سريزه

بانک په خقيقت کې دپولي مسايلودتبادلي ،اماتنونواوپه ټولنيزډول داقتصادي فعاليتونولپاره يومهم ارگان دي چې په تاريخي لحاظديوې             اوږدې مودې څخه وروسته دورځنيواړتياودپراختياپه اساس يي ننې شکل         غوره کړي دي.

په افغانستان کې دبانک اووبانکداري لومړني بيلګې دهاشمي سهامي شرکت په نامه خپل فعاليتونه پرمخ وړل .

خوله ډيروڅيړنواوهلوځلووروسته ١٣٥٤ کال کې دبانکداري سيستم رامنځته شو.

په افغانستان کې دبانکونوسيستم په دوه ډوله ؤچې يويې مرکزي بانک اوبل     يې معاملاتي بانکونه نوميدل .

معاملاتي بانکونه بياپه تجارتي بانکونواواختصاصي بانکونوباندې گروپ بندي شوي دي چې ددې ترڅنګ ځانگړوپانگوالو ،صرافانواوتصدي گانو
به ځينې پولي معاملي اجراکولي لکه داسعاروتبادله ،داسعارو صادرول اوواردول اوهمدرانگه لنډې اواوږدې مودې لپاره دپورنوورکول

لمړي فصل

دبانک معنا او مفهوم:

دبانک کليمه دځينوعلماوپه نظر له ايتالوي کلمې Bancus ياBanco څخه اخيستل شوي ده چې معنا يي دسرمايې اوپيسوکارول ده.

خوځيې عالمان دبانک لفظ دجرمني لفظ بولي اووايي دادجرمني کلمي Back څخه اخيستل شوي دي چې دهغې معنااومفهوم
دي مشترکه سرمايه .خوځينې نورعالمان وايي چې جرمني دايټاليې په ډيروبرخوتسلط درلوده نوځکه دBack کليمه په Banco باندې
تبديله شوه اوبيا دانگريزي ژبې Bank ورڅخه جوړشو.

تراوسه پورې دبانک جامع اومکمل تعريف ندي شوي هرچاچې تعريف کړي
دهغه يواړخ يي روښانه کړې دي.

پروفيسرکراوتربانک داسې تعريفوي:

بانک خپله اودنوروسره دقرض معامله کوي يعنې بانک دعاموخلکوڅخه قرض اخلي اړوخلکوته يې په پورورکوي.

پروفيسوررنيالډزوايي: بانک يوه داسې اداره ده چې دپيسوکارکوي دشتمنوخلکوڅخه دهغوي اضافي پانگه په پوراخلي
اواړوخلکوته يي په پورورکوي.

دبانک جامع تعريف:

بانک داسې يواداره ده چې دپيسوکاراومعامله کوي . داداره دعاموخلکوپس اندازشوي (زيرمه شوي) سرمايه دامانت په ډول راجمع کوي اوبياداراټوله شوي سرمايه دضرورت وړخلکوته دتوليدې
اوغيرې توليدي کارونولپاره په قرض ورکوي
چې په کم سودسره امانتونه اخلي اوپه لوړسودسره يې خلکوته په قرض
ورکوي اوپه دې ډول سره دااداره گټه کوي.

په افغانستان کې دبانک تاريخچه

دبانکونودجوړيدونه مخکي صرافانودبانک دندې سرته رسولې البته دهغوي دکارطريقه ډيره ساده وه هرچاچې دصرافۍ سره پولي راکړې ورکړې معامله
ترسره کوله نودخپل سپارل شوي امانت يادپيسوپه بدل کې سندترلاسه
کووچې ددغه سندله مخې مالک کولي شول خپلې پيسې ترلاسه کړي
اوياهم يوشخص کولي شول چې په يوښارکې يوتن صراف ته خپلې پيسې ورکړې اوسندترلاسه کړي نوموړي شخص کولي شول چې په بل ښارکې
دبل صراف څخه دنوموړي سندله مخې خپلي پيسې بيرته ترلاسه کړي .
لکه په کابل کې دشهزاده مارکيټ صرافان .
خودپيسوزياتوالي اودصرافي اسنادالبته دپيسودسيستم پيچيلي کيدواو
همدارنگه دپيسودورکړي زياتوالي اودهغې ساتنه ديوصراف سره مشکله وه .

لدې امله صرافان سره يوځاي شول اومامورين يې وټاکل اودمحافظينو
په درلودلوسره دغه صرافي په يوه لويه صرافي بدله شوه .اوپيسې به يي
داجورې په بدل کې ليږدولي .

همداوه چې صرافي مرکزيت پيداکړچې دلمړنې تجارتي بانک يونوې صرافي واحدوه په همدغه وخت کې تجارتي معاملوپه زياتوالي سره اودصنعت په پرمختگ سره البته دااسانه وه چې يوشخص خپل امانت ديوصراف سره کيږدي. اوسندترلاسه کړي. اودصرورت په وخت کې کولې شول ترڅوخپل سندمقابل جانب سره معامله کړي بې لدې چې خپله صراف ته ورشي اوپيسې ترلاسه کړي اوبيادورکړي معامله ترسره کړي . پدې توگه دصرافې اسناد لمړني کاغذي نوټ شميرل کيږي چې دغه نوټونه ياپيسې دننې نوټونوبامروجو
نوټونوپه خلاف سل پرسلوکې پشتيوانه درلودله دصرافي دمراکزوزياتوالي
په اقتصادي پرمختگ کې دبانک اوپيسوارزښت حکومت دې مسلې ته
متوجې کړاولمړنې تجارتي بانکونوپه برخه کې خپل اقدامات وښودل دغه
اقدامات يي په مختلفووختونواوجلا جلاملکونوکې په خپلواندازوسره ترسره
کړاوپرله پسې وختونوکې دبانکونودپيسواوبانک عمومي کنترول دمرکزي
بانک دتاسيس باعث شووچې دمرکزي بانک په نوم ونومول شوو.

دافغانستان بانک په عمل کې له يوخوادمرکزي اودولتي بانک په حيث اوله بلې خواديوتجارتي بانک په حيث خپلي دندې ترسره کوي. اگرچې وروسته
دبانکداري اوپيسودقانون دنافذيدونه په کال ١٣٥٤ هـ کال کې داسې مفکورې وې چې تجار تي معاملي ددغه بانک څخه ورو ورو کمې اوتجارتي
بانکونوته وليږدول شي خوبياهم نوموړي دوه خصوصياته وساتل اگرچې دافغانستان بانگ دتاريج له لحاظه اووکاله وروسته دملي بانک څخه جوړ
شوي خوبياهم دافغانستان بانک لومړي دبحث لاندې نيول کيږي .
ځکه مونږ هغه دخپل لوړاقتصادي اهميت له مخې دمرکزي بانک په حيث
پيژنودافغانستان بانک په کال ١٣١٨ هـ کال کې د١٢٠ ميليونوافغانيوپه لگښت سره جوړشوي ده .

په لومړيوکې ددغه بانک ټوله سرمايه ددولت لخوانه بلکې يوه برخه يې دملي بانک لخواورکړل شوي وه. همدارنگه دافغان ملي بانک په کال ١٣١١ هـ کې ددولت اوانفرادي تجارانولخواتاسيس شوي چې په لومړيوکې دهاشمي سهامې شرکت په نامه ېې فعاليت کوو.

دافغانستان بانک ترجوړيدومخکي يي دمرکزي بانک دنده تر سره کوله.
لکه دپيسونشرول،داسعارواخيستل اوخرڅولودنديې ملي بانک ته سپارلې وي . دافغانستان بانک دتاسيس نه وروسته ددولت سهم هم انفرادي اشخاصوته انتقال شووپدې ترتيب دافغان ملي بانک تر١٣٥٤ هـ کال پوري دغيرې دولتې موسسې په حيث دنده ترسره کوله دابانک دپيسواوبانکداري دقانون د٤٦ مادې په اساس په ١٣٥٤ هـ کال کې ملي شوواودهغې ټولې
پانگې ددولت پورې اړه پيداکړه افغان ملي بانک پدې وخت کې پينځلس نمايندکې درلودلي چې له هغې جملې څخه اوو نماينده گيودهيوادپه مختلفوولايتونواوښارونوکې فعاليت کاوو.

همدارنگه پشتني تجارتي بانک په ١٣٣٤ هـ کال د٢٣٠ ميليونوافغانيوپه پانگه چې دوديرش فيصده يي ددولت اوافغانستان بانک لخواورکړل شوي
په فعاليت پيل وکړ. ددې بانک تاسيس اساساً دملي بانک درقابت له مخې
رامنځته شووترڅوددې لاري دولت په خارجي تجارت کې نفوذپيدااوهمدارنگه تصديګانوته دقرضونوزمينه برابره کړي .

همدارنگه په خصوص سکتورکې لمړي اسلامې بانک په کال ١٣٧٢ هـ دميزان په څلورمه ددوه ميليونه ډالروپه سرمايي سره په کابل کې تاسيس شوۀ. چې دگلاب الدين شيرزايي په نامه ياديده .

دکړنې دپراختيابانک په ١٣٣١ کال کې دزراعت دوزارت ديوې شعبې په حيث دزراعتي بانک ترعنوان لاندې منځته راغي ، اوپه کال ١٣٤٣ هـ کې ېې سهامي شکل غوره کړ اوسرمايه يي پيځه سوه افغاني وټاکل شوه .

دصنعت دپراختيابانک په کال ١٣٣٥ کې دلويوصنعتي موسساتودبنيادسره دمرستې په منظورمنځته راغي چې دمعدن اوصنايع دوزارت دوړانديزونو
سره سم وړې صنايع دصنعتي اعتباراتوکچه له دوي سره دميليونونوافغانيو
په پانگې تامين شوچې سل ميليونه يي دافغان ملي بانک اوپاتي يي دافغانستان بانک لخواقبولي شوي . داکچه دفعاليت له پيله ترکال ١٣٤٤ پورې ٢٨ وړي متوسطي اولويوتصديوته تقريباً ١٧٠ ميليونوافغانيوپه ارزښت قرضې ورکړې .

تعميراتي بانک په کال ١٣٢٧هـ کې د٦٠ ميليونوافغانيوپرپانگه جوړشو اوهدف يي دتعميراتي قرضونوورکړه وه .البته انفرادي اشخاصوته مخصوصاً دهوتلونوتعمراتوته چې ٥٠ فيصده پانگه يي دافغانستان بانک لخواورکړل شوي ده .په واقعيت کې ددغه بانک دفعاليت ساحه ډيره لږه پاتي شوه.

دوهم فصل

په افغانستان کې دبانکداري سيستم

په افغانستان کې دبانکداري سيتم دمرکزي (يعني دافغانستان بانک) اومعاملاتي بانکونوڅخه جوړدي چې دغه معاملاتي بانکونه په تجارتي بانکونواواختصاصي بانکونوويشل کيږي ددې بانکونوترڅنگ (صرافان) انفرادي خلک ،تصديگاني اوددولتي دستګاووځينې بانکي معاملات داسعاروداخيستلواوخرڅولوله جملې څخه دصرافانواوانفرادي ،خلکودلنډمهالوپورونووړکړه سرته رسوي.

دبانکي سکوفعاليتونونه په افغانستان کې ډيرضعيف دي اودبانکونو                   نماينده گې يواځې دافغانستان په لويوښارونوکې فعالې دي .
مخکې ددې چې کمونستي رژيم قدرت ته ورسيږي دهرې نماينده گي پرسر(١٩٠٠٠٠) تنه رسيده دنماينده گې په ١٠ لويوبرخوکې دمعاملاتوڅخه دسهمونوقبلول ،ددولتي حوالوقبلول اودقرضې معاملاتوسرته رسول چې د
مرکزي شعباتوپواسطه اماده اوجوړې وي. په اولسواليواوکليوکې اکثره دقرضونوورکړه انفرادي اشخاصواوتجارانوپه ډيره لوړه کلنۍ گټه (ربحه) له ٢٤ څخه ترر٦٠ فيصده پورې ترسر ه کيده .دغه قرضې معمولاً دودونودلمانځلو،سنتي پروگرامونواودفاتحې اخيستنې په منظورچې دخرچې قرضونوپه نوم پاديږي اويالمړنيوموادودبرابرولولپاره کوچني صنعتي تصديگاني اويا دکرلوتخم ،مصنوعي کود،دقولبې خرڅونه اواخيستنه اوداسې نوروپه خاطرورکول کيږي.

که څه هم داډول قرضونه په عامه اصطلاح توليدي قرضونه دي ولې
ددې قرضونووخت له ٩ څخه تر١٢ مياشتوپوري وي اوتوليدونکې بايد دکال په وروستيوکې دخپلوزراعتي توليداتودلاس ته راوړلواوخرڅونې څخه وروسته بيرته مستردکړي.

اوکله هم استهلاکې اوتعميراتي قرضونه دکاردخاوندانواودولتي چارواکولخوامامورينواومربوطه کارمندانوته ورکول کيږي .لکه پيشکې يومياشتني ،دوه مياشتني چې په مياشتني قسطونوسره ديوه کال په موده کې هغوي دمعاشونوڅخه بيرته گرځول کيږي تعميراتي قرضې دکوريادتعميراخيستلولپاره ورکول کيږي اواوږ مهاله اولنډمهاله قرضونه دټکټانې نه پرته دمامورينوپه و اک کې ورکول کيده ولي په لمړيو
کې دقرضونودتشويق په غرض مبلغينواندازه لږه وه اوډيروخت به يې په برکې نيوه . ځکه چې تصويب به يې دچارواکولخواکيده .
تعاوني شرکتونه چې خلک به يې دزراعت اومالداري په قرقل اوباغداري په ساحوکې مصروفول ځينې قرض ورکوونکي ددې شرکت دغړوترڅنگ راپورته کيږي دغه قرضونه به معمولاً دزراعتي بانک لخوادشرکتونوپه اختيارکې ورکول کيده اودوي به قرضونه خپلوغړوته سپارل چې اکثره قرضونه يې دستونزوسره مخامخ شول وروسته له دې دقرضونودورکړي صلاحيت دزراعتي بانک څخه واخيستل شوه اوددې قرضونواهميت دمبلغ له پلوه ډيرلږشوه .

دافغانستان بانک

دافغانستان بانک په عمل کې له يوې خوا دمرکزي اودولتي بانک په حيث اوله بلې خواديوتجارتي بانک په حيث خپلې دندې ترسره کوي.

دپيسواوبانکداري دقانون دنافذيدونه وروسته په کال ١٣٥٤ هـ داسې مفکورې وې چې تجارتي معاملې لدې بانک څخه ورو ورو کمې اوتجارتي بانکونوته وليږدول شي خوبياهم نوموړي بانک خپل دا دوه خصوصيات ساتلي دي . اگرچې دافغانستان بانک دتاريخ له لحاظه اووکاله وروسته دملي بانک نه جوړشو خوبياهم دافغانستان بانک لمړې دبحث لاندې نيول کيږي ،ځکه مونږهغه دمرکزي بانک په حيث پيژنواولوړموقف لري دافغانستان بانک په ١٣١٨ هـ کې د١٢٠ ميليونه افغانيوپه لگښت سره جوړشوي دي په لومړيوکې ددې بانک ټوله سرمايه ددولت لخوانه بلکې يوه برخه ېې دملي بانک لخواورکړل شوي وه چې وروسته دملي بانک برخه ددولت لخواپه غاړه واخيستل شوه .دافغانستان بانک ديوه معاملاتي بانک په صفت انفرادي سپموني راټولوي بيايې صنعتي ،خدماتي ،تصديگانواوبانکونوته پانگه اچونه دقرض په شکل اوداسې نورلنډمهاله اواوږدمهاله قرضونه ورکوي .

پدې سربيره ددې بانک دسهم اندازه دداخلي اوخارجي تجارتي معاملوپه سرته رسولواوتصفيه کولوکې هم زياته ده . دافغانستان بانک ١٣٥٧ هـ دثوردکودتانه مخکي تقريباً ٥٧ نماينده گې په کابل اونوروولايتونوکې اودوه نماينده گي يې له هيواده بهردرلودې چې يوه يې په نيويارک اوبله يې په لندن کې خپل فعاليتونه سرته رسول .

هغه قرضونه چې دافغانستان بانک لخوامختلفوتصديوته ورکول کيدل دهغې جملې څخه ٣٠ فيصده تر٧٠ فيصده حجم نه ېې ټول معاملاتي بانکونه په افغانستان کې جوړشوي وو.٧٦ فيصده قرضونه دمعاملاتي بانکونوپواسطه ١٩ فيصده دصنعتي تصديگانوپواسطه او٥ فيصده ېې دتجارتي اوترانسپورتي شرکتونوپواسطه اخيستل شوي وي. له ١٣٣٢ هـ څخه وروسته دافغانستان بانک داختصاصي واحدونو١٢ فيصده ټولې سپمونې اوامانتونه چې بانکي سيستم ته سپارل شوي ؤ دافغانستان بانک لخوا اداره کيدل .

دافغانستان بانک ديوه دولتي بانک په حيث دنده لري چې ددولت انکشافي پروژې تطبيق اوتمويل کړي ،دولت ته قرضونه ورکړي ،ددولت حسابونه تصفيه کړي چې هدف يې بانکي حسابونه دې چې دهغې پواسطه ددولت عوايدليږدول کيږي .

دافغانستان بانک د٤٠ فيصده او٧٠ فيصده ترمنځ قرضونه دولت ته ورکوي اوپاتي ېې انفرادي ،دولتي اونيمه دولتي تصديگانوته تخصيص شوي دي .دافغانستان بانک ديوه مرکزي بانک په صفت له خپل پيل څخه دنده درولوده چې بانک نوټونه خپاره کړي ،په جريان کې يې واچوي اودموجودامکاناتوپه مرسته دافغانې دارزښت استقرارتامين کړي.
دافغانستان بانک ټولې دندې په اساسنامه کې تثبيت شوي دي اودااساسنامه دبانک له جوړيدودپيسواوبانکداري دقانون دجوړيدويعنې ترکال ١٣٥٤ هـ پورې نافذؤ.

لکه څرنگه چې مخکې ورته اشاره وشوه دافغانستان بانک دموجوده وسايلوپه مرسته دپيسودحجم دوران داسې نظارت اوکنترول کړي چې دملي پيسو(افغاني) ارزښت ټيټ نه شي . دا ارزښتونوپورته تگ چې دانفلاسيون په مرسته پيداکيږي مخنيوي وکړي . دې مطلب لپاره دذکرشوي بانک داساسنامي په لومړي پراگراف کې دڅلورو وسيلووړاندوينه شوي وۀ.

  1. دټيټ نرخ نوي تثبيت
  2. دچلندپه بهيرکې دپيسودايرول اوتنظيمول .
  3. داسعارودبازار دايرلول اوتنظيمول
  4. دپيسودارزښت اواستقرارتامينول

په حقيقت کې دپيسودارزښت تامينول دمرکزي بانک هدف اودنده ده اودپيسې دسياست دوسيلې په حيث پيژندل کيږي .دپيسودسياست په مرسته بايدهڅه وشي چې پورته ذکرشوي هدف ترلاسه شي دپيسودسياست دوسيلې په کاراچولوسره چې عبارت دي له نوي ټيټ نرخ تثبيت ،دبازارميندنې سياست مرکزي بانک کولي شي دپيسودوران دحجم اندازه په يوه ملي اقتصادکې ډيريالږ اوياهم يه معينه اندازه تغيرورکړي.

مگرافغانستان ديومخ پرودې هيوادپه حيث نشي کولي چې دټولوذکرشويوشيانوڅخه گټه پورته کړي پدې اساس علت دادي چې دبازارونواودولتي قرضونواسنادنلري. دبانکونودشميرکموالي ،دچک اوبانکي حوالونه ډيره کمه گټه پورته کيدل اوداسې نور…………

په دومره وخت کې چې دافغانستان بانک ونشوکولي چې څه ناڅه اسعاروپه قيمت کې مداخله وکړي .داسعاروپلورل اوپيرودل به يې داسعاروپه نرخ تاثيراچوي اوهمدارنگه بايدوويل شي چې دافغانستان بانک اومربوطه حکومتونه پدې بريالي شوي ندي چې ازادبازارله منځه يوسي داپخپله ددي ثبوت دي چې داسعاروپه ارزښت باندي دافغانستان بانک ذخيره دومره نه ووچې دخپلې خوښې سره سم ېې وپلوري اواوداسعاروارزښت ټيټ اودپيسوحجم کم کړي .اودبلې خواداسعارونرخ په ازادبازارکې ټاکل کيده اوافغانستان بانک به دهغې تقليدکاوه دافغانستان بانک دجوړيدودپيل څخه د١٣٥٤ کال دبانک قانون چې دنديې واکونه ،دعوامودسپموني ضمانتونه ،بانکي نظارت اودپيسودسياست وسايل تنظيم اوتوزيع کړي موجودنه وۀ .وروسته دډيروهڅواودقيقومطالعاتودملگروملتونودوجهي صندوق متخصصين په پاي کې دبانکداري دقانون مسؤده مخکې ددې نه چې جمهوريت جوړشي تيارشواوداسې پلان چې په ملي شوراکې په تصويب ورسيږي دجمهوريت په منځ ته راتلوسره ددې قانون نافذيدل يوکال نورهم وځنډيده او وروسته له ډيروتغيراتوڅخه په کال ١٣٥٤ دجوزادمياشتې په ٢٨ نيټه د٤٥٧ فرمان په مرسته دوزيرانودمجلس دجمهوري رياست مقام د منظوري څخه وروسته نافذشو. ددې بانک په اصلي مسوده کې دبانک دملي کيدوموضوع شرح شوي نه وه . بلکې په هغې کې دانفرادي اودولتي بانکونوموضوع مطرح شوي وه اودافغانستان بانک دندې يې صرف ديوه مرکزي بانک په حيث په نظرکې نيولې وې اوددولت مخا لفتوداصرارپه وجه دبانکونودولتي کيدوموضوع په قانون کې ځاي شوه په حقيقت کېيواځنۍ انفرادي بانک په افغانستان کې ملي بانک ؤپه داسې وخت کې چر پښتني تجارتي بانک نيمه دولتي ووچې داټول دملي بانک ددولتي کولوپخاطروواوبس دپيسواوبانکداري په اتمه ماده کې لمړي دافغانستان بانک ديوه دولتي موسسې په حيث تعريف شوي دي اوبيادافغانستان بانک ديوه مرکزي بانک په حيث وپيژندل شواوپه دې مکلف شوترڅوددولت دعمومي اقتصادي اومالي سياست مطابق دپولي اوکريدتي سياست چې ددولت لخواطرح اوتنظيميږي فعاليت وکړي.

پدې قانون کې دافغانستان بانک څخه ديوه مرکزي بانک په صفت نسبت نورومعاملاتي بانکونوته ډيري خبري شوي دي چې ددې قانون په دريم فصل کې دافغانستان بانک دندې مفصلاً واضح شويدي.

  1. دافغانستان بانک دوړانديزاووزيرانودمجلس په منظورې دملک داړتياومطابق (دملک داقتصاداړتياومطابق) دبانک نوټونوخپرول.
  2. دبانکي اوکريدتي موسساتوڅارنه ،دپيسواوبانکداري داحکامومطابق .
  3. داسعاري معاملاتودمربوطه مقرراتوتطبيق اوتنظيم ،ددولت داړتياومطابق داسعاروبرابرونه .

دافغانستان دمروجوپيسوددخل اوخرڅ دمقرراتوتنظيم اودهغې نظارت دذکرشويودندوترسره کولولپاره نوموړي قانون يوسلسله قوانين وضع کړي چې دهغې پوسيله دافغانستان بانک کولي شي دپيسودنظام دلاس ته راوړلوپه منظورپه پيسواوپانگې چاروکي مداخله وکړي اوله هغې نه نظارت وکړي. ياپه بل عبارت دافغانستان بانک دپيسودسياست پوسيله له يوي خوانه مستقيماً دپيسوپه حجم تاثيرواردکړي اوله بلي خوامعاملاتي بانکونوسياست دتاثيرلاندې راولي چې دهغې په وجه دبانکونودقرضونوحجم کم يازيات شي. ددې نه پرته دافغانستان بانک واک لري چې دموجوده وسايلوپه مرسته داقتصادي واحدونوسپمونې تشويق اويايې محدودي کړي دافغانستان بانک دپيسودسياست دغه وسايل چې دپيسواوبانکداري دقانون په لسمه ماده کې ليکل شوي دي په لاندي توگه يې توضح کوو:

  • دسپمااوبانکي قرضونودربحې ټاکل: دپيسواوبانکداري دقانون دنافذيدونه مخکې دولتي اوبانکي محافظينوله احتياط څخه کاراخيسته اودربحې پرځاي دټکټانې خبرې کولې مگرپه ذکرشوي قانون کې په وضاحت سره دربحې څخه خبرې شوې دي .پدې ځاي کې بايدکوشش وشي ترڅوربحې (سود) ټاکل اوتغيردپيسودحجم دکموالي اوزياتوالي ددوران په منځ کې په ذکرشوي قانون کې ذکرشوي دې ترمطالعي لاندي نيسو.             داسې هيله کيږي چې دمرکزي بانک دربحې دفيصدي په تغيرسره قرضونه اوداقتصادي واحدونودسپمونې تقاضاته تغيرورکړي هرکله چې ديودولت اقتصادي سياست داسې اوسې چې پانگه اچونه مختلف اقتصادي سکتورونوته تشويق شي ځکه چې دربحې دټيټيدوسره توليدي مصارف کميږي چې دهغې په وجه تمام شد قيمت اوبالاخره دجنس قيمت ټيټيږي اودپيرودنې قدرت هم زياتيږي چې په همدې توگه داجناسولپاره تقاضازياتيږي . په پرمختللوصنعتي هيوادونوکې مرکزي بانک معمولاً دقرضې دربحې نرخ اودسپمونې نرخ ته مستقيماً تغيرنه ورکوي بلکې دذکرشوي بانک دتنزيل نوي نرخ ته تغيرورکوي چې دهغې په اساس معاملاتي بانکونه دخپلوخدماتودربحې نرخ ته تغيرورکوي اوهغې ته دنوي تنزيل نرخ مطابقت ورکوي. نوي تنزيل شوي نرخ دربحې دشاخص په حيث په يوه ملي اقتصادکې پيژندل کيږي نوبناً دهغې دتغيرنه لږ وخت وروسته دقرضې اوسپمونې دبحه هم تغيرخوري ياپه بل عبارت دمعاملاتي بانکونودربحې سياست دنوي تنزيل شوي نرخ دسياست تابع گڼل کيږي . اگرچې مخ پرودې هيوادونوکې مخصوصاً دافغانستان د
    تجارتي براتونوداندازې حجم دتادياتي وسايلوپه حيث اومروجه لنډمهاله
    قرضونه چې معمولاً درې مياشتي په برکې نيسې ډيري کمې دي.
    بناً دنوي تنزيل سياست ډيرکم دي ددې ملکونومرکزي بانکونه دندي نرخ دتنزيل په عوض دربحې دنرخ له تغيرنه گټه پورته کوې چې داقانون دجمهوري رژيم په لمړيو کې تصويب شوي دي چې اصلي هدف يې داوچې ترڅودافغانستان بانک ديوه دولتي بانک په حيث مستقيماً دمعاملاتې بانکوپه سياست تاثيرواچوي چې هغه ددولت داقتصادي سياست مطابق رهبري اوکنترول کيږي دا ډول مداخلې ددې باعث کيږي چې داقتصادي پروسې مطالعات په مصنوعي توگه رهبري شي اودپيسواوپانگې په بازارکې دعرضې اوتقاضاپه وسيله دربحې دازادجوړيدومخنيوي وکړي ځکه چې تجارتي بانکونه ددې قانون مطابق دولتي شو له همدې وجې په خاصه توگه دکمونستانودقدرت ته درسيدونه وروسته دپيسودسياست پواسطه دربحې ميکانيزم بيخي له منځه لاړه اوپه دولتي تصديگانوکې دپانگې اچونې اوددولت دمصارفودتمويل دسياست ددولت داقداماتودضعيفې په حيث په افغانستان کې دربحې دنرخ تغيردپيسودسياست ديوې وسيلې په توگه په راتونکې کې (په هغه صورت کې چې اسلامي بانکداري سيستم تطبيق شي) بياهم بې تاثيره پاتې شي.
    په اسلامي بانکداري سيستم کې دربحې دنشتوالي له وجې په حقيقت کې دهغې تغيرهم دبحث لاندې نيول کيمي داچې دهغې پرځاي له کوي وسيلې څخه گټه پورته کيږي وروسته مطالعه کړو.
    دنقدي شتمني اومجموعي شتمني دتناسب ټاکل دبانکي قرضونوسره :
    دنقدي شتمنيواومجموعي شتمنيوترمنځ دتناسب ټاکل دبانک ،قرضونودمجموعې سره دسياست موضوع تربحث لاندې نيول کيږي ،ځکه دبيلانس يولورته نقدي شتمنې ،طلبات (دمشتريانولپاره قرضونه) ارزښتناکه اسناد،تجهيزات اوثابته دارايي،تعميرونه،ځمکې اوماشينونه اوبل لورته دبيلانس دولتي امانتونه اويا جاري ،معيادي امانتونه ،دبانکونوقرضونه دمشترياتوپس اندازونه ،شخصي سرمايه ،اچول شوي پانگه ،قانوني اواختياري ذخايردرج کيږي ،ددواړوخواودذکرشويواقلاموترمنځ بايدداسې يومعقول تناسب وټاکل شي چې په عينې وخت کې بانک سيال وي اوهروخت ددغولنډمهاله مکلفيتونوپه ورکړه برلاسۍ وي چې دا درجه بندي دتيوري دتناسب (طلايي قاعده) په نامه ياده شوي ده . ددې قاعدې مطابق لنډمهاله امانتونه دلنډمهاله شتمني سره ،معيادي امانتونه اومنځ مهاله قرضونه له منځ مهاله دارايگانوسره او اوږدمهاله شتمنې دشخصي پانگې سره ،اوږدمهاله قرضونه دقانوني اواختياري ذخايرومعادل دي . کلچې مرکزې بانک داتناسب داسې متغيرکړي چې سيال وسايل دلنډمهاله قرضونونه لږ اوسي، داسې معنا ورکوي چې دکڅې پيسودزياتوالي قدرت په بانکونوکې زيات شوي اوتجارتې بانکونه ددې قدرت لري چې مشتريانوته ډيره قرضه ورکړې ،ددې په اثردپيسوپه حجم پکې زياتوالي راځې چې دکسې يسې اوامانتونوپه دوران کې راځې ددې په خلاف نقدي شتمني په لوړوالي اودلنډمهاله مکلفيتونوپه نسبت دمعاملاتي بانکونوسياست زياتوالي مومي اودپيسويوه برخه په جريان کې نه داخليږي اوپه بانکونوکې ذخيره کيږي. په دې ترتيب دکسې دپيسوزياتوالي نه کميږي اودپيسوداوسيله اوبانکي سياست اصلاً دکمونستانوپه وخت کې اووروسته له هغې نه دپيسوداستقرارلپاره اودمشتريانوملاټردکارلاندي نيول نه دي نيول شوي اونه نيول کيږي ځکه چې دولت هميشه دنکشافي اوعادي مصارفولپاره پيسوته ضرورت لري اوددې لپاره يې دبانکونودنقدي ذخايروڅخه گټه پورته کوله . دبانکي سياست تغيراوټاکل دبانک دمشتريانودحمايت په حيث اودپولي سياست دوسيلې په حيث مرکزي بانک په اسلامي بانکونوکې ډيرمهم رول لوبوي.

دافغانستان بانک سره دبانکونودامانتونودنرخ ټاکل

لکه څنگه چې مخکې اشاره وشوه دافغانستان بانکونه نظر،پيسواوبانکداري دقانون دلسمې مادې دريم ټکي ته پدې اړه اشاره ده ترڅودمشتريانودقرضونواوامانتونوپه مقابل کې خلې حداقل ذخيره په افغانستان بانک کې اوياله ځانه سره وساتي ،څلورم ټکي دلسمې مادې مکمل دريم ټکې دي يعنې دافغانستان بانک کولي شي چې دلسمې مادې دڅلورم ټکې مطابق معاملاتي بانکونه ديوې ټکټانې ياربح په ورکولوسره تشويقوي .ترڅوخپل امانتونه دافغانستان بانک ته وسپاري لدې نه علاوه په څلورم ټکي کې داخبره اضافه شوي چې ټاکل شوي نرخ بايد لوي شورا ل ه طرفه تصويب شي ځکه چې په لويه شورا کې دپلان،تجارت،اومالي وزيران هم غړيتوب لري .نوپدې اساس دبانکونودامانتونونرخ داقتصادي سياست مطابق دافغانستان بانک سره تثبئت کيږي .پدې وسيله دولت غواړي ترڅودافغانستان بانک له لارې دبانکونودقرضونودورکړي قدرت اوددې په مقابل کې دقرضونودورکړي قدرت زيات کړي .پعنې دول ت دعادي اوانکشافي مصارفودتمويل په غرض مستقيماً دتجارتي بانکونوڅخه قرضونه نه اخلي بلکې هغه قرضونه چې دافغانستان بانک ېې اخلي دتجارتي بانکونودامانتونوپواسطه تمويل کيږي .که چيرې په رښتياني ډول دتجارتي بانکونوامانتونه افغانستان بانک ته وسپارل شي اوددولت لخوادستفادې لاندې ونيول شي نودپيسوپه حجم کې کوم کموالي نه راځې ځکه دا امانتونه دتجارتي بانکونوپواسطه له جريانه ويستل شوي وي اودوهم ځل لپاره ددولت دمصارفوپه مرسته په جريان کې اچول کيږي . داچې ايا تجارتي پانکونه دامانتونودنرخ دلوړوالي له کبله يادافغانستان بانک دفشارله مخې دخپلوامانتونويوه برخه افغانستان بانک ته سپاري دتايدوړندي ځکه چې دامانتونودنرخ پورته کيدل ددولت دانفرادي تصدي گانوسره دقرضونودلاسته راوړلوپه برخه کې ناجايزرقابت ترسره کوي. يعنې انفرادي تصديگانې دپانگې اچونې پخاطرمجبوردي چې اضافي قرضونه په لوړې ربحې
سره ترلاسه کړي چې دپخپله دتوليد دقيمتونودلوړوالي سبب گرځې. له بلې خوانه دولت مصارف اوتجارتي بانکونوامانتونه چې دافغانستان بانک سره ساتل کيږي انکشافې ندي بلکې عادي مصارف دي
چې دهغوي انفلاسيوني اثرزيات دي لدې نه علاوه چې دولت ډيره ربحه دبانکونودامانتونوپه مقابل کې ورکوي . ددوهم ځل لپاره بايددمالي اويادقرضې داخيستلوپواسطه دافغانستان بانک ته يې تحويل کړي .

دبانک دخدماتومطابق دحداقل اوحداکثرکميشن ټاکل

ددې وسيلې په مرسته دافغانستان بانک کولي شي له يوې خوادبانکونوترمنځ دناسالم رقابت نه مخنيوي وکړي اوله بلې خوادحداقل اوحداکثرنرخ په ټاکلوسره خپل مشتريا حمايه کړي اوبالاخره ددې پواسطه داسې زمينه برابره کړي چې دبانک دادارې يوه برخه دکميشن دعوايدوسره جبري شي اوبانکونه خپل بانکي خدمات په بهترين نوعيت اوکيفيت سر عرضه کړي اوخپلومشريانوته په ډيره ښه توګه بانکي مشورې وړاندې کړي .
دزماني کميشن ټاکل اوتغيردپيسوسياست دوسيلې په حيث وده کوي اودبانک دقرضونودسپمونې په حجم ډيرښه تاثيرکوي .داچې کميشن دربحې يوه برخه وي چې دهغې په لوړيدوسره دقرضونولپاره تقاضاکميږي اويامشتريان بانکونوته دخپلوامانتونودسپارلوڅخه ډډه کوي .ځکه چې دهغوي متواقع عايدپه بانک کې دسپمونې نسبت ټولوپانگې اچونوته کميږئ له نظارت لاندې راشي.

دپيسوريفورم اوخپريدل

په هغه صورت کې دپولي سياست ټول وسايل دپيسودحجم په کنترول واکمن اودپيسودارزښت له کميدواوانفلاسيون څخه مخنيوي وکړي شي. ډيرمؤثره اووروستنى وسيلې دپيسودريفورم اوخپريدل جوړوي
لکه څرنگه چې ظاهره شوي دپيسواوبانکداري دقانون
په دريمه ماده کې دپيسودخپرولواوامتيازاددولت انحصار
دې ددرج شوي   احکامو مطابق يې دافغانستان بانک ته تعويض کړي . داچې په کوموحالاتوکې دذکرشوووسايلوڅخه استفاده وشي
وروستيوبحثونوکې يې مطالعه کوو.

معاملاتي بانکونه

له مرکزي بانک پرته نورټول بانکونه دمعاملاتي بانکونوپه نامه ياديږي .
معاملاتي بانکونه دمرکزي بانکونوله دندوڅخه ځينې ياټول يې بانکي معاملي لکه سپمونه ،امانتونه،جاري حسابونه،قرضونوورکړه ،دارزښتناکه اسنادواخيستل اوخرڅول په اقتصادي شرکتونوکې شريکيدل په داخل اوخارج کې غيرنقدي ورکړي اودمعاملاتوترسره کول اوداسې نورسرته رسوي.
ددې تعريف له مخې مندرجه موادوسره سم دافغانستان بانک دپيسواوبانکداري دقانون مطابق صرف دمرکزي بانک په دندوماموردي .
مگردافغانستان بانک له تاسيسه تراوسه پورې ټولې هغه بانکي معاملې چې مخکې واضيح شوي ترسره کړې دي. نوپدې اساس مودافغانستان بانک
ديوه مرکزي مختلط بانک په توگه وپيژانده.

دعمومي بانکونوله نظره معاملاتي بانکونه په Universal اواختصاصي بانکونوويشل شوي دي. په بعضې بانکي اسعاروکې معاملاتي بانکونه
دقرضې بانکونوترعنوان لاندې تعريف شوي دي.

په پرمختللوهيوادونوکې معاملاتي بانکونه په تجارتي بانکونو،دسپمونې په کسې دقرضونواوکوپراتيفونودمالي وسايطو اوموسسي اختصاصي بانکونه په گروپونوويشل کيږي دذکړشوي کروپ بندي له مخې دافغانستان معاملاتي
بانکونه په تجارتي بانکونواواختصاصي بانکونوويشل کيږي .تقريباً په عين
گروپ بندي کې اودپيسواوبانکداري دقانون مطابق معاملاتي بانکونه په دوه برخوويشل شوي دي.

دقانون دڅلويښتمې اوڅلورمې مادې له مخې بانک عبارت له هغه موسسې څخهدي چې نقدي ادا گانودعامه درکونوپه مقصدپورورکول اوياپانگه اچونه مني. ذکرشوي ادا گاني ددغه مطالبوپه صورت کې اوياپه بل ډول اداکيداي شي چې عبارت دي له چک ، حوالې ،فرمايش اوداسې نوروسايلوپه واسطه.
دبانک نماينده گې عبارت له داسې شعبوڅخه دي چې هلته اداگانې منل کيږي چې چک په نقدوبدليږي اوقرضونه ورکول کيږي. دپيسواوبانکداري دقانون د٥٣ مې مادې مطابق اختصاصي بانکونه عبارت له هغه موسسوڅخه دې چې دپيسواوکريدتي معاملاتوعنوان دسرته رسولوپه منظورپه معينواوټاکل شووتخنيکې مشهوروبرخوکې چې دهغې ساحې دودې اوپرمختگ پورې اړه لري فعاليت ترسر ه کوي( په افغانستان کې تجارتي بانکونه عبارت دې له : ملي بانک ،پښتني تجارتي بانک ، دصادراتودپراختيابانک ، گلاب الدين شيرزايي بانک اوداسې نور………..)
اختصاصي بانکونه عبارت له رهنې اوتعميراتي بانکونه ،دزراعت دپراختيابانک ،دافغانستان دصنع دپراخيتابانک اوداسې نور….

تجارتي بانکونه

تجارتي بانکونه دآزادواقتصاد دپولي سيستم ډيره مهمه برخه جوړوي ددې بانکونوتاسيس نظرپولي سيستم ته اوخاص ثانوي شرايطوته په مختلفوملکونوکې يودبل سره فرق کوي. څرنگه چې له نوم نه يې څرگنديږي دابانکونه دنده لري چې دخلکوامانتونه وساتي اودقرضونومختلف رقمونه عرضه کړي مهم حساب پدې بانکونوکې دامانتونولپاره چک وليکي چې بعضې ملکونوکې روايتي اومعياري چکونوترمنځ توپيرله منځه تللي ځکه چې دروايتي امانتونولپاره هم سودورکوي ولي دمعياري امانتونوپه نسبت کم ددې تحول منشه په ٧٠ لسيزه کې دپيسودکموالي له وجې نه وه علاوه تجارتي بانکونونه اشتراکي شرکتونوپه اقتصادکې بانک هولډنگ Bank holding هم موجودوي داکمپني په نوروبانکونوکې دپام وړ برخه درلوده اوپه همدې صورت کې يې دهغوي طريقي کنترولول ممکن مختلف تجارتي بانکونه دholding company پواسطه کنترول اواداره شي ممکن تجارتي بانکونه يوله بل سره Corresponding Banking تصفيوي بانکونوله پلوه ارتباط لري . مثلاً يو وړوکي بانک په يوه کې جوړشوي دي دخلکوامانتونه اوجکونه راټولوي اوبيايې دتصفې لپاره يوتجارتي بانک ته چې دنوموړي بانک څخه لوي وي ښارته انتقالوي نني پرمختللي بانکونه دالکترونيکي اوکمپيوتري سيستم نه په استفادې يودبل سره اړيکي لري اوديوتخنيکي وسايلوپه مرسته بانکونه کولي شي چې خپل معاملات په اساني سرته ورسوي دمشتريانولپاره آسنتياوې برابرې کړي .

مثلاً : دنقدي ورکړي اتوماتيک ماشينونه.

Automatically letter Machine  په عين وخت کې امانتونه اوDeposit هم قبلوي .پدې صورت کې باک ته دتلواوانتظارويستونوبت نيولواوبيادپيسوراويستلويادچک سپارلوضرورت نه پيداکيږي .علاوه پردې داماشينونه کولي شي چې ديوشخص په حساب کې موجودې پيسې اوچکونه چي تصفيه شوي دي دسترګوپه رپ کې دخلکوپه اختيارکې وړکړي دخرڅلاواوتگ سيستم.

Point of Sales يوبل پرمختگ دي چې په تجارتي بانکونوکې منځ ته راغلي دي ددې سيستم هدف دپيسوليږدول دي چې انفرادي اشخاص اوتصدى کولي شي چې دمعاشانواونوروپه ورکړه کې ترې گټه پورته کړي .
مثلاً : يوه کمپني کولي شي چې دکارگرانودموافقت په صورت کې دهغوي معاشونه په يوه ټيپ کې ثبت کړي اوکمپني هغه ټيپ په خپل بانک کې ونيسي نوموړي بانک کولي شي مستقيماً معاشونه دکارگرانوپه کريدت کې درج کړي اوياهم يوسړي کولي شي چې دکورنې دتيلفون ،برق اوداسې نورمصارف ددې سيستم په وسيله دخپل بانکي حساب څخه ورکړي. يعنې بې له قرضې ورته څرگنده وي چې ټاکلي اومعين مبلغونه يې مختلف حسابونوته ليږي دولي اوسړي دچک ليکلوته نه مجبوريږي.

دتجارتي بانکونودندې په ملي اقتصادکې په لاندې توگه خلاصه کيږي .

  • ديوه مخ پردوې اقتصادلپاره پولي اړتياوي برابريږوي.
  • متناوبه اوممکنه استفاده په منځ کې سپماوي داسې وي چې دپانگې اچونې خطرات لږشي.
  • دکورنيواوتصديولپاره دمالي خدماتوبرابرول بايدداسې وي چې هغوي خپل مصارف په مساعد شکل تعين کړي .
  • مالي سيستم دسپمونې اوپانګې اچونې په منځ کې ديوه وسعت په توگه کارکوي يعنې سپمونکي ته داموقع ورکړي چې دسرمايه اچوونکي په عايدکې سپمونه بې له دې چې خپله مستقيماً په هغې کې لاس وهنه
    وکړي شريک شي.
  • مالي موسسا په اقتصادکې دقرضونومعلومولوته متوجي کوي اولازم معلومات دسرمايې اچونې لپاره برابروي اودمالي اداري فعاليتونه په اقتصاد کې سرته رسوي.

دافغانستان ملي بانک

دافغانستان ملي بانک په ١٣١١ هـ کال کې ددولت اوخصوصي تجارانولخوادپينځه ميليونه افغانيودسرمايې په لرلوسره تاسيس شوي دي.
دغه بانک په ابتداکې دهاشمي سهامي شرکت په نامه فعاليت کاوه.
دافغانستان بانک دتاسيس څخه مخکي ددولت لخواځينې دمرکزي بانک وظايف لکه دپول نشرول ،داسعارواخيستل اوخرڅول اوتنظيم يې ملي بانک ته ورکړل شوي وۀ .

دافغانستان بانک تاسيس وروسته ددولت سهم خصوصي افرادوته انتقال شو.نوپدي ترتيب دافغانستان ملي بانک تر١٣٥٤ کال پورې د٥٠٠ ميليونه افغانيوسرمايې په لرلوسره ديوغيردولتي موسسي په حيث وظيفه اجراکوي دغه بانک ٦٤ مادي دپول اوبانکداري دقانون په اساس ١٣٥٤ کال کې ملي شواوټولې سرمائې يې ددولت پورې وتړل شوي.

افغانستان ملي بانک دکمونستي رژيم دقدرت ته درسيدونه مخکي دمرکزپه شمول ٢٦ نماينده کي درلودې چې دهغې جملې څخه اوه نماينده گې دهيوادڅخه بهراو اوه نمايندګې په مرکز(کابل) کې اوپاتي نورونماينده گيويې په بيلابيلوښارونوکې فعاليت کاوه.
دغه نمايندگې خصوصاً ولايتونوکې تاسيس شوي وي چې ملي بانک دهغوولايتونواقتصادي تصديوسره سرمايه گذاري کړي وه ددې په نسبت چې دملي بانک سهم دخارجي تجارتي معاملوپه پاي کي ډيره پراخه ووچې دهغې له مخې دنوموړي بانک نمايندگي دبين المللي تجارت مهموښارونوکې لکه هامبورک ، لندن،نيويارک،پشاوراوچين کې په خپل فعاليت بوخت وو.
ملي بانک دافغانستان دخارجي تجارتي دانکشاف ترڅنگ دهيواددمهموفابريکوپه تاسيس کې لکه دنساجي تصدي ،دقندجوړولوفابريکه اوپه جبل سراج کې دسمنتوفابريکه ،دجنگلک فابريکه
چې وروسته ېې هغه سهم ددولت پورې تعلق وموند.

دسروس چلولوشرکت اوداسې نووفابريکوکې يې فعاله ونډه اخيستې وه اودهغوي په سرمايه کې سهم درلوده.

دملي بانک مجموعي سرمايه په شرکتونوکې دثوردکودتاڅخه مخکې په ١٣٥٧ کال کې ٦٠٠ ميليونه افغانيوته رسيده چې دغه مبلغ ٢٧ فيصده مجموعي بيلانس جوړوي .

دافغانستان ملي بانک نه يواځې داچې دهيوادپه مهمواقتصادي تصديوکې لوي سهم درلوده بلکې داداري لپاره دافرادواواشخاصوتربيه وتجارتي مکتب جوړول چې اکثره فارغان به يې په بانکونواوتصديوکې په کارگمارل کيدل.

پښتني تجارتي بانک

پښتني تجارتي بانک په ١٣٣٤ هـ کال د٢٣٠ ميليونه افغانيوپه ارزښت جوړشوي چې ٣٢ فيصده يې ددولت اوافغانستان بانک لخواورکړشوي دي.
ددې بانک تاسيس اساساً دملي بانک درقابت په ساس رامنځته شوترڅوددې
لارې دولت په خارجې تجارت کې نفوذپيداکړي ترڅوتصدي گانوته دقرضونوزمينه برابره شي.

دابانک ١٢ نماينده گې لري چې يوشميريې دصادراتواو وارداتودمعاملوپه سرته رسولوپه منظوردملک په سرحداتوکې جوړې شوي دي .په کال ١٣٥٤ کې ددې بانک اشتراکات ٦٠ ميليونه افغاني دي چې ٦٠ فيصده ېې په تجارتي خدماتوکې چې دهغې له جملې څخه انترکانتينيتل کې پانگه اچونه کړي وه . ددې بانک يوه عمده دنده داوږدي اولنډې مودې قرضونه ورکول دي پښتني تجارتي بانک اکثره تجارتي اوترانسپورتي موسسو،هوټلونواونورومسسوته پورنه ورکري وو.لدې امله يې دبانکونوترمنځ لوړمقام ترلاسه کړ تقريباً ٤٦٠٠٠ سپمونې پدې بانک کې دسپموني حساب درلوده چې ٦٠٠ برخې يې انفرادي خلکوجوړکړي وي.

گلاب الدين شيرزايي بانک

په خصوصي سکتوکې لومړي اسلامي بانک په کال ١٣٧٣ هـ ش دميزان په څلورمه د٢ ميليونه ډالروپه سرمايې سره په کابل کې تاسيس شو.دپيسواوبانکداري قانو ٤٦ مادې په اساس ددې بانک
تاسيس ددولت لخواترسره شو.بناً داماده ددولت درئيس دفرمان په اساس
ترتيب اوتعديل شواوپه دې توگه په خصوصي سکتورکې بانکونو
ته دتاسيس زمينه مساعده شوه .

څرنگه چې دايوشخصي بانک دي نوټوله سرمايه يې دگلاب الدين شيرزايي
لخواورکړل شوي ده.

دصادراتودپراختيابانک

دملک دصادراتودپراختياپه منظوردهغوتصدي گانو،مالي تقويه چې دخصوصې سکتوردصادراتوپه برخه کې مصروف وي.
په کال ١٣٥٦ کې دصادراتودپراختيا بانک د١٠ ميليونه ډالروپه
پانگه جوړشو. داسې فکرکيده چې ددې بانک دپانگې يوه لويه برخه دايران دپراختيايې کومکونوپه مرسته تاسيس شوي.
چې دې بانک داختصاصي بانکونوپه منځ کې يومختلف شکل درلوده ځکه چې دهغې خاص هدف صادرات اولنډمهاله قرضونه تجارتي توليدي اوصادراتي موسساتوپلاس کې ورکولي اوله بلې خواټول اقتصاد تصدي گانوته دلنډ مهاله قرضونوورکړه وۀ . اوانفرادي سپمونې منلي .
دکمونستي رژيم په لمړيوکې ددې بانک بعضې اموال له خارج نه واردول اوپه مناسبه بيه اوشرايطويې مامورينوته ورکول.

دافغانستان دکرنې دپراختيابانک

دابانک اول په کال ١٣٣١ هـ کې دزراعت دوزارت ديوي شعبې په حيث دزراعتي بانک ترعنوان لاندې منځته راغلي دي اوپه کال ١٣٤٣ کې يې سهامي شکل غوره کړاوسرمايه يې ٥٠٠ ميليونه افغاني وټاکل شوه چې په کال ١٣٥١ کې تقريباً دهغې ورکړل شوهچې اکثره دافغانستان بانک لخوامستقل شوي خوپس ملي کيدودبانکونوڅخه چې اساسنامه يې دجمهوري دولت لخواداقتصادي اهدافومطابق ددوهم ځل لپاره تعريف شوه اوپانگه يې ١٠٠٠ ميليونه ته د٥٠٠ ميليونومارکونوپه اندازه ارتقاپيداکړه چې دهغې دجملې څخه ٦٠٠ ميليونه افغاني تاديه شولي. دنوموړي بانک اهداف اووظايف داساسنامې د٥،٦ مادي په لاندي توگه تثبيت شوي دي.
دافغانستان دکرهنې اوپراختيا بانک يوکرنيزه موسسه ده چې حکومت پاليسي دکړنې دساحې دپراختياپه برخه کې دتطبيق په مرحله کې پکاراچوي چې دهغې هدفونه عبارت دي دکرنې دپراختياپه ده کې برخه اخيستنه دزراعت په ساحه کې دبانکي اوکريدتي سهولتونوبرابرول ،دتخنيکي اوبانکي خدماتومساعدول ،دکليواومالداري لپاره کرنيزتاسيسات اوکرنيزتشبثات اوداسې نور…

دافغانستان دکرنې دپراختيابانک دذکرشويواهدافودتامين په منظوربايد لاندې دندې ترسره کړي .

  1. دمالداري اوکرنې ټول تشبثاتواوتاسيساتو،کوپراتيفونو،دهقانانواوکرنيز گروپونوته دقرض ورکول .
  • دهغوقرضونوضمانت کول چې دټولومالي موسساتولخوادپيسواوبانکداري دقانون دمربوطه لايحومطابق حقيقي اوحکمي شخصيتونوته داولې فقري مطابق ورکول کيدل.
  1. دبانک مالي منابع دلاندې منابعوڅخه تامين کيږي.

__ دمجازودولتي دوايرواوموسساتوکې برخه اخيستنه.

__دپيسواوبانکداري داحکامومطابق دداخلي اوخارجي قرضونواخيستل يا استقراض.

__ دمديره هيئت په تجويزدقرضي داسنادونشرو ل دهغولوايحومطابق چې دپيسواوبانکداري دقانون په اساس وضع کيږي.

__دارزښت وړاسنادواخيستل اوخرڅول دفقرې دپيسواوبانکداري قانون دلسمې مادې اود ديارلسمې فقرې په مرسته ټاکل کيږي .

__دهغومبلغينومنل چې دبلاعوضه امدادپه توگه دبانک په اختيارکې ورکول کيږي.

__اخيستل ،خرڅول ،په کرايه ورکول اواخيستل دمنقولواوغيرومنقولو،دځمکې تجهيزات اوزراعتي لوازموسپمول ،دمنقولواوغيرې منقولواموالوپه اجاره ورکول اويا په اجاره اخيستل اودهغې داجارې څخه خلاصول.

  1. دامانتونواوسپمونې قبلول اودخارجي جسابونوخلاصول.
  2. دقرضې دورکړي په مقابل کې کميشن اخيستل دحق العمل اودحق الزحمه تضمين اوترلاسه کول دمربوطه لوايحوپه مقابل کې بانکي خدمات ترسره کول.
  3. دبانک په مشخصه ساحه کې letter of Credit خلاصول.
  4. دبانک داهدافواودندومطابق بانکي عمليات ترسره کول .
  5. دکرنيزودرملواوماشين لاتواخيستل ،واردول اوتوزيع کول ،دخيره کول اوخرڅول .
  6. دبانک دمشتريا نواوددولت لپاره اقتصادي مطالعاتواودفني خدماتوبرابرول دحق الزحمي په مقابل کې .
  7. دداخلي اوخارجي موسساتوپه مرسته دپروژي مطالعه کول اوعملي کول ،البته هغه پروژي چې دبانک داهدافوسره موافقې اوسي.
  8. مفاهمه ،غاره ايښودل ،قول ورکول ،حکومت ته سهولتونوبرابرول اودبانک دعمومي اهدافواومنافعوتامينول.

علاوه پردې بانک کولي شي داومي مادي مطابق بانک هرډول شرکتونو،کوپراتيفونواوزراعتي تامينات چې دنده يې دبانک داهدافوڅخه ساتنه ده خصوصادبانکداري ،بازارموندنه اوزراعتي محصولاتواکمالات اوسي ،برخه اخيستلاي شي اما مجموعاً اشتراکات بايدورکړل شوي وي.
دورکړل شوي پانگې ٢٠ فيصده څخه تيرى ونه کړي دافغانستان دزراعت دپراختيا بانک ١٢ عمومي نمايندگي او٤ فرعي نمايندګې دنوروبانکونوپه څيرپه تصميم نيولوکې استقلال نلري په حقيقت کې دوي دنده درلوده ترڅومرکزي کريدتي تصاميم وگوري اوترسره يې کړي .ددې بانک نماينده گېودنده درلوده ترڅودهقانانوته دماشين آلاتوبرابرونه ،دکودکيمياوي اوداسې نورلازم خدمات ترسره کړي ددې بانک بانکي عمليات دتشکيلاتودتغيرنه وروسته په کال ١٣٨٤ دفعاليت طرز په ډيرې چټکې سره وده وکړه اودشپږوکلونويعنې ١٣٤٨ او١٣٥٤ ترمنځ دقرض حجم يې د٢،٦ ميليوافغانيوته ارتقا وکړه .مجموعاً ددې بانک کارکوونکي ٨٠ تنوته رسيدل څنگه چې دجمهوري دوري په اوه کلن پلان کي وړاندوينه شوي وه بايددنومړي بانک لنډمهاله قرضونه دپلان په لومړيوکې دوه مليارده او١٠ مليارده دپلان په اخره کې اواوږده مهاله قرضونه ٢٠٠ ميليونه افغانيوته ارتقا پيداکوله په لنډمهاله قرضونوکميشن دکال لس فيصده اوداوږمهاله قرضونوچې معمولاً واترپمپ ،تراکتوردداسې نوروزراعتي ماشين آلاتودتمويل په غرض گټه پورته کيدله ٩فيصده تثبت شوي وه .پدې ځاي کي بايدووايودزراعت دپراختيا بانک دخپلووظايفودپرمختگ په برخه کې ډيرکامياب ؤاود١٣٨٤ نه تر١٣٥٤ هـ پورې يې يوه اندازه زيات تراکتورونه اوزراعتي ماشين آلات برابراوپه مناسب قيمت يې په دهقانانووپلورل .ددې نه علاووه دپرمختيايې اوتوليدي کوپراتيفونوپه ترويج کې په سره بيادمساعدقرضونه په کې يې دهغوي داعضاوسره ډيره برخه درلوده.

دافغانستان دصنعت دپراختيا بانک

دابانک په ١٣٣٥ هـ کال ديوصنعتي موسساتودبنيادسره دمرستې په منظورمنځته راغلي اودمعدن اوصنايع دوزارت دوړانديزونومطابق وړي صنايع دصنعتي اعتباراتوکچه ددوي سره دميليونوافغانيوربح پانګه تامين شوه چې ١٠٠ ميليونه يې دافغان ملي بانک اوپاتې يې دافغانستان لخواقبولي شوي داکچه دفعاليت دلومړيوڅخه ترکال ١٣٤٤ پوري ٢٨ وړومتوسطواولويوتصديوته تقريباً د١٧٠ ميليونه افغانيوپرارزښت قرضې ورکړي نوموړي کچه د١٠ کلوپه تيريدونه وروسته دصنعتي پراختيابانک دعنوان لاندې يې خپل شکل ته تغيرورکړه اودخلکوداحتياجاتوپربنالنډمهاله اواوږمهاله قرضونه دصنايعوپه رشته کې دځوانوصنايعورامنځته کيدل اوبانکي پانگې ٢٤٠ ميليونه افغانيوته لوړوالي وموند.لدې علاوه ٥٦٠ ميليونه قرضه دافغانستان بانک حاصله کړه . همدارنگه دنړيوال بانک توجوهم داداري تشکيلاتواودهغې دتمويل په برخه کې درجلب شواونړيوال بانک حاضرشوترڅويومساعده اوږدمهاله پوردافغانستان دصنعت دپراختيا بانک ته دماشين آلاتودبرابرونې په منظورورکړې اوهمدارنگه دايران حکومت دهن اوپرس ددفابريکې دتاسيس په منظورالبته په بادغيس والايت کې ٢٩،٦ ميليونه ډالره دافغانستان دصنعت دپراختيا بانک په اختيارکې وړکړې نوموړي بانک دنوروبانکونوپه څيردپيسواوبانکداري دقانون دتصويب نه وروسته په کال ١٣٥٤ کې ملي شواوټولې پانگي يې ددولت پورې اړه پيداکړي .

داساسنامې مطابق ددې بانک اهداف اووظايف عبارت دي له لازموموساعدتونوبرابرونه ،تشويق اوددې پرمنظوردتوليدي پروژې دوام چې ديوڅوجزونوڅخه يې يادونه کوو.

  1. دصنعتي پروژودقرضونوورکره اوهمدارنگه دهغوي مربوط لوازم اوخدامات برابرول.
  2. دافغاني اوغيرې افغاني مختلط تصدي گانې ياموسسودپورونوورکول.
  3. په صنعتي موسساتوکې اشتراکيت .

دنوموړي بانک دقرضونودلنډمهاله قرضونوپه شکل اونوعيت ضرورتونودرفع کولوپه غرض اوهم داوږودمهاله قرضونوپه شکل (دثابتې اودوراني شتمني تمويل ) عرضه کيده. دلوي صنعتي موسساتولپاره کمشن ١٠ فيصده په اندازه اودکوچنيولپاره ٨فيصده تثبيت شوي وه. دنوموړي بانک وړاندوينه ١٣٥١_١٣٥٦ هـ کلونويه منځ کې تقريباً ١٩٨١،٨ميليونه ٣١ تصديوته رسيده.

رهني اوتعميراتي بانک

دابانک په کال ١٣٢٧ کې د٦٠ ميليونوافغانيوپه پانگه جوړشو.اوهدف يې دتعميراتي قرضونووړکړه وه .انفرادي اشخاصوته مخصوصاً دهوټلونودتعميراتوته چې ٥٠ فيصده يې دافغانستان بانک پواسطه ورکړل شوي ده.په واقعيت کې ددې بانک دفعاليت ساحه ډيره لږه پاتې شوه.

ددې هدف خلاف يوه برخه قرضونه يې دتجارتي معاملاتودتمويل په غرض داستفادې لاندې نيول کيدل ددې نه علاوه بانک ونه شوکولي ديوې سمې اوصالحې ادارې دنشتوالي په سبب دبانک دتمويل امکانات چې دهغې دجملي نه داوږدمهاله سپمونواخيستل اوداوږدمهاله قرضونوداسنادودخپرولوزمينه برابره کړي همدارنگه نوموړي بانک ونه شوکولي دکرنې دپراختيابانک اودصنعت دپراختيابانک په څيردنړيوال بانک توجوځانته راجلب کړي.

کوپراتيفونه ياتعاوني مقابلاتي موسساتوقرضې

قرضې کوپراتيفونه عبارت دبانکي موسساتوڅخه دي چې خپلواعضاوسره مساعدې قرضې عرضه کوي اودهغوي سپمونې مني اودهغوي لپاره خدمات دمساعدوشرايطولاندې په بهترين نوعيت عرضه کوي دقرضې کوپراتيفونه دقرض اوسپمونې دکڅي په نامه ياديږي .داډول موسسات دسپموني دکڅي پشان نه وي ځکه چې دسپمونې کسې دښاري ناحيوپه مرسته جوړيږي اودهغې حقوقي شکل عام موسسات دي اودهغي پانگه هم دعامومقاماتوپه مرسته معمولاً دښاري ناحيوپه مرسته اچول کيږي پداسې وخت کې چې کوپراتيفونه اودقرضې دسپموې کسې اوهغه قرضونه چې صرف بانکي عمليات ترسره کوي په افغانستان کې موجود نه دي.

دکوپراتيفونوبل شکل عبارت دمختلطوکوپراتيفونوڅخه دي داکوپراتيفونو اصلاً دتوليدي کوپراتيفونو،استهلاکي کوپراتيفونو،خدماتي   کوپراتيفونوپه شکل خپل فعاليت ترسره کوي اوپه عين وخت کې خپلواعضاوته قرضونه هم ورکوي. داډول کوپراتيفونه په مختلفووختونوکې په افغاستان کې جوړشوي .لومړني شرکت په دي برخه کې فعاليت کاوه چې هغه دقره قل شرکت وه.په کال ١٣٣٢ هـ کې جوړشوي دي ددې تصدي برخوال ته دحيواني امراضوپرضددمجادلي لپاره دواگانې اودژمي په موسم کي دهغوي لپاره واښه برابرول اوپه اختيارکې ورکول.

مگردقره قل شرکت دبنې په لحاظ ديوه کوپراتيف په حيث په کال ١٣٤٢ دپښتني تجارتي بانک ادکرنې وزارت په مرسته جوړا وده يې وکړه. دقره قل کوپراتيفونه دهيوادپه شمالي سيموکي منځته راغلي اوپښتي تجارتي بانک پواسطه تمويل کيده.يعنې کوپراتيفونه دخپلواعضاوپه بيرته دنوموړي قرضي دخرڅلاواوعاددوهم ځل لپاره اماده کول ددي کوپراتيف په تعقيب نوکوپراتيفونه منځته راغلي چې دټولوخدماتوترڅنگ يعنې دخامو موادوبرابرول دماشين آلاتوليږدول ،گودام لرنه اوداعضاودمحصولاتودخرڅلاوپه منظورهغوي ته قرضه ورکول .

مثلاً : دغزني ولايت کوپراتيفونودنده درلوده ترڅوپه لمړي قدم کې دهقانانوته دقرضونودورکولواوانفرادي اشخاصوته مساعدي قرضې عرضه کوي داستاليف کوپراتيفونه،دخواجه عمراوثمرخيلوکوپراتيفونودنده درلوده چې کښت کوونکوته وده ورکړي اوهغوي توليدي محصولات خرڅ کړي اودخرڅلاولپاره يې بازارته يوسې . بلکې ددې کوپراتيفونوپه منځگړيتوب دهغه وخت زراعتي بانک خپلواعضاوته قرضونه ورکو ل ددې کوپراتيفونودپانگې اندازه داعضاوپه برخه کې داعتباروړمعلومات په اختيارکې شته مگردکرنې دپراختيابانک دمعلوماتو مطابق داکوپراتيفونه دڅه وخت وروسته له منځه ولاړل . دمنځ څخه دتلواساسي علت يې دعاملينوناجزه گټه پورته کونه،دلازمومعلوماتونشتوالي دبانکي معلوماتوپه امورواومحاسباتوکي دکرنې دپراختيا بانک اوکوپراتيفونوترمنځ داعتماداوباورنشتوالي ؤ. دکوپراتيفونودقانون دتدوين نه وروسته په ١٣٥٣ کال کې تقريباً ٣٠ کوپراتيفونه دباغداري ،پنبه ،کرنيزاولاسي صنايع تاسيس شوي اودکوپراتيفونودپراختياپه رياست کې تثبيت شوي. ددي کوپراتيفونوددندوڅخه يوه عمده دنده دمساعدوقرضونواواعضاومنځ گړتوب ؤ.ددي قرضونواکثريت دکرني دپراختيابانک لخواورکول کيده اوپه همدې توگه دکوپراتيفونوداعضاو اندازه ديوميليون څخه زياته شوه .مگرداکوپراتيفونه اکثره زياتره دکمونستي دولت ايديالوژي دخدمت په تطبيق کې مشغول وواوداعضاودژونددسطحې دلوړوالي ا ودهغوي مشکلات رفع کول دقرض دورکړي له پلوه اخيستل شوي ؤ.

دپيسوغيرمتشکل بازارونه

دافغانستان دپيسوغيرمتشکل بازارونوڅخه مقصدتاجران ،صرافان ،دلالاناوانفرادي اشحاصدي چې دخپل اجتماعي موقف اواعتمادپه اساس بعضې بانکي معاملات په خاصه توگه دقرضونوورکړه .دسپمونې ورکړه،داسعارواخيستل اوخرڅول سرته رسوي.

غيرمتشکله بازاردمعاملاتودحجم په مطابق داعتمادوړاحصايوي اعدادنشته ،مگردپيسوغيرمتشکه بازاراهميت په خاصه توگه دخارجې تجارت په سکتور(صادرات ،واردات داسعارواخيستل اوخرڅول) ډيرزيات دي پدې بازارکې نه يواځې استهلاکي قرضونوورکړه بلکې توليدي قرضونه په خاصه توگه دکرنې اوصنايعوپه سکتورکې ورکول کيده. په دې بازارکې دقرضونوکميشن٢٤نه تر٦٠ فيصده هرکال دعرضې اوتقاضامطابق ټاکل کيږي هرڅومره چې دقرضې لپاره احتياج زيات وي په هماغه اندازه کمشن لوړتثبيتيږي.همدارنگه دانفرادي سپمونې کميشن د١٢   او ١٥ فيصده په منځ کې عرضه کيږي چې داسپمونې دقرضونودورکړي دمنبع په حيث تراستفادي لاندې نيول کيږي.

دتوليدي ،کرنيزاودلاسې صنايعوقرضونه معمولاً په هغومنطقوکې چې بانکي ارتباط نلري اوياقرض اخيستونکي کافي ضمانتونه نه شي عرضه کولي.داقرضونه چې معمولاً مروج دي لنډمهاله اوموسمي دي يعنې نوموړي قرضونه دکرنې په لمړيوکېاخيستل کيږي اودفصل دراټوليدونه وروسته ددوهم ځل لپاره بيرته ورکول کيږي.

همدارنگه دتوليدي پروسې په پيل کې اخيستل کيږي چې دتوليددخرڅلاونه وروسته بيرته ورکول کيږي. بعضې خلک داين ته دپيسوپه بدل کې جنس لکه ،قالين ،غنم ،ميوه اوداسې نوردبازاردقيمت څخه ټيټ عرضه کوي.

داسعارودنرخ په تثبيت کې دپيسوغيرمتشکله بازاراهميت دافغانستان بانک اوددولت مامورينوته هميشه متوجه وه ولي دهغوي هڅې اوکوششونه داسعارودبازاردمنځه وړلواوکنترولولوپه برخه کې کومه مثبته نتيجه ورنکړه ددې برخلاف دافغانستان بانک اونورټول بانکونه دخپلواسعارونرخونه دبازاردنرخ په اساس ټاکي اودخپل ضرورت وړاسعارله دې بازاره ترلاسه کوي ددې عمده علت داوچې سودگراوانفرادي خلک دخپلوازادواسعارو حاصل دپيسوغيرمتشکله بازارته عرضه کوي اويايې اخلي چې همدا دبيوروکراسي شتوالي اوناوړه بدعواقب دي هرشخص کولي شي چې دفوري مالي دسرته رسولونه بغيراوداداري قيوداتونه پرته دضرو رت وړمبلغونه ترلاسه کړياويايې خرڅ کړي اودوي حاضردي چې دضرورت وړاسعادبانکي نرخ په جگ قيمت واخلي اوبانکي نرخ څخه يې په ټيټ قيمت خرڅ کړيپه اوسني وخت کي ددې بازاراقتصادي ارزښت ډيرارزښت منددي.ځکه چې په اوسنې وخت کې اگرچچې دقرضې اخيستوني ته دپيسودشديدتورم دموجوديت په وخت کې ډيرمساعددي .مگردبانکونولپاره ناممکن دي ځکه چې بانک دمالي منابعوڅه ناقص ياخالي دي له بله پلوه دپيسوتورم اودافغانيوټيټيدل دسپمونې دتشکيل ممانعت کوي.دسپمونکولپاره دغيرمنقوله شته مني اوهغه اسعاراوشيان چې استفاده ترې کيږي مثمرتماميږي. نسبت بانکي سپمونې ته دپيسوغيرمتشکله بازارداقتصادي اهميت په اساس دقرضې په اقتصادکې خارجې تجارت اوسپموني جوړول اودمرکزي بانک سياست اوددولت دمالي سيستم په برخه کې دهغې نقش له نظره نه شي پاتې کيدي.

دريم فصل

په افغانستان کې نوي تاسيس شوي بانکونه

دافغانستان انټرنيشنل بانک:

دابانک په کال ٢٠٠٤ ميلادي دمارچ دمياشتي په ٢٢ نيټه تاسيس شوي اودمرکزي بانک لخواورته لايسنس ورکړل شوي دي .

ارين بانک:

دابانک په کال ٢٠٠٤ داکتوبرپه څلورمه نيته تاسيس اومرکزي بانک لخواورته لايسنس ورکړل شو.

First Micro Bank:

دابانک چې خلکوته وړې قرضې ورکوي په کال ٢٠٠٤ ميلادي دمارچ په ١٨ نيټه ورته دمرکزي بانک څخه بانکي لايسنس ورکړل شوي ،

عزيزي بانک : عزيزي بانک پکال ٢٠٠٥ م دجولاي په ٦ نيټه دمرکزي بانک څخه لايسنس ترلاسه کړي اودهيوادپه مختلفوولايتونوکي نمايندگي گانې لري.

کابل بانک : کابل بانک په کال ٢٠٠٤ م دجولاي په ٢٦ نيټه دمرکزي بانک څخه ورته دتاسيس حق ورکړل شوچې په نوي تکنالوجي سره سنبال دي چې په افغانستان کي اوه نمايندگې لري چې دوه په کابل کې اونوري ېې په ولايتونوکي جلال آباد،مزار،کندوز،کندهار.هرات کې وجودلري.

په افغانستان کې دخارجي بانکونونمايندگي

سټنډرډچارټيډبانک Standard Charted Bank: دابانک په کال ٢٠٠٠ م دسپتمبرپه ٢٨ تاسيس شوي دي.

حبيب بانک لميتد:دابانک په کال ٢٠٠٤ دفبروري په ١٨ تاريخ تاسيس شويدي.

پنجاب نيشنل بانک اف انډيا:دابانک د٢٠٠٤ دمې دمياشتې په ١١ تاريخ تاسيس شوي دي .

بانک الفلاح المحدود:دابانک په کال ٢٠٠٥ کې دمي دمياشتې په ٢١تاسيس شوي.

نيشنل بينک اف پاکستان: نيشنل بانک چې په نړيي کې اتم مقام لري دلمړي ځل لپاره په پاکستان کي په ١٩٤٩ ميلادي کال کې تاسيس شوي چې په نړي کي ١٢٢٦ نمايندگي لري اوهمدارنگه نيشنل بينک په افغانستان کې دلمړي ځل لپاره پکال ٢٠٠٣ داکتوبرپه لمړي کي تاسيس شوي چې په ټوله اسيا کې لمړي مقام لري چې دنړيد٥٠٠ بانکونوسره بانکي رابطي لري.

دبانکونواقتصادي اهميت

دسرمايې برابرول:

په اقتصادي پروګرامونو،پلانونواوپروژوکي پانگه دومره مهمه اوضروري ده لکه څرنگه چې وينه دانسان په بدن کې ضروري ده هيڅ يوپراقتصادي پروګرام اوپلان پرته دسرمايې څخه نه شي عملي کيدلي .دغريبوملکونويوه نښه داده چې هغوي سرمايه يه ډيره اندازه نلري کولي شي دخلکوکمه متفرقه اوبې کاره سرمايه راجمع کړي اودهغې څخه کافي اندازه سرمايه برابره کړي اوپه کاريې واچوي چې پرته دبانک څخه داکارډيرسخت دي.

دوسايلوپوره اومکمل استعمال:څرنگه چې سرمايه دمهموتوليدي عواملوڅخه ده نوکله چې سرمايه لږه اوپه کم شکل دعواموسره موجوده وي په هغې هيڅ کارنه شي کولاي نودبانک پواسطه هغه ټوليږي اوپه کافي اندازه سرمايه ورڅخه جوړيږي اووروسته لدي هرکارپدې عملي کيدلي شي نوځکه دبانک توليدي وسايل په پوره ډول استعماليدلي شي.

دضرورت مطابق دسرمايې استعمال : هرکله چې په يوملک کې داقتصادي پرمختيالپاره کارپيل کيږي نودهري خواڅخه دسرماېې لپاره تقاضازياتيږي اودضرورت دپوره کولولپاره دداسې اداروجوړول پکاردي چې دسرماېې کموالي پوره کړاي شي چې په اقتصادي پرمختيا کې ځينې پروژوته داوليت حق ورکول کيږي ترڅوسرمايه دضرورت مطابق استعمال شي نوځکه دمال پاليسي مطابق ځينوبرخوته زيان قرض اوځينوبرخوکي کم قرض ورکول کيږي.
سيمه ايزتفاوت له منځه وړل:داقتصاد په ټولواړخونوکي په يووارسره اقتصادي فعاليتونه نه شي پيل کيدلي نوځکه ځينې سيمې ترقې اوپرمختگ کوي اوځينې سيمې وروسته پاني کيږي خوددې شکل دله منځه وړلولپاره (سيمه ايزتفاوت) بانک ډيرډيرمهم رول لوبوي ځکه دبانکونوشاخصونه په هره سيمه کي خلاصيدلي شي اوپه هرځاي کي خلکوته سرمايه برابرولي شي اوخلکوپس اندازونه هم جمع کولي شي.

داعتباري سرمايې توليد

ددې لپاره چې ديوه ملک منطقي خلک پرمختگ وکړي نوهلته بايداعتباري سرمايه ډيرتوليدشي نوبانکونه کولي شي چې دخپلونوروکاروترڅنگ اعتباري پيسي کولي شي چې دخپلونورواروترڅنگ اعتباري پيسې ياسرمايه هم پيداکړيي چې داکارداقتصادي پرمختگ لپاره يوضروري اولازمي جزدي اوپرته لدي څخه بانکوننه نه شي کولي چې ټولوبرخوته سرمايه برابره اوتهيه کړي .

داقتصادي حالت محکوموالي

بانکونه داعتباري سرمايې پواسطه کولي شي يوملک اقتصادي وضع دبهران دمشکل اوگډودي څخه وژغوري اوکله چې ضرورت پيداشي نوپه زياته اندازه اعتباري وسايل توليد شي اوکله چې په يوملک کې حالات انفلاسيوني شي اعتباري سرمايه بايد کم شي ترڅوبيرته دملک اقتصادي حالت خپل اصلي شکل غوره کدي (انفلاسيوني حالت له منځه ولاړشي) بانکونه دخپلوپاليسوپواسطه کولي شي چې ديوملک اقتصادي حالت اووضع کنترول اوهغه قوي اومحکومه ساتي.

دبانکونوپواسطه مختلف قسم راکړه ورکړه صورت نيسې چې دهغوي څخه تکسونه اوتعرفې اخلي. اوهمدارنگه دبانکونوڅخه خلک داجتماعي رفالپاره قرضې اخلي چې دټولنې دخلکودژوندسطحې دلوړوالي سبب گرځي.

تجارتې بانکونه دصادراتوزياتوالي په منظورسهولتونه برابروي چې دصادراتوزياتوالي ديوه ملک دتادياتودبيلانس دښه والي سبب گرځيده اوهمدارنگه په بانک کې دجسابونوزياتوالي دکارگرانولپاره عملي کارونوته ضرورت پيداکيږي اوهمدارنگه دصنعت دپراختياله مخې خلکوته دکارزمينه برابروي.

نتيجه گيري

لکه څرنگه چې هربانک پخپل ذات کې ځانگړي اقتصادي اهميت لري چې دهمدې اقتصادي اهميت په اساس تاسيس شوي .

دمثال پډول دولتي بانکونه دانکشاف پروژولپاره دولت ته قرضه ورکوي اوسرمايه تمويلوي اوتجارتي بانکونه داوږدي اولنډيې مودې لپاره تصديواوشرکتونوته قرضه ورکوي ترڅوله يوې خوادتوليداتواندازه زياته شي اوله بلې خواتريوه حده پورې دبې کاري اندازه کميږي. دصادراتودانکشاف بانک تصديواوشرکتونوته داوږدې اولنډې مودې لپاره قرض ورکوي چې ترڅودتوليداتودزياتوالي اوهمدارنگه دصادراتواوتجارت دزياتوالي سبب وگرځي . زراعتي انکشافي بانک دزراعت په ساحه کې دحکومت دزراعتي پاليسي مطابق دهقانانوته اصلاح شوي تخمونه اودامراضوضد درمل ،ماشين الات اونورورکوي ترڅوديوه ملک زراعتي پيداوارزيات شي صنعتي انکشاف بانک دصنعت دپراختيااوانکشاف لپاره مختلفوتصديواوشرکتونوته قرض ورکوي ترڅوديوه ملک خلک تشويق شي چې دصنعت په ساحه کې سرمايه گذاري وکړي اودملک صنعت په پښوودريږي .

وړانديزونه

  1. خلک بايدخپلې پيسې دبانک له لارې پکارواچوي اوهمدارنگه بانکونه بايدخلکوته دفعاليتونواوامانت په اړه اطمينان ورکړي .
  2. بانکونه بايدپه کمه فيصدي سره خلکوته قرضونه ورکړي اوله بلې خوانه بايددخلکوڅخه په معينه فيصدي پيسې واخلي .
  3. بانکونه بايد دهيوادپه هرگوټ کې نمايندگي ولري ترڅوخلک وکولي شي دهغې پواسطه حوالي ،دپيسوتبادله اونورسرته ورسوي.
  4. په بانکونوکې بايددبيمې شکل وجودولري ترڅودعاموخلکو،تجارانو،متصديانومشکلات حل شي.
  5. په بانکونوکې بايدمسلکي کدرونه استخدام شي چې پولي جريان په مکمل ډول ترڅيړنې لاندې ونيسي