موده: ۴ ورځ
د کورس تفصیلات
د سوداګرۍ پانګونه تل په خطر کې دي – دا خطر کېدای شي د تصمیم نیولو خطرونه، اټکل او پلان کولو خطرونه، پروسې او پروسیجرونه، او د سوداګریزو سرچینو د نور ډولونه درغلیو یا د ناوړه ګټه اخیستلو شامل وي
دا کورس د خطرو په مختلفو دولو مدیریت لپاره نړیوال معیارونه یوځای کوي او د متخصص کارپوهانو لخوا ترتیب شوی دي. دا کورس د مدیرانو، د مالی او تفتیشی مسلکی کسان د سم پوهی وړتیا لپاره پام ته نیول شوی ترسو د د خطر مدیریت اړوند مهارتونه ترلاسه کړي
ګټې
ګدون کونکی څه ترلاسه کوي
د بیلابیلو سوداګریزو شتمنیو تشخیص –
د داخلي کنټرول سیسټم جوړښت او عناصر بیانول –
د سوداګرۍ ممکنه خطرونه تشخیص او پلانونو پیل د دوی سمه اداره کولو لپاره –
د شتمنیو کنټرول فعالیتونه وده کول –
د شتمنیو کنټرول فعالیتونه په اغیزمن ډول پلي کولو تفصیلات –
څوک باید ګډون وکړي؟
دا کورس د لاندی کسان په شمول د مدیرانو او د کوچنۍ یا منځنۍ کچې شرکت کارکوونکو لپاره مشخص شوی دی
د سوداګرۍ مالکین، مدیران، شریکان او داسې نور کسان –
د مدیرانو بورډ او د څارونکو بورډ –
هر څوک چې په مالي چارو کې نوي کار کوي –
نور هغه څوک چې د سوداګرۍ شتمني اداره کوي یا کنټرولوي –