو،اخبارونو،تلويزيون باندي د خپل مال اشتهارورکوي هغوي ته معلومات ورکوي ترڅوخپل مال په اسانۍ سره خرڅ کړي .

ذاتي دوره : کله ناکله تجارخپله دبل هيواددوره کوي اوځان دهغه ځاي دخلکودتقاضاڅخه ځان خبروي دغه شان خپل اجناس صادروي. خوپه دغه ذاتي دوره باندي مصارف نسبت تشهيرته ډيرراځي .

سفري نماينده گان : که چيري يوتجارنشي کولي خپله بل هيواد ته لاړشي نوخپل نماينده ليږي چې دادتجاردنده ترسره کوي اوتجاردخپل مال نموني ورکوي اوهغه هلته ښايي پدي طريقه تجارخپل اجناس خرڅوي .

بهرني ايجنسي : ځيني وختونه تجارپه بهرنيوهيوادونوکې دخپلواجناسودخرڅولولپاره ايجنسي دايجنټ په توګه مقرره وي اوبياددي ايجنسي په ذريعه خپل اموال پلوري .

په بهرنيوهيوادونوکې دڅانګوقايمول : کله چې په يوخارجي هيوادکې ديوتاجراموال په ډيره پيمانه خرڅيږي نوبيادمال دخرڅولولپاره هلته دخپل کاروباريوڅانګه قايموي اوپدي طريقه خپل اموال په بهرنيوهيوادونوکې خرڅوي چې پدي طريقه ډيرمصارف هم راځي خوډيره گټوره ده.

 

په خارجي تجارت کې دقيمتونومختلف ډولونه

Free Along Side Ship (F.A.S)

(F.A.S).1 عبارت دهغه قيمت څخه دي چې په هغي کې داصلي قيمت نه علاوه ټول هغه مصارف شامل دي کوم چې په اجناسو باندي ترکشتۍ پوري راځي.

لکه : بسته بندي،صادراتي محصول،دبندرگاه پوري ترانسپورت مصارف ،دبندرگاه مصارف.

 

٢ فوب (F.O.B) Free on Board:

فوب عبارت دهغه قيمت څخه دي چې په کوم کې داصلي قيمت اواجناس بندرګاه ته درسيدلودمصارفو نه علاوه هغه مصارف هم شامل وي يعني کوم چې کشتي ته دمال داوچتولولپاره راځي ياپه بل عبارت کله چې (F.A.S) قيمت سره هغه مصارف جمع شي کوم چې کشتۍ ته داموالوپه جګولوباندي راځي عبارت دفوب څخه دي .

.3 اکس شيف: Ex-Ship: کله چې داجناسوداخلي قيمت سره ټول هغه مصارف جمع کړاي شي کوم چې په مال باندي دواردونکي تربندرګاه پوري راځي عبارت داکس شيف څخه دي يا په بل عبارت کله چې دفوب قيمت سره دکشتۍ کرايه جمع کړاي شي اوپرمال باندي ورعلاوه شي نوداکس شيف قيمت لاسته راځي.

.4 ان باند: In Bond: ان باندنه مرادهغه قيمت دي چې داجناسوداصلي قيمت نه علاوه نورټول هغه مصارف پري ورعلاوه کيږي چې دواردونکي ددولتي گودام پوري پري راځي .

محصول شوي قيمت  Duty Paidکه چيرې داجناسوپه داخلي قيمت کې دمتباقي ټولومصارفونه علاوه داجناسووارداتي گمرکي محصول هم ورسره جمع کړاي شي نودي قيمت ته محصول شوي قيمت يا Duty Paid ويل کيږي.(٦).

 

 

 

 

 

څلورم فصل

     دملي اقتصاد دسکتورونو خپل منځي اړيکي

ملي اقتصاد دمختليفو اقتصادي سکتورونو له مجموعي څخه متشکل دي چي يوبل سره مستقيمي اړيکي لري . دملي اقتصاددپراختيا لپاره دټولو اقتصادي سکتورونو دمتوازن اوهماهنګ انکشاف ضروري کاردي . همدارنګه ددي سکتورونو دهريو بيرته پاتي والي دنوروسکتورونو دودي لپاره ستونزي اوموانع رامنځته کوي . دبلکي په توګه دصنعت سکتور دکرني سکتورته . تخنيکي وسيلي ماشيني الات دافتونو ضد درمل کيمياوي سري اونور صنعتي مواد چي کرنه ورته ضرورت لري چمتوکوي . همدارنګه دکرني سکتور دصنعت دسکتورلپاره چي زراعتي محصولات پروسيس کوي . خام زراعتي موا د اودټولو صنعتي کارګرانو لپاره غذايي مواد اوهم دصنعت دانکشاف لپاره په ابتدايي مرحله کي سرمايه برابروي دصنعت دسکتوروده ديوي خوا دکرني دسکتور دميکانيزه کولو لپاره شرايط اوزمينه برابروي چي دکروندګرو فزيکي اوسختو کارونو ته سرعت اوسهولت ورکوي اوبلي خوا دکروندګر دکار دمولديت اوعايد دلوړتيا سبب ګرځي له دي کبله په پرمختللو هيوادونوکي دميکانيزه شوي تجارتي کرنه دنفوس ډيره کمه فيصدي په کرنيزو فعاليتونو بوخت دي .دکرني دميکانيزه کولو په نتيجه کي يوشمير زراعتي کارګران وزګاريږي چي هغوي بايد دصنعت اونورو اقتصادي سکتورونو کي جذب شي نوله دي امله دصنعت دپراختيانه پرته دکرني دسکتور وده اوپراختيامشکل کاردي اوهمدارنګه دصنعت سکتور کوم چي زراعتي محصولات پروسيس کوي پرمختللي کرنيزسکتورته اړتيالري . په همدي ترتيب دتجارت اوترانسپورت سکتور دکرنيزو محصولاتو دخرڅلاو په اړوند په داخلي اوبين المللي بازارونو کي ډيرفعال نقش لوبوي دساختماني سکتور اوانجينري خدمات دکرني دسکتور دپرمختک لپاره دبندونو ، کانالونو، ذخيره خاني ، ګودامونه ، سرکونو او نوروتاسيساتوپه جوړولوکي مهم نقش لري اودکرني سکتور دنورو ټولوسکتورونو دپرمختک اومتوازن انکشاف په نتيجه کي ملي اقتصاد پياوړي کيږي .(١).

دترانسپورت سکتور

په پخوا زمانو کي د اجناسو د يو ځاي څخه بل ځاي ته وړل راوړلوکي ډير مشکلات منځته راتلل تاجرانو به مالونه په اوښانو او اسونو باندي د يو ځاي څخه بل ځاي ته وړل راوړل په دريابي لارو کي کشتي او بادباني طياري چليدلي چي د اکشتي به اکثره وخت د هوا د موافق کيدو په انتظار کي وي د اجناسو په نقل او حمل کي دغه ټولي ذريعي دسست رفتار نه علاوه غير محفوظي هم وي ددي لپاره اجناس په اساني سره د يو ځاي څخه بل ځاي ته نشو انتقاليدلي همغه وجه وه چي ددنيا په بعضي ملکو نو کي به ارزاني وه او په بعضي ملکونو کي به قحطي وه دحمل او نقل دسست رفتارو ذرايعو په وجه به د مصيبت په وخت کي يو هيواد دبل هيواد سره هيڅ رنګه کمک نشو کولي په موجوده وخت کي د ساينسي اختراعاتو په وجه نه صرف د اجناسو په پيداوارکي اضافه شويده بلکه د تګ راتګ او د مالونو په انتقال کي نوي نوي اسانتياي منځته راغلي دي په اول وخت کي به د څو سوه ميلو فاصلو طي کولو لپاره ډيري ورځي پکار وي ليکن اوس د تګ راتګ دومره تيز رفتاره وسايل پيدا شوي چي هماغه فاصله په څو ساعتو نو کي طي کولي شو دهمدغو حمل او نقل وسايلو په وجه ټوله دنيا کوچني شويده او د يو کلي حيثيت يي غوره کړيده د حمل او نقل د جديدو وسايلو په وجه اسان ددي قابل شويدي چي هغه د حمل او نقل په لارکي په ټولو خنډونو باندي غالب شي او خپل کارجاري وساتلي شي

د مولد او مصرف کونکي تر منځ فاصله اوس کومه مسله نده پاتي شوي کوم اجناس چي ددنيا په مختلفو برخو کي تياريږي هغه په اساني سره د يو ځاي څخه بل ځاي ته ليږل کيږي چيرته چي تقاضا ورته موجوده وي ددي لپاره د انتقالاتو وسايل د يو هيواد د صنعتي ، تجارتي او اقتصادي پرمختيا لپاره اهم کردار ادا کوي .

                                  د غوره انتقالاتو خصوصيات

د غوره انتقالاتو وسيلو لاندي خصوصيات بيان شويدي

١ ارام ورکونکي : د انتقالاتو وسايل بايد ارام ورکونکي او د سکون باعث وي ترڅو خلک په اساني سره او په ارام سره د يو ځاي څخه بل ځاي ته سفر وکړاي شي

٢محفوظ ( خوندي ) د انتقالاتو وسيلو دوهم ښه والي دادي چي اندخوني وي يعني اجناس د يو ځاي نه بل ځاي ته رسولو کي نقصاني نه شي

٣ تيز سرعت : انتقالاتي وسايل بايد نه صرف خوندي وي بلکي تيز رفتاره هم وه اوسي

په اوس وخت کي د وخت اهميت ډير زيات شويدي ددي لپاره ضروري ده چي د اموالو او اجناسو انتقال په سرعت سره صورت ونيسي تر څو تجارت وده وکړي

٤ کم يا فته : د انتقالاتو وسايلو د ارزانۍ په وجه د اموالو او اجناسو انتقال نه صرف په کم قيمت تر سره کيږي بلکي د اجناسو انتقال په زيات مقدار سره تر سره کيږي او مستهلکينو ضرورتونه په ښه طريقي سره پوره کيږي

٥   هروخت جريان درلودل :   د انتقالاتو غوره وسيله هغه ده چي هر وخت جريان ولري او په هغي کي هڅکله هم څه خنډ واقع نه شي تر څو د ژوند کارو بار جريان ولري

٦ لاس رسي درلودل : د انتقالاتو غوره وسايل يو خصوصيت دادي چي هغي ته هر وخت لاس رسي ممکنه وي

٧ دشتون ځاي :   د ښه انتقالاتي وسايلو د شتون ځاي ښه په کار دي د ښه شتون ځاي څخه مقصد دادي چي د غوره وسايلو ته سامان رسول او حاصلو ل اسان وي دا بايد د تجارتي او صنعتي ادارو ته نږدي وي

٨   اقتصادي پر مختګ : د انتقالاتو وسايل بايد پرمختللي او جديد وي تر څو د هيواد په اقتصادي پرمختګ کي اضافه وکړي شي.

د انتقالاتي وسايلو قيسمونه

انتقالاتي وسايل لاندي قيسمونه لري

١ ځمکني               ٢   سمندري                     ٣     هوايي

١ د انتقالاتو ځمکني وسايل :

د ځمکي له لاري د سامان په حمل او نقل کي لاندي وسايل استعماليږي

١ لارۍ ګاني او موټرونه

٢ ريل پتلي ( ريل ګاډي )

٣ پايپ لين

١ لاري ګانۍ او موټرونه :   لارۍ ګاني او موټرونه د ساينسي پر مختګ اختراع ده پدي اختراع سره د کارو بار مالک او د مستهلک تر منځ فاصله تقريباً ختمه شويده ځکه چي د لارۍ او موټرپه ذريعه دروند مقدار سره مالونه نورو ځايونو ته په اساني سره انتقال کيداي شي

دانتقال دغه وسيله دريل ګاډي څخه هم غوره ده ځکه چي لارۍ اوموتر دتاجر دوکان ته په آسانۍ سره رسيدلي شي ليکن دريل ګاډي په صورت کي سامان دريل ستيشن ته دراوړلو لپاره خرګاډي ،موتر يا لارۍ استعمال ضروردي ددي نه علاوه دريل ګاډي په ذريعه سامان ليږلو لپاره ډير زيات کاغذي کاروايي ته ضرورت وي.

غټو غټو کاروباري ادارو د مال دا نتقال لپاره خپل موترونه اولارۍ ساتلي وي چي ددي په وجه نه صرف داچي داجناسو په انتقال کي په اخراجاتو کي پس انداز کيږي بلکه دترانسپورت ايجنسيو نه هم ورته خلاصي حاصليږي داجناسو دبسته بندۍ په اخراجاتو کي هم کمي کيږي . داجناسو دا شتهار په اخراجاتو کي هم کمي راځي . ځکه چي داجناسو متعلق اشتهار په لارۍ او موتر باندي لګول کيږي .دمثال په ډول ددوايانو کمپني خپل ددوايا نو اشتهار په هغو موترونو نصبوي چي پرچون فروشانو ته دوايات تو ضيع کوي.

دسرک دترا نسپورت خصوصيات:دسرک دترانسپورت خصوصيات په لاندي ډول دي

١- دزرخرا بيدونکو اجناسولپاره دا زريعه ډيره منا سبه ده

       ٢-دسرک د ترا نسپورت دراوانګي او مقصود منزل ته د رسيدو وختونه مقررنه وي

٣ –   د سرک په ترانسپورت کي اکثره لارۍ ګاني او موټرونه استعماليږي چي د هغوي کرايه مقرره نه وي بلکه د حالاتو مطابق په کرايه کي کمي او زياتي کيږي

٤ – د سړک د ترانسپورت په ذريعه اجناس په مستقيم ډول بارول کيداي شي او منزل مقصود ته په مستقيم ډول رسول کيداي شي

٥ – د سړک د ترانسپورت لپاره سړکونه په اسانۍ سره جوړيږي

٦ – په لږ مقدار کي د لږي فاصلي پوري د مال د انتقال لپاره دادټولو نه غوره وسيله ده

٧ – د سړک د ترانسپورت لپاره د کمي پانګي ضرورت وي

ريل ګاډي

د بخار د اختراع نه وروسته ريل ګاډي جوړ شو . نن په جديد دور کي د ځمکني انتقالاتي وسيلو کي ريل ګاډي ته هم مقام حاصل دي – د ريل ګاډي د روانيدلو لپاره دريل پټليو غزول پکار دي چي په ميداني علاقو کي خو اسان کاردي لکن په غريزو علاقو کي د پټليو غزول نه صرف مشکل کار دي بلکي قيمتي هم دي همدغه وجه ده چي په غريزه علاقو کي دغه وسيله د انتقالاتو په کمه اندازه پيداکيږي .

د ريل ګاډي په واسطه اجناس او اموال په ډير زيات مقدار سره د يو ځاي څخه بل ځاي ته په ډير کم مصرف سره انتقاليږي

د ريل ګاډي خصوصيات:

١ د پايدار او زر نه خرابيدونکو اجناسو د انتقال لپاره ريل ګاډي بهترينه وسيله ده .

٢ د ريل ګاډي په وسيله د مال دليږلو کرايه مقرره وي .

٣ د سفر په دوران کي که چيرته اجناسو ته   کوم نقصان ورسيږي نو دهغي زمواري دريل ګاډي په مالک باندي وي .

٤   په زيات مقدار سره اجناس د ليري پرتو علاقو پوري د رسولو لپاره دا غوره وسيله ده

٥   ريل ګاډي د اجناسو د انتقال لپاره د اعتماد وړ وسيله ده په واوره ، تندر ، باران او شديد موسم په صورت کي د انتقال نوري ټولي وسيلي متا ثره کيږي خو ريل ګاډي نه متاثره کيږي .

پايپ لينونه :

د مايع اجناسو او ګاز د انتقال لپاره د ټولو نه غوره وسيله پايپ لين دي ددي انتقالاتي وسيلي د ټولو نه اهم خصوصيت په لاندي توګه بيان شوي دي

١ پايپ لين د مايع اجناسو او ګاز د انتقال لپاره ارزانه وسيله ده ددي لپاره د ريل ګاډي لارۍ وغيره ضرورت نشته

٢ پايپ لينونه په اساني سره غزول کيږي ددي لپاره د لارو يا سړکونو وغيره د جوړولو ضرورت نشته

٣ پايپ لين د انتقال لپاره د اعتماد وړ وسيله ده په باران ، تندر، واوره او شديد موسم کي نوري ټولي وسيلي متاثره کيږي ولي پايپ لين نه متاثره کيږي .

٤ پايپ لين د انتقال تيز رفتاره وسيله ده ددي په وسيله مايع اجناس يعني تيل او ګاز په ډير سرعت سره ديو ځاي څخه بل ځاي ته انتقاليداي شي .

٥   د پايپ لين په ذريعه د تيلو او ګازو د انتقال لپاره د دومره کاغذي کاروايي ضرورت نه وي لکه څرنګه چي د ريل ګاډي په ذريعه يا بحري بيړي په ذريعه د اجناسو د انتقال لپاره وي .

٦ مايع اجناس مثلا د څښلو اوبه ، ګاز ، پټرول ، ډيزل ، او تيلو د انتقال لپاره د انتقال دا وسيله په پراخه پيمانه استعماليږي – د پايپ لين په ذريعه د خلکو کورنوته د څښلو اوبه او ګاز په ډيره ښه طريقه انتقاليږي.

د انتقال بحري وسيلي:

د انتقال بحري وسيلي په دوه ډوله دي

١ لانچونه : لانچونه په عام ډول د هيواد په داخل کي د اجناسو د انتقال لپاره استعماليږي د لانچونو په ذريعه اجناس نه صرف د يو ځاي څخه بل ځاي ته په رسولوکي اخراجات کم راځي بلکي اجناس هم په زيات مقدار انتقاليداي شي

٢   بحري طياري : د انتقال دا وسيله اکثره د غير ي ملکي تجارت لپاره استعماليږي ددي په ذريعه اجناس ددنيا ليري پرتو هيوادنو ته په اسانۍ سره رسول کيږي د انتقال دغه وسيله د اجناسو دانتقال لپاره د ټولونه غوره ده ځکه چي ددي په ذريعه دزيات وزن او د زيات حجم لرونکي اجناس مثﻻً لرګي ،سمنټ ، وغيره په کم مصرف سره انتقاليداي شي

د بحري وسيلو خصوصيات :

١ د انتقالاتو ددي وسيلي لپاره د سړکونو جوړولو يا ريلوي کرښو غزولو ضرورت نشته .

٢   د يو هيواد نه بل هيواد ته د اجناسو د ليږلو لپاره دا وسيله غوره ده.

٣   د انتقال دا وسيله سست رفتاره ده .

٤ کوم اجناس چي زر خرابيږي او ضايع کيږي د هغو ي د انتقال لپاره دا وسيله مناسبه نه ده .

٥   د انتقالاتو نورو وسيلو په نسبت دغه وسيله کي دا جناسو د ضايع کيدو امکانات زيات وي .

٦ د پايدار وزني او د زيات حجم لرونکو شيانو لپاره دا غوره وسيله ده .

٧   په نړيوال تجارت کي د اجناسو د انتقال لپاره په زياته اندازه همدغه وسيله استعماليږي .

٨ د اجناسو د انتقال لپاره دا وسيله د ټولو نه ارزانه ده .

د انتقالاتو هواي وسيله:

د هوايي حمل او نقل لپاره هواي طياري استعماليږي په اول وخت کي هواي طياري صرف د انسانانو د يو ځاي څخه بل ځاي ته د انتقال لپاره استعماليدي ليکن اوس داسي طياري جوړي شوي دي چي د بار برداري لپاره استعماليږي د انتقالاتو دغه وسيله د ټولو نه تيز رفتاره ده هواي طياري سل ګونه ميلونه فاصله په څو ساعتو نو کي طي کوي دغه وسيله د ټولونه قيمتي ده خو د کم وزني او قيمتي اجناسو انتقال لپاره ډيره مناسبه وسيله ده .

د انتقالاتو د هواي وسيلي خصوصيات :

١ دا دټولو نه تيز رفتاره انتقالاتي وسيله ده ددي په وجه د مختلفو هيوادونو تر منځ فاصلي کمي شوي دي .

٢ نازک ، کم وزن او زر ضايع کيدونکو اجناسو لپاره د انتقال دغه وسيله ديره مناسبه ده .

٣ د اجناسو دانتقالاتو لپاره داد ټولو نه قيمتي وسيله ده .

٤   د انتقالاتو ددغي وسيلي لپاره پانګه په زيات مقدار پکارده .

٥ د انتقالاتو ددغي وسيلي څخه صرف هغه علاقي يا ښارونه استفاده کولاي شي چيرته چي هوايي ډګرونه موجود وي .

٦ د اجناسو د انتقال لپاره دا وسيله په محدوده پيمانه استعماليږي .(٩).

دمخا برا توسکتور

د مخابراتو مفهوم :   مطلب د خبر رسول او اړيکه ټينګول دي – په مخابراتي وسايلو کي ټولي هغه وسيلي شاملي دي چي د پيغام رسولو او خبررسولو لپاره استعماليږي

مخابراتي وسيلي

١   تيلفون       ٢ ټليکس   ٣   وايريس ( بيسيم   )   ٤ فاکس ماشين ٥ موبايل

٦ انترنيټ

١ تيلي فون: تيلي فون د سکاټ لينډ او سيدونکي اليګزنډر ګراهم بيل اختراع ده.ګراهم بيل ګونګو اوکڼو ماشومانو ته درس ورکولو _هغه پدي اصولو باندي ډير ښه پوهيده چي دآواز څپي دغوږپردوسره ټکر کوي اوديو ځاي څخه بل ځاي ته رسيږي .دقدرت ددي اصولو په نظرکي نيولو سره هغه په ١٨٧٧م کال کي د تيلي فون په جوړولوکي کامياب شو. تيلي فون دکاروباري ادارو لپاره ډير ګټوردي .همدغه وجه ده چي داپه ډيره کمه موده کي ډير مقبول شو _دتيلي فون په واسطه دفاصلو لري والي ختم شوي دي . په دوه مختلفو ځا يونو کي ناست افراد دتيلي فون په واسطه په خپل منځ کي خبري اتري کو لي شي _ددي په ذريعه يو تا جر په خپل کورکي دهيواد دمختلفو مار کيټونو څخه تازه نرخونه حاصل کوي او داجناسو دپيرودلو او پلورلو معاهده کوي .دتيلي فون په واسطه کاروباري اشخاص داجناسو نوي تقاضا اونوي مارکيټونو تلاش کوي او کا روبا رته پر اختيا ورکولي شو.

تيلي فون صرف دتجارت دپر مختګ او پراختيا لپاره دا هميت وړنه دي بلکه داد سرکاري دفترونو لپاره هم ډير مفيد دي _دتيلي فون نظام دخط او تار څخه غوره دي چي لاندي وجو هات لري.

  • دتيلي فون په واسطه په مستقيمه توګه بل شخص سره دخبرو کولو مو قع          حا صليږي.
  • په تيلي فون کي دخبرو کولو لپاره دا لفاظو په تعداد باندي کومه پا بندي نه وي خو په تار کي کو شش کيږي چي پيغام مختصر وي ځکه چي پدي باندي مصرف دالفاظو دتعداد په حساب سره راځي.
  • دتيلي فون په واسطه پيغام دخط او تار په نسبت زررسيږي.
  • په خط او تار کي کومه نقطه په غوره تو ګه نشي واضح کيدي ليکن په تيلي فون کي هره نقطه په آساني سره وا ضح کيداي شي

٢ ټيلکس : ټيلکس د پيغام رسولو يو ه تيز رفتاره وسيله ده چي د هغي په واسطه د پيغام ليږلو لپاره د ټاپ ماشين په شان يو قسم ماشين استعماليږي کله چي ددي ماشين په واسطه کوم بل ځاي ته کوم پيغام ليږل کيږي نو د پيغام ليږونکي ته په دفتر کي په ماشين باندي پيغام د کاغذ پر مخ پرنټ کيږي او همدغه پيغامات په همدغه قسم ماشين باندي په هغه دفتر کي د کاغذ پرمخ دوباره پرنټ کيږي چيرته چي پيغام رسول مقصود وي – هغه تجارتي اداري چي دهغوي کارو بار ډير پراخ وي او دهغي هيواد په داخل کي او د هيواد څخه د باندي ډير ي څانګي وي نو هغوي د پيغام رسولو لپاره اکثره همدغه وسيله استعمالوي.

٣ وا يريس ( بيسيم ) : د وايريس مطلب دي د تار يا سيم نه بغير وايريس يعني د بي تاره پيغام رسوني نظام يو داسي نظام دي چي د هغي لپاره د پيغام ليږلو لپاره د تيليفون پشان د کوم ارتباطي تار وغيره ضرورت نه وي بلکه يو ماشين چي هغي ته وايريس وايي د هغي په واسطه کوم بل ځاي ته پيغام ليږل کيداي شي .

٤ فکس ماشين : فکس ماشين د يو ځاي څخه بل ځاي ته د پيغام رسولو جديدترين ماشين دي – ددي ماشين په واسطه پيغامات کټ مټ په اصلي شکل کي بل ځاي ته فوري ليږل کيداي شي د فکس ماشين د تيليفون سره رابطه وي – کله چي يو شخص يا اداره کوم بل شخص يا اداري ته کوم پيغام فکس کول غواړي نو هغه اول په تيليفون باندي رابطه کوي او هغه خبروي چي هغه کوم پيغام يا اسناد فکس کول غواړي . بيا چي کوم پيغام يا اسناد فکس کوي نو هغه په فکس ماشين کي اچول کيږي دغه پيغام يا اسناد بالکل د اصلي کاپي په شکل کي بل فکس ماشين کي په فوري تو ګه تياريږي او حاصليږي . د فکس ماشين په واسطه پيغامونه د هيوادنه د باندي هم فکس کيداي شي

٥ موبايل ( تيليفون ): موبايل فون د تيلي فون جديد ترين شکل دي دغسي تيلي فون ته موبايل يا ګرځنده فون هم ويل کيږي ځکه چي دا په کوم خاص ځاي يا عمارت کي نصب نه وي بلکه چيرته چي مصرف کونکي يا استعمالونکي ځي دغه فون د هغه سره حرکت کوي او هغه چي د هر ځاي څخه و غواړي ددي پواسطه نورو ادارو يا افرادو سره رابطه قايمولي شي .

٦ انترنيټ : انترنيټ د مخابراتو يو جديده او د ټولو نه د تيز سرعت لرونکي وسيله ده . د انترنيټ پواسطه کارو بار ي معاملي په څو سيکينډونو کي طي کيږي انترنيت د ميلونونووړووړو شبکو نتيجه ده دغه شبکي دولتي ، دفاعي ، ټولنيز ، تجارتي او تعليمي ادارو جوړي کړي – انترنيټ کمپيو تر د تيليفون تارونو ، مخابراتي سيارو او د کيبل په ذريعه منسلک کوي . د انتر نيټ په استعمال سره دنياد يو عالمي کلي شکل اختيار کړي

د مخابراتو اهميت

  • د کارو بار پراختيا : د لرو ځايونو تجاران د پرمختللو مخابراتي سيستم په واسطه په پوره ډول يو د بل سره رابطه نيسي او دغه شان تجارتي اړيکي ټينګوي او کارو بار پراختيا پيداکوي .
  • په گټه کي اضافه والي : د مخابراتو په ذريعه تجارانو ته د ملک دننه او دباندي مارکيټونو معلومات حاصليږي اوپه کوم هيواد کي چي اجناس ارزانه وي دهغي ځاي اجناس اخلي او هغه ځاي کي چي اجناس قيمته وي هلته يي خرڅوي .
  • په صادراتو کي زياتوالي : د مخابراتو په ذريعه ملک ددي قابل جوړيږي چي د ملک توليدات دضرورت څخه زيات اجناس هغه ملک ته ليږي چي دهغوي ضرورت وي .
  • د نوو مارکيټونو تلاش : د مخابراتو په ذريعه دهغه نوو مارکيټونو معلومات حاصليږي چيرته چي کارو باري اداري خپل شيان خرڅوي .
  • د مولد او تاجر تر منځ رابطه : د مخابراتو په ذريعه د مختلفو مما لکو او علاقو مولدين او تجاران خپل منځ کي په اساني سره رابطه قايمولي شي تجار مولد ته معلومات ورکوي چي د کوم شي ته په مارکيټ کي ضرورت دي .
  • د کار زياتوالي : د مخابراتو په ذريعه په داخل د ملک او بهر د ملک د کار څخه معلومات حاصليږي او بيروز ګاره خلک ځان هغه ځاي ته رسوي .
  • صادراتو او وارداتو کي زياتوالي : د مخابراتو په ذريعه د صادرونکي او واردونکي ترمنځ رابطه قايميږي او تجارتي ادارو ته د اجناسو رسول نورو مارکيټونو ته اسانيږي چي ددي په نتجه کي په صادراتو او وارداتو کي زياتوالي راځي .(٣).

توريزم په افغانستان کي

د توريزم تاريخچه

افغانستان د اسيا په زړه کي واقع هيواد دي چي د ډيرو کالونو را پد يخوا د تجارتي کاروانونو تګ راتګ باالخصو ص د وريښمو تجارت چي د چين څخه د غربي اروپا پوري او همدارنګه نورو غير سوداګريزو توکو انتقال نورو هيوادونو ته د افغانستان د لاري صورت نيولي دي .

له هذا مر حوم عبدالوهاب (طرزي ) چي يو پوه شخصيت وه د اروپايي ممالکو او تورکيه د توريزم د صنعت په برخه کي په کافي اندازه تجربه درلوده ( ١٣٣٧ هـــ ش) چي(١٩٥٨م)سره سمون خوري دمطبوعاتو په جنوبي برخه کي په کابل کي تاسيس شوه ديوکال څخه وروسته يعني په (١٣٣٨هـ) دسياحينو لمړني ګروپ داروپا څخه په افغا نستان کي دآسونو اوګاډيو په ذريعه دکابل په ښار کي دګرځيدلو ابتدايي کارشروع اوپه (١٣٤٤هـ)کال کي د(١٠٢)نوروخارجي هيوادونو تر څنګ يي دنړيوال توريزم د سازمان عړيتوب يي تر لاسه اووروسته يي بيا په هغه فغا ليتونو کي چي تورستي بڼه درلوده فعالانه سحم واخيست.

په افغانستان کي دتوريزم فغاليتونه:

دافغانستان د توريزم سازمان ديو تعداد هيوادونو لکه دايران اسلامي جمهوريت پاکستان،بنګله ديش ،هندوستان ،سريلانکا ،ما لديف او نيپال تر څنګ جنوبي آسيا د سازمان دفعال غړي په توګه ګام کيښود اوپه افغانستان کي دتوريزم د صنعت دانکشاف په برخه کي لازمو سهولتونو شرايط رامنځته کړل .اودافغانستان دولت ته يي ښه عوايد په لاس ور کړي او همدارنګه د تمدن ،تاريخ ،کلتور ،قديمي اثار اوکلتور له نظره افغانستان نړيوالو ته معرفي کړي.

د(١٣٥٧هـ ش)کال څخه دمخه هر کال په حدود د(٩٠٠٠٠-١٢٠٠٠٠)سياحين دملک څخه به يي ديدن کاوه اوهرکال به په حدود د(٣٧)ميلونه ډالره ددي لاري څخه عوايد لاس ته راتلل .د(١٣٨٣هـ)کال نه راپديخوا تر نن پوري په حدود(٤٠٠٠)تعداددسياحينو دافغانستان خاوري ته داخل شو پدي او په حدود(١٠٠)شرکتونو او (٨)رستورانتونه دافغانستان د توريزم د سازمان څخه يي دفغا ليتونو جوازنامه اخيستي ده.

د افغانستان د توريزم سازمان د قانون داوسيدو د تاسيس مقرره اساس نامه او دنورو اړونده موضوعاتو لرونکي ده چي په حدود د ( ١٤٠) عراده جات او ( ٥٠٠) کارمندان لري

په افغانستان کي د توريزم د سازمان عوايد د ١٣٨٣ کال څخه تر نن ورځ پوري

په افغانستان کي د توريزم د سازمان عوايدو عمده مدرک تورستي شرکتونه او رستورانتونو ته دجواز ورکول او سياحينو ته د ندي ورکړي دي هغه عوايد چي تورستي شرکتونوته د جواز د ورکړي په بدل کي لاس ته راځي ولي له هر تورستي شرکت څخه ٢٢٠٠ ډالره اخستل کيږي او شرکتونه دغه پيسي ملي بانک ته تاديه کوي د يادولو وړده چي هر تورستي شرکت بايد هر کال ٢٢٠٠ ډالر دولت ته ورکړي د عوايدو بله برخه يا مدرک د سياحينو دونډي د تمديد څخه دي چي دهر تورست ( سياحين ) دونډي د تمديد له درکه (١٠ ) ډالر ه اخستل کيږي د ١٣٨٣ کال نه بيا تر نن ورځ پوري مجموعاً په ١٦٤٤٠٠٠ حدود ډالر د توريزم له درکه عوايد ددولت خزاني ته داخل شويدي چي دا پخپله د هيواد د ملي عايد يوه برخه جوړه وي

دتوريزم اقتصادي او ټولنيز اهميت

١ د سوداګري د تقوي سبب ګرځي

٢ د هيواد عنعنوي توليداتو پلورل

٣ د صادراتو زياتوالي

٤ د دولت لپاره عوايد

٥ د عنعنوي توليداتو رسول نړيوال مارکيټو نو ته

٦ د کلتور، تمدون ، تاريخي اثارو او طبعي مناظرو له نګاه د ملک معرفي کول نړيوالو ته .(١١).

دزراعت دسکتور اهميت او پيژندنه :

کرنه د مادي توليد اساسي برخه ده چي د نړي دډيرو هيوادونو په تيره بيا د بيرته پاتي او پرمختيايي هيوادونو په ټولنيز مجموعي توليد کي فعاله ونډه لري همدارنګه د نفت لرونکي هيوادونو څخه پرته د نړي دټولو پرمختيايي هيوادونو د بشري قوي زياتره برخه د کرني په سکتور کي مصروف ده چي په دي توګه ددي هيوادونو د صادراتو او ملي عايد عمده برخه کرنيز محصولات تشکلوي کرني دبشري تاريخ په اوږدو کي عمده رول لوبولي دي او کرني اهميت په ټولنيز مجموعي توليد کي او هم د ټولني او داقتصاد د پرمختګ سره مخ په زياتيدو دي .

هغه وخت چي صنعت او د اقتصاد نورو سکتورونو ډير پرمختګ نه وو کړي نو د بشر ټول توليدي فعاليتونه يوازي د کرني پوري اړه لرله خود صنعت او د اقتصاد د نورو سکتورونو د انکشاف سر بيا هم کرني خپل نقش فعال ساتلي ځکه چي کرنه د انسانانو لپاره غذايي توکي او دصنعت لپاره حام توکي برابروي همدارنګه د اقتصاد د انکشاف په اوله مرحله کي کرنه د نورو سکتورونو د انکشاف لپاره سرمايه او دځينو صنعتي جنسونو د خرڅلاو لپاره مارکيټ برابره وي

کرنه د فن په توګه

فن په لغت کي هغه رويش ته وايي ليکن کرنه د فن په توګه د انسانانو دژوند کولو د يو طرز يايو رويش په مفهوم استعماليږي .

دانکشاف په اساس کرنه د فن په توګه د انسانانو يو شمير فعاليتونه دي چي د هغي د ليارس د طبعيت د بيولوژي شتمني څخه د بشري ټولني د بقا لپاره ګټه اخستل کيږي .

دمثال په توګه:دنباتاتو څخه استفاده چي دځمکي کرلو اوبو لګولو په نتجه کي په لاس راځي .

.دخيواناتو څخه استفاده چي دښکار اوددام وسايلو په واسطه ترسره کيږي ياداچي اهلي خيوانات روزل کيږي اودهغوي دمحصولاتو څخه ګټه پورته کيږي.

دخيواني اونباتي محصولاتو دساتني اوپروسيس عمليه په ابتدايي اومحلي طريقو سره.(١).

نړيوال کرنيز تجارت:-

خوراک د انسان بنيادي ضرورت دي ليکن کله يو ملک کي وچ کالي راځي او کله ډير زيات بارانونه کيږي نوپه دغه وخت کي زراعت د ضرورتونو د ورکولو څخه قاصر کيږي او نشي کولاي چي ټول ضرورتونه پوره کړي نو په دغه وخت کي د نورو ملکونو څخه اجناس په لاس راوړي او دغه شان نړيوال کرنيز تجارت منځته راځي.(٧).

د کرني او صنعتي پرمختګ تر منځ اړيکي

١ . صنعتي او کرنيزه څانګه يو دبل په ضد نه دي بلکي د هيواد په اقتصادي پرمختګ کي دواړه د يو بل ملاتړ دي په پرمختيايي هيوادونو کي د صنعتي او نورو څانګو په پرتله د هيواد د نفوسو لويه برخه د کرني په څانګه کي مصروف دي کرنيز پرمختګ له يو طرفه د کرنيز او نا کرنيز زياتيدونکي نفوس لپاره خوراک برابروي او له بل طرفه د کرني پر اساس باندي د ايجاد شوو صنعتونو لپاره خام تو کي برابروي د کر نيزو پرمختګونو څخه د صنعتي اجناسو لپاره د تقاضا پيدا او سپما کي زياتوالي کيږي د حکومت په عوايدو کي زياتوالي کيږي خارجي اسعار حاصليږي چي د هغي په مرسته د سرمايو ي اجناسو وارديدل ممکن کيږي چي له دي څخه د صنعتي پرمختګ عمل پيل کيږي د کرنيز پرمختګ څخه د کوچني او منځيني درجي صنعتو نه پرمختګ کوي .

٢ . کله چي کرنيز پرمختګ پيل کيږي نو ددي په نتجه کي په کرنيز ه څنګه تو ليدي قدرت زياتيږي له دي څخه اضافي کرنيز مزد پيدا کيږي او د عوايدو په ويش کي د کرنيزي څانګي برخه زياتيږي د کرنيزو عوايدو د زياتيدو څخه له يو طرفه حکومت ته د کرنيزو ټکسونو په صورت کي زيات عوايد حاصليږي او له بله طرفه کرنيز ه سپما کي زياتوالي کيږي او د کرنيزي سپما صنعتي څانګه کي کيمياوي سرو ، چينجي وژونکي دوا ، مشينري ټراکتور ونو او داسي نورو ته هم تقاضا پيدا کوي په کرنيز و عملياتو کي له زياتوالي څخه په اطرافو کي د زيات کار جذبو نکي پروژي شروع کيږي له دي څخه هم په صنعتي پرمختګ کي کاراخيستل کيږي .

٣ . کله چي کرنيز ه څانګه کي صادريدونکي کرنيزو اجناسو کي تو ليدي قدرت زياتيږي نوپه کرنيزو صادراتو کي زياتوالي پيدا کيږي له دي څخه دخارجي اسعارو د تبادلي امدن زياتيږي ددي پراساس باندي سرمايوي اجناس ، خام مواد او داسي نور وارديږي چي له دي څخه صنعتي پرمختګ ممکن کيداي شي سربيره پردي کله چي کرنيزه څانګه کي د خوراک توکي او توليد زياتيږي . نو خوراکي توکي به نه وارديږي دارنګه به خارجي اسعار سپماشي او دابه د سرمايوي اجناسو په وارديدلو باندي مصرف شي چي له دي څخه به د صنعتي پرمختګ سرعت ګړندي شي چي په نتيجه کي يي تجارت هم پرمختګ کوي .

د زراعت ځيني ستونزي او د هغي مخنيوي

همدارنګه د زراعت د پرمختګ لپاره ډير داسي فعاليتونه شته د ي چي د عادي کروندګرو په توان کي نه دي او ځيني پروګرامونو د اجرا لپاره د حکومت مداخله ضرورت ده د بيلګي په تو ګه

  • د تالابونو او زابرانونو کيندلو پروګرام.
  • د سيلابونو د تخريب څخه د مخنيوي لپاره لازم تدابير نيول.
  • د اصلاح شوو تخمونو چمتو او تهيه کول او ترويجول.
  • د کرني د ماشيني کولو لپاره شرايط برابرول .
  • د نارغيو او افاتونو په مقابل کي منظمه مبارزه کول.
  • د تحقيق او تر ويج لپاره لازم تدابير نيول .
  • د پور او قرضي لپاره د مناسبو شرايطو برابرول.
  • د کليو د پراختيا لپاره د ضروري وسيايلو او امکاناتو برابرول . لکه د سړکونو ، ريلوي لين ، ټيليفون سيتم ، پوسته خاني ، ښونځيو ، روغتونو او نورو وسايلو جوړول .
  • د کرنيزو محصولاتو د توليد په ارتباط مستقيماً مداخله کول زميندران د زراعت په سکتور کي د سرمايي اچوني لپاره تشويق اوترغيب کول .
  • په مارکيټ کي د کرنيزو محصولاتو د نرخونو کنټرول او ټينګښت ثبات .
  • د کرني د انکشاف لپاره د اوږدي مودي پلانونو جوړول او داسي نور.(١).

د زراعت سکتور اهميت په تجارت کي

په لومړي سرکې انسانانوخوراک اولباس ته ضرورت لروچې ددې ضرورت درفع کولولپاره يي ځمکه په کارواچوله اودځمکې څخه دغه ضرورتونه رفع کول په اول سرکې دانسانانوضرورتونه ډيرکم ووخوورو ورودغه ضرورتونه زياتيدل چې دې دځمکې ابادي هم زياته شوه اودضرورتونونه علاوه تجارتي شکل يي اختيارکړه چي دي سره زراعت نورهم پرمختګ وکړه.همدارنګه ديوي خواخلکوته خوراکي موادبرابروي اوله بل طرفه دصنعت لپاره خام موادبرابروي په کرنيزپرمختګ سره دخکومت په عوايدو کي زياتوالي رامنځته کيږي چي دي سره بهرني اسعارحاصليږي چي دغه اسعار بيا دکرني دپرمختيا لپاره په کاروړل کيږي دغه شان تجارت ته ﻻر هواريږي .

کله چې دکرني په سکتورکې په کرنيزصادراتي اجناسوکې دتوليدقوت زياتيږي نوورسره کرنيزصادرات هم زياتيږي اوبهرني اسعارپه زياته اندازه هيوادته راځي اودغه شان کولي شوچې په زياته اندازه سرمايوي اشيااوخام موادراواردکړواوله واردشووموادوڅخه په صنعتي پرمختگ کې گټه واخلواودصنعت دپرمختگ سره داجناسوتوليدزياتيږي اوتجارت پراختياکوي. که چيرته حکومت دکرني دسکتورسره مرسته وکړي نوکرنيزتوليدات به په ارزانه بيه ترلاسه شي نوصنعتي اجناس به هم کم مصرف سره توليدشي چې دې سره زموږتجارت نورهم پرمختگ وکړي . کچيرته دکرني سکتورته پراختياورکړل شي نودې سره زموږ صادرات زياتيږي اوکوم اسعارچې موږ ته پلاس راځي هغه مونږدخاموموادولپاره په کاراچووچې دازمونږدصنعت دپرمختگ سبب گرځي اوبالاخره دتجارت دپراختيالامل گرځي ځکه چې دملي اقتصادسکتورونه يودبل سره دوه اړخيزي اړيکي لري .(٧).

د صنعت دسکتور پيژندنه او اهميت:

تعريف : صنعت د خامو او لومړنيو موادو د بڼي بدلون او تر لاسه کول دي چي د وګړو د په کار کيدو او استفادي لپاره په هغوي باندي تغير او صنعت عمليه تر سره کيږي د بيلګي په تو ګه که لرګي د خامو تو کو په تو ګه و بولو کله چي ترکان له هغه څخه کړکي ، ميز او ددروازي او يانور څه جوړوي نو همدا د صنعت او پروسي څخه عبارت ده .(٥).

يا په بل عبارت ټول هغه فعاليتونه په صنعت کي راځي چي د هغي تعلق د اجناسو او خدماتو توليد سره وي دغه شان زراعت ، کان کني ، ماهي ګيري ، کارخانه داري اد داسي نور ټول په صنعت کي راځي چي دا بيا په دوه برخو ويشل شوي

١   ابتدايي يا استخراجي صنعت       ٢   ثانوي صنعت

١:ا بتدايي يا استخراجي صنعت: په استخراجي صنعت کي ټول هغه صنعتونه شامل دي چي دهغه تعلق خامو موادو توليد وي مثال :زراعت ،کان راويستل ،ماهي ګيري اوداسي نور ابتدايي صنعتونه دي په ابتدايي صنعت کي انسان خپله کوم شي نه توليدوي بلکي هغه ديو محصوص عمل په ذريعه قدرتي وسايل او پټي خزاني حاصلوي مثال:يو دهقان په ځمکه کي دزراعت يو محصوص عمل تر سره کوي چي دهغي په نتيجه کي فصل کيږي.

٢:ثانوي صنعت :ثانوي صنعت څخه مراد هغه عمل دي چي په هغوي کي خام موادزيات مفيد شکل باندي تبديليږي داعمل په هغه ټولو شکلونو باندي مشتمل دي چيرته چي دخامو موادو څخه مختلف قسمه اجناس او خدمات توليديږي دي عمل ته کار خانه داري هم ويل کيږي .

دمثال په ډول غنم دزراعت په مرحله کي دابتدايي صنعت توليد دي مګر کله چي ددي څخه د سيلو په فابريکه کي ډوډۍ اوډبل ډوډۍ جوړيږي نو دي عمل ته ثانوي صنعت ويل کيږي.(٣).

د صنايعو د رامنځته کيدو او پرمختيا شرا يط

د صنايعو رامنځته کيدل او د هغو پرمختيا په يو شمير ټاکلو شرايطواو عواملو پوري تړلي وي که چيري يو ه سيمه او هيواد کي دا ډول شرايط برابر وي نود هغي سيمي او هغه هيواد خلک به ډير نيکمرغه وي او صنعت ته به وده ورکړاي شي او خامخا به د ښه ژوند خاوندان شي دواړه ډوله صنايع ( لاسي او ماشيني )

١ . د خامو او لومړنيو سرچينو او صنايعو شته والي

٢ . د انرژي توليدونکي توکي

٣ . ترانسپورت

٤ مارکيټ يا دخرڅلاو بازار.(٥).

د صنعتي پرمختګ په خاطر د مالي وسايلو تهيه

١ . د بشر ي قوي انتقال د کرني د سکتور څخه صنعت سکتور ته

مونږ د ليوس او رينس په ماډلونو کي دا خبره مخکي بيان کړيده چي د کرني په سکتور کي زيات کار موجود وي نو که چيري دغه بشري قوه د کرني د شعبي څخه د صنعت سکتور ته انتقال شي مګر داچي ددوي په مجموعي مصرف کي کوم تبديلي رانشي او همدا رنګه هغوي ته مامورين د ګذاري وړ مزد ورکړي پدي توګه مامورين به يو څه پس انداز لاس ته راوړي کوم چي دوباره په پانګه اچونه کي په لګولو سره په اقتصاد کي د صنعتي پرمختګ لپاره د مالي وسايلو په تهيه کولو کي لګولي شي .

٢ . د صنعت سکتور لپاره کرنيز ترغيب .

اکثره وختونه د خصوصي پانګه اچوونکو وسايل دومره ډير نه وي چي هغه لوي صنعتونه پيل کړي پداسي حالاتو کي صنعتونه بايد د خپل تمويل لپاره د بانکونو څخه قرض واخلي نو پدي سلسله کي که چيري دولت مخصوص قرض ورکوونکي اداري جوړي او د سود په کمه اندازه پانګه والو ته قرض ورکړي همدارنګه سوداګريز بانکونه هم د سود په کمه اندازه پانګه والو ته پور ورکوي او ددي تر څنګ مرکزي بانک سوداګريز و بانکونو ته قرض په کم سود ورکړي چي پدي سره پانګي اچوني تمويل رامنځته کيږي

٣ .دصنعتي سکتور لپاره مالياتي ترغيب .

د صنعتي سکتور لپاره د مالي وسايلو د تهيي په سلسله کي دولت په مالياتي ترغيب باندي هم انحصار کولي شي دا پدي معني هغه خصوصي پانګه وال او افراد چي غواړي پانګوني وکړي هغوي ته دولت سبسايدي برابروي او هغوي د يو خاص وخت لپاره د هر ډول قرضونو څخه معاف کړي شي ددغه قسم مالياتي اقداماتو سره د پانګه اچوو نکو په ګټه کي هم زياتوالي راځي کوم چي هغوي کولي شي په صنعتي پانګه اچونه کي وکاروي .

٤ . د صنعتي سکتور لپاره سوداګريز ترغيب .

لږ پرمختللي هيوادونه د صنعتي پرمختګ له لحاظه وروسته پاتي وي او دهغوي اجناس د پرمختللو هيوادونو د تهيه شوو اجناسو سره مقابله نشي کولي په نتيجه کي هغوي ته د زيات تحفظ ضرورت وي ځکه نو دولت په وارداتو باندي تعرفه وضع کوي چي په نتيجه کي بهرني اجناس قيمته کيږي او پدي تو ګه کورني صنعتو نه نه يواځي په پښو ودريږي بلکي پرمختګ هم کوي کورني مزدوران او اجيران د تعويض په تيارولو سره ګټه تر لاسه کوي کوم چي هغوي يي په صنعتي پانګه اچونه کي استعمالوي .

٥ . د بهرني پا نګي اچوني حو صله افزايي .

يو هيواد د خپلي صنعتي پانګي اچوني د تمويل په خاطر د بهرني پانګي اچوني حوصله افزايي کولي شي يعني يو هيواد د خپل اسعاري بازار د يو موثر جال د( نيټ ورک ) په قايمولو سره د کمي مودي او زياتي ګټي لرونکي پانګه اچونه جذبولي شي همدارنګه د بهرنيو پانګه اچونکو د مالياتو په معاف کولو سره مستقيماً د بهرنۍ پانګه اچوني لپاره تمويل رامنځته کيږي .

٦ .د کرنيزو صادراتو لوړول .

په اکثره کم پرمختللي هيوادو نو کي کرنيز سکتور يو لوي سکتور دي که چيرته دلته توليد زياتيږي پدي معني کرنيز صادرات لوړيږي نو کرنيزو توکو صادرونکي هيواد زيات مالي وسايل له دي لاري لاسته راوړي شي چي په دي وسيله بهرني اسعار لاسته راوړي دغه اسعار بيا په هيواد کي د ورداتو د تعويض په صنعت کي په مصرف رسول کيږي يعني د صادراتو په زياتوالي سره د ورداتو د تعويض صنعت پرمختګ کوي .

دصنعت دسکتوراهميت په تجارت کې

په صنعت کې هغه ټول فعاليتونه شامليږي چې دهغي تعلق داجناسواوخدماتودتوليدسره وي پدي ډول زراعت دمعدنونوکيندل ماهي گيري کارخانه داري اوداسې نورټول صنعت کې شامليږي .

دغه شان صنعت دمادي نعمتونودتوليدغوره سکتورڅخه عبارت دي چې په تخنيکي لحاظ دملي اقتصادټول سکتورونه تجهيزوي اوبشپړوي اودنوروسکتورونولکه تجارت،زراعت،ترانسپورت ،ساختمان ،مخابرات اوداسې نوروته په تخنيکي اواقتصادي سطحوکې وده ورکوي .

_ دصنعتي پرمختگ په مرسته عايدات زياتيږي اوورسره کرنيزومحصولاتوته تقاضا پيداکيږي څرنگه چې ددې اجناسواړيکه دکارجذبونکي تکنالوجي سره ده نودي اجناسوته په تقاضاسره په کښت کې دکارتقاضااضافه کيږي چې دهغې پواسطه په عايداتوکې زياتوالي رامنځته کيږي چې ددې دواړوسکتورونوپه پرمختگ سره تجارت هم ترقي کوي .

_ دصنعتي پرمختگ په صورت کې دښارونوپه تعدادکې زياتوالي راځي دکارکولوزمينه برابريږي دغه شان عايدات زياتيږي چې دې سره اجناسوته تقاضاهم زياتيږي اودغه شان توليدات زياتيږي نوپه نتيجه کې تجارت پرمختگ کوي .

_دصنعت دپرمختگ څخه داسې نتيجه اخلوچې تجارت دصنعت سره مستقيم ارتباط لري لدې امله دصنعت دپرمختگ سره سم تجارت هم پرمختگ کوي همدارنگه صادرات زياتيږي چې دې سره زموږ ملک هم ترقي کوي.

_دصنعت پرمختگ دتجارت لپاره پانگه برابروي همدرنگه کوم اجناس چې توليدوي هغه نوروهيوادونوته صادروي چې دې سره يواندازه اسعارلاسته راځي چې ددغه اسعاروپه وجه موږ دصنعت دپرمختگ لپاره خام مواد واردوودغه شان خارجي تجارت اوداخلي تجارت تقويه کيږي.(٢).

 

دساختماني سکتور اهميت په تجارت کې:

ساختماني سکتوردملي اقتصاددډيرومهمو سکتورونو څخه دې چې دغه سکتوردکرنې دسکتوردپرمختيا لپاره ډير ضروري دي ځکه چې دغه دساختمان سکتوردکرنې دسکتور لپاره ډيرفعاليتونه اجراکوي لکه بندونه،کانالونه،ذخيره خانې،ګودامونه،سرکونه اوداسې نورفعاليتونه.نوددې په نتيجه کې دکرنې سکتور پرمختګ کوي چې دې سره زمونږ تجارت هم ترقي کوي.همدارنګه دسرکونو جوړول چې يوه سيمه دبلې سيمې سره او يوهيواددبل هيوادسره نښلوي چې اجناس ديوې سيمې څخه بلې سيمې ته اوديو هيوادڅخه بل هيوادته په اساني سره رسيږي نو هغه مشکلات چې دلارودوجي نه رامنځته کيږي دهمدي سرکونو په واسطه دغه مشکلات رفع کيږي دغه شان دګودامونوجوړول دتجارتي اموالو لپاره چي دي سره هغه خطرات چي تجارتي اموالوته متوجه وي نوددغه ګودامونوپه واسطه له منځه ځي ځکه که چيرته اجناس په ګودام کې ذخيره نشي نوکيداي شي چې دباران په واسطه ياکوم بل عامل په وجه نقصان پيښ شي دغه ګودامونه ضروري دي اودغه ضرورت دساختمان دسکتورپه واسطه رفع کيداي شي چې دې سره زموږداخلي اوخارجي تجارت پرمختگ کوي .

 

نتيجه گيري

په خلاصه توگه ويلي شوچې تجارت ديوهيوادپه پرمختگ کې رغنده رول لوبوي .په يوهيواد کې دتجارت په پراختياسره خلکوته دکاروبارزمينه برابريږي . اوپه همدي ترتيب دتجارت په پراختيا سره صادراتوکې زياتوالي رامنځته کيږي چې دهغې په وجه خارجي اسعارلاسته راځي چې دهغي په وسيله سرمايوي اجناس واردولي شو . تجارت دملي اقتصاد دټولوسکتورونودرشد اوانکشاف باعث گرځي .هغه خام توکي چې په داخل کې توليديږي اودهغي دذخيره کولودپروسس کولوامکانات په داخل کې ونه لرونودتجارت په ذريعه دغه موادمونږپه اساني سره نوروهيوادونوته صادرولي شواوپه همدي ترتيب هغه اجناس چې موږيي په داخل کې دتوليدولوامکانات نلروهغه موږ په اساني سره دتجارت په وسيله واردولي شودتجارت په ذريعه دنړي نوروهيوادونوسره تعلقات زياتيږي اودهغوي دکلتوراوعنعناتوڅخه معلومات په لاس راځي .

 

وړانديزونه

  1. دولت بايدوړواوغټوتجارانوته يوډول سهولتونه برابرکړي .
  2. هغه تجاران چې دصادراتوپه برخه کې فعاليت کوي دولت بايددهغوي سره هراړخيزه مرسته وکړي .
  3. دولت بايد داخلي اوخارجي تجارت ته پراختياورکړي اودمختلفوهيوادونوسره پدي برخه کې قراردادونه امضا کړي .
  4. دولت بايددداخلي محصولاتولپاره په خارجي هيوادونوکې نندارتونونه پرانيزي ترڅوداخلي توليداتوخرڅلاوگړندي شي .
  5. دولت بايددملي اقتصادټولوسکتورونوته وده ورکړي ځکه چې دغه سکتورونه يودبل سره دوه اړخيزي اړيکي لري .
  6. دولت بايد په تجارتي اموالو باندي مناسبه ماليه وضعه کړي .

ماخذونه:

١: بلوچ،غلام نبي:کرنيزاقتصاد ليکچرنوټ،ننګرهارپوهنتون ١٣٨٥هـ ش

٢: پياوړي،شمس الرحمن:صنعتي انکشاف ليکچرنوټ،ننګرهار پوهنتون

١٣٨٦هـ ش

٣: خسين،خادم:اصول تجارت،پاکستان ٢٠٠٦م ، مخ(١٠-٢٠،١٨٧-١٩٢،٢٤٢- ٢٤٨)

٤: څرک،محمد طاوس:داقتصادي پلانګذارۍ اساسات،کابل ١٣٥٣هـ ش                  مخ(٨٧-٨٩،١٢٤-١٢٥)

٥: دوديال،محمد بشير:په افغانستان کي صنايع اوپه ملي اقتصاد کي دهغوي ونډه

                     ١٣٨٢هـ ش مخ(١، ١١-١٦)

٦: سبحاني،ګلاب شاه:دتجارت اساسات ليکچرنوټ،ننګرهارپوهنتون ١٣٨٥هـ ش

٧: شاهد،اي حميد: زرعي معا شيات،پا کستان (٢٠٠٤- ٢٠٠٥)م مخ(١،٢،٦، ٢٥٢)

٨: شينواري،عبيدالله: دتصدي له نظره خارجي تجارت ليکچرنوټ،ننګرهار پوهنتون ، ١٣٨٥هـ ش

٩: کهوکهر،محمديوسف: ترانسپورتيشن،پاکستان لاهور ١٩٩٧م مخ(٢٥٦-٢٦٤)

10:Awan,Mohammad Arshad,Business Management and Industrial economics,Pakistan,year 2006-2007AD,Page203-208.

11:Internet,www.google.com