دانفلاسيون او ديفلاسيون ددرجي په هکاله معلومات :

دملي عايد اتو دسنجش او مطالعي په مرسته کولي شو چه معلوم کړو په يو هيواد کي انفلاسيون يا ديفلاسيون په کومه درجه کي قرارلري دانفلاسيون څخه مطلب دپيسو په تعداد کي زيا توالي چه دپيسو دمقدار زياتولي دهغي دارزښت اکموالي او داجنا سو دقيمته کيدو سبب ګر ځي بر عکس دپيسو دمقدار کموالي او داجناسو او خدماتو زيا توالي دپيسو دارزښت دلوړيدو سبب ګرځي چه دغه حالت دديفلاسيون په نا مه سره يا ديږي .

٨- اقتصادي پلان جوړونه :

ديوملک داقتصادي پرمختيا لپاره دپلان په جوړولو کو ملي عايد دغور او فکر مرکزدي اودپلان جوړوني کميسون دملي عايد په نظرکي نيولو سره خپل اقتصادي پلانو نه جوړوي .

دملي عا يد تعين کونکي عوامل

دملي عايد تعين کوونکي عوامل دهغه عنا صرو څخه عبارت دي چي دملي عايد دکموالي او زياتوالي سببب کيږي دهيڅ يو هيواد ملي عايد هميشه په يو حالت کي نه وي په هغه کي کموالي او زيا تولي راځي او هغه عوامل چي دکموالي او زيا توالي سبب کيږي په لاندي ډول سره دي

١ – طبعي ذخاير :

((دطبعي ذخايرو څخه مطلب ټول هغه څهدي جي الله دبشر دښيګڼي او بهبود لپاره په وړيا ډول سره په طبعيت کي خلق کړي لکه ځنګل ،اوبه ، هوا، سيندونه او نور ))

هر هغه هيواد چه دطبعي ذخاير و له کبله غني او شتمن وي په هما غه نسبت سره ملي عايد يي هم زيات وي او دخلکو دژوند دسطحي په لوړوالي کي فوق العاده رول لو بوي بر عکس که ديو هيواد دطبعي منا بع محدودي وي نو ملي عايد هم ټيټ او دوګړو دژوند سطحه يي ټيټه وي البته ديادوني وړده چي يو اځي دطبعي منابعو شتون او وجود هيڅ رول نشي لو بولي پرته داستخردج څخه استخراج يي هم په فني طريقي سره او په داسي ډول دنو موړو ستمنيو عوايد وويشل تر څو دملت هر وګړي تري بهرمن شي مثلاً که دمثال په تو ګه دسعودي عربستان يا دخليج ځني نور هيوادونه وګورو نو ويلاي شو چه نو موړو هيوادنو کي طبعي ذخاير دډيرو پخوا زمانو را هيسي وجود درلود خو چي استخراج يي په وو شوي هلته دخلکو ژوند په ډيره ټيټه سطحه قرار درلود حتي خلکو دژوند لو مړنيو ضرورتونو ته هم لاس رسي په درلود خو دتيلو داخراج په پيل سره دسعودي عربستان په ملي عاتد کي تغيرات را ښکاره او دخلکو دژوند سطحه ورځ تر بلي پکي مخ په ښه کيدو وو .

داچه زمونږ ګران هيواد افغانستان هم دڅه نا څه طبعي منا بعو درلودنکي دي په ځانګړي ډول دمسو ددوسيعه او پر يمانه ذخيري په لر لو سره که دنو موړي طبعي ذخيري دويستلو لپاره صحيح پلان جوړ کړاي شي ددي امکان ليدل کيږي چه دهغي پذريعه دافغا نستا ملي عايد مخ په لوړي روان شي .

٢ – مصنو عي ذخاير:

((دمصنو عي ذخايرو څخه مطلب دانسان خپل کو شش او مشقت دي چي دهغه پواسطه ګټه ترلاسه کولي شي لکه نهرونه ، بندونه ، سړکونه او داسي نور .)) په کوم هيواد کي چه دغه وسايل زيات اودکميت او کيفيت په لحاظ ښه وي دهغه هيواد ملي عايد هم ورسره ښه وي . ځکه نهرونه او بندونه مستقماً داوبه خور په سيستم او په کرني با ندي مثبت تا ثيرات لرلي شي او همدارنګه دبندنو څخه دبر يښنا په تو ليد ولو سره ديو هيواد دصنعتي کيدلو پروسه تقويه کيږي او په نتيجه کي ديو هيواد ملي عايد زيا تيږي .

٣ – پو ه او فني اشخاص :

که په يو هيواد کي پوه او فني اشخاص په زيات تعداد سره موجود و ي او مهارت يي زيات وي نو دطبعي منا بعو څخه ښه استفاده يا مو ثره استفاده صورت نيسي چه دطبعي منابعو څخه دزوثري استفادي په نتيجه کي ملي عايد زيا تيږي .

٤ – سرمايوي اجناس :

که په هيواد کي سرمايو ي اجنا س په زياته اندازه وجود ولري دنو موړي هيواد دملي عايد دزيا تيدو سبب ګر ځي يا داسي هم ويلي شو که چيرته يو هيواد چي دمصرفي اجنا سو دواردولو په ځاي سرمايوي اجناس وارد کړي لکه ماسين الات او تجهيزات ددغي په نتيجه کي هم نو موړي هيواد صنعتي کيږي او په راتلو نکي کي دنو موړي هيواد ملي عايد دپخوا په پر تله ډيرزياتيږي .

٥ – دکارګرانو تعداد او کارکولو توانمندي :

که ديو هيواد کارګره قوه دتعداد له لحا ظه ډيره ولري نو نو موړي کارګران د کار په کولو سره عايد ترلاسه کوي همدرنګه دنو موړي هيواد کار ګران په نورو هيوادنو کي مزدوري کو ي چي خپل مزد خپل هيواد په را ليږي نو پدي سره هم ملي عايد زيا تيږي .

٦ – سيا سي حالات :

(( ديو هيواد سيا سي حالات دنو موړي هيواد دملي عايد داندازي په ټاکلو کي مهم رول لري )) که ديو هيواد سيا سي حالات ښه وي نو علاوه دکورنيو پانګه اچونکو او سوداګرو څخه بهرني پانګه اچو ونکي او سوداګر هم په نو موړي هيواد کي پانګه اچووني په زړه ښه کوي چي پدي سره له يوي خوا خلکو په دکار کولو زمينه برابر يږي نوي فن او تکنالو ژي سره دنو موړي هيواد وګړي اشنا کيږي له بلي خوا د حکو مت عايد هم دمالي په اخستلو سره اضافه کيږي چه داټول په ملي عايد باندي مثبت اثر کوي برعکس که ديو هيواد سيا سي حالت ښه نه وي او امنيتي وضعه يي هم ګډه وډه وي پردي پانګوال خو لاپريږده خپل کورني پانګه وال هم دخپل ځان او خپلي پانګي په اړه دمصونيت احساس نه کوي او باالاخره مجبوريږي چه خپلي پا نګي په نورو هيوادونو کي په کار اجو ي نو پدي سره دهيواددملي عوايدو اندازه هم راټيټيږي .

٧ – کورنيو او بهرنيو پانګه اچو نکو ته داسانتيا وو برابرول :

که چيرته ديو هيواد حکومت وشي کولاي چي کورنيو او بهرنيو پا نګه اچو نکوپه لازمي سهو لتو نه او اسا نتياوي برابري کړي داکار هم نهو موړي هيواد په دپا نګي اچوني په جذب کي موثر واقع کيدي شي چي په نتيجه کي دزياتي پا نګه اچوني په نتيجه کي دکار ساحه پراخه او هيڅ تو ليد ي عامل يا وسيله وزګاره نه پا تي کيږي چه په نتيجه کي دملي عايد اندازه زيا تيږي .

               دملي عايد مر بوط مختلف مفاهيم

دملي عايد دروښانتيا او وضا حت لپاره لاندي مختلف مفا هيم استعما ليږي :

١ – ناخالص ملي محصول G ross National Product   (G N P)

٢ – خالص ملي محصول Net National Product ((N N P))

٣ – ناخالص کورني حاصلات Gross Domestic Product   ( G D P )

٤ – ملي عايد National Income

٥ – شخصي عايد Personal Income ( P I )

٦ – دتصرف وړ شخصي عايد IncomeDisposible Personal

چه هر يو په لاندي ډول سره نشريح کيږي .

١ – ناخالص ملي محصول  G N P

((په يو ملک کي ديو کال په جريان کي ديجاد شوو نهائي کاليو او خدماتو پو لي ارزش ته ناخالص ملي محصول ويل کيږي )) چي دپورتني تعريف په اساس سره P N G دکال په جريان کي دټولو هغو اجنا سو او خدماتو پو لي ارزش دي چي خپل نهائي مرحلي په دسيدلي وي پدي سره هغه اجناس چه يوه يا څو تو ليدي مراحل يي اجرا شوي وي او کومه مرحله يي با قي وي په G N P کي نه شميرل کيږي . که داشياوو او خدماتو په خريداري باندي چه دمصرف کوونکو لخوا کوم مصارف صورت نيسي او دسرمايوي اشياوو په خريداري باند ي شوي مصارف دحکومت لخواشوومصارفودمجمو عي سره يو ځاي شي او بيا دصادراتو منفي واردات تفاوت هم ورسره يو ځاي شي دG N P قيمت لاسته راځي چي په لنډ ډول سره يي په فورمو ليک ډول سره په لاندي ډول ليکلي شو

G N P = C + I +G + (X –M)

چي پو رتني فورمول کي

C = دمصرف کوونکو لخوا داشياوو او خدماتو په خريداري باندي شوي مصارف

I = دسرمايوي اشياووپه خريداري شوي مصارف لکه مشينري ،رها يشي کورونه ، په تجا رتي او صنعتي بر خوکي شوي مصارف او پا تګه اچو نه او نورو برخو کي

G = دحکومت مصارف يا دولتي مصارف يعني په انکشافي پرګرامونو او عادي امورو دپرمخ وړلو لپاره ددولت مصارف
X = ددولت مصارف
M = مجموعي مصارف

کله چي يي x دm څخه منفي شي خالص صادرات پا تي کيږي . ديادولو وړ ده چي G N P هغه وخت کله چي دپانګي استهلاک په محصول کي شامل وي . او همدارنګه کولي شو چي ووايو چي په G N P کي لاندي شيان شامل دي :

الف: زرعي توليدات : لکه غنم ، جوار ، وريجي ، پنبه ، دالونه ،سبزي ، ميوي اوداسي نور

ب: صنعتي تو ليدات : لکه دختو نه ، مشينري ، سره ، سميټ ، بوره ،بايسکل ، تلويزون او داسي نور

ج : خدمات : لکه دډاکټر انو ، قاضيانو ، استادانو او په مختلفو دولتي او غير دولتي شعبو کي دکارکوونکو پو اسطه سرته رسيدونکي خدمات ، دبانکونو ، موټرونو ، دهوائي کرښـو او داسي نو رو ادارو پو اسطه سرته رسيدونکي خدمات

څرنګه چي پو رتني ټول ذکر شوي اشيا ، خدمات او اجناس هر يو داندازه ګيري دبيلو بيلو واحدونو په اساس سره جمع کيږي اندازه کيږي لکه درخت داندازه کولو لپاره متر ، دمايعاتو داندازه کولو لپاره ليتر ، دغنمو داندازه کولو لپاره کيلو ګرام ،دګازو لپاره متر مکعب اودخدماتو داندازه ګيري لپاره دساعت څخه کار اخستل کيږي چه داندازه ګيري مختلف واحدونه نشو کولي يو له بل سره جمع کړو نو ددي لپاره چي په G N P کي يي اندازه وټاکو نو دمختلفو اشياوو او خدماتو مالي ارزښت او قيمت په خپلو کي سره جمع کوو .

٢ – خالص ملي محصول يا N N P

کله چي سرمايو ي اجناس او ماشين الات او يا هم پا نګه د G N P دترلاسه کولو په پروسه کي په کارلويږي نو دغه پروسه يو لړ مصارف ايجابوي او همدارنګه سرمايو ي اشيا او ماشين الات دوخت په تيريدو او يا هم داستعمال له وجي خپل ارزښت له لاسه ورکوي او يا هم تر ميم په ضرورت پيداکوي چه په اقتصادکي دغه ډول مصرف دفرسا يش په نا مه سره يا يږي که پو رتني ذکر شوي مصارف دنا خالص ملي محصول څخه وويستل شي خالص ملي محصول پاته کيږي چي کولي شو په لاندي ډول سره يي وليکو

(N N P= G N P –Depreciation)

٣ – ناخالص کورني حاصلات يا G D P

((ديو کال په جريان کي ديو ملک دسرحداتو دننه دتو ليد شوو کاليو او خدماتو پولي ارزش دنا خالص کورني محصول په نامه يا ديږي ))

چه پو دته تعريف په اساس د G D P داندازه کولو يو شرط هم جغرافيوي سرحدات دي پدي معني که ديو ملک دوګړو لخوا دنو موړي هيواد دسرحداتو څخه بهر په بل ملک کي پا تګه اچونه شوي وي نو موړي پا نګه اچو نه او ګټه يي په G D P کي نه حسابيږي خو که دنورو هيوادونو وګړي او پانګوال پدي هيواد کي پا نګه اچونه کوي په G D P کي حسابيږي . اوپه G N P کي نه حسابيږي .

دG N P او G D P تر منځ فرق دادي چي په G N P کي دملک دسرحداتو څخه دباندي لاسته راغلي محصولات هم په نظرکي نيول کيږي خو په G D P کي په نظر کي نه نيول کيږي

دG D P داندازه کولو په وخت کي ځيني ستونزي او دحل لاري چاري

a – (( په اخرني نتيجي يا دتو ليد په نها يي مر حلي باندي تا کيد کيږي . )) دG D P داندازه کولو په وخت کي دهغه اجنا سو پو لي ارزش سره يو ځاي کيږي چي خپلدتوليد نهايي مرحله پري سرته رسيدلي او مصرف او استعمال ته اماده وي لو مړني موا د يا اجناس يا منځني اجناس په G D P کي نه محاسبه کيږي مثلاً ديو ميز په جوړولو کي ديو اندازه ليګي څخه چي دميز جو ړولو لپاره ابتدائي مواد د ي استفاده شوي که مونږ يو ځل دلرګي قيمت په G D P کي او بل ځل دميز قيمت جمع کړو نو دلته به دوګوني محاسبه رامنځته شي چي د G D P داخرني نتيجي دغلطيدو امکان را منځته کوي نو ددي لپاره چي دپورتني ستو نزي مخه نيول شوي وي بايد يو اځي دنهائي کاليو ارزش په نظر کي ونيول شي .

B – دارزش دتدريجي زيا تيدني ميتو د :

ددي لپاره چي دمضاعفي محاسبي مخه مو نيولي وي نو ديو جنس ارزښت چي په هره مر حله کي څومره زيا تيږي دنها ئي مرحلي پوري صرف هماغه اندازه ارزښت دابتدائي ارزښت سره جمع کوو.. چه په لاندي مثال کي يي په واضح ډول ليدلي شو

ص ٦ مايکرو

C – په G D P کي غير ي توليدي معاملات محاسبه نه کړاي شي .

ددي لپاره چي د G D P پذريعه موديو ي ټولني داقتصادي وضع صحيح اندازه معلومه کړي وي له G D P  داندازه کولو په وخت کي بايد غير تو ليدي معا ملات ونه سنجول شي او هغه ترينه منفي کړل شي .

٤ – ملي عايد دعواملو دقيمت په اساس : N I at factor cost

کولي شو چي ملي عايد د تو ليد دعواملو دکار اچولو په مر سته پر يو کال کي دلاسته راغلي نتيجي دمجمو عي او يا هم دعايد دمجمو عي په پيدا کولو سره تر لاسه کړو که چيرته کلي عايد دعواملو دکار اخستني په مقابل کي دتا ديا تو دمجمو عي په مرسته ديو کال په جر يان کي سنجول کيږي ملي عايد دعواملو دقيمت داساس په نا مه سره يا يږي .

دJ. Sloman په وينا ملي عايد دعواملو د قيمت له مخي عبارت دي له ((دتو ليد دڅلو رګو نو عواملو په واسطه تر لاسه شوي مجمو عي ګټه چه په يو ملي اقتصا د کي رامنځته کيږي دملي عايد په نامه يا ديږي ))

چي دپو ر تني تعريف له مخي دملي عايد تر کيبي اجزاء عبارت دي له :

١ – مزد يا اجوره

٢ – کرايه يا اجاره

٣ – سود

٤ – ګټه

A – مزد يا اجوره : دملي عايد په ترکيب کي تر ټولو مهم جز دي چي پدي کي دمزدورانو او کار کوونکو دکار او خد ماتو په مقا بل ټو ل مز دو نه او معاشات چه ديو کال په جر يان کي شوي وي په کي شامل دي

B – کرايه يا اجاره :   دافرادو او دشخا صو ته دهغوي دحقيقي شتمني داستعمال په مقابل کي تر لاسه شوي عايد پکي شامل دي لکه دتعمير کرايه ، دکار خا ني دځمکي کرايه

C – سود يا ګټه : دپا نګي څخه د استفادي په مقابل کي کيدونکي تا ديات پکي شامل دي

D – داداره چي يا متشبث چه دخطراتو په قبلولو سره دپا نګه وال پانګه پکاراچو ي او ددي په بدل کي يوه اندازه ګټه تر لاسه کوي . چه دپو رتنيو څلورو موادو مجمو عي ته دعواملو دقيمت په اساس ملي عايد ويل کيږي .

٥ – شخصي عايد : Personal Income

يو ملک داو سيدونکو او افرادو پواسطه جدا جدا لاسته راغلي عايد شخصي عايد ګڼل کيږي او د شخصي عايد مجمو عه هم دملي عايدد سره برا بره ده خو ليکن دهيواد دټولو او سيدونکو دشخصي يد دمجمو عي او ملي عايد لاندي دوه فرقو نه لري

الف – انتقالي تاديات : په شخصي عايد کي انتقالي عايدات هم شامل دي دپرو فيشر له نظره

(( انتقالي عايدات دهغعايداتو څخه عبارت دي چي په مو جو ده وخت کي پرته داجنا سو او خد ماتو دايجا د څخه په حا ضره زمانه کي لا سته راځي )) لکه تقاعد ، خيرات ، زکات ، تحفه او داسي نور

ديو فرد په شخصي عايد کي انتقالي عايدات هم شا مليږي په انتقالي عايد تو سره دشخصي عايد مقدار زيا تيږي په داسي حال کي چي په ملي عايد کي انتقالي عايدات نه شمارل کيږي ځکه چي انتقالي عايدات په يو نه يوه طريقه يا شکل سره په ملي عايد کي شمارل شوي وي .

ب –   غير مستقيمه ګټه : په شخصي عايد کي هغه ګټه چه سهم لر ونکو ته نه وي ويشل شوي نه شمارل کيږي پداسي حال کي چي په ملي عايد کي شمارل کيږي .

په فور موليک ډول سره کولي شو چي شخصي عايد پداسي ډول سره وليکو

شخصي عايد = داجتما عي تحفظ امداد – دپا نګي دکمينو پر ګټي ماليه – ويشل شوي ګټه + انتقالي تاديات

ديادوني وړده چي بي داجتماعي تحفظ په امداد کي دټو لنيز و ښيګڼو لپاره دمامو رينو دمعا شاتو څخه اخستل کيدو نکي مبلغ شامل دي

٦ – دتصرف يا استعمال وړشخصي عايد P D I

کله چي دشخصي عايد اتو څخه په اشخاصو لګيدلي ټيکسونه يا ما ليات وضع شي دتصرف وړ شخصي عايدات لاسته راځي دپرو فيسرسټنلي فيشر له نظره ((دتصرف وړشخصي عايد څخه مراد هغه عايدات دي چي کورنيو سره دمصرف کولو لپاره يا دپس اندزکولو لپاره پاتي کيږي ))

او يا داسي هم ليکلي شو چه

دتصرف وړ شخصي عايد = غير خالص ملي محصول – دمحصول هغه برخه چه خلکو ته تاديه شوي نه وي – ماليه پر عايداتو + انتقالي عايدات

P D I = P I – Taxes direct

يا personet

P D I = C+ S

دتصرف وړشخصي عايد =

P D I =G N P –Dereciation –indirect tax –direct tax –ybdustrubyted prfit+transfercd pauy ment

دملي عايد ددي مفهوم اهميت پدي کي دي چي افراد او اشخاص خپل دتصرف وړشخصي عايد په دوه بر خوويشي

اول – درو زانه ضرورتو نو درفع کولو لپاره يوه اندازه په مصرف رسوي

دوهم – خالص پس انداز

چه مصرف او پس اندازديو ملک دملي عايد په ټاکلو کي مهم رول اداء کوي مثلاً که مصرف ته دخلکلو ميلان زيات شي نو اجناسو ته تقا ضا زيا تيږي چه اجنا سوته دتقاضا په زيا توالي سره دتوليد اتو مقدار زيا تيږي او ملي عايد هم ورسره زيا تيږي . له بلي خوا څخه که دپس انداز مقدار زيات شي نو په هيواد کي به دپا نګي او پا نګه اچوني مقدارزيات شي او دپانګه اچو ني دمقدار زياتوالي دملي عايد دزيا توالي سبب ګر ځي .

پرته لدي څخه دنصرف وړشخصي عايد داندازي څخه دانفلاسيون ددوجي يا فشار ، تيز بازاري ، ګرم بازاري (Boom) او دبازار يا کارو بارونو در کود دحالاتو دتحليل او تجزئي لپاره هم دسنجش دمقياس په حيث استعماليږي

D P I = C+ S

داستعمال قابل شخصي عايد مساوات داسي هم ليکلي شو D P I = Y + B + T D

B= benefit يا انتقالي عايدات

او دپس اندازونو مساوات په لاندي ډول ليکلي شو S =(Y+B )-C

دملي عايد داندازه کولو طريقي

په عمومي ډول سره داقتصاددايروي جريان چه دعايد درامنځته کيد و او دهغي دويش څرګندونه کوي له دريو طرفو نو يا ديد ګاووڅخه مطا لعه کولي شو پدي معني به دايروي جريان کي تو ليد دعايد اتو ايجا دوونکي او عايدات دمصرف رامنځته کوونکي او مصرف په خپل نو بت سره دتوليد ا دامه ممکن کوي

په همدي اساس دملي عايد داندازه ګيري لپاره دري مختليف طريقي کارول کيږي

کولاي شو چه ملي عايد دتوليد په مرحله کي دنهائي توليد شووو اجنا سو او خدماتو دارزش له مخي او دعايد اتو په مر حله کي دتو ليد دعواملو پو اسطه دلاسته راغلو عايد اتو دسنجش او دمصرف په مر حله کي داقتصادي مصارفو په مر سته وسنجو وچه په لنډ ډول يي داسي ليکي شو

ملي تو ليد ات = ملي عايد ات = ملي مصارف

چه هر ه طريقه په لاندي ډول سره څيړو :

الف :   دتوليد طريقه : په هر اقتصادکي بي شماره اجناس او خدمات نو ي ايجاديږي که ديو کال په جر يان کي نها ئي کالي او اجناس ( Q1,Q2, … … … Qn ) او دهغوي قيمتو نه P1, P2 … … Pn سره وښيو او n دټولو کاليو او خدماتو تعداد دي چي په اقتصادکي تو ليديږي .

څرنګه چي ملي عايد ديو کال په جريا کي دنهائي کاليو او خد ماتو دمجموعي څخه عبارت دي چه په مر بو طو قيمتو نو ارزيا بي شوي وي بناءً ملي عايد مساوي کيږي

NI = P1Q1+ P2Q2 +… .. … …PnQn

يا په لنډ ډول يي ليکلي شو

NI =

پد ي ميتو د کي اجناس اوخدمات دناخالص کورني محصول په طريقه دهغوي دمارکيټ دارزښت له مخي سنجول کيږي يا په بل عبارت دتو ليد په طريقه دملي عايد اندازه ديو هيواد نا خالص کو رني محصو لاتو اندزه دهغوي بازار ي قيمت په نظرکي نيولو سره څرګند وي چه ديو هيواد په دال کي ديو کال په جريان کي تو ليد شوي وي .

دتوليد په طريقه دملي عايد اندازه کولو په طريقه کي دتوليد په مختلفو اقتصادي سکتورنوباندي وقت کوو او دکال په جريا ن کي دتوليد شوو کاليو ،اجناس او خدمات جمع کوو .

هغه اساسي سکتو رونه چه تو ليدي ارزښتو نه سره جمع کوي عبارت دي له :

١- زراعت

٢- تراسپورت

٣- صنعت

٤- ساختمان

٥- بانکداري

٦- اداره او دفاع او دعايد ويش

ددي طريقي لپاره دعايد په پيداکولو کي دلاندي ټکو په نظرکي نيول مهم دي تر څو دغلطي محاسبي څخه مخنيوي وشي

١- دمضاعفي محاسبي څخه مخنيوي :

ددي لپاره چي دپو رتني پرابلم درامنځته کيدو څخه مخنيوي شوي وي بايد داجناسو او خدماتو يو اځي نهائي ارزش په نظرکي ونيولشي او يا هم په هره مرحله کي چي څومره ارزش ديو جنس اضافه کيږي صرف همغه ارزش يي په يظر کي نيول کيږي .

٢- ديو جنس دارزش علاوه کول بايد په همغه کال کي چي نو موړي جنس پکي توليد شوي اويا هم که خام موادو باندي چيدتير کال څخه راپا ته وي په ګو دام کي په راتلو نکي کال يي دپخواني ارزش دجمع کولو څخه صرف نظر کيږي .

٣- دخپل مصرف لپاره توليد شو اجناس : دهغه تو ليداتو دارزش څخه چي دخپل ضرورت درفع کولو لپاره تو ليديږي هم بايد دملي عايد داندازه کولو په وخت کي په نظر کي ونيول شي . او ددغسي اجناسو دارزښت اندازه دمارکيټ دارزښت څخه مخکني ارزش يي په نظر کي نيول کيږي .

ب : دعايد اتو طر يقه